د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت
رفتن به کانال در Telegram
نمایش بیشتر
7 891
مشترکین
-1324 ساعت
-727 روز
-35530 روز
در حال بارگیری داده...
کانالهای مشابه
ابر برچسبها
هیچ دادهای
مشکلی وجود دارد؟ لطفاً صفحه را تازه کنید یا با مدیر پشتیبانی ما تماس بگیرید.
اشارات ورودی و خروجی
---
---
---
---
---
---
جذب مشترکین
اکتبر '26اکتبر '26
اکتبر '260
در 0 کانالها
سپتامبر '26
+1
در 0 کانالها
Get PRO
اوت '26
+2
در 0 کانالها
Get PRO
ژوئیه '26
+2
در 0 کانالها
Get PRO
ژوئن '26
+4
در 0 کانالها
Get PRO
مه '26
+2
در 0 کانالها
Get PRO
آوریل '26
+2
در 0 کانالها
Get PRO
مارس '260
در 0 کانالها
Get PRO
فوریه '26
+1
در 0 کانالها
Get PRO
ژانویه '26
+1
در 0 کانالها
Get PRO
دسامبر '25
+1
در 0 کانالها
Get PRO
نوامبر '25
+10
در 0 کانالها
Get PRO
اکتبر '25
+3
در 0 کانالها
Get PRO
سپتامبر '250
در 0 کانالها
Get PRO
اوت '25
+1
در 0 کانالها
Get PRO
ژوئیه '25
+1
در 0 کانالها
Get PRO
ژوئن '250
در 0 کانالها
Get PRO
مه '25
+3
در 1 کانالها
Get PRO
آوریل '25
+85
در 91 کانالها
Get PRO
مارس '25
+134
در 176 کانالها
Get PRO
فوریه '25
+239
در 231 کانالها
Get PRO
ژانویه '25
+536
در 138 کانالها
Get PRO
دسامبر '24
+721
در 80 کانالها
Get PRO
نوامبر '24
+1 006
در 125 کانالها
Get PRO
اکتبر '24
+1 191
در 275 کانالها
Get PRO
سپتامبر '24
+1 017
در 270 کانالها
Get PRO
اوت '24
+1 051
در 230 کانالها
Get PRO
ژوئیه '24
+1 260
در 225 کانالها
Get PRO
ژوئن '24
+1 252
در 213 کانالها
Get PRO
مه '24
+2 247
در 173 کانالها
Get PRO
آوریل '24
+2 076
در 171 کانالها
Get PRO
مارس '24
+3 855
در 191 کانالها
Get PRO
فوریه '24
+2 551
در 136 کانالها
Get PRO
ژانویه '24
+4 225
در 7 کانالها
| تاریخ | رشد مشترکین | اشارات | کانالها | |
| 03 اکتبر | 0 | |||
| 02 اکتبر | 0 | |||
| 01 اکتبر | 0 |
پستهای کانال
| 2 | ((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))
چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخېلانو سره په جوړه شوې غونډه کې وویل: هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي اسلامي امارت ورسره هیڅ ستونزه نه لري او کولای شي بېرته هېواد ته راستانه شي، خو باید د بل چا په لمسون د هېواد د خرابولو هڅه ونه کړي. نوموړي يادو مخالفينو ته په خطاب کې وویل: چې په افغانستان کې د پردیو په مرسته رامنځته شوي حرکتونه او راغلي کسان پایښت نه شي کولای، نو د اسلامي امارت په راتګ سره له هیواده وتلي کسان دې خپلې ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي او د افغانستان پاکه خاوره دې د پردیو د موخو لپاره نه کاروي.
ښاغلي نوري د خپلو خبرو په پای کې د خپل پيغام په شکل ګاونډي هېواد ته وويل، پاکستان دې د افغانستان تاریخ، مېړانه او سیاسي تجربې مطالعه کړي او د افغانانو صبر او زغم دې نه ازمايي. نوموړي زياته کړه اسلامي امارت د اسلامي اسلامي شریعت په چوکاټ کژ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
غونډې ته د ياد وزارت د کوچيانو چارو د سمون لوی رئيس ملا محمد بصر صاحبزاده کوچيان د هېواد يو مهم قشر وباله او ويې ويل: موږ له مشرتابه سره په مشوره کوچي سرخيلان دې غونډې ته رابللي ترڅو ستونزې يې واورو او د خپلو امکاناتو په صورت کې د حل لارې چارې ورته برابرې کړو
کوچي سرخېلانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام د ملاتړ، همغږۍ او پیاوړتیا لپاره ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، چې د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره به هر وخت له نظام سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي. يادو مشرانو په ورته وخت کې د کوچي ولس یو شمېر ستونزې او وړانديزونه هم شريک کړل، چې پکې د استوګنې، څړځایونو، تعلیم، روغتیا او نورو اساسي خدمتونه شامل وو.
دغه غونډه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست په مشري د ننګرهار، کنړ، لغمان، خوست، پکتيا او پکتيکا ولایتونو د کوچي سرخيلانو، قومي مشرانو، علماوو او مخورو سره د همغږۍ په موخه برابره شوې وه، چې په دعايه سره پای ته ورسېده. | 61 |
| 3 | بدون متن... | 72 |
| 4 | د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه
دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلينو، علماء کرامو، قومي مشرانو او مصلحینو په هڅو د دواړو لوريو ترمنځ د بښنې په کولو سره پای ته ورسېده.
د روغې جوړې په جوړو شويو مراسمو کې ویناوالو د سولې، بښنې او خپلمنځي اړيکو پر ارزښت خبرې وکړې، په وينا يې ولسونه دې د خپلمنځي شخړو او منازعاتو پر ځای دې د سولې او تفاهم لاره غوره کړي.
په پای کې د روغې جوړې پرېکړه دواړو کورنیو ته ابلاغ او د هغوی له لوري ومنل شوه او په همدې سره يې ژمنه وکړه چې له دې وروسته به یو د بل پر وړاندې له هر ډول کرکې او اقدام څخه ډډه کوي او د ورورولۍ ژوند ته به دوام ورکوي. | 65 |
| 5 | بدون متن... | 53 |
| 6 | بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند
دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې بدي حل او دواړو لوريو روغه سره وکړه.
دغه اوږدمهاله بدي چې شاوخوا ۴۵ کاله دوام يې درلود او يو کس پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و دواړو لوريو ته يې لويې ستونزې او مشکلات را ولاړ کړي وو، چې د هغوی ژوند يې تريخ کړی وو.
همداراز د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۱۸ کلونو راهيسې روانه دښمني، چې د يو تن د وژل کېدو ترڅنګ يې ګڼ خپلمنځي اختلافات راپارولي وو د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست داستازو او ځايي مخورو په دوامدارو کوششونو سره پای ته ورسېده.
د يادو دواړو دښمنيو د هواري پر مهال مسؤلينو د يووالي او زغم پر اهميت خبرې وکړې او د بښنې په دنيوي او اخروي ارزښت يې ګډونوال وپوهول. دوی له خلکو وغوښتل، چې د هرې لويې او وړې ستونزې پرمهال دې د ا.ا مسؤلينو ته رجوع وکړي. | 51 |
| 7 | بدون متن... | 33 |
| 8 | بدون متن... | 42 |
| 9 | په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې
دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت په شهرصفا ولسوالي، د سمنګان ولايت په دوآب او دره صوف ولسوالي او د کاپيسا ولايت په آله سای ولسوالي کې له عامو خلکو سره پراخې ولسي غونډې ترسره شوې.
د يادو غونډو پرمهال دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په خپلو خبرو کې د ولسونو تر منځ د یووالي او ګډ تفاهم پر اهمیت ټینګار وکړ ویې ویل: د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره د خلکو ترمنځ همغږي او متقابله همکاري اړینه ده. دوی د شریعت د احکامو د رعایت او مسؤلو ادارو سره د همکاري په برخه کې خپل چمتووالی څرګند کړ. يادو ديني عالمانو او قومي مشرانو زياته کړه، چې د ولسي همغږۍ د ساتنې لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.
په دغو ولسي غونډو کې د اسلامي امارت مسؤلینو د اسلامي نظام د بنسټونو د ټینګښت، د ولسونو د غوښتنو د اوريدو او د خلکو او مسؤلو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همکاري پر اړتیا خبرې وکړې. مسؤلینو څرګنده کړه، چې د شرعي احکامو عملي کېدل د ټولنې د نظم او اصلاح لپاره اساسي ارزښت لري او د اسلامي نظام د مسؤلینو ترڅنګ ولسونه هم باید د دې بهیر د پیاوړتیا لپاره خپل مسؤولیت ادا کړي. يادو مسؤلينو له ګډونوالو وغوښتل، چې د ولسي یووالي، همغږۍ او ستونزو د حل په برخه کې له مسؤلو ادارو سره همغږي وساتي. | 57 |
| 10 | بدون متن... | 74 |
| 11 | په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۵ کاله وروسته روغه جوړه وشوه
شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د خوست ولایت مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۵ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ یې دواړو کورنیو ته مالي زیانونه هم اړولي وو، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب د یوې قومي جرګې په ترڅ کې پای ته ورسېده.
د یادې دوښمنۍ د حل په موخه لومړی له دواړو لوریو سره منځګړو جلا ناستې وکړې او د اختلافو د پای ته رسولو په اړه یې خبرې ورسره ترسره کړې. وروسته دواړه کورنۍ یوې قومي جرګې ته را وبلل شوې، چې د جرګه کوونکو د نصیحتونو او لارښوونو له اورېدو وروسته یې پخلاینې ته غاړه کېښوده او له یو بل سره یې د سولې او ورورۍ ژمنه وکړه.
په پای کې دواړو لورو خپله ۳۵ کلنه دښمني ته ورسوله او د قومي مشرانو او علماوو په حضور کې یې د راتلونکو اختلافاتو د مخنیوي او ورورۍ پر دوام هوکړه وکړه. | 82 |
| 12 | بدون متن... | 167 |
| 13 | د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ د غونډو دوام
پنجشنبه ۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د خپلو محلي ادارو په همغږۍ په ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او همغږۍ په موخه د روانو غونډو په دوام، دا ځل د زابل ولايت په شملزي ولسوالي، د جوزجان په قرقين او خمآب ولسوالي، د فراه په شيبکوه، د سمنګان په دره صوف، د پنجشير په دره داير، د بادغيس په بالامرغاب، د هلمند په سنګين او ګرشک ولسوالي او همداراز د پکتيا په سيدکرم او زرمت ولسواليو کې له عامو خلکو، علماوو، ولسي استازو او ولسواليو له مسؤلينو سره پراخې ولسي غونډې ترسره کړې.
غونډو ته ديني عالمانو او قومي مشرانو د خپلو سيمه ييزو ستونزو په شريکولو سره د اسلامي امارت له خدمتونو مننه وکړه او ياد نظام يې د هېواد د ثبات، امنيت او ولسونو د خونديتوب لپاره مهم وباله. دوی د اسلامي امارت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د نظام ننګه به کوي او هېڅ چا ته به يې د تخريب اجازه ورنه کړي.
يادو ديني عالمانو او قومي مشرانو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شريعت په نفاذ او همداراز د ولس او حکومت ترمنځ په همغږۍ کې به خپلې هڅې جاري وساتي. دوی د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د فرمانونو په عملي کولو او خپرولو کې د دنيا او اخرت کاميابي ياده کړه او له عامو خلکو يې وغوښتل، چې په دې برخه کې دې د ټولنې هر وګړی خپل مسؤليت ادا کړي.
ورپسې مسؤلينو د يادو غونډو پرمهال ولس ته د ډاډ په څرګندولو سره هغوی اتفاق، اتحاد، يووالي او د اسلامي شريعت نفاذ او همغږۍ ته وهڅول او همداراز د هر ډول ستونزو پرمهال يې حاکم نظام د ولس تکيه ګاه وبلله. يادو مسؤلينو د اسلامي شريعت د نفاذ په برخه کې د علماوو، قومي مشرانو او مخورو ونډه وستايله او غوښتنه يې وکړه، چې په دې برخه کې دې لا خپلو هڅو ته دوام ورکړي. | 145 |
| 14 | بدون متن... | 116 |
| 15 | چپه دره کې د مسؤلينو په هڅو ۳۳ کلنه مرګونې دښمني پای ته ورسېده
سه شنبه ۲ربیع الآخر ۱۴۴۸
د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ په سودمني کلي کې د ځايي دوه کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۳ کالونو په دوام رامنځته شوې دښمني، د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس ملا تحميدالله غازي په مشري، دعلماوو، قومي مخورو او مصلحينو په دوامدارو هڅو پای ته ورسېده.
ياده دښمني، چې په ترڅ کې يې له دواړو غاړو څخه څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و ترمنځ يې اوږدمهاله کينه او تربګني موجوده وه، چې مسؤلينو د عفوې، بښنې او ورورولي پر ارزښتونو وپوهول او د يوې شرعي فيصلې په ترڅ کې يې هغوی يو بل ته ورغاړې وېستل.
په پای کې د دواړو لوريو ښکېلو مشرانو د یادې روغې جوړې هرکلی وکړ او د ښمني د پای ته رسېدو په اړه یې خوښي څرګنده کړه. دوی د اسلامي امارت د مشرانو او سیمه ییزو مسؤولینو له هڅو هم مننه وکړه او ژمنه یې ترسره کړه چې بېرته به خپلمنځي تربګنيو ته نه ورګرځي. | 122 |
| 16 | بدون متن... | 102 |
| 17 | خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۵۷ کلنه دښمني د سولې له لارې پای ته ورسېده
سه شنبه ۲ربیع الآخر ۱۴۴۸
د ياد ولايت خاني خوړ سیمه کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس، د شخړو د حل کمېټې، ديني عالمانو، مصلحینو او ځايي مخورو د هڅو په پایله کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۵۷ کلنه دښمني د روغې جوړې له لارې پای ته ورسېده، چې ګڼ اختلافات يې درلودل.
د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست رئيس مولوي میا محمدولي صدیقي په همدې موخه جوړو شويو مراسمو ته په خپلو خبرو کې وویل: د قومي مشرانو او مصلحینو په هڅو تر دې مهاله په خوست کې ۱۲۰مه بریالۍ روغه جوړه ترسره شوه او د خلکو ترمنځ د پاتې شخړو د حل لپاره هم هڅې روانې دي. نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل چې د سیمو د ستونزو د حل لپاره په اخلاص خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
په دغه اوږدمهاله دښمني کې دواړو لوريو ته د لويو مالي تاوانونو سربېره ګڼ اختلافات موجود وو، چې په ترڅ کې يې يو کس خپل ژوند هم له لاسه ورکړی و. مسؤلينو د خپل منځګړيتوب په پايله کې ښکېل لوري د سولې او ورورولي په ټغر سره راټول کړل. | 91 |
| 18 | بدون متن... | 107 |
| 19 | د وزارت له کارکوونکو څخه د رسول الله ﷺ د سیرت د کتاب ازموینه واخیستل شوه
یکشنبه، ۳۰ ربیع الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د دعوت او ارشاد عمومي ریاست د مکتوب پر بنسټ او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د قدرمنې رهبرۍ په تایید، نن د ۱۴۴۸/۳/۳۰ نېټه، د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیرت د لومړۍ برخې له کتاب څخه د وزارت له کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې په پیل کې د دعوت او ارشاد رئیس، الحاج مفتي شفیع الله ثاقب د ازموینې د ترتیب، څرنګوالي او د امتحان د ترسره کېدو د بهیر په اړه ګډونوالو ته لازم او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي له ټولو ګډونوالو څخه د ګډون او همکارۍ له امله مننه وکړه او هغوی یې وهڅول چې خپلې پاڼې په ټاکل شوي وخت کې په ښه توګه حل کړي.
په دې ازموینه کې د وزارت د دفتر رئیس مولوي نیازمحمد تقي په ګډون ګڼو مسؤلینو او کارکوونکو ګډون کړی و. نوموړي د ازموینې په اړه په خپلو خبرو کې وویل، چې هر مسلمان د رسول الله ﷺ د سیرت او اخلاقو د زده کړې او په خپل ژوند کې د عملي کولو مسؤلیت لري؛ نو اړینه ده چې د دیني کتابونو مطالعه او زده کړه جدي ونیول شي. نوموړي د کارکوونکو لپاره د دیني درسونو دوام مهم وباله او ویې ویل، چې د دغو درسونو له لارې د دیني پوهاوي ترڅنګ د اسلامي ټولنې د ټولنیزو اصولو او ورځني چلند په اړه هم لازم معلومات ترلاسه کېږي. د یادونې وړ ده، چې د دغې ازموینې پایلې به په نږدې راتلونکي کې اعلان او ممتاز کارکوونکي به د هڅونې په موخه په معنوي ډالیو ونازول شي. | 85 |
| 20 | د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت:
لږه شېبه وروسته به د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ ١١ کلنه خونړۍ شخړه په دوستي بدله شي. | 125 |
