en
Feedback
جالبه معلوماتي ټولګه

جالبه معلوماتي ټولګه

Open in Telegram

دنړی له ګوډ ګوډ نه هراړخيز جالب اوپه زړه پوري ليکني اونشرات له همدي ادرس نه تعقيبولای شی ♥تبادلی لپاره دلته میسج کولایی سی♥ @sBb313 @Oziar @Gaalebatoolghh

Show more
2 621
Subscribers
-224 hours
-107 days
-5430 days
Posts Archive
جنت‌البقیع د مدینې منورې مشهوره هدیره

أ(۱۵۲مه برخه) د #اسلام د سپېڅليو اتلانو د سیرت مبارک (۱۵۲مه برخه)ګ سپېڅلي اتلان څوک دي؟ اصلي اتلان وپېژنئ ، د یزیدبن أبی سفیان رضی الله عنه قیساریه ته تلل او د هرقل ځوی سره د (۸۰۰۰۰) زره عسکرو په هکله د امیرالمؤمنین رضی الله عنه خبرول ، کله چې اميرالمؤمنين حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه غازيان تقسيم کړل، نو يزيد بن أبي سفيان رضی الله عنه يې د شام د قيساريې خواته واستاوه. کله چې يزيد قيساريې ته ورسېد، خبر شو چې هلته د هرقل زوی قسطنطين واکمن دی، چې له اتيا زره (۸۰،۰۰۰) زړورو او ښه روزل شوو عسکرو سره میشت دی، او له خپل پلار نه يې هم د مرعش والي له لوري شل زره (۲۰،۰۰۰) تازه دمه لښکر مرستې ته ور روان دی، او نور هم له بېلابېلو خواوو روان دي. يزيد بن أبي سفيان رضی الله عنه وليدل چې دښمن ډېر پیاوړی دی، نو اميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضی الله عنه ته يې ليک وليکه: زه يزيد بن أبي سفيان، د شام د ځينو برخو والي، ستا په امر قيساريې ته راغلی يم. دلته د هرقل زوی قسطنطين واکمن دی، يو لک پوځ ورسره شته، او نور هم را روان دي. زه مرسته غواړم. والسلام. دا ليک عمرو بن سالم رضی الله عنه مدینې منورې ته ورساوه. کله چې اميرالمؤمنين عمر رضی الله عنه دا ليک ولوست، ډېر پريشان شو، ځکه د ده ګمان نه ؤو چې د قيساريې په سیمه کې دې دومره قوي قوه حاضره وي. په همدې مهال حضرت علي بن أبي طالب رضی الله عنه راغی، ليک يې ولوست او وې ويل: تشويش مه کوه، ابوعبيده عامر بن الجراح ته ليک ولېږه. دا سیمې به، ان‌شاءالله، ستا په لاس فتح شي. حضرت عمر رضی الله عنه، ابوعبيده رضی الله عنه ته ليک ولېږه. هغه مهال د ابوعبيده رضی الله عنه سره شل زره (۲۰،۰۰۰) غازيان وو، چې درې زره يې د حرب بن عدي رضی الله عنه تر قوماندې لاندې يزيد ته ولېږل، او اوولس زره ورسره پاتې شول. له دې سره عمرو بن العاص او يزيد بن ابی سفیان رضی الله عنهما سره لس زره نور غازيان هم وو. ابوعبيده عامر بن الجراح رضی الله عنه د قنسرين او عواصم خلکو سره په پنځلس (۱۵۰۰۰)زره مثقالو سرو زرو، پنځلس(۱۵۰۰۰) زره مثقالو سپينو زرو، زر (۱۰۰۰)جوړو وريښمينو جامو، پنځه(۵۰۰) سوه باره اينځرو او همدومره د زيتونو تیلو باندې سوله وکړه. کله چې خلکو دغه شيان راوړل، مسلمانان ښار ته داخل شول او د مسجد افتتاح يې وکړه. د ښار خلک ډېر خوشحاله شول او دا آوازه نورو ښارونو ته هم خپره شوه. په همدې سیمه کې د حلب ولايت هم ؤ. هلته دوه ورونه، يو (يوحنا) او بل (يوقنا) اوسېدل، چې له ښار نه د باندې په يوه قوي کلا کې میشت وو. د دوی پلار پخوا د دې سیمې زميندار او واکمن ؤ، نو هرقل ورته دا سیمه ورکړې وه. کله چې يوحنا واورېدل چې مسلمانانو قنسرين او عواصم په سوله فتح کړي او اوس د حلب په لور روان دي، نو د خپل جنګي ورور (يوقنا) سره یې مشوره وکړه، خو هغه د جنګ پريکړه وکړه. يوحنا، چې يو روحاني او ديني عالم ؤ، ورور ته يې نصيحت وکړ چې سوله غوره ده، مسلمانان پر حق دي، او جنګ به تباهي وي. خو يوقنا له کبره ډک، غرورناک او جګړه غوښتونکی وو، نصيحت يې ونه مانه او خپل ورور يې هم توهين کړ. يوحنا له خپګانه ولاړ، او د خپل ورور نه يې د تل لپاره مخ واړاوه، تاريخ مونږ ته دا سبق راکوي چې کبر، غرور، او د حق نه انکار، انسان د هلاکت کندې ته رسوي. يوقنا ، لکه د نورو مغرورو ظالمانو، د نصيحت دروازه وتړله، خو حق له خپل لوري نه درېږي. دا به د دین محمدی تکړه سپاهی شی خو بیا به پښیمان وی ، نو تاسی نصيحت ومنئ، کبر پرېږدئ، او د الله جل جلاله د لارې غازيانو ته عزت ورکړئ، ځکه اصلي اتلان هغه دي چې د حق لپاره ولاړ وي، نه د غرور او ظلم لپاره. ليکوال: الحاج مولانا حبل الله المتين (ننګرهار، افغانستان) سرچينه: فتوح الشام تألیف امام واقدي رحمه الله جلد اول، پاڼه ۳۵۴

د فلسطين قدس او ساحل سيمې ېي يزيد بن أبي سفيان رضي الله عنه ته ورکړي هغه ته ېي وويل دغه سيمې فتحه کړه او أبوعبيدة عامر بن الجراح رضي الله عنه درباندي والي أو أمير دي پوښتنه تري کوه مشوره تري آخله۔ أبوعبيدة عامربن الجراح رضي الله عنه ته يي زيات غازيان ورکړل او خالدبن وليد رضي الله عنه ېي هم ورسره کړو عمروبن العاص رضي الله عنه ېي مصر ته ولېږلو د حمص خلکو ته ېي عمربن سعيد الانصاري رضي الله عنه قاضي وټاکلو چې د هغوي ترمنځ به په شريعت فيصلي کوی۔ بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه او کعب الاحبار رحمه الله مدينې منوري ته ستانه شول ۔ مدينه منوره کي خلکو فکر کولو چي أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه به شام کي پاتي شي ځکه چي بيت المقدس بابرکته ځاي دي آب او هوا ېي ښه ده ميوي أرزانه دي او دا ېي هم آوريدلي وه چي محشر به هلته وي خو اکثرو هغه صحابه کرامو رضوان الله عليهم اجمعين چي أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ورته ښه معلوم ؤو هغوي به هره ورځ لاري څارلي چي أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه به کله راځي او د بيت المقدس دفتحې زېري به راوړي۔ کله چې أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه مدېني منورې ته ورسيدو په مدينه منوره کي شور جوړ شو خلک ېي په ورتګ زيات خوشحاله شول لارو ته ورته راووتل تود هرکلي ېي ورته وکړو ۔ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه اول مسجد نبوي صلي الله عليه وسلم ته لاړو دوه رکعاته لمونځ ېي وکړو بيا روضو مبارکو ته لاړو سلام ېي وکړو ۔ خلک ډير زيات ورته راجمع شول أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه کعب الاحبار ته وويل پورته شه هغه څه ورته بيان کړه چي ستا پلار درته په تورات کي أيښي وه هغه پورته شو ټوله قصه ېي ورته وکړه څرنګه چي مخکي ليکل شوي۔ نوربيا راسره اوسئ شير کول ېي صدقه جاريه ده چي هر مسلمان خپل سپيڅلي أصلي أتلان وپيژني۔ ليکوال او ژباړونکي مولانا حبل الله المتين۔ فتوح الشام للواقديؒ۔ جلد اول پاڼـې 353

(۱۵۱) د#اسلام د سپيڅليو أتلانو د سيرت مبارک (۱۵۱)برخه۔ سپيڅلي أتلان څوک دي خپل أصلي أتلان وپيژنئ ، بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه کعب بن احبار ته په جواب کې دغه مبارک آيات تلاوت کړو۔ مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَانِيًّا وَلَٰكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (۶۷) آل عمران۔ نه ؤو ابراهيم عليه السلام يهودي (لکه څنګه چې يهوديان دعوه کوي) او نه نصراني ؤو( لکه څنګه چې نصرانيان دعوه کوي) بلکه مايله ؤو له باطلو دينونو څخه حق دين ته۔ ؤو مسلمان او نه ؤو له مشرکينو څخه ۔ بيا ېي دغه آيات مبارک تلاوت کړو ۔ أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ (۸۳) ايا دوي غير د دين د الله جل جلاله څخه غواړي ؟ حال داچي غاړه ايښي هر هغه چا چې اسمانونو کي دي او ځمکو کي دي خوښه ېي وي که نه وي او بيا ټول د الله جل جلاله طرف ته ورتلونکي دي۔ بيا ېي ورته د آل عمران سورت دغه آيات تلاوت کړو۔ وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (۸۵) او هر څوک چې غواړي غير له اسلام څخه بل دين نو له سره به ونه منل شي او په قيامت کې به زيان کارانو څخه وي۔ بيا ېي دا آيات تلاوت کړو۔ قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۚ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (۱۶۱) ورته ووايه أي محمد صلي الله عليه وسلم بيشکه هدايت کړي دي ماته الله جل جلاله سمي لارې ته چې صحيح او برابره لار ده د ابراهيمي ملت لاره چي مايله ؤو له باطلو حق دين ته۔او نه ؤو له مشرکانو څخه۔ بيا ېي دغه آيات تلاوت کړو۔ سورت الحج۔ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ ۚ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ ۚ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ ۔ او نه ېي دي ګرزولي پر تاسو په دين کې څه حرج ۔يعني زور او زبردستي نشته ۔ دين دپلار ستاسي نسلاََ چي ابراهيم عليه السلام دي او ونومولي تاسو الله جل جلاله مسلمانان ۔ کعب احبار واېي په يو سؤال د أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه دومره جوابونو زما د سؤالونو ذخيره ختمه کړه نور مي عذر نه ؤو کلمة مي وويله مسلمان شوم ۔ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه راته وويل غواړم دلته محراب جوړ کړم چي وروسته مسلمانانو ته اسانتيا شي . کعب احبار وائی ما ورته وويل صخرة يا دغه ډبره مخ ته پريږده اوشاته محراب جوړ کړه۔ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه سخت راته په غصه شو بيا ېي راته وويل چې مسلمان شوي نو بيا ديهوديانو عادوتونه پرېږده تاکي اوس هم د يهوديانو عادتونه شته که زه صخره مخ طرفته کړم خلک به بيا دصخرې عبادت کوي چې دا شرک دي خلک به فکر کوي زه ددغې صخرې کراماتو ته قايل يم بلکه دغه صخره کي نه د رسول الله صلَّي الله علیه وسلَّم دخپي أثر یا نښه شته نه د عيسی عليه السلام دخپي نشان شته نه له جنت راغلي نه به جنت ته پورته کېږي او نه پکې رسول الله صلي الله عليه وسلم ګوتي مبارکي ننوستلي چې سوري پکې جوړ شوي ددي همدومره قيمت دي چي دلته انبياء عليهم السلام راغلي له دي ځايه رسول الله صلي الله عليه وسلم معراج ته ختلي نور د عبادت اوسجدو لايق يواځي الله جل جلاله دي بل انسان حيوان يا جماداتو ته نه د احترام سجده روا ده نه د عبادت په نيت سجدې روا دي۔ بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه صخره یا هغه غټه تیګه یا ډبره شاته پريښودله او د مسجد محراب ېي وړاندي جوړ کړو۔ کعب الاحبار رحمه الله وائی بيا ېي ماته وويل خوښه دي نه ده چي ماسره مدينې منوري ته لاړ شي هلته به د رسول الله صلي الله عليه وسلم او أبوبکر رضي الله عنه د روضو مبارکو زيارت وکړي او بيا به د حج فريضي أداء کولو ته لاړ شي ! ما ورته وويل زما خو ارمان ؤو په ژوند هغوي وګورم خو نصيب مې نه ؤو اوس به هيڅکله لتا جدا نشم خامخا درسره ځم۔ بيا أميرالمؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه د بيت المقدس خلکو سره د جزېي ورکولو ليک وليکلو هغوي جزيه راټوله کړه تسليم ېي کړه بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه له بيت المقدس جابيه په نوم ځاي ته لاړو هلته يي د غنيمت مال څخه پنځمه برخه وويستله او يو دفتر يي جوړ کړو چي کار کوونکي ېي تکړه صحابه کرام رضوان الله عليهم اجمعين وټاکل چې هغوي به محتاج خلک معلوموي او له بيت المال څخه به ېي ضرورتونه پوره کوي بيا ېي شام په دوه برخو وويشلو له حوران علاقې څخه ېي تر حلب پوري د أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله ترقيادت لاندي ورکړه هغه ته ېي وويل ته غازيان در سره حلب ته بوځه ترهغي يي وجنګوه تر څو چي الله جل جلاله ستاسي په لاس دغه سيمي فتح کړي نه وي ۔

سورت البقرة ۔ او وصيت کړي ؤو په دين خپل ابراهيم عليه السلام زامنو خپلو ته او يعقوب عليه السلام هم زامنو ته وصيت کړي ؤو چي أي زامنو غوره کړي الله جل جلاله دين اسلام نو مه مري تاسو مګر داسي حال کې چي مسلمانان ياست: نوربيا راسره اوسئ شير کول ېي صدقه جاريه ده چي هر مسلمان خپل سپيڅلي أصلي أتلان وپيژني۔ ليکوال او ژباړونکي مولانا حبل الله المتين۔ فتوح الشام للواقديؒ۔ جلد اول پاڼې 352.

أبوجعيده رومي عسکرو او جنرالانو ته وويل ايا اوس ويلي شئ چي مسلمانان د خپل سوچه دين پيروي کوي أخرت خوښوي که دنيا غواړي؟ هغوي وويل مونږ غلط سوچ کړي ؤو مسلمانان ډير پاک خلک دي ۔ أبوجعيده ورته وويل زما دي قسم وي چي دوي هماغه خلک دي چې تورات کي ېي صفتونه شوي! دکعب احبار څخه روايت چي زما پلار يو لوي روحانی عالم ؤو په هر څه پوهيده او هيڅ راز ېي زما څخه نه پټولو يوه ورځ ېي راته وويل ځويه ته پوهېږي چي ته په ما ګران ېي هيڅ خبره درڅخه نه پټوم ما تورات کي يوه ورقه ايښي تر هغي لاس مه وروړه چي تر څو مړ شوي نه وم درسره ساته یی نو زه ډير په تشويش کې وم چي ورقه کې به څه لیکلی وي ؟ کله چې مي پلار وفات شو له خښولو ېي فارغ شوم نو زه په بيړه لاړم تورات مي پرانستلو ورق مي ولوستله هغي کي ليکلي وه (لا اله الا الله محمد رسول الله) بيا يي ليکلي وه دغه اخري پيغمبر دي له ده وروسته بل پيغمبر نه راځي تابعداري ېي وکړه اخرت به دي جوړ شي دغه نبي صلي الله عليه وسلم به په مکه مکرمه کې پيدا شي تر ټولو اول به ېي خپل خاندان مخالف شي بيا به مديني منوري ته هجرت وکړي او له هغي ځايه به ېي دين ترقي وکړي ورسته به وفات شي خليفګان به ېي ددين دنده ترسره کوي۔ کعب احبار واېي ما به هر وخت معلومات اخستل له تجارانو او قافلو والاؤ څخه مي پوښتنه کوله تر هغي چې خبر شوم چي يو تن په همدي نوم د نبوت اعلان کړي ما کوشش کولو ورشم نن صبا کي راڅخه وخت تير شو هغه هجرت وکړو بيا هم ونه توانيدم ترهغي چي په وفات يي خبر شوم ډير افسوس مي وکړو ځان سره مي وويل کيداي شي هغه نبي دا نوي بل څوک وي! دشېي مي خوب وليدو چي د اسمان دروازي بيرته شوي ډلي ډلي ملايکي تري راکوزېږي او واېي وحي قطعه شوه نوره نه راځي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفات شو زه راويښ شوم زيات مي وژړل۔ بيا خبر شوم چي أبو بکر رضي الله عنه خليفه شو بيا خبر شوم چي غازیان تر عراق او شام را رسيدلي ما پخه اراده وکړه چي ورځم خو په وفات ېي خبر شوم له هغي وروسته مي په خپل ځان افسوس کولو چي ولي ټول فرصتونه راڅخه لاړل يو شپه زما ګاونډي په بام ناست ؤو زه هم د خپل کور په بام ناست وم مونږ کلي کې أوسيدلو هغه ګاونډي مسلمان شوي ؤو زه خبر نه وم هغه دغه آيات مبارک تلاوت کړو۔ سورت النساء يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ آمِنُوا بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهًا فَنَرُدَّهَا عَلَىٰ أَدْبَارِهَا أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا (۴۷)۔ ترجمه:أي هغه کسانو چي کتاب ورکول شوي يعني أهل کتاب دي۔ يعني تورات۔أنجيل او زبور۔ ايمان راوړي په هغه څه چې مونږ نازل کړي دغه کتاب تصديق کوونکي دي د هغه کتابونو چي تاسي سره دي۔ مخکي له دي څخه چي ستاسي مخونه مسخه شي شاته وګرځي يا لعنتيان شي{ لکه د خالي ورځي والا د داؤد عليه السلام قوم چي خنزيران او شادوګان تري جوړ شول} أو أمر د الله جل جلاله خامخا کيدونکي دي ۔ کله چې ما دغه آيات واوريدو سخت په ويره کي شوم چي دا خو ترټولو اول ماته واېي چي پلار مي هم عالم او زه هم عالم يم او دومره سستي مي وکړه شپه مي ناکراره تيره کړه سهار وختي مي ګاونډي کره لاړم ورته مي وويل افسوس چي زه عالم يم تراوسه مسلمان نه شوم او ته أمي ېي مسلمان شوي ېي بيا مي ورته وويل د مسلمانانو څخه حال دي؟ هغه وويل الحمد لله أوس ښه کامياب دي أو أمير المؤمنين بيت المقدس ته راغلي ! کله چي زه خبر شوم نور صبر مي ونکړو سمدستي روان شوم زړه کي مي ويل همدومره سستي بس دي نور دشيطان خبره نه منم ۔ کله چي بيت المقدس ته ورسيدم أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه مي د صخرې سره پيدا کړو هلته ېي تکيه وهلي وه دا هغه ډبره ده چي عيسی عليه السلام پري له اسمانه راښکته کېږي۔ ما سلام پري واچولو ۔ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه جواب راکړو وېي ويل ته څوک ېي؟ ما ورته وويل زه يو يهودي عالم او دعالم ځوي يم غواړم مسلمان شم ځکه چې زمونږ کتابونو کي ېي د محمد صلي الله عليه وسلم ټول صفات ليکلي دي نوري خبري مي هم ورته وکړي چي ددغه دين دتصديق په باره کې وي۔ بيامي ورته وويل غواړم له اسلام راوړل مخکي ځان ته اطمينان حال کړم ايا ستاسو په کتاب کي د ابراهيم عليه السلام نوم شته؟ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه راته دغه آيات تلاوت کړو۔ وَوَصَّىٰ بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ (۱۳۲)

(۱۵۰) د#اسلام د سپيڅليو أتلانو اصحابو کرامو جهادونه. غیرت .شهامت. اخلاص. او اخلاق: د سيرت مبارک (۱۵۰)برخه» سپيڅلي أتلان څوک دي؟۔ خپل اصلي أتلان وپيژنئ ،۔ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه خپله هغه شړي واغوستله چي څوارلس پيوندونه پکي وه له سر ېي يو ټوټه تاؤ کړه په خپله اوښه سپور شو أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه تري وړاندي روان شو کله چي پوپ روحانی مشر ته مخامخ شول أبو عبيده عامربن الجراح رضي الله عنه غږ ورته وکړو دغه دي زمونږ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه پوپ ورته وويل لږ دې نژدي راشي چي سم ورته وګورم! أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه اوښه نوره هم ورنژدې کړه پوپ ورته وکتل سترګې ېي ومښلي بيا ورته زير شو په مخ کي ېي د خوشحالی نښي معلومي شوي بيا ېي وويل زما دې قسم وي چي زمونږ کتابونو کي ېي کومي نښي ليکل ټولي پکي موجود دي أمر يې وکړ هلي زرشئ ورښکته شئ أمن تري وغواړئ أو روغه ورسره وکړئ دده دغه پيوندي شړي سره رنګ لرونکی اوښه له سر څخه ټوټه تاؤ شوي لوړ قد پلني اوږي ښايسته درميانه پوزه ګرد ځليدونکي مخ نرې وروځي غټي تکې توري سترګي چي څوک ور وګوري سترګې ېي سترګو کي نشي خښولي پيړ لاسونه مضبوطي خپي درمیانه قد ښايسته شونډي چې همېشه په ذکر خوزېږي، سمدستي ټول وزيران جنرالان مشاورين راهبان له برج راښکته شول د هغوي د خوشحالئ هيڅ حد نه ؤو ځکه چي څو مياشتي محاصري تنګ کړي وه هغوي د ښار دروازي پرانستلي ټول مشران راووتل دتسليمي لاسونه ېي أوچت کړل أمن ېي وغوښتو او د جزېي ورکولو وعده ېي وکړه ۔ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه د اوښي په کته دشکر دسجدي په نيت سر کيښودلو۔ بيا أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ورته وويل لاړشئ ما أمن درکړو هغوي ورته وويل مونږ ته څه وليکه ۔ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه له اوښي ښکته شو دغه د دوشنبي ورځ وه ليک ېي ورته وليکلو صباته ېي د ښار دننه ورتللو وعده ورسره وکړه د بيت المقدس خلک بېرته ښار ته داخل شول دروازې ېي بندي نکړي ځکه چي ويره او ډار ختم شو ۔ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه او أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه بېرته غازيانو ته راغلل او د بيت المقدس دفتحې زېري ېي ورکړو د غازيانو له سترګو د خوشحالي د أوښکو رودونه روان شول ټولو يوبل ته د مبارکۍ غېږي ورکولي د خوشحالۍ هيڅ انتهاء نه وه ځکه چي ډير وخت پس د غازيانو په زياته قرباني دغه دوهمه قبله فتحه شوه غازيانو د سهار راتلو شيبې شمارلي کله چې سهار شو غازيان د تکبيرونو، تهليلونو، تسبيحونو، درودونو، په ويلو سره د بيت المقدس ښار ايلياء ته داخل شول ۔ أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه تر ټولو اول د ښار لويه کنيسه کي خط کش کړو او د مسجد افتتاح ېي وکړه د بيت المقدس خلکو چي وليدل چي مسلمانان په لمونځونو بوخت شي بيا دنيا تري هيره شي د هغوي نيتونه خراب شول غوښتل يي د لمانځه په وخت بريد پري وکړي ځکه غازيانو سره وسلي نه وي ۔ أبوجعيده هغه شخص ؤو چي رومي جنرالانو يي په يرموک کي په ناوي ښځه د نکاح په شپه ډلييز جنسي تيري کړي ؤو او بيا هغه مسلمانانو سره د روميانو په ضد يو ځاي شوي ؤو او زرګونه خلک ېي د تالاؤ په اوبو کې تري ډوب کړي وه هغه بيا بيت المقدس ته تللي ؤو ۔ کله چې رومي عسکرو مسلمانانو ته نيت خراب کړو هغه ورباندي پوي شو هغه ورته وويل پام کوئ که غلط حرکت مو وکړو مسلمانان درباندي خبروم زه پوهېږم چي تاسو ولي دغه خبيثه اراده کړي تاسو فکر کوئ مسلمانان ستاسي پيسو ښځو او شتمنيو ته غله دي او له تاسو به ېي واخلي نو دا خو اسانه کار دي تاسو مسلمانان تجربه کړي که شک مو پري راغلو چي ستاسي مالونه ښځي او شتمني غواړي بيا بريد پري وکړي۔ هغوي ورته وويل مونږ به ېي څنګه تجربه کړو ؟ أبوجعيده ورته وويل ددوي په لارو کي سره او سپين زر مرغلري لعلونه واچوئ لکه چي تاسي غورزولي وي بيا ېي پټه څارنه کوئ چي مسلمانان څه کوي بل داچي د ښار ښايسته پيغلي لارو ته راوباسئ وړاندي وروسته دي مسلمانانو ته کيږي تاسو ورته له کلاګانو پټ ګورئ چي څه کيږي دوي د شپي ټول قيمتي سامانونه له کورونو راوويستل لارو کي يي وغورزول ښځي ېي سهار وختي لارو کوڅو کي خوري کړي مسلمانان به چې مسجد ته تلل فقط دومره به ېي سترګي سامانونو ته ورواړولي چي د الله جل جلاله شکر اداء کړي بيا به يي وويل رسول الله صلي الله عليه وسلم څه ښه ويلي که دنيا د الله جل جلاله په نزد د ماشي د وزر په اندازه قيمت لرلي نو کافر ته به ېي يو غړپ اوبو په اندازه هم نواي ورکړي۔ نو يو مسلمان هم فقط د کتلو په نيت لاس ورنژدي نکړ ښځو به ورته کتل او کوشش به ېي کولو د مسلمانانو سترګي ځانونو ته واړوي خو مسلمانان لکه ړانده چي هيڅ نه ويني هيڅ توجو يي هم نه ورته کوله له هغي وروسته چي دري ورځي تيري شوي مسلمانانو هلته د بيت المقدس په ښار کي د جمعي لمونځ أداء کړو۔

له حضرت جابر بن سمره رضي الله عنه نه روایت دی چې له ده پوښتنه وشوه، آیا د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مخ اوږد ؤ؟ ده وویل: نه
له حضرت جابر بن سمره رضي الله عنه نه روایت دی چې له ده پوښتنه وشوه، آیا د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مخ اوږد ؤ؟ ده وویل: نه، بلکې د لمر او سپوږمۍ په څیر ګرد و. ( مسلم )

د نبي عليه السلام طريقه دا وه چې د دوه سجدو منځ کې د هرې يوې سجدې پۀ اندازه کېناستۀ. انس بن مالک وايي: هغه به د دوه سجدو منځ
د نبي عليه السلام طريقه دا وه چې د دوه سجدو منځ کې د هرې يوې سجدې پۀ اندازه کېناستۀ. انس بن مالک وايي: هغه به د دوه سجدو منځ کې دومره مهال کېناستۀ تر دې مونږ به وهم کې شولو (هسې نۀ چې دوهمه سجده ترې هېره وي.) دا هغه سنت دي چې د صحابه کرامو لۀ عصر وروسته ورک شوي دي. نبي عليه السلام به دغه شېبه کې دا کليمات ويل: اوله دعاء: رَبِّ اغْفِرْ لِي، وَارْحَمْنِي، وَاجْبُرْنِي، وَارْزُقْنِي وَارْفَعْنِي. دوهمه دعاء: اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي، وَارْحَمْنِي، وَاجْبُرْنِي، وَاهْدِنِي وَارْزُقْنِي. درېيمه دعاء: رب اغفر لي، رب اغفر لي. 📖 *زاد* المعاد (۱ج/۲۳۲ص).

چي جنت به دي لا څنګه وي 🥹

' { ﷽ ﴿إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا﴾ ﷺ }

عبد الله بن زيد بن عبد ربه رضي الله عنه انصاري صحابي و. دا هغه صحابي و چې اذان يې په خوب کې اورېدلی و. په کومه ورځ چې نبي علي
عبد الله بن زيد بن عبد ربه رضي الله عنه انصاري صحابي و. دا هغه صحابي و چې اذان يې په خوب کې اورېدلی و. په کومه ورځ چې نبي عليه السلام وفات شو، عبد الله بن زيد رضي الله عنه په باغ کې کار کاوه. زوی يې کور ته راننواته ، ژړل يې ، ويې ويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو ! عبد الله بن زيد رضي الله عنه سخت دردمن شو ويې ويل: ای ربه ، ما ړوند کړه چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم وروسته هيڅ شی په سترګو ونه ګورم. عبد الله بن زيد بن عبد ربه رضي الله عنه پر هماغه ځای ړوند شو. د ده په هکله راځي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې سخته مينه وه‌. يوه ورځ يې ورته وويل: يا رسول الله ، کله چې ته وفات شې او مونږ هم وفات شو، ته خو به په لوړ مقام کې يې، مونږ به تا وينو؟! تا سره به يو ځای کېنو؟! دغه مهال الله تعالی دا ايت نازل کړ: وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَداءِ وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولئِكَ رَفِيقاً. (سورة النساء ۹۶) 🖋️ تفسير القرطبي ۵ج. ۲۷۱ص..

انسانان اوسپنه په ټن ، سره زر په‌ ګرام، مېوه په کيلو، اوبه په لېتر، الماس په قيراط اندازه کوي، مګر الله تعالی زمونږ او ستاسو
انسانان اوسپنه په ټن ، سره زر په‌ ګرام، مېوه په کيلو، اوبه په لېتر، الماس په قيراط اندازه کوي، مګر الله تعالی زمونږ او ستاسو عملونه په ذره اندازه کوي. فمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ. ذره څومره مقدار دی؟

چي د أُمُّ القری/مکې مکرمې په رڼه شپه کي پر دې خاموشه لارو او سړکونو د څو ملګرو سره يو ځای میده میده روان یې 🥹 د ملګرو منځ کي یو يې د سیرت په ژورو ښه پوره بلد وي او پر هر سړک، هره لاره او هر قدم درته د همدې تاریخي ځایونو ټکی په ټکی خوږ سیرت بیانوي او ته ورته غوږ غوږ يې 🫠 بیا درته د خبرو منځ کي ووايي چي و انډيواله! ماته غوږ سه: همدا د رسول الله ﷺ د ناستي ځای دی، دلته يې د قریشو سره مجلسونه کړي دي، هااااغه ځای کي ورته حضرت صدیق رض ناست و، دلته د رسول الله ﷺ کور و، پر دغه لاره حرم شریف ته راتلی، دلته يې د زمزم له اوبو خوږه خولګۍ ډکول او ځان يې اوبوی 🥺 هااااغه ځای چي وینې دلته د مکې مکرمې د ف،،،تحي په ورځ پلان صحابي دا کارنامه وکړه 😢 دلته د هغه ﷺ ماشومتوب تېر سو، له دې ځایه هااااغه بل طرف ته یو غر دی، او د هم هغه غره په څوکه کي غار حراء دی، هم هلته د وحي پیل وسو، د قرآنکریم مبارک لومړي ایاتونه هم هلته نازل سول، له همدې کلي به حضرت خديجې رض خپل مهربان خاوند رسول اکرم ﷺ ته هم هااااغه ليري غار حراء ته اوبه او خواړه وروړل 😓 همداسي قدم قدم وهلو کي د مبارک حرم شریف تر دروازې/باب العمرة را ورسېږئ او په يوه قدم د بیت الله شریفي په لور ګام واخلئ او سپېڅلې له خوندونو ډکه عمره را پیل کړئ 🫠 ته به کومه نړۍ کي يې ؟ ته به د دې شېبې خوږلت څنګه تفسیر کړې؟ او ته به د ژوند دا رنګيني صحنې په کوم تعبیر وژباړې؟ 🥹

د امام احمد بن‌ حنبل الشيباني رحمه الله کتاب الزهد. ماحول ډېر جالب نه دی ؟

په سيرة کې زما لپاره يوه جالبه موضوع « عرب قبائل » دي. د سيرة ډېرې کيسې د قبيلو سره تړلي دي. په دعوت کې هم قبيلوي نفوذ ډېر په کار راغلی دی. د عربو لويو قبائلو سره نبي عليه السلام په ډېر مهارت چلند کړی و. نبي عليه السلام چې خپلې کوچنۍ قبيلې (قريشو) پسې واخيست ، په لږ وخت کې يې د لويو عربو قبيلو: خزاعه ، غطفان ، بنو سليم، غفار ، اسلم، جهينه ، مزينه او ربيعه ملاتړ ترلاسه کړ. د بنو المصطلق له قبيلې سره يې خپلوي کړه. جويريه بنت الحارث يې په نکاح کړه. د دې له برکته قبيلې ايمان راوړ. سعد بن عباده په لومړيو کې ډېر سخت سړی و. اسيد بن حضير ته يې وويل: ته ورشه د مصعب بن عمير مخه ونيسه زمونږ نوي ځوانان بې لاري کوي. اسيد بن حضير د مصعب بن عمير او اسعد بن زراره خوا ته راځي. د دې لپاره چې سعد بن عباده ايمان ته را کش کړي، قبيلوي چال يې استعمال کړ. سعد بن عباده ته يې وويل: اسعد بن زراره ستا ترورزی دی، خزرج غواړي هغه قتل کړي، ته يې مخه ونيسه. هغه غوسه کېږي، د ترورزي خوا ته راځي، توره ورسره وي، دلته خبره اوري، ايمان راوړي، په لږ وخت کې ټول أوسيان ايمان قبلوي ځکه دا يې مشر سړی و. د عمر رضي الله عنه له برکته د قريشو بنو عدي قبيله د اسلام په خلاف را مخې ته نشوه. د نبي عليه السلام د خپلوئ له امله د بنو زهره قبيله کله هم د اسلام خلاف را مخې ته نشوه. د مکې په فتح مکې د عبد مناف کورنۍ (بنو اميه بن عبد شمس بن عبد مناف قبيلې) ډېر کامياب رول ولوباوه. نبي عليه السلام شمالي قبائلو ته سراياو کې زياتره زيد بن حارثه استاوه ځکه چې دی په اصل کې دغه ځای ته منسوب و او د دغه قبائلو په‌ خويونو خبر و. د خزاعه قبیلې خپلوي او ملګرتيا د دې سبب شوه چې نبي عليه السلام مکه ونيسي. لنډه دا چې د سيرة ډېرې کيسې په قبائلو بنا دي. د دوي د نسب زده کړه ضرور ده. که غواړئ ژور سيرة مطالعه کړئ، قبائل العرب وپېژنئ.

نبي علیه السلام به هم له ځينو مرګونو پناه غوښتله: - چې يو شی در باندې راپرېوځي لکه‌ چت، غر، موټر ... - چې له غره راوغورځې يا
نبي علیه السلام به هم له ځينو مرګونو پناه غوښتله: - چې يو شی در باندې راپرېوځي لکه‌ چت، غر، موټر ... - چې له غره راوغورځې يا څاه ته وغورځې. - چې پر اوبو يا بل شي کې غرق شی. - چې په اور کې وسوځې. - چې مار يا کوم بل خزنده دې وچيچي. - چې د الله په لاره کې له شا ولګې. - چې په انتهايي بوډا توب کې ومرې. 📚 سنن ابو داود (۱۵۵۲) ، سنن نسائي (۴/۴۶۷) ، مسند احمد (۱۴/۳۰۳) ... اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَدْمِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ التَّرَدِّي، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الْغَرَقِ، وَالْحَرَقِ، وَالْهَرَمِ، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ يَتَخَبَّطَنِيَ الشَّيْطَانُ عِنْدَ الْمَوْتِ، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ أَمُوتَ فِي سَبِيلِكَ مُدْبِرًا، وَأَعُوذُ بِكَ أَنْ أَمُوتَ لَدِيغًا. اللَّهمَّ إنِّي أعوذُ بِكَ منَ الهدمِ ، وأعوذُ بِكَ منَ التَّردِّي ، وأَعوذُ بِكَ منَ الغرقِ ، والحَرقِ ، وأعوذُ بِكَ أن أموتَ لديغًا دا دواړه نبوي دعاء ګانې دي، تل يې ويلی شئ.