جالبه معلوماتي ټولګه
Открыть в Telegram
دنړی له ګوډ ګوډ نه هراړخيز جالب اوپه زړه پوري ليکني اونشرات له همدي ادرس نه تعقيبولای شی ♥تبادلی لپاره دلته میسج کولایی سی♥ @sBb313 @Oziar @Gaalebatoolghh
Больше2 732
Подписчики
-424 часа
-247 дней
-5330 день
Архив постов
2 733
ماښام. مکّة او سکون
الله تعالی سلیمان علیه السلام ته داسې ستر نعمتونه او واک باچئي ورکړې وه، چې له ده مخکې یې بل هېچا ته نه وه ورکړې. خو بیا هم هغه په خپلو نعمتونو ونه نازيدی، بلکې د خپل رب پر وړاندې یې عاجزي او تواضع وکړه او ویې ویل:
﴿قَالَ هَٰذَا مِن فَضْلِ رَبِّي لِيَبْلُوَنِي أَأَشْكُرُ أَمْ أَكْفُرُ ۖ وَمَن شَكَرَ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ رَبِّي غَنِيٌّ كَرِيمٌ﴾
(النمل: ۴۰)
سلیمان علیه السلام وویل: دا زما د رب له فضل څخه دي، څو ما وازمويي چې شکر وباسم که ناشکري وکړم. او څوک چې شکر وباسي، نو د خپل ځان په ګټه یې کوي، او څوک چې ناشکري وکړي، نو بېشکه زما رب بې نیازه او ډير کریم دی..
د نعمتونو په ترلاسه کولو سره باید انسان ځان ته کمال ونه منسوبوي، بلکې هر نعمت د الله تعالی فضل وګڼي، شکر یې ادا کړي او پوه سي چې شکر د ده خپله ګټه ده، ځکه الله تعالی د ټولو مخلوقاتو له شکر او عبادت څخه بې نیازه دی..!
2 733
ستا غم به د یونس علیه السلام له غم څخه لوی نه وي، هغه مهال چې دی د کب په نس کې بند و.
او نه به دې درد د ایوب علیه السلام له درد سره برابر وي، چې کلونه کلونه یې د ناروغۍ ترخه وزغمل.
او نه به دې غم د یعقوب علیه السلام د غم په څېر وي، چې د زوی په فراق کې یې له ډيرې ژړا سترګې سپینې سوې.
او نه به دې حالت د موسی علیه السلام د مور په څېر وي، کله چې خپل ماشوم یې د د!!ښمن لاس ته وسپاره.
خو د دوی ټولو لپاره د الله تعالی مرسته او پراخي راورسيده.
د الله تعالی سنت په دې ژوند کې دا دی چې د هر امتحان وروسته تسلي، د زړه رغيدنه، اساني او پراخي راځي.
﴿فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا﴾
«نو بېشکه له سختۍ سره اساني ده، بېشکه له سختۍ سره اساني ده.» (سورة الشرح: ۵–۶)
الله تعالی دې زموږ ټول غمونه په اسانیو، صبر او ښکلي انجام بدل کړي. آمین..! 🤍
2 733
که دې کوم لوړ سند ترلاسه کړ، یا مال، یا مقام، یا هغه منزل ته ورسيدې چې تل دې ارمان لری، نو مه وایه: "دا مې په خپل حق او وړتیا ترلاسه کړي دي." بلکې ووایه: "دا د الله تعالی فضل، احسان او مهرباني ده."
او دا هم په یاد ولره چې ډېر داسې خلک سته چې ستا په څېر، او آن تر تا زیات، یې هڅه او زحمت کړی، خو هغه څه ته نه دي رسیدلي چې ته ورسيدې. ځکه هره بریا یوازې د انسان د هڅو پایله نه وي، بلکې د الله تعالی توفیق، فضل او رحمت هم وي.
الله تعالی فرمایي:
﴿وَمَا بِكُمْ مِنْ نِعْمَةٍ فَمِنَ اللَّهِ﴾
او کوم نعمت چې له تاسو سره دی، هغه ټول د الله له لوري دی.
او فرمایي:
﴿وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ ۚ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ﴾
او زما توفیق یوازې د الله په مرسته دی؛ پر هماغه مې توکل کړی او هماغه ته ورګرځم.»..!
2 733
کله چې د سورۀ فاتحې تلاوت شفا وي، د سورۀ بقرې تلاوت برکت وي، د سورۀ ملک تلاوت نجات وي، معوِّذات (سورۀ الفلق او الناس) یو قوي قلعه وي.
آیة الکرسي له هر تکلیف او شیطان څخه ساتنه کوي،
او د سورۀ بقرې وروستي دوه آیتونه له هر درد او ستونزې کفایت کوي.
نو د هغه انسان عظمت به څومره لوی وي چې د ټول قرآن تلاوت زده کوي يې او د هغه پر تعلیماتو عمل کوي؟!
2 733
سهار. مکّة. او سکون.
که ته په خپل ژوند کې ووینې چې الله تعالی پر تا داسې فيصلې جاري کوي چې ته یې نه خوښوې، نو دا په یاد ولره چې ډاکټر هم کله ناکله ناروغ ته درد ورکوي، څو هغه روغ سي.
نو هر هغه څه چې تا ته درد درکوي، لازماً شر نه وي، او هر هغه څه چې ته یې اميد لرې، لازماً خیر نه وي.
څومره نعمتونه دي چې د امتحان په جامه کلې راغلي دي، او څومره خیرونه دي چې الله تعالی ستا لپاره د هغه کار تر شا پټ کړي وي چې تا به ګومان کاوه شر دی.
﴿وَعَسَىٰ أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ﴾
کیدای سي تاسې یو څه نه خوښوئ، حال دا چې هماغه ستاسې لپاره غوره وي. (سورة البقرة: 216).!
2 733
رسول اللهﷺ فرمایی!
که یو څوک په مجلس کې له خپله ځایه وَلاړ سي، بیا بېرته ورته راسي، نو هغه د خپل هماغه ځای تر ټولو زیات حق لري.
(متفق علیه)
2 733
همدا مهال.
"محمد" خو دی نامه د محبته...
انګلستان کې د درېیم پرله پسې کال لپاره "محمد" د هلکانو تر ټولو مشهور او مقبول نوم سو.
په انګلستان او ويلز کې د درېیم پرله پسې کال لپاره "محمد" د نوو زيږيدلو هلکانو تر ټولو ډير ايښودل سوی نوم وګرځيد.
په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶ زره ماشومانو ته د "محمد" نوم ايښودل سوی، چې دا شمېر د دویم مقام نوم په پرتله شاوخوا ۲ زره زیات دی...!
2 733
خړه مکّة شریفه.
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فرمایي:
معازف (د موسیقۍ آلات او نغمې) د زړونو شرا!ب دي؛ پر زړونو او نفسونو یې اغيز تر هغه هم ډير وي چې د شرا!!بو جامونه یې پر بدن کوي.
نو کله چې خلک د دغو غږونو په نشه کې ډوب سي، په زړونو کې یې د شر!!!ک تخم پیدا کيږي او د بې!!حیا!!یۍ او ګنا!هونو لوري ته ميلان پیدا کوي...!
2 733
سلفو څخه يوه ویلي دي:
ما یوه ګناه وکړه، نو د هغې له امله یو کال د تهجدو د لمانځه له توفیق څخه محروم سوم.
او بل ویلي دي:
ما یوه ګناه وکړه، نو د قرآن کریم د پوهيدو او تدبر توفیق رانه واخیستل سو.
امام ابن القیم رحمه الله فرمایي:
هیڅ بنده داسې ګناه نه کوي، مګر دا چې د هغې ګناه په اندازه د الله تعالی له لوري یوه نعمت ترې واخیستل سي. که توبه وباسي او الله ته بیرته وګرځي، نو هغه نعمت یا د هغه په څېر بل نعمت بیرته ور په برخه کيږي...!
2 733
له الله تعالی سره د بې ادبۍ یوه بڼه دا ده چې الله د یو انسان غم لرې کړي، انديښنه یې ختمه کړي او تکلیف یې دفع کړي؛ خو هغه وروسته ووايي:
"اصل کې خو خبره ډېره اسانه وه، ما بې ځایه غټه کړې وه!"
امام بکر بن عبدالله المزني رحمه الله وایي:
کله چې پر بنده کومه سخته راسي، نو الله ته دعا وکړي، الله یې هغه مصیبت ترې ليرې کړي.
بیا شیطا!!ن راسي او د هغه د شکر احساس کمزوری کړي او ورته ووایي:
دا خو دومره سخته نه وه لکه تا چې فکر کاوه. په داسې حال کې چې بنده باید ووایي: نه، خبره تر هغه هم ډيره سخته وه چې ما ګومان کاوه، خو الله تعالی په خپل فضل او رحمت هغه مصیبت له ما څخه واړاوه..!
( عدة الصابرين)
2 733
بیاهم د اُحد ښکلا.
په الله قسم، که ته د خلکو د بوټانو د پاکولو پالش کولو لپاره په کوڅو کې کښېنې، دا ستا لپاره تر دې زر چنده غوره ده، چې ته د پوهنتون استاد اوسې خو لمونځ نه کوې.
او په الله قسم، نه ستا ډاکتري او نه دې هم انجینري تاته هیڅ ګټه رسولی سي، په داسې حال کې چې ته لمونځ پریږدې، یا یې قضا کوې او په ادا کولو کې یې ناغېړي غفلت کوي...!
2 733
کله چې صحابه کرامو رسول الله ﷺ خاورو ته وسپاره او بيرته راستانه سول، انس بن مالک رضي الله عنه وایي:
زه په لاره کې وم چې د رسول الله ﷺ لور، فاطمه رضي الله عنها، له ما سره مخ سوه. ویې ویل:
ای انسه! رسول الله ﷺ مو خاورو ته وسپاره؟🥲
ما وویل: "هو."
هغې وویل:
پر هغه مو خاورې واچولې؟
ما وویل: "هو."
هغې په ډير درد او غم وویل:
څنګه مو زړونو ومنل چې د رسول الله ﷺ پر مبارک وجود خاورې واچوئ، حال دا چې تاسې به د هغه د دفاع لپاره خپل ځانونه سپر کول؟
حضرت انس رضي الله عنه وایي:
نو هغې وژړل، او زه يې هم ورسره په ژړا کړم.
اللهم صلِّ وسلم على نبينا محمد ..!
2 733
بغض لری غواړی ته ووژل شي ته که داځل اسلام په اخلاص ومنی نو ټول امتیازات چی مسلمانانو ته حاصل دی تاته به حاصل شی جبله بن الأیهم الغسانی ورته جواب کی وویل زه خو داخبره نه منم ستاسی خپل دین دی زمونږ خپل دین دی ۔
جَابربن عبدالله رضي الله عنه ورته وویل که اسلام نه منی نو بیا لدی ځایه لاړ شه صبر وکړه چی زمونږ او هرقل ترمنځ فیصله وشی که مونږ بریالی شو تا اسلام منلو نو مونږ ته منظور ده که په خپل دين پاتی کیدی بیا جزیه راکوه خپله بادشاهی به دی برحال وی مونږ درسره کار نلرو،،
ګوره يوځل بيا درته وايو تاسو زمونږ له جنس یاست مونږ ته مخي ته مه راځئ مونږ صليبيانو سره پريږدئ چي سره معلومه کړو تاسو ښه پوهيږئ چي زمونږ دين حق دي بيا ولي د کافرانو اخر صف کي نه راځئ يو ځل بيا درته وايو چې زمونږ مخه پريږدئ د کافرانو لپاره ځانونه مه سپر کوئ دغه عيش او عشرت به تر کومه وي ولي هغه دين ته نه داخليږئ چي ستاسي روحاني علماؤو يي تاسي ته خبر درکړي ۔
نوربیا ۔راسره اوسئ په شیر کولو کی یی برخه واخلئ تر څو هرڅوک رښتیني أتلان وپيژني ۔لیکوال او ژباړونکی مولانا حبل الله المتین ۔
صفحه 236.237.238
2 733
( ۱۰۳ )
د #أسلام دسپيڅلو أتلانو د جهاد تقویَ غیرت شجاعت قصي سپیڅلی أتلان څوک دی؟ (۱۰۳)برخه »
کله جِبِلَّة بن الأیهم دیمن بادشاه د عُباده بن صَامت رضي الله عنه له غیرت شهامت او بهادري ډکې خبری واوریدلي چي هغه ورته وویل اوس تاسو ته بله لاره نده پاتی اسلام منل یا جزیه ورکول یا جنګ کول او د لوی رب جل جلاله په امر به ستاسی سرونه غوڅؤو جبلة بن الأیهم الغسانی نور د خبرو جرأت له لاسه ورکړ آس یی وګرځاوه او د سرأعلی قومندان ماهان په طرف په ځغاسته لاړو ویری اخستي ؤو بدن یی ریږدیدو او دماهان الارمني په وړاندی ودریدو ماهان الارمني چی ورته وکتل هغه ورته وویل خیر خو دی ته خو زیات ورخطا معلومیږی جبله بن الأیهم الغسانی ورته وویل ما زیات کوشش وکړو چی د پيسو چوکیو سوغاتونو لالچ ورکړم زمونږ له زبردست فوج یی وویروم خو هغوی باندی نه دنیایی لالچ اثر کاوه او نه ویریدل !
دهغوی اخری خبره یی داوه۔
که اسلام نه منئ بیا جزیه ده که جزبه نه ورکوئ د توری په نوکه به فیصلی کیږی جبله بن الأیهم الغسانی ته ماهان وویل نو ته ډاریږی ولي تاسو هم عربان یاست هغوی هم عربان دی تاسره شپيته زره (۶۰۰۰۰)تکړه عسکر دی مسلمانانو سره دیرش زره(۳۰۰۰۰) فوج دی تاسو دوه تنه یوکس نشی سمبالولی ورشه او وجنګیږه که ته کامیاب شوی ټولی هغه ځمکی به درکړم چی هغوی نیولی او ته به زما له خاصو کسانو حساب شی جبله بن الأیهم الغسانی چی د چوکی او لوړی عهدی خبری واوریدی خپلو نصرانی عربانو ته یی امر وکړه چی جنګ ته تیار شئ هغوی شپيته زره (۶۰۰۰۰)فقط عربان وه نور هیڅوک ورسره نه وه جبله بن الأیهم الغسانی نوی جامی واغوستی د سرو زرو زغره یی واغوسته دتبابعه مشهوره جوړه شوی توره یی لاس کی ونیوله او هغه بیرغ لاندی روان شو چی هرقل ورکړی ؤو شپيه زره(۶۰۰۰۰) لښکر یی روان کړو صلیب یی له ځان څخه مخکی روان کړی ؤو ۔
بل خوا أبوعبیده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته عباده بن صامت رضي الله عنه هغه ټولی خبری وکړی چی ددوی ترمنځ شوی وی دغه وخت د جبله بن الأیهم الغسانی لښکر ور ښکاره شوه مسلمانانو یو په بل غږ وکړ چی زمونږ مقابلی ته یواځي نصرانی عربان راغلل اوس څه کول پکار دی ټولو وویل مونږ یی مقابلی ته تیار یو ځکه چي دکفارو اول کار داوي چي ځان ته له هغه جنسه غلامان او کاسه پاکان په پيسو اخلي چي چاسره جنګيږې نو چي دوي له کفارو مونږ ته مخکي مخکي راروان دي بايد اول ددوي سرونه پري کړو ۔
أبوعبیده عامر بن الجراح رضي الله عنه هم دتیاری امر وکړ خو خالدبن ولید رضي الله عنه ورته وویل صبر وکړئ دوي زمونږ په پرتله دوه چنده دی زه یو داسی چل ورسره کوم چی ټول به هلاک شی بیا یی أبوعبیده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته وویل اي زمونږ امیره زه غواړم چی د دوی دقوم څخه څوک ورولیږم چی ویی ویروی او بیرته یی وشړی که هغوی نه منله خامخا یی جګړه کوله نو مونږ به بیا هم ټول نه ور وځو که ټول جنګ شروع کړو دا به زمونږ په کمزوري دلالت کوی بیابه هم یو څو تنه ور ولیږو چی دوی سره جنګ وکړی او بیرته یی وشړی فقط ستاسی دعاؤو او د الله جل جلاله مرستی ته ضرورت دی ۔
أبوعبیده عامر بن الجراح رضي الله عنه تعجب کی شو چی شپيه زره عسکر به څنګه وشړی بیا یی ورته وویل اباسلیمانه څنګه چی دی زړه وی هغسی وکړه زما اجازت دی۔
سیف الله المسلول خالد بن ولید رضي الله عنه قَیس بن سَعد ۔عُبَاده بن صامت الخزرجی۔جَابِربن عبدالله۔اَبُوایوب الأنصاری ۔خَالدبن یَزِید رضوان الله علیهم اجمعین راوغوښتل هغوی ته یی وویل تاسو ورشئ دغه نصرانی عربانو ته ډار په زړونو کی ورواچوئ ورته وایاست تاسو ته ماهان دوکه درکړی چی تاسی یی رالیږلی یاست له تاسو د انسانی سَپَرونو یا ډالونو کار اخلی لږ فکر وکړئ بیرته شام ته لاړ شئ که نه یی منله بیا به مونږ او تاسو ورسره جنګ وکړو ۔دغه باتور اتلان روان شول کله چي د جبله بن الأیهم لښکر ته ونژدی شول جابر بن عبدالله رضی الله عنه ورته آواز وکړو اي د لَخَم جُذَام او غَسَّان دقبیلو ځوانانو مونږ ستاسو تربرونه یو غواړو درشو او خبری درسره وکړو جبله بن الأیهم چی په ورښمينه خیمه کی ناست ؤو د زیړو وریخمو فرش تری لاندی پروت ؤو اجازه یی ورکړه شاو خوا تری جنرالان قومندانان او مشران را تاؤ شوی وه دغه اتلانو ورته دعربو دودیز سلام وکړ جبله بن الأیهم الغسانی یی ډير قدر وکړ بیا یی ورته وویل اي تر برونو تاسو زمونږ خپل یاست زه دهمدی ځپونکی لښکر په نمایندګی درغلی وم خو د تاسو لخوانه یو تن را ووتلو هغه ماته ډيری تندی خبری وکړی تاسو اوس دڅه لپاره راغلی یاست خبره وکړئ!
تر ټولو اول جَابر بن عبدالله رضي الله عنه ورته خبری شروع هغه ورته وویل ته په توندو او تیزو خبرو مونږ مه ملامتوه ځکه چی زمونږ دین برحقه دی خامخا به کامیابېږی او ته زمونږ د یوی ژبي يو نسل څخه یی مونږ نه غواړو ته ذلیل شی ووژل شی دوزخ ته لاړ شی ته که فکر وکړی ته ماهان الارمني ځکه رالیږلی یی چی تاسره
2 733
د مدېنې طیّبې باغیچې د سړک له غاړي.
د نړۍ سختۍ او مصیبتونه د توحید په څېر په بل هیڅ شي نه دفع کيږي.
ابن القیم رحمه الله
د سختۍ او غم په وخت کې تر ټولو لويه دعا چې ویل کیږي، او په هغې کې د توحید اقرار دی، هغه د ذي النون یونس علیه السلام دعا ده:
«لا إله إلا أنت سبحانك إني كنت من الظالمين»
او د اسماء رضي الله عنها په حدیث کې راغلي دي:
رسول الله ﷺ ماته داسې کلمې وښودلې چې د سختۍ او غم په وخت کې یې ووایم: (الله الله ربي لا أشرك به شيئا)..!
2 733
بئرِ غرس. هغه څاه دی چې رسول اللهﷺ اوبه ځیني څښلي او وصیت یې کړی وو چې ماته له وفات وروسته دهمدې څاه په اوبو غسل راکړئ.
2 733
دا سور خط په مسجد نبوی کې هغه ځای دی چې عمر بن الخطاب رض. باندي د شهادت ګذار وسو.
#تاریخ.
2 733
همدا شېبه. اُحد له ټکنده غرمې سره 😶
رسول اللهﷺ فرمایی!
هغه څوک جنت ته نه سي داخلېدلای چې د خلکو خبري یو بل ته د فساد لپاره رسوي.
(متفق علیه)
2 733
دې غار کې رسول اللهﷺ دومره اوږده سجده کړې ده. معاذ بن جبل رض. وایی زه ووېرېدم چې هسې نه وفات سوی وي.
