جالبه معلوماتي ټولګه
前往频道在 Telegram
دنړی له ګوډ ګوډ نه هراړخيز جالب اوپه زړه پوري ليکني اونشرات له همدي ادرس نه تعقيبولای شی ♥تبادلی لپاره دلته میسج کولایی سی♥ @sBb313 @Oziar @Gaalebatoolghh
显示更多2 591
订阅者
-124 小时
-97 天
-4430 天
帖子存档
2 592
دامس أبوالهول رح لاړو يو ساعت پس راغي چي يو سړي ېي مري او څټ کي نيولي ؤو راکشولو ېي ملګرو ته ېي وويل له ده پوښتنه وکړئ چي د کلا په رازونو مو خبر کړي۔
هغوي تري پوښتني کولي خو غير له رومي ژبي په بله ژبه نه پوهيدو دامس أبوالهول بيا لاړو چي چيرته داسي څوک ښکار کړي چي په عربي پوهيږي ۔
څه وخت پس ېي دري تنه يو په بل پسي تړلي را وستل هغوي هم په عربي نه پوهيدل دامس أبوالهول وويل ۔(لاحول ولا قوة الا بالله )۔
دا څه شيطاني ژبه ده چي مونږ پري نه پوهيږو ۔
دوي ته يي وويل دوي وساتئ زه بيا ځم هغه بيا لاړو ۔
خو دا وار ځنډ شو نيمه شپه شوه دامس أبوالهول رح رانغلو ملګرو ېي وويل لکه چي ګير شو هغوي فيصله وکړه چي خپلو غازيانو ته ورشي بنديان هم بوځي دغه وخت د خپو څپار شو ګوري چي يو کس ېي نيولي راروان کړي دي ۔
کله چي راغلو ملګرو يي په تندي ښکل کړو ورته يي وويل مونږ زيات انديښمن شو څنګه ځنډ شوي؟
دامس ابوالهول رحمه الله ورته وويل دا ځل مي فيصله کړي وه چي چا په عربي خبري نوي کړي نه ېي نيسم ټول تلونکي راتلونکي خلک روميان وه اخر مي د بيرته خالي لاس راتلو فيصله وکړه چي دغه سړي ډوب وکړ له ديوال ېي ځان را وغورځاوه ومي نيوه دغه دي پوښتنه تري وکړي۔
دوي چي پوښتني تري وکړي هغه هم په عربي نه پوهيده دامس رحمه الله خپه شو بيا لاړو د شپي أخره برخه کي يي يوتن ته د هغه خپله پګړي غاړه کي أچولي وه را کشولو يې هغه نصراني عرب ؤو دامس ورته وويل مونږ ته دکلا لاري را وښايه هغه وويل ماته معلومي هم ندي که راته معلومي هم واي نه مي درخودلي مونږ ته خپل دين اجازت نه راکوي چي رازونه افشا کړو دامس ابوالهول رحمه الله ورته له غصي شين سور شو ورته يي وويل دي نورو ته ووايه که معلومات لري هغوي هم انکار وکړو چې معلومات نه درکوو بيا يي ورته وويل دغه چي له کلا يي ځان راغورزولي له ده پوښتنه وکړه چي ولي له دومره لوېي کلا ځان را وغورزولو؟
هغه نصرانی عرب چي پوښتنه تري وکړه هغه د حلب دښار د ملکانو څخه ؤو نصرانی عرب پوښتنه تري وکړه تا ولي له ديوال ځان را وغورزولو؟
هغه ورته وويل کله چي مسلمانان روان شول يوقنا ښارته عسکر راوليږل ټول مشران يي ونيول کلا ته يي راوستلو بيا يي راته وويل دومره مالونه به راکوي څومره چي مو مسلمانانو ته ورکړي مونږ انکار وکړو هغه زمونږ د وژلو هڅه وکړه ما له کلا ځان را وغورزولو تا اسير کړم که تاسو مسلمانان ياست نو مونږ درسره سوله کړي که بل څوک ياست نو ما خوشي کړي فديه به درکړم ۔
دامس أبوالهول رحمه الله ورته وويل مه ويرېږه تاته څه نه وايم مونږ عهد او لوظنامه نه ماتوو۔
بيا يي هغه روميان ووژل چي د ذمي تسلي وشي شپه تيره شوه دامس أبوالهول رحمه الله د بلي شپي په انتظار ؤو کله چي شپه شوه يوه بورۍ ورسره وه له هغي ېي د وزي پوستکي د وجغنو یا ویښتانو سره اېښي ؤو هغه ېي واغوستلو ملګري فدايان ورته حيران وه هغوي ته ېي وويل که الله جل جلاله ته منظوره وي نن شپه کلا درته فتحه کوم خو تاسو تکړه شئ زه مخکي روانيږم کله چي څوک مخي ته راتلو زه به په څلوري کېږم کړپ کړوپ به کوم لکه چي سپي هډوکي خوري کله چي روانيدم تاسو پټ پټ راپسي راځئ دامس أبوالهول رحمه الله روان شو دوه کسانو ته ېي وويل تاسو لاړ شئ أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ته ووا ياست چي سهار وختي غازيان د خالدبن وليد رضي الله عنه سره مرستي ته رواوليږي۔
هغوي دواړه لاړل نور کسان ورسره روان شول له ټولي کلا ېي تاؤ کړل د ټولو دروازو پيرداران په برجونو کي ويښ وه فقط د يوي دروازي سره غږونه او خبري نه وي۔
نوربيا راسره اوسي شير کول ېي صدقه جاريه ده۔چي هرمسلمان اصلي أتلان وپيژني۔
ليکوال: او ژباړونکي:
(حبل الله المتين)۔
فتوح الشام للواقدي جلد اول پاڼي
381:382:383.384
2 592
(161)
د#اسلام د سپيڅليو أتلانو د سيرت مبارک (161)برخه۔
سپيڅلي أتلان څوک دي۔اصلي أتلان د هغوي أخلاق کارنامي شهامت او بهادري وپيژنۍ ،
مجاهدين لاړل چا توري تيري کولي چا غشي او ليندي سمولي ټولو د جګړي تياري ونيوه سهار بيا أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه دامس ابوالهول ته وويل څه سوچ دي کړي مجاهدين بايد څه وکړي ؟
هغه وويل مجاهدين بايد ټول کلا ته نژدي لاړ شۍ چي دښمن يي وګوري تر اوسه هغوي ندي ليدلي چې څومره دي کله چي دوي له ديوالونو او برجونو زيات غازيان وګوري نو مورال به ېي ټيټ شي بيابه څه چل جوړوو ۔
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه امر وکړو چي د کلا په وړاندي ټول غازيان ديره شۍ أتلان ټول لاړل کلا سره نژدي ودريدل ۔
د حلب د کلا اوسيدونکو چي زيات غازيان وليدل نو ورخطا شول مشران ېي سره ټول شول چا ويل جنګ کوو چا ويل سوله کوو چا ويل تسلمېږو۔
اخر فيصله په دي وشوه چې جګړه کوو مسلمانان زمونږ هيڅ نشي کولاي هغوي برجونو او ديوالونو ته پورته شول په مسلمانانو ېي د غشو او ډبرو باران شروع کړ۔
دغي جګړي اوه څلويښت ورځي دوام وکړو خو هيڅ نتيجه يي ورنکړه أخر دامس ابوالهول رحمه الله أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ته راغلو ورته ېي وويل ما ډير چلونه جوړ کړل خو ګټه ېي ونکړه اوس زه يو چل او فريب جوړم ماته فقط ديرش(30) تنه تکړه فدائی غازيان راکړه ورته ووايه چې زما أمر به مني زه چي هر کار کوم اعتراض به نه کوي له سرونو به تير وي فقط دأخرت ارزو به لري۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ديرش(30) تنه تکړه غازيان را وغوښتل هغوي ته يي وويل ما درباندي دامس ابوالهول رحمه الله مشر ټاکلي تاسو ېي هر امر ومنئ خو تاسو دا فکر ونکړئ چي مونږ اصيل خلک يو او يو تور غلام يي راباندي أمير کړو دا ستاسي توهين ندي دا د اسلام په ګټه يو مصلحتي کار دي که زما په غاړه مشري نه واي ترټولو اول به زه دده تر أمر لاندي دغه جهاد ته تللم ماته ستاسي ټولي أتلولي معلومي دي هغوي کي د هلال بن أميه او مراره بن ربيع رضي الله عنهما وريرونه هم ؤه دغه دواړه پورته ذکر شوي صحابه کرام خو هر مسلمان پيژني چي د تبوک له غزا پاتي شوي وه بيا ېي الله جل جلاله توبه قبوله کړه آياتونه ئی دتوبی نازل شول ۔
غازيانو ابوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته وويل مونږ ته ستا هر امر قبول دي مونږ پوهېږو چي ته د اسلام خير خواه ېي که يو ناسنته کافر هم په مونږ مشر کړي مونږ ېي منو ۔
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ورته وويل تاسو ته معلومه ده چي رسول الله صلي الله عليه وسلم زيد بن حارثه رضي الله عنه چي غلام ؤو د قريشو په لويو لويو مشرانو امير ټاکلي ؤو زه اميد لرم چي دغه کلا به ستاسي په أتلولۍ او د همدغه غلام په لاس فتحه کيږي ځکه چي دده ډير چلونه ياد دي ډير زيرک او هوښيار سړي دي۔
بيا أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه دامس ابوالهول رحمه الله ته وويل اوس څه اراده لري؟
هغه وويل زه غواړم تاسو يو فرسخ لري لاړ شئ هلته پټ شئ شر او شور به نه کوئ ټول به چوپ چاپ ياست څو تنه تکړه کسانو ته وظيفه ورکړه چي زمونږ احوال پټ پټ آخلي چي څوک خبر نشي دوي به زمونږ أخبار درته راوړي او غير له خنجر به بله وسله ځان سره نه وړي چي څوک پري شکمن نشي۔
کله چي دغه کسان پوي شول چي مونږ بريالي کېږو تاته به خبر درکړي بيا ته غازيان په کلا را مرش کړه ۔
بيا ېي خپلو ديرشو (30)تنو قهرمانو فدايانو ته وويل تاسو سورلۍ پريږدۍ چې دوي ېي بوځي درنه یا زیاته وزن لروونکی وسله مه راخلئ فقط توره خنجر او زغري را واخلئ زمونږ کار به د بجلئ د پړقا پشان تيز او خطرناک وي له ژوند لاسونه ومينځئ او مونږ بايد د غازيانو دتللو څخه وړاندي غره کي پټ شو ځکه چي غازيان روان شي نو د يوقنا عسکر به کلا ته وخيژي ورته ګوري به مونږ چي له هغوي بيلېږو ويني مو بايد مخکي ځانونه پټ کړو هغوي ورته وويل په غبرګو سترګو زمونږ ارزو هم استشهادي عمليات دي فقط جنت غواړو بيا دوي روان شول غره ته وختل په سمڅه یا غار کي پټ شول او دامس أبوالهول رحمه الله د سمڅي خوله کي کيناستلو چي کلا وڅاري ۔
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه أتل غازيان لري يو فرسخ بوتلل ديوقنا ملګرو چي له برجونو وليدل چي مسلمانان وکوچيدل نو چغي يي کړي هغوي يوقنا ته ويل دروازي راته بيرته کړه چي مسلمانان وتښتيدل کوم يو خوبه ګير کړو ۔
خو يوقنا هوښيار ؤو هغه پوي ؤو چي تښتيدلي نه دي کله چي شپه شوه دامس أبوالهول رحمه الله ملګرو فدايانو ته وويل ايا څوک شته چي لاړشي د کلا اخبار او معلومات راوړي ؟
هغوي ټول چوپ شول ۔
دامس أبوالهول رحمه الله وويل تاسو له مرګه ويرېږۍ زه ترتاسي قربان شم زه خپله ورځم هغوي ورته وويل زمونږ چوپتيا له دي آمله نده چي له مرګ ويرېږو بلکه مونږ دغسي کارونو کي تجربه نلرو۔
2 592
أبوعبيده عامر أبن الجراح رضي الله عنه خالدبن وليد رضي الله عنه ته مخ واړوه چي د دامس ابوالهول صفتونه دي واوريدل؟
خالدبن وليد رضي الله عنه وويل ما هم اوريدلي چې ده د خپلو دښمنانو څخه اويا(700)تنه تکړه کسان په يواځي ځّان وژلي او د ټول کلي غلامان او مالونه ېي خپل قوم ته راوستي وه۔
أبوعبيده عامر أبن الجراح رضي الله عنه سراقه بن مرداس بن يکرب ته وويل لاړ شه ماته ېي راوله۔
هغه لاړو دامس ابوالهول يي راوستو۔
أبوعبيده أبن الجراح رضي الله عنه ورته وويل ته دامس ېي؟
دامس ابوالهول وويل هو ۔
أبوعبيده عامر أبن الجراح رضي الله عنه ورته وويل ما ستا د بهادري أتلولي او زړورتيا خبري آوريدلي أو رښتيا هم ته ېي وړتيا لري خو يوه خبره واوره تاسو په اباده ځمکه کي جګړي کړي دغه کلا او د کلا خلک زيات خطرناک دي بيګاه چي تا کومه جګړه وکړه ډيره بي احطياطه وه ځان سره خيال کوه ۔
دامس ابوالهول ورته وويل زه د مهره په نوم يو داسي چا سره جنګيدلي يم چي د هغي ځاي غرونه دشتي صحراوي له دغه ځاي څخه زياتي خطرناکي دي ۔
أبوعبيده عامر أبن الجراح رضي الله عنه ورته وويل زه پوي شوم چي ته رښتيا ايماندار غيرتي او زړور ځوان يي أيا تا ددغه کلا په هکله کوم فکر ندي کړي چې څنګه به فتحه شي؟
دامس ابوالهول وويل زه چي ستاسي په طرف مجاهدينو سره راتلم ما يو خوب وليدو ۔
أبوعبيده عامر أبن الجراح رضي الله عنه ورته وويل ښه خوب دي ليدلي ووايه څنګه دي ليدلي؟
دامس أبوالهول وويل خوب داسي ؤو چي زه او زما قوم په غريزه لار روان يو هغوي مخکي روان وه چي زه ور ورسيدم هغوي ډير خپه او پريشانه وه ما ورته وويل څه در شوي؟
دوي وويل لار نشته چي لاړ شو ما ورته وويل لار خوشته تاسو ېي نه ويني هغوي وويل لار کي يو لوي خامار پروت دي زيات هډوکي ېي شاؤ خوا پراته دي هيڅوک نشي تري بچ کيدلاي ۔
ماورته وويل په شريکه حمله پري وکړئ مړ يي کړئ کنه؟
هغوي وويل د خامار له خولي د اور لمبی وځي څوک نژدي نشي ورتلاي :
ما ورته وويل بله لار وګوري کنه؟
هغوي وويل هيڅ لاره نشته بيا زه په ډيره خطرناکه لار لاړم د شالخوانه مي په خامار ګذارونه وکړل خامار مي مړ کړو او زما ټول قوميان راپسي راغلل او دغه لاره د خلکو په مخ خلاصه شوه ۔
أبوعبيده عامر أبن الجراح رضي الله عنه وويل( الله اکبر) ستا خوب د کاميابي زيري دي بيا ېي ټول مشران را وغوښتل ټولو ته ېي د دامس ابوالهول خوب تير کړو ورته يي وويل ان شاءالله چي څوک عبرت تري آخلي د عبرت او پند څخه ډک خوب دي ۔
مشرانو ورته وويل مونږ خوب واوريدلو خو معني يي هم راته ووايه :
أبوعبيده عامر أبن الجراح رضي الله عنه ورته وويل هغه لوي غر داسلام سپيڅلي دين دي خامار دښمن دي د خامار وژل د دښمن ماتي ده او د لاري خلاصيدل د فتوحاتو سلسله ده چي جاري به شي بيا ېي ورته وويل لاړ شي د جنګ تياري ونيسي صباته زه امر درته کوم چي څه کوو ۔
نوربيا راسره اوسي شير کول ېي صدقه جاريه ده۔چي هرمسلمان اصلي أتلان وپيژني۔
ليکوال: او ژباړونکي:
(حبل الله المتين)۔
فتوح الشام جلد اول پاڼـي 377:378:378:380
2 592
(160)
د#اسلام د سپيڅليو أتلانو د سيرت مبارک (160)برخه۔
سپيڅلي أتلان څوک دي۔اصلي أتلان د هغوي أخلاق کارنامي شهامت او بهادري وپيژنئ ،
د يمن ۔حضرموت اونورو علاقو مجاهدين چي له مديني منورې ووتل لاره کې به يې له ابوجعيده بن جبير او عبدالله بن قرط رضي الله عنهما دجهاد اومجاهدينو پوښتني کولي هغوي به ورته د خپلو أتلانو د أتلولي قصي کولي دوي ورته د حلب د بطريق يوقنا خبري هم وکړي چي ډير زړور باتور شجاع او چلبازه سړي دي څو واري يي په مجاهدينو نا څاپي حملي وکړي يوځل ېي دشپي د مجاهدينو په يو طرف بريد وکړ۔ بل وار ېي د خوراکي موادو قافله لوټ او غازيان شهيدان داسي نور چلونه هم کوي خو د څومياشتو محاصري سره بيا هم مونږ ورباندي بريالي نشو۔
دغه مجاهدينو کي د کنده دقبيلي د سردارانو يو غلام دامس ابوالهول هم ؤو هغه له شکل او صورت تک تور ؤو لکه ونه چې په اور وسوزي خو له غيرت شهامت عقل تقوی او پوهې نمونه وه دومره لوړ قد ېي ؤو چي په آس به سور ؤو خپي به ېي په ځمکه لږيدلي که په غټ أوښ به سور ؤو لنګې به يې ځمکې ته نژدي وه دغه لامس ابوالهول ډير بهادر غيرتي جګړه مار او په جنګي چلونو ماهر شخص ؤو وائی د هغه د يو قوم سره لانجه راغلي وه ورغلي د مقابلي چلنج ېي ورکړي ؤو هغوي ورته اويا(70) کسان تکړه ځوانان رالېږلي وه ده ټول په يواځي ځان وژلي وه ۔
دامس ابوالهول چي د عبدالله بن قرط رضي الله عنه خبري واوريدلي وېي ويل که الله جل جلاله ته منظور وي له يوقنا به زه حلب فتح کوم۔
عبدالله بن قرط رضي الله عنه ورته وويل أي د توري ځويه مونږ سره داسي أتلان دي چي د دنيا په هر ځاي ېي څوک نوم واوري لړزه پري راځي لوي لوي ملکونه يي فتح کړي په يواځي ځان زرو(1000) کسانو سره جنګيدلي او ته دومره غوري وهي۔
دامس أبوالهول ورته وويل اي عبدالله په الله جل جلاله قسم که ترمنځ مو د اسلام رشته نه وايي اول مي ستا کار در کولو ته له هغه چا پوښتنه وکړه چي ماپيژني اول ځل دي چې ماته څوک پيغور راکوي چي د توري ځويه او ما ژوندي پريښودو هغه ته ېي أيا په اسلام کي شکل او صورت ته اعتبار شته ؟
بيا هغه خپه شو او بل ځاي ته لاړو ۔
مجاهدينو عبدالله بن قرط رضي الله ته وويل تا ښه ونکړل چي پيغور دي ورکړو دا سړي رښتيا دومره تکړه دي چي لري ځانته رانژدي کوي سخته اسانه کوي په رښتيا أتل دي ۔
عبدالله بن قرط رضي الله عنه وويل کاشکي دومره تکړه شي مونږ به له غمه خلاص کړي ۔
دوي سفر جاري وساتلو ترهغي چي حلب ته ورسيدل کله چي مجاهدينو ته ورښکاره شول بيرغونه ېي ورپول او د تکبير نعري ېي وکړي مجاهدين هم ورسره تکبيرونه بدرګه کړل ۔
أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه مخي ته ورغي د هغوي دروند استقبال يي وکړو دواړه ډلو غازيانو يوبل ته غاړي ورکړي کله چي شپه شوه دامس ابوالهول په آس سپور شو په پيردارانو ېي چکر ولږولو هغوي ته ېي وويل قسم دي که تاسو هيڅ پيره کړي وي هغوي په کلا کي ددننه دي او تاسو لري پراته ياست پيري کوي ۔
هغوي ورته وويل ددي کلا بطريق زيات خطرناک سړي دي ناڅاپي بريدونه کوي خراب يې کړو ته څه خبر ېي !
دامس ابوالهول ورته وويل دوي چې را ووځي بيابه زه ورته وښايم چي څه کېږي۔
دوي په همدي خبرو بوخت وه چي د مجاهدينو يوه برخه کي شور شو دامس ابوالهول د کنده قبيلي مجاهدين ځان سره کړل لکه برق ېي ځان ور ورساوه يوقنا له پنځو سوو (500)تنو سره په مجاهدينو حمله کړي وه دامس ابوالهول پکي داسي توره وچلوله چي د بني طريف قبيلي غازيان هم ورسره وه دوه(200) سوه کسان ېي تري ووژل او يوقنا کلا ته وتښتيدو دامس ابوالهول د کلا تر دروازي ورپسي ؤو چي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ورپسي چغي کړي چي بس دي را وګرځئ دوي بيرته راغله د دامس ابوالهول دا اولني أتلولي وه له هغي وروسته ټول خپلو خيمو ته لاړل کله چي سهار شو د سهار لمونځ أداء شو نور خلک خپلو ځايونو ته لاړل څو مشران پاتي شول دوي خپلو کي د تيري شپي د أتلانو ستاينه کوله خالدبن وليد رضي الله عنه أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ته وويل نن شپه د کنده قبيلي زياته ميړانه وخودله تر هغي چي د يوقنا عسکر ېي تر کلا ور وزغلول۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه وويل ما واوريدل چي د دامس ابوالهول په نوم يو بهادر شخص ورسره ؤو ډير زبردست أتل شخص دې؟
د کنده دقبيلي يو مشر سراقة بن مرداس بن يکرب ودريدو هغه وويل أي أبوعبيده عامر أبن الجراح رضي الله عنه دغه کس چې ته ئی یادوی تک تور أتل دامس ابوالهول نومیږی دا دبني طريف د قبيلي غلام دي جهاد سره ېي زياته مينه وه ځکه مو اجازه ورکړه پرون چي کوم غازيان راغلي دا هم پکي دي ډير بهادر دي له پوره لښکر هم نه ويرېږي چي جګړي ته لاړ شي هيڅ ماتي نه مني۔
2 592
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه خپل ځوي رئیس المحدثين عبدالله بن عمر رضي الله عنه ته وويل لاړ شه اويا(70)سورلي د صدقي د مال څخه راوله هغه لاړو سورلۍ ېي راوستلي۔
مجاهدينو ته ېي تسليم کړی أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ورته وويل په الله جل جلاله توکل وکړئ د غازيانو مرستي ته ځانونه ورسوئ ۔
بيا ېي أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه ته ليک وليکلو چي ما ديمن او نورو ځايونو مجاهدين دروليږل نوره مرسته به هم درلېږم دا لړي به جاري وي او تا چي ويلي وه چي له حلب څخه بل ځاي ته ځم دا رأيه مناسب نده که ته له دغه ځايه روان شي هغوي به زړور شي آوازه به خپره شي چي مسلمانان د حلب په فتح ونه توانيدل نور خلک به هم ورسره په تماس کي شي هغه ځايونه به هم ستاسي له لاسه ووځي چي په سوله فتح شوي ته محاصرہ نوره هم کلکه کړه او شاوخوا مجاهدين لېږه چي حملي جاري ساتي نوي ځايونه فتح کوي۔
والسلام۔
عبدالله بن قرط او ابوجعيده رضي الله عنهما ته ېي ليک ورکړو ورته ېي وويل دا مجاهدين درسره بوځه تاسوته لاره هم معلومه ده په مخه مو ښه۔
دوي روان شول په لاره کي مجاهدينو تري د جهاد فتحو پوښتني کولي دوي جوابونه ورکول۔
نوربيا راسره اوسي شير کول ېي صدقه جاريه ده۔چي هرمسلمان اصلي أتلان وپيژني۔
ليکوال: او ژباړونکي:
(حبل الله المتين)۔
فتوح الشام جلد اول پاڼـي 374:375:376.
2 592
(159)
د#اسلام د سپيڅليو أتلانو د سېرت مبارک (159)برخه۔
سپيڅلي أتلان څوک دي۔اصلي أتلان د هغوي أخلاق کارنامي شهامت او بهادري وپيژنئ ،
له يوي خوا أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه په حَلب کي يوقنا سره په يوه اوږده جګړه کي ښکيل شوي ؤو له بل پلو أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته ډير وخت ليک او خبر نه ؤو رسيدلي هغه ډير پريشانه ؤو هغه
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ته داسي ليک وليکلو د حمد۔ثناء۔او درود څخه بعد زمالخوانه ټولو غازیانو ته سلامونه بعد له سلامه ډير وخت وشو چي ماته ستاسي هيڅ خبر ندي رسيدلي ته بايد پوي شي زما زړه هميشه تاسو سره وي او داسي په پريشاني کې ډوب وم لکه يوه مهربانه مور.
ته ماته هغه وخت ليک رالېږي چې کله فتوحات او غنيمتونه وي داسي مه کوه ما له هري وړي غټي پېښي خبروه چي تسلي مي کېږي زه که نور څه نشم کولاي دعاوي خو کولاي شم والسلام ۔
کله چې ليک أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ته ورسيدلو هغه زيات خوشحاله شو غازيانو ته ېي وويل أميرالمؤمنين دعاوي درته کوي ان شاءالله کاميابي مو ضروري ده ۔
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه جوابي ليک وليکلو ۔
زه أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ستاسي لخوانه دشام دمجاهدينو أمير یم مونږ قنسرين ۔عواصم او حلب په سولېزه توګه فتح کړل خو د حلب د کلا مسؤل يوقنا زيات تکړه بهادر چلبازه سړي دي هغه څو واري مونږ ته چل جوړ کړو مونږ ته ېي زيات تلفات را واړول د هغه ورور مسلمان شوي ؤو هغه ېي پدي خاطر ووژلو چې جګړه ېي نه خوښوله اوس مونږ تنګ شوي يو زما اراده ده چي له دي ځايه مجاهدين انطاکيه او نورو ځايونو ته بوځم ځکه دلته د جګړي نتيجه نشته فقط ستا د أمر په انتظار يم والسلام عليک و علی جميع من يسکنون في المدينة المنورةمن المسلمين،
ژباړه په تا دی سلام وی او په ټولو هغو مسلمانانو چې په مدینه منوری کی اوسېږی ،
ليک ېي عبدالله بن قُرط او أبوجُعَيده بن جبير رضي الله عنهما ته ورکړو هغوي روان شول دوه شپي دوه ورځي سفر څخه وروسته ورته د تَيما په نوم ځاي کي يوتن په آس سپور ښکاره شو چې توره ېي له ورايه ځليده کله چې ېي دوي وليدل آس ېي ددوي په طرف را وزغلاوه ابوجعيده بن جبير رضي الله عنه عبدالله بن قرط رضي الله عنه ته وويل دغه سړي په وسله سمبال دي او زمونږ په طرف راروان دي بيدار اوسه هغه ورته وويل مه ويريږه دلته داسي څوک ندي پاتي چي د مسلمانانو له اجازي پرته په ځمکه ميخ ټکوهي دوي ورته ودريدل هغوی را ورسيدو سلام يي واچولو دوي جواب ورکړو ۔
هغوی پوښتنه وکړه څوک ياست چيرته روان ياست ؟
دوي ورته وويل د أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه استاذي يو مديني منورې ته روان يو او ته څوک ېي؟
هغه یوتن وويل زه هلال بن بدر الطاېي رضي الله عنه يم مونږ ته أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ليک راليږلي ؤو چي ستاسي مرستي ته درشو مونږ د ډيرو قبيلو غازيان راټول کړي هغوي شاته راروان دي مونږ شام ته روان يو ۔
ابوجعيده او عبدالله بن قرط رضي الله عنهما ورته وويل ډيره ښه ده بيغمه لاړ شئ دغه ځايونه ټول فتح شوي د ويري او ډار پرته لاړ شئ ۔
دوي مخښه واخسته روان شول څه وخت بعد د مجاهدينو قافله په مخ ورغله دوي ورته وويل ستاسي مشر د لاري کتلو په نيت ډير مخکي روان دي هيڅ ويره مه کوئ هغوي کي أکثره تابعين وه ددوي د دواړو صحابه کرامو رضي الله عنهما په ليدلو زيات خوشحاله شول ۔
دوي تري روان شول خپل سفر يې جاري وساتلو ترهغي چي مديني منوري ته ورسيدل ۔
دوي وايي أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ته چي په مسجد کي ناست ؤو ور ورسيدو مونږ سلام پري واچولو هغه جواب راکړو ليک مو ورکړو په لوستلو ېي زيات خوشحاله شو يو نفر ته وويل اعلان وکړه چي خلک راجمع شي هغه اعلان وکړو خلک راجمع شول ليک ېي ورته ولوستو بيا ېي دعاء وکړه چې يا الله جل جلاله مسلمانان د هر شر اچوونکي له شر وساته ۔
دغه وخت د يمن ۔د حضرموت۔همدان۔مدان۔سباء۔أو مأرب څومشران راغلل هغوي أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه سره ستړي مشي وکړه بيا ېي ورته وويل غواړو جهاد ته مو وليږي ؟
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ورته وويل څو کسان ياست؟
هغوي وويل څلورسوه (400)په آسونو سواره يو دري سوه(300) په اوښانو ډبل سواره يو يعني شپږ سوه (600)او پياده هم شته تقريباََ يوسل څلويښت (140)کسان دي چي سورلۍ نلري پياده راغلي۔
أميرالمؤمنين عمربن الخطاب رضي الله عنه ورته وويل پياده کسان غلامان دي که باداران دي؟
هغوي وويل ګډوډ دي هغي کي غلامان هم شته چې بادارانو ېي د جهاد اجازه ورکړي۔
2 592
خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل ته لمونځ په جهر ووايه څلور رکعاته لمونځ وکړه؟
هغه رنډ رنډ ورته کتل نه پوهيدو بيا ېي ورته وويل سورتونه تير کړه هغه سترګي ټيټي نيولي وي خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل خبيثه جاسوس يي ماته معلوم شوي هغه اقرار وکړو چي هو جاسوس يم ۔
خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل څوکسان ياست؟
هغه وويل دري کسان يو دوه لاړ دي راپور ېي وړي زه پاتي يم ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه
ورته مسلمانېږي کنه ؟
هغه وويل هو بيا ېي کلمه وويله ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه
مشهور أتلان لکه مسروق العبسي۔ضرار بن الأزور ۔قيس بن هبيره۔يزيد بن ابي سفيان رضي الله عنهم ته مجاهدين ورکړل ورته ېي وويل له کلا به هره خوا تاويږئ ګزمه به کوئ ګزمه شپه او ورځ جاري ساتئ مارغه هم درڅښه دکلا په سر لاړ نشي هغوي ګزمه شروع کړه تر هغي چي پنځه يا شپږ مياشتي ېي کلکه محاصره وساتله خو يوقنا هيڅ له کلا نه راوتلو اخر أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه
امر وکړو لږ لري ځاي ته به لاړ شو کيداي شي يوقنا بيغمه شي راووځي خو بيا هم هغه بيغمه پروت ؤو هيڅ پروا ېي نه وه۔
نوربيا راسره اوسي شير کول ېي صدقه جاريه ده چي هر مسلمان خپل سپيڅلي أصلي أتلان وپيژني۔
ليکوال: او ژباړونکي:
(حبل الله المتين)۔
فتوح الشام للواقديؒ۔
جلد اول پاڼـې 371:372:373.
2 592
(158)
د#اسلام د سپيڅليو أتلانو د سيرت مبارک (158)برخه۔
سپيڅلي أتلان څوک دي۔اصلي أتلان د هغوي أخلاق کارنامي شهامت او بهادري وپيژنئ ،
د الله جل جلاله دلاري أتلو غازیانو څنګه انتقام واخست؟
خالد بن وليد رضي الله عنه چي کله روانيدلو د هغه ځاي څو کسانو ته ېي وويل ايا امکان لري د آسونو د منډ په پيدا کولو کي مرسته راسره وکړي؟
هغوي وويل هو هغوي هم ورسره روان شول کله چي ېي منډ يا د خپو د قدمونو نشانياني پيدا کړي
خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل ايا له دغي لاري بله لاره هم شته چي د حلب کلا ته تللي وي؟
هغوي وويل هو لاري ډيري دي خو زمونږ په فکر به په همدي لار بيرته راشي دلته کمين ونيسئ۔
خالد بن وليد رضي الله عنه مجاهدينو ته وويل له آسونو ښکته شئ آسونه له لاري يوي خواته کړئ او بيدار اوسئ داسي پري راتاؤ شئ چي منځ کې ګير شي د تيښتي لار ېي نوي!
أتلو غازیانو ورته وويل زمونږ ويني دومره په جوش راغلي چي هيڅ صبر مو نه کيږي"
د شپي لږه حصه چي تيره شوه نو د آسونو د خپو دربا شوه جنرال ورته وړاندي روان ؤو او عسکرو ته ېي ويل چټک راځئ کله چي کمين ته را ورسيدل خالد بن وليد رضي الله عنه ورباندي چغه کړه أي د الله جل جلاله دښمنه تا څه فکر کاوه مونږ انتقام نشو اخستلاي؟
هغه فکر کاوه همدا به يوقنا وي دومره سخت وار ېي ورباندي وکړو چي دوه ځايه ېي په منځ نيم کړو ورپسي أتل پهلوان باتور او ميړني ځوان ضراربن الأزور رضي الله عنه په روميانو لَو ګډ کړ !
روميان لکه تړل شوي پسونه کله به چې دغازیانو توری ته برابر شول فقط دومره آواز به تري ووتو وخخ۔
ترڅو چي به په ځان پوهيدل أتلانو به سرونه تري غورزولي وه لږ وخت کي فقط د ګوتو په شمار څو کسان وتښتيدل نور تقریباً اوه سوه )(700) مړه۔
او تقریباً دري سوه (300) ژوندي ونيول شول غازيانو خپل مالونه هم تري ونيول او د هغوي سامانونه ېي هم غنيمت کړل بنديان ېي لکه څاروي يو په بل پسي وتړل تر څو چي سهار کيدلو دوي خپل لښکر ته رانژدي شوي وه أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه زيات په انديښنه کي ؤو چي دوي ته کومه صدمه نوي رسيدلي چي مجاهدينو ته د خالد بن وليد رضي الله عنه بيرغ ورښکاره شو دوي ټول ورته ودريدل وېي ليدل چي بيخي زيات کسان راروان دي او خالدبن وليد رضي الله عنه د جنرال سر په نيزه کي ټومبلي راروان دي ۔
هغوي په کرار کرار رانژدي شول مجاهدينو ته معلومه شوه چي بنديان ورسره دوي چغي کړي تکبير تکبير ۔الله اکبر ۔الله اکبر ۔
خالد بن وليد او ضراربن الأزور رضي الله عنهما او نورو أتلانو هم د تکبير ولوله أنګيزه غږونه ورسره بدرګه کړل ۔
کله چي بنديان د أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه په وړاندي ودرول شول نو هغه ورته اسلام پيش کړو بنديانو وويل اسلام خو نه منو مونږ به فديه درکړو مونږ خوشي کړي ۔
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه ورته
وويل لږ مخکي مو زمونږ کسان ووژل اوس د فدېي خبري کوئ بل چانس نلرئ يابه اسلام قبلوئ يا مرګ هغوي وويل له عيسايت بل ښه دين نشته۔
خالد بن وليد رضي الله عنه وويل دوي د کلا خواته بوځئ دوي هغه بله ورځ زمونږ پنځوس (50)کسان د کلا ديوال سره شهيدان کړل او د شهادت کلمي ېي مونږ آوريدلي له دوي هم هماغه ځاي سرونه پري کړي۔
مجاهدينو دري(300) سوه کسان ټول کلا ته نژدي بوتلل هلته يي ووژل ۔
خالد بن وليد رضي الله عنه
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ته وويل مونږ هميشه جاسوسانو خراب کړي يو يوقنا زمونږ له غفلت ګټه پورته کوي بايد کلا ته ټولي لاري بندي شي او د جاسوسانو درک ولږوي که هر چا ته مشکوک نفر معلوم شو ماته يي راولئ ۔
خالد بن وليد رضي الله عنه په آس سپور شو په ټول لښکر وګرزيدو اعلان يي وکړو که هرچا مشکوک کس وليدو ما خبر کړي هغه يو خوا بل خوا کتل چي په يو نصراني عرب يي سترګي ولږيدي هغه ځان شړي کي تاوولو خالد بن وليد رضي الله عنه پری شکمن شو،
ورغي ورته يي وويل څوک او د کومي قبيلي ېي؟
هغه وويل ديمن يم او مسلمان يم ۔
خالدبن وليد رضي الله عنه ورته وويل په قوم څوک ېي؟
هغه غوښتل بل قوم ورته ياد کړي خو په خوله ېي رښتيا خبره جاري شوه هغه وويل د غسان قبيلي يم ۔
خالدبن وليد رضي الله عنه ونيوه
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه
ته ېي راوستو هغه ته ېي وويل داد غسان قبيلي دي واېي چي مسلمان يم خو ماته جاسوس ښکاري دغه قبيله ټول نصرانيان دي۔
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه
ورته وويل امتحان ېي کړه!
خالد بن وليد رضي الله عنه وويل څنګه ېي أمتحان کړم ؟
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه
ورته وويل لمونځ تلاوت او نوري پوښتني تري وکړه!
2 592
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورباندي غږ وکړو چيرته روان ېي؟
خالد بن وليد رضي الله عنه چيرته چي تا امر راته وکړ؟
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل هغوي ډير کسان دي په يواځي څنګه ځي؟
خالد بن وليد رضي الله عنه وويل که هغوي زر(1000) دوه(2000) زره وي زه يواځي ورسره جنګيږم !
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل ته رښتيا واېي چي ته دوه(2000) زروکسانو سره جنګيدلاي شي خو زه وايم ملګري درسره بوځه!
خالد بن وليد رضي الله عنه ضراربن الأزور رضي الله عنه او د هغه پشان زړورو أتلانو ته غږ کړ هغوي لکه زمریان په منډو خپلو آسونو ته ورغلل سمدستی سواره شول او خالد بن وليد رضي الله عنه ته ېي ځانونه ور ورسول۔
خالد بن وليد رضي الله عنه مخکي او هغوي ورپسي شول ځانونه ېي هغه ځاي ته ورسول چيرته چي جګړه شوي وه ۔
دوي وليدل چي هغه ځاي کي ډير خلک راجمع دي شهيدان پراته دي خلک چغي سورې وهي ژاړي أوښان هم رمباړي وهي ځکه چي خپي ېي پري شوي خلکو ځکه ژړل هغوي ويريدل چي مسلمانان به په هغوي دعوه وکړي او انتقام به تري واخلي ۔
کله چي خالد بن وليد رضي الله عنه ور ورسيدو هغوي زارئ منتونه شروع کړل چي ستاسي ملګري مونږ ندي وژلي ۔
خالد بن وليد رضي الله عنه ورته وويل څنګه کيداي شي چي تاسي خبر نه ياست سمی خبری وکړئ هغوي وويل دا وادي له ښاره لري ده مونږ په هيڅ نه يوخبر نه مو څوک ليدلي ۔
يوتن چي په همدي وخت له حلب څخه راغلي ؤو هغه وويل زه خبر يم چي ستاسي ملګري چا وژلي دغه ستاسي شهيدان هم ما وليدل او دغه خلک مي راخبر کړل زه همدا اوس راغلم ستاسي په مجاهدينو کي د حلب د واکمن جاسوسان دي هغه ته وخت په وخت خبر ورکوي ستاسي پټ او ښکاره رازونه ورته رسوي ما يو جنرال وليدو چي مخامخ غره ته له عسکرو سره خوشي ؤو زما په فکر دا هغوي وژلي ،
خالدبن وليد رضي الله عنه وويل زه پوي شوم دوي لاره چپه کړي چيرته په غره کي پټ دي دوي خامخا دشپي له غره راوځي او ښارته ځي ۔
بيا ېي په شهيدانو جنازه وکړه خښ يي کړل او د غره په طرف لاړو کمين ېي ونيوه۔
نوربيا راسره اوسي شير کول ېي صدقه جاريه ده چي هر مسلمان خپل سپيڅلي أصلي أتلان وپيژني۔
ليکوال: او ژباړونکي:
(حبل الله المتين)۔
فتوح الشام للواقديؒ۔
جلد اول پاڼـې 367:368:369:370.
2 592
(157)
د#اسلام د سپيڅليو أتلانو د سيرت مبارک (157)برخه۔
سپيڅلي أتلان څوک دي۔اصلي أتلان د هغوي أخلاق کارنامي شهامت او بهادري وپيژنئ ،
يوقنا چې کله کلا ته ننوتلو د بل چل جوړولو په فکر کي شو ځکه چې هغه پوهيدلو چي مونږ محاصره يو که د ځان غم ونه خورو نو سخت کړاو کي به ګير ؤو ۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه
او نورو غازيانو هم احطيات شروع کړو پيره ېي سخته کړه خو د يوقنا چلونه له هر څه دپاسه وه ۔
أبوعبيده عامربن الجراح رضي الله عنه
د خوراکي شيانو راوړلو لپاره سل(100) تنه مجاهدين وليږل د هغي مشر يي مناوش رضي الله عنه وټاکلو۔ هغوي ته ېي وويل هغه خلکو چي سوله کړي هلته لاړ شئ د خوراک لپاره تري غذايي مواد راوړئ هغوي په آسونو سواره شول قچري او اوښان ېي ځان سره روان کړل لاړل ۔
بل پلو يوقنا د خپلو جنرالانو غونډه را وغوښتله چي مسلمانانو ته يو چل جوړ کړي او هغه ته به نصراني عربانو د جاسوسي کوله۔
هميشه جاسوسان له کافرانو خطرناک وي ضررونه ېي هم زيات وي نصراني عربان په رومي او عربي دواړو ژبو پوهيدل د هغوي لباس د مسلمانو عربانو پشان ؤو که په مسلمانانو کي به ؤه هم په اسانه نه پيژندل کيدل ۔
يوقنا په غونډه کي په مشوره بوخت ؤو چي يو جاسوس ورته راغلو هغه ورته وويل ما مسلمانان وليدل سل(100) کسان وه زړي جامي ېي أغوستي وي أوږدي توري ېي په اوږو وي أوښان او قچري ورسره وي هغه ځايونو ته روان وه چيرته چي خلکو ورسره سوله کړي ۔
يوقنا سمدستي يوه جنرال ته وظيفه ورکړه چي زر(1000)تنه ځان سره که او په هغه سلو(100) تنو مسلمانانو پسي ځان رسوه او جاسوس به لاره درته وښاېي هغوي زر(1000)تنان په آسونو سواره شول له کلا ووتل يوي وادي ته ورسيدل هلته يوسړي خپل غوايه روان کړي ؤو بلي وادي سره ېي کور ؤو هلته ېي بېولو هغه يي ونيوه ورته يي وويل ايا تا مسلمانان په آسونو سواره وليدل کنه؟
هغه وويل هو په دغه لار روان وه اوښان او قچري هم ورسره وي ۔
جنرال هغه خوشي کړو او ډير په تيزئ سره روان شو اخر ېي مسلمانان وليدل ور پسي ورسيدل مسلمانانو يو په بل غږ وکړو چي رومي جنرال د عسکرو سره راروان دي ځانونه تيار کړئ کله چي عسکر ور ورسيدل مجاهدينو بريد پري وکړو سخت مقاومت ېي وکړي خو رومي عسکر زر(1000)تنه وه په وسلو سمبال وه او مسلمان غازیان جنګ ته نه وه روان ځکه مهمي وسلي هم ورسره نه وي أخر ديرش(30) تنه غازيان د هغوي دمشر مناوش رضي الله عنه په شمول شهيدان شول نور تيښتي ته مجبور شول ۔
روميانو خوراکي شيان قچري او اوښان ونيول ۔
رومي جنرال خپلو عسکرو ته وويل مالونه له اوښانو ښکته کړئ په آسونو او قچرو ېي بار کړئ أو د اوښانو خپي په تورو ووهئ چي د مسلمانانو له کاره ووځي او زر زر د غره په طرف ځانونه رسوئ چي تښتيدلي مسلمانانو به خپل ملګري خبر کړي وي هغوي به لکه باد را ورسيږي۔
هغوي هدغسي وکړل بيا په بدله لاره غره ته وختل چي پاتي ورځ هلته تيره کړي او دشپي په تياره کي د حلب کلا ته لاړ شي۔
د عوف بن صباح الطاېي رضي الله عنه څخه روايت دي چي زه هم په هغه سلو(100) تنو مجاهدينو کي وم چي روميانو را باندي حمله کړي وه کله چي زمونږ مشر زما تره مناوش شهيد شو مونږ پوي شو چي ځان خلاصول راته بهتر دي نو مونږ لاړو او خپلو ملګرو ته مو ځانونه ور ورسول تر ټولو اول أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه
مخي ته رامنډي کړي هغه وويل ولي څه در وشول ؟
ما ورته وويل زرو(1000) تنو روميانو په مونږ بريد وکړو ملګري ېي راشهيدان کړل مالونه ېي واخستل ۔
أبوعبيده بن الجراح رضي الله عنه
وويل دا نو څوک وه دلته خو نژدي څوک نشته او د يوقنا عسکر محاصره دي۔
مونږ ورته وويل نور خبر نه يو خو دومره پوهيږو چي يو لوړ قد لرونکي جنرال ېي مشر ؤو ښه په وسلو سمبال وه تعداد ېي ډير زيات ؤو۔
أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه خالد بن وليد رضي الله عنه ته چغي کړي چي زر ځان را ورسوه ۔
خالد بن وليد رضي الله عنه په منډه راغي أبوعبيده عامر بن الجراح رضي الله عنه ورته وويل أي أباسليمانه ته ددي وړ شخص ېي چي د خپلو غازيانو انتقام واخلي روميانو زمونږ غازيان وژلي او مالونه يي تري آخستي اول دپيښي ځاي ته ورشه له هغه ځايه ېي پل واخله چي هر چيرته رومي عسکر پټ وي پيدا يي کړه خو پام دي وي چي د هغه ځاي خلکو مونږ سره سوله کړي هغوي ته څه مه وايه تر څو چي هغوي خلاف ورزي نوي کړه سوله ېي نوي ماته کړي مونږ ېي نه ماتوو بل داچي ځان سره د خپلي خوښي أتلان بوځه کوم چي ستا خوښ وي ۔
خالد بن وليد رضي الله عنه په بيړه خپلي خيمې ته لاړو وسله ېي واخستله په آس سپور شو او روان شو ۔
2 592
شيخ سعيد الکملي به شايد وپېژنئ. ډېر يو جالب سړی دی. ځانګړی لباس اچوي. د ده ښار اندلس ته نزدې دی ځکه خو د هغې ځای په هکله هم جالبې کيسې لري. د اندلس په تاريخي کوڅو کې ګرځېدلی دی. يو ځل ورته هلته وویل شو: مونږ چې تا ګورو داسې فکر کوو لکه د پخواني اندلس نه چې يو څوک را پاتې وي. د اندلس پخوانی لباس همداسې و. دروند او سنګين لباس!
دا سړی په حديث او سيرة کې ښه ماهر دی. د موطا امام مالک ښه شارح دی. زه وايم چې په يوټيوب درسونو کې د موطا امام مالک ښه شرح د ده تر شرحې بله نشته.
يو ځل دی اندلس ته ولاړ، ځوانان شاګردان هم ورسره و. ده ورته د عبد الرحمن الداخل ، المنصور او حکم کيسې کولې. د الحمراء خفه کوونکی باب يې ورته بياناوه ، هغوي ټول په ژړا وو، ده ورته کړه:
مونږ يې کيسو ته ژاړو د هغو خلکو به څه حال و چې اندلس يې کور و او بيا ترې وشړل شو؟!
2 592
حجرِ اسود.
د جنّت ډبره. مخکې سپینه وه خو د انسانانو د ګناهونو لامله توره سوه.
2 592
ثابت البُناني رحمه الله حضرت انس بن مالک رضي الله عنه ته وویل:
دا سترگې دې رانږدې کړه چې ښکل یې کړم، ځکه په دې دې رسول اللهﷺلېدلی دی.
الجامع لأخلاق الراوي، ۱/۱۹۰
2 592
د مکې وادۍ نو پر چا بدې لګي؟!
دې ته د سيرة په کتابونو کې « شعاب مکة » وايي. هر طرف چې وګورې غرونه ښکاري. په هره کوڅه چې تېرېږې لوړې ژورې لري. ځوړ او پېچومي په کې ډېر دي. د فاران او سروات د لړيو په منځ کې دغه غرني ښار ته د ټولې دنيا سترګې دي. دا کوڅې يو جلا بوي لري. په لوړو يې يو جلا باد لګي لکه يو څوک چې په با رعبه غږ درته ژوندی سيرة بيانوي. په هر غر چې ورتېرېږې ورته پښه نيولی شې چې شايد د دې په تړو کې به هم کوم تاريخ پټ وي.
پخوانیو عربو مکې ته د وادۍ نوم اخيست. ابوذر غفاري رضي الله عنه چې د نبي عليه السلام له بعثت خبر شو ورور ته يې وويل: ته وادۍ ته ولاړ شه او د دې پيغمبر په هکله معلومات راوړه.
د دې واديو سره د سيرة بلها کيسې تړلي دي. کله چې د پټ دعوت زمانه وه مسلمانان به پټ دلته تلل او په دې کندو کې به يې مونځونه کول. اوس هم چې سړی په دې کندو تېرېږي د هغو سجدو پر ځای يې سترګې خوږې شي.
بس لنډه دا چې دلته څوک ولاړ شي، بيرته راشي خو زړه يې په دې واديو کې بند پاتې شي.
2 592
نو عائشې رضي الله عنها مسواک له هغه څخه واخیست، په خپله خوله یې نرم کړ او بیا یې رسول الله ﷺ ته ورکړ، تر څو د هغه لپاره نرم سي.
عائشه رضي الله عنها وايي:
«د رسول الله ﷺ په خېټه کي د هغه د ژوند په وروستیو شېبو کي زما د لاړو پرته بل څه نه وو داخل سوي، دا د الله تعالی له لویو نعمتونو څخه و چي زما لاړي او د رسول الله ﷺ لاړي د هغه له وفات مخکي سره یوځای سوې.»
بیا فاطمه رضي الله عنها راغله، کله چي حجرې ته داخله سوه، ویې ژړل؛ ځکه رسول الله ﷺ د سختې ناروغۍ له امله نه سوای پورته کېدلای، حال دا چي هر کله به فاطمه رضي الله عنها ورغله، رسول الله ﷺ به هغه د دواړو سترګو ترمنځ ښکلول.
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«فاطمې! ما ته نږدې سه.»
بیا یې په غوږ کې څه ورته وویل، فاطمې رضي الله عنها لا ډېر وژړل، کله چي یې وژړل، رسول الله ﷺ بیا وفرمایل:
«فاطمې! ما ته نږدې شه.»
بیا یې په غوږ کې څه ورته وویل، نو هغې وخندل.
له وفات وروسته ترې وپوښتل سول:
«رسول الله ﷺ څه درته وویل؟»
هغې وویل:
«په لومړي ځل یې راته وفرمایل: فاطمې! زه نن شپه وفات کېږم؛ نو ځکه مي وژړل.
کله چي یې ولیدل چې زه ژاړم، ویې فرمایل: فاطمې! ته به زما له کورنۍ څخه لومړۍ کس یې چې زما سره به یوځای سې؛ نو ځکه مي وخندل.»
عائشه رضي الله عنها وايي:
بیا رسول الله ﷺ وفرمایل:
«زما څخه د حجرې ټول خلک وباسئ.»
بیا یې وفرمایل:
«عائشې! ما ته نږدې سه.»
رسول الله ﷺ د خپلي مېرمني عائشې رضي الله عنها پر سینه سر کښېښود او لاس یې اسمان ته پورته کړ او ویل یې:
«بل الرفيق الأعلى، بل الرفيق الأعلى»
عائشه رضي الله عنها وايي:
«زه پوه سوم چي هغه د الله تعالی دیدار ته تلل غوره کړل.»
بیا جبرائیل علیه السلام رسول الله ﷺ ته راغلی او ویې ویل:
«اې د الله رسوله! پر تا دي سلام وي، الله تعالی زه درته رالېږلی یم چې تا ته اختیار درکړم: ایا په دنیا کې پاته کېدل غوره کوې، که له الله تعالی سره یوځای کېدل؟»
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«بل الرفيق الأعلى، بل الرفيق الأعلى»
او د مرګ فرښته د رسول الله ﷺ د سر تر څنګ ودرېده او ویې ویل:
«اې پاک روحه! د محمد بن عبدالله روحه! د خپل رب د رضا او خوښۍ پر لوري ووځه، داسې رب ته چېي له تا څخه راضي دی او ناراضه نه دی.»
عائشه رضي الله عنها وايي:
«د رسول الله ﷺ لاس راولوېد او سر یې زما پر سینه دروند سو، نو پوه سوم چې رسول الله ﷺ وفات سو.»
زه نه پوهېدم چې څه وکړم.
له حجرې څخه ووتم، هغه دروازه مي خلاصه کړه چي مسجد ته د نارینه وو پر لوري وه، او چیغه مي کړه:
«رسول الله ﷺ وفات سو! رسول الله ﷺ وفات سو!»
عائشه رضي الله عنها وايي:
«نو مسجد په ژړا او سلګیو سره وچاودېد.»
علي بن أبي طالب رضي الله عنه ناست پاتي سو او د حرکت توان یې له لاسه ورکړ.
عثمان بن عفان رضي الله عنه داسي سو لکه یو کوچنی ماشوم چي یو څوک یې له لاسه ونیسي او دې خوا او هغې خوا یې بوځي.
او عمر بن الخطاب رضي الله عنه خپله توره راویسته او ویې ویل:
«هر څوک چي وایي محمد ﷺ وفات سوی، زه به یې سر پرې کړم! هغه یوازې خپل رب ته تللی دی، لکه موسی علیه السلام چې خپل رب ته تللی و؛ او بېرته به راسي، څوک چي وایي هغه وفات سوی، زه به یې ووژنم.»
خو تر ټولو ثابت قدمه ابوبکر صدیق رضي الله عنه و.
هغه د رسول الله ﷺ حجرې ته ننوت، غېږه یې ورکړه او ویې ویل:
«واآ خليلاه! واآ صفیاه! واآ حبیباه! واآ نبیاه!»
«اې زما دوست! اې زما غوره ملګري! اې زما محبوبه! اې زما پېغمبره!»
بیا یې رسول الله ﷺ ښکل کړ او ویې ویل:
«طبت حياً وطبت ميتاً يا رسول الله»
«اې د الله رسوله! ته په ژوند کي هم پاک او نېک وې، او په مرګ کي هم پاک او نېک یې.»
بیا له کوره بهر راووت او خلکو ته یې وویل:
«چا چې د محمد ﷺ عبادت کاوه، نو محمد ﷺ وفات سوی دی؛ او چا چې د الله تعالی عبادت کاوه، نو بېشکه الله تعالی ژوندی دی او هېڅکله نه مري.»
-ابن القيم، زاد المعاد في هدي خير العباد، ج 1، فصل: في مرضه ووفاته ﷺ.
-ابن سعد، الطبقات الكبرى، ج 2، ترجمة رسول الله ﷺ، ذکر مرضه ووفاته ﷺ.
-ابن كثير، البداية والنهاية، ج 8، ص 24 وما بعدها، فصل: الآيات والأحاديث المنذرة بوفاة رسول الله ﷺ وكيف ابتدئ رسول الله ﷺ بمرضه.
-ابن كثير، البداية والنهاية، ج 8، سنة إحدى عشرة من الهجرة، فصل: ما وقع فيها من مرض الرسول ﷺ ووفاته، ص 5 وما بعدها.
-ابن هشام، السيرة النبوية، ج 4، د مرض النبي ﷺ ووفاته فصل.
2 592
د رسول الله ﷺ د وفات وروستۍ ورځي
د رسول الله ﷺ له وفات څخه درې ورځي مخکي د هغه ناروغي سخته سوه، او هغه مهال د خپلي مېرمني میمونې رضي الله عنها په حجره کي و، رسول الله ﷺ وفرمایل:
«زما مېرمني رايوځای کړئ.»
مېرمني یې راټولي سوې، رسول الله ﷺ وفرمایل:
«ایا تاسو اجازه راکوئ چي د عائشې په کور کي ناروغ پاته سم؟»
هغوی وویل: «هو، اې د الله رسوله! اجازه درکوو.»
رسول الله ﷺ غوښتل چي ودريږي، خو د سختي ناروغۍ له امله یې توان نه درلود، نو علي بن أبي طالب او عباس رضي الله عنهما راغلل او رسول الله ﷺ یې پر اوږو واخیست او د میمونې رضي الله عنها له حجرې څخه یې د عائشې رضي الله عنها حجرې ته یووړ.
صحابه کرامو رضي الله عنهم رسول الله ﷺ په داسي حالت کي د لومړي ځل لپاره ولید، هغوی په ډېري وېري او اندېښنې سره پوښتنې پیل کړې:
«رسول الله ﷺ ته څه پيښ سوي؟ په رسول الله ﷺ څه سوي؟»
خلک په مسجد کې راټول سول، مسجد له خلکو ډک سو او د رسول الله ﷺ په اړه د اندېښنې له امله ګڼه ګوڼه جوړه سوه.
په همدې وخت کې د رسول الله ﷺ له بدن څخه ډېري زیات خولې راتلې.
عائشه رضي الله عنها وايي:
«ما په خپل ټول ژوند کي داسې څوک نه و لیدلی چې دومره ډېري خولې ترې تویي سي، ما د رسول الله ﷺ لاس ونیوئ او د هغه په لاس مي د هغه مبارک مخ پاکاوه؛ ځکه د رسول الله ﷺ لاس زما له لاسه ډېر عزتمند او پاک و.»
او هغې واورېدل چې رسول الله ﷺ ویل:
«لا إله إلا الله، إن للموت لسكرات»
«له الله پرته بل معبود نسته؛ بېشکه مرګ سخت کړاوونه لري.»
په مسجد کي د خلکو خبرې او ژړا زیاته سوه، ځکه هغوی د رسول الله ﷺ په اړه ډېر اندېښمن وو.
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«دا څه دي؟»
صحابه ووویل:
«اې د الله رسوله! خلک ستا په اړه اندېښمن دي.»
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«ما هغوی ته ورسوئ.»
هغه غوښتل چې ودريږي، خو ویې نه سو کړای، نو پر رسول الله ﷺ یې د اوبو اووه مشکونه واچول، تر څو یې لږ سخته تبه راکمه سي.
بیا رسول الله ﷺ مسجد ته راوړل سو او منبر ته پورته کړل سو.
دا د رسول الله ﷺ له وروستیو خطبو څخه وه.
هغه وفرمایل:
«اې خلکو! داسي ښکاري چي تاسو زما په اړه اندېښمن یاست.»
هغوی وویل:
«هو، اې د الله رسوله!»
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«اې خلکو! ستاسو او زما وعده په دنیا کي نه ده؛ زما او ستاسو د ملاقات ځای حوض دی، په الله قسم! داسي ښکاري چي زه له همدې ځایه خپل حوض وینم.
اې خلکو! په الله قسم، زه ستاسو لپاره له بېوزلۍ څخه نه وېرېږم؛ خو زه وېره لرم چې دنیا به پر تاسو داسې پراخه سي چې تاسو به د هغې په ترلاسه کولو کې له یو بل سره سیالي وکړئ، لکه څنګه چي له تاسو څخه پخوانیو خلکو په دنیا کې سیالي کړې وه؛ او دنیا به مو داسي هلاک کړي لکه هغوی چي یې هلاک کړي دي.
اې خلکو! د لمانځه په اړه له الله څخه ووېرېږئ! د لمانځه په اړه له الله څخه ووېرېږئ!
اې خلکو! د ښځو په اړه له الله څخه ووېرېږئ! د ښځو په اړه له الله څخه ووېرېږئ! له ښځو سره د ښه چلند وصیت درته کوم.
اې خلکو! یو بنده ته الله تعالی اختیار ورکړ چې یا دنیا غوره کړي او یا هغه څه چې له الله سره دي؛ نو هغه د الله تعالی هغه څه غوره کړل چې له هغه سره دي.»
ابوبکر صدیق رضي الله عنه په ژړا سو او په لوړ غږ یې وژړل او ویې ویل:
«زموږ پلرونه دې تر تا قربان وي! زموږ میندې دي تر تا قربان وي! زموږ اولادونه دي تر تا قربان وي! زموږ مېرمني دي تر تا قربان وي! زموږ مالونه دي تر تا قربان وي!»
هغه دا خبرې تکرارولې.
خلکو ابوبکر رضي الله عنه ته وکتل چې ولي یې د رسول الله ﷺ په خبرو کې مداخله وکړه.
رسول الله ﷺ د ابوبکر رضي الله عنه دفاع وکړه او ویې فرمایل:
«اې خلکو! ابوبکر پرېږدئ؛ ځکه له تاسو څخه چي هر چا پر موږ کومه مهرباني او فضیلت کړئ، موږ یې بدله ورکړې ده، پرته له ابوبکر څخه. زه د هغه د فضیلت بدله نه سم ورکولای، نو د هغه بدله مي الله عز وجل ته پرې ايښې ده.
د مسجد ټولي دروازې وتړئ، پرته له د ابوبکر له دروازې؛ هغه دروازه مه تړئ.»
بیا رسول الله ﷺ وفرمایل:
«الله دي تاسو ته پناه درکړي، الله دې تاسو وساتي، الله دې تاسو ته بری درکړي، الله دې تاسو ثابت قدمه کړي او الله دې ستاسو مرسته وکړي.
اې خلکو! زما له خوا پر هر هغه چا سلام ووایئ چې زما له امت څخه تر قیامته پوري زما پیروي کوي.»
بیا رسول الله ﷺ بېرته خپلې حجرې ته یووړل سو.
هلته عبدالرحمن بن أبي بکر رضي الله عنه ورغلی، په لاس کي یې مسواک و، رسول الله ﷺ مسواک ته کتل، خو د سختې ناروغۍ له امله یې د غوښتلو توان نه درلود.
عائشه رضي الله عنها د رسول الله ﷺ له نظره پوه سوه چي مسواک غواړي.
هغې مسواک له عبدالرحمن څخه واخیست او د رسول الله ﷺ خولې ته یې کړ، خو رسول الله ﷺ ونه سو کړای چې پرې مسواک وکړي.
2 592
رسول الله ﷺ به د شپې لمانځه لپاره ودرېده، تر دې چې پښې به یې پړسېدې.
نو عایشې رضي الله عنها به ورته وویل: ته دا کار ولې کوې، حال دا چې الله ستا وړاندې او وروستي ګناهونه بخښلي دي؟
رسول الله ﷺ وفرمایل:
ایا زه باید شکرګذاره بنده ونه ووسم؟
2 592
انسان له لاندې مرحلو تېرېږي :
- د دنيا ژوند : که ډېر شي ۶۰ يا ۷۰ کاله وي.
- د برزخ ژوند : دا د قبر ژوند دی. شايد سوونه يا زرګونه کاله وخت ونيسي.
- د قيامت ورځ : دا ۵۰۰۰۰ کاله اوږده ورځ ده.
- د اخرت ژوند : د دې پيل شته خو پای نه لري. دا به تل جاري وي.
اوس نو له ځان سره سوچ وکړه، کوم درته مهم دی؟
مونږ د دغه ۶۰ يا ۷۰ کالو ژوند لپاره دغه دايمي اخروي ژوند خرابوو.
ای ربه ، زمونږ د ټولو دنيا او اخرت جوړ کړه. خاتمه مو ښکلې کړه. د قبر سختۍ را باندې اسانه کړه. د انبياء کرامو، صديقينو ، شهداء کرامو او صالحینو ملګري مو جوړ کړه.
