en
Feedback
Pannd - پند ️

Pannd - پند ️

Open in Telegram

دلته د ژوندانه په مانا، ارزښت، طرز او مسیر تاویدونکې کرښې او بیلابیل مطالب خپریږې. Admin:

Show more
822
Subscribers
+124 hours
-37 days
-530 days
Posts Archive
یعني عمل مهم دی!🙂 د «شتمن پلار، نېستمن پلار» کتاب لیکوال رابرټ کیوساکي ویلي چې؛ شاوخوا ۱.۲ میلیارده ډالره پوروړی دی. خو په و
یعني عمل مهم دی!🙂 د «شتمن پلار، نېستمن پلار» کتاب لیکوال رابرټ کیوساکي ویلي چې؛ شاوخوا ۱.۲ میلیارده ډالره پوروړی دی. خو په وینا یې، دا ستر رقم د شخصي مالي ناکامۍ پر ځای د املاکو له پانګونو سره تړلي پورونه دي. رابرټ کیوساکي امریکايي دی. هغه د امریکا په هاوایي ایالت کې زېږېدلی او د «Rich Dad Poor Dad» (شتمن پلار، بېوزله پلار) کتاب مشهور لیکوال او سوداګر دی. یاد کتاب📚 کې د پیسو ګټلو، مالي مدیریت او د شتمنۍ جوړولو په اړه مهم درسونه ځای پر ځای شوي.

څه شی چې له خدایه غواړې، هغه بل چا ته ورکول یا ویشل پیل کړه؛ که مینه غواړې، نو مینه ویشل پیل کړه؛ که عزت غواړې، عزت ورکول پیل
څه شی چې له خدایه غواړې، هغه بل چا ته ورکول یا ویشل پیل کړه؛ که مینه غواړې، نو مینه ویشل پیل کړه؛ که عزت غواړې، عزت ورکول پیل کړه او که د خدای بخښنه غواړې، نو خلک وبخښه. ژباړه: ه. اسد

د ښځو ذوق😊🌸
د ښځو ذوق😊🌸

له ژاولو جوړه پوکڼۍ یې په خندا ووچوله: نو تۀ وایې "سروه" وای؟ ـ نه چې "وله" هم وای ښۀ و. ـ هههه "وله" خو هم جګه نه ده. ـ سیوری یې یخ دی. ـ نو د سیوري یې له جګ قد سره څۀ؟ بې ځوابه شوم، خدای شته ورته خجالت هم شوم، په بانه ترې لاړم چې مالونه فصل کې ګډېږي. د ماما د زوی واده کې د خبرو چانس راغی، ما ویل غوټۍ هغه ژاولې او ګوړه دې یادېږي؟ ویل یې هو، هغه د ګاټو سپی مې هم یادېږي. ـ ذهن دې سم دی ښا. ـ ستا هم بد نه دی. ـ نه ولا زما ذهن یوازې د خوراک خوا ته ښۀ دی. ـ نه نور هم ښۀ یې، که بد وای نو یو نیم کال کې دې قرآنکریم یادولای شوای؟ ـ ما خو یاد کړی نه دی ختم کړی مې دی. ـ چې هر څۀ دی خو ذهن دې بهترین دی. زموږ خبرې د اتڼ یوه "سروکي" پرې کړې او دا هم لکه د "سینوهه مینا" په منډه ورګډه شوه او بیا یې شاته را و نۀ کتل. په سبا زۀ بېرته پاکستان ته د درسونو لپاره لاړم او دې کلونه کلونه مسافرۍ زۀ او غوټۍ سره بېل کړو. هغه یې پلار داسې ځای کې وادۀ کړه چې له هغه پرته د هیچا نۀ و خوښ. زموږ د نۀ لیدو پنځلس کاله ووتل، نږدې اوونۍ وړاندې زۀ او پلار یې کور ته ورغلو، د غوټۍ سر کې سپین لګېدلي، پلار پورې یې ټوکې او خندا کوله، ژاولې یې خولۀ کې وې خو هغه وړه خولۀ یې تر غوږونو لویه شوې وه. سترګو یې کوږوالی پیدا کړی و، بې ځایه یې خندل، زما ستوني درد کاوه او ژړا مې لکه لاړې بېرته تېروله. ما ویل غوټۍ زۀ دې وپېژندم؟ جانان یم، ویل یې کوم جانان؟ ما ویل هغه ستا د ګاټو ملګری. هغه سپی دې یاد دی؟ خپل ګړنګن بچي ته یې لاس ونیو او په بې پروایی یې وویل: دا ټول د سپي بچیان دي، دا زما کونګري/کوکري دي. په زوره او بې سوره خندا یې پلار ته مخ کړ، کنه پلاره؟ پلار یې ما ته وکتل، بیا یې په خجالتو شونډو وویل، هو لورې. زما نور طاقت و نه شو، جمال کاکا ته مې ویل ځه چې ځو. پر لاره مې سترګو کار نه کاوه، مخامخ د ماشومانو شور بیداره کړم چې یو سړي پسې لاسونه ټکوي او شور کوي او سړي د کباړ بوجۍ په شا کړې ماشومانو ته کنځل کوي. جمال کاکا ویل "جانانه" دا زما زوم (د غوټۍ خاوند) دی، دماغي حالت یې سم نه دی خو پلار یې زما ښۀ ملګری و. ~جانان خدرخېل

غوټۍ زموږ ماشومتوب کې دا اوسنۍ لوبې چندان نۀ وې، هلکانو به "توپ ډنډه" او "ډۍ" کوله، ځوانانو به "خوسی" کاوه او نجونو "ګاټي" کول. زۀ لږ نازولی او ښکلی وم نجونو به ګاټو ته ورسره کېنولم. زما د شنو مریو جوړ ځونډی لا هم په یاد دی چې د سپینو کالیو په ښۍ سینه مې ځوړند و. زۀ د مور کشر بچی وم، پلار مې تازه دویم وادۀ کړی و، پلار مې داسې نازولم لکه د ژوند نوې ملګرې ته چې د ماشوم پاللو یا پر ما د پام کولو چل ور زده کوي. کشرې مور مې داسې ساتلم لکه زما په وجه چې مې مور ته ځان ورګرانوي او مور خو هسې هم مور وه. مشرې خوېندې تر "ادکې" مهربانې وې، په زور به یې را چپه کړم او د زیږو رانجو سلایي به یې په سترګو کې راتېره کړه، بیابه یې د ټیکري په پیڅکه سترګې راته کوف کولې. مشر ورور به له مکتبه یو نیم څه راوړل او کله کله به یې له رنګه خالي قلم راکاوه. غوټۍ زموږ د لوبو مشره نجلۍ وه، هغې به هر وخت له ژاولو ټسونه باسل، سپینو غاښونو کې یې سرې ژاولې عجیبه ایسېدې. هغې به لمن پر ځان را وګرځوله او د پښو په سر به کېناسته. کله کله به یې زما تاو تاو وېښتانو کې ګوتې تېرې کړې، ویل به یې: تۀ نن بیا زما په خوا یې کنه؟ ما به ویل، هو، خو ژاولې به راکوې. هغې به له غاښونو نیمې ژاولې راکش او زما خولۀ کې راکړې: هن سپین سترګیه! بغیر له رشوته خو پلوی و نه کړې. چې غټ شې تانه به قاضي جوړېږي. اکثر به د ګاټو لوبه وه، پنځه ګردې وړې تیږې به وې، یوه یوه به یې ایښې وه یوکاڼی یې ورته ویل، یو ګاټی به یې پورته جیګ کړ بل به یې له ځمکې ورسره ونیوو، چې دا به یې واخیستل بیا به دوه کاڼی و، همداسې درې کاڼی او څلور کاڼی، بیا اشارت و بیا... منځنۍ ګوته به یې په مسواکي هغې واړوله او بیا به یې ګټې ګوتې سره په ځمکه کېښوده. دې نه به یې بلې خوا ته کاڼي وویشتل، یو یو به یې بېرته د کاڼي په پورته غورځولو بلې خوا ته اېستل، دې وخت کې به یې یو دانه کاڼی "سپی" نوماوه، دا به که بل سره ټچ او وښورېده؛ نو لوبغاړی سوځېده. غوټۍ ما ته ګوړه راکوله، ویل به یې زما ګاټو کې به سپی راته مالوموې. زۀ هم شوخ وم غوټۍ ته به مې هغه ګاټی سپی کړ چې له نورو به لرې و، داسې به غوټۍ هر وخت لوبه ګټله او زما د ګوړې کار به وشو. دا که څه هم غټه وه خو ښکاره غالې یې نه کولې، له ما یې کار اخیست. کله به چې د پټ پټوني لوبه وه زۀ به یې ځان سره پټولم، بیا به یې واړۀ یو خوا بل خوا ولېږل چې ورشئ جانان پیدا کړئ. چې هغوی به خوارۀ شول ما ته به یې وویل، نور ووځه دومره ټیکری نه دی چې له دې زیات دې راسره پټ کړم. خبرونو کې یې ویل چې وطن ازاد شو. د غوټۍ کورنۍ د هوا په اوږو سپره شوه او د هجرت خونه کې یې طاقت نه کېدۀ، هغه ورځ هم لکه خوب داسې وه چې د غوټۍ له کوره دوړې پورته کېدې او تیارۀ ماښام یې هر څۀ لارۍ کې بار کړل، سهار چې لمر راویښ کړم خور راته ویل، جګ شه نور به ګوړه څوک درکوي؟ ـ غوټۍ دوی لاړل؟ ـ هو، اوس به تورخم ته نږدې وي. ـ څه وخت روان شول؟ ـ ملا اذان سره. ـ غوټۍ به خفه وه؟ ـ نه لېونیه! دسې یې خندل، ویل یې شکر وطن ته ځو. هغه ورځ د ګاټو نیمه لوبډله په تورخم اوښتې وه او پاتې هم زړۀ ماتي وو. څه وخت وروسته بیا موږ پوره شو خو د غوټۍ ځای خالي و. زما ژاولې او ګوړه بلا ورپسې خو لوبو کې جنګ او غالې کېدې، یو نه یو به په ژړا کور ته روان و. وختونه وتل نوي ملګري پیدا کېدل او غوټۍ لرې کېده. خو چې سترګې به مې پټې شوې غوټۍ به خولۀ کې ژاولې راکړې. ښایسته ډېر کلونه پس یوه ورځ زموږ کوټې هم ړنګې شوې او هماغسې لاریو کې مو بسترې او وراستۀ لرګي بار کړل. وطن څوک څه کوي خو غوټۍ سره به بیا لوبې کوم، همدې خیال پلو به ځان سره وخندولم. وطن کې اوله شپه موږ د غوټۍ د کالۀ مېلمانۀ و، هغه اوس پېغله شوې ټیکری ډډ پرې ولاړ دی. ما ته یې ماخوستن ناوخته وویل، تۀ جانان یې؟ ـ هو، دومره ژر پوښتنه، ظالمې هغه ګاټي او سپی دې هېر شول؟ ـ نه، یاد مې دي خو اوس هغه وخت نه دی، هاغه وګوره کاکا مې سخت بد بد ګوري خو د لاټېن رڼا ده سم نه ورته ښکارو، کنه تا به لیدلي و چې را کوړنچ وهل یې. ـ ښااا نو ته اوس ستر (په پرده) شوې یې؟ په ورانه یې وسکونډلم: د ستر بچیه تانه خو په مرګ هم ستر نه کوم. زړۀ مې درزا شروع کړه، ځکه زما هم اوس په شونډو تور وېښتان پیدا شوي او اکثر شپې خوبونو کې غوټۍ غوندې یو څوک وینم چې یو په بل اوبه شیندو. دا شپه زموږ د ستومانۍ له امله ژر سبا شوه. سهار د وطن یخ شمال بېل خوند کاوه او زما پېکی هم د غوټۍ له اوربله کم نۀ و چې باد ښوراوه. ورځې شپې تېرېدې او غوټۍ به هره ورځ موږ کره یخې شړومبې راوړې، هغه اوس غټه وه خو د ژاولو عادت یې هماغسې و، خندا سره به یې ټس ترې جګ کړ. یوه ورځ یې د کور کالي مینځل زۀ له ګودره پاس ناست وم، هغې پونډۍ پورته کړې وې او په کالیو کې خته. ما مازې خبرې پیلولې، ویل مې غوټۍ! ستا ونه دنګه ده او نوم دې د غوټۍ دی، یانې ګرد مرد نوم دې دی.

هېڅوک د جنت په اړه نه پوهېدل؛ نو الله ج مور پیدا کړه. ~ډاکټر علي شریعتي
هېڅوک د جنت په اړه نه پوهېدل؛ نو الله ج مور پیدا کړه. ~ډاکټر علي شریعتي

دا کمال بیا د یوې باذوقه نجلۍ وي..😊🥰
+3
دا کمال بیا د یوې باذوقه نجلۍ وي..😊🥰

د یوې افغانې میرمنې لیک: دا د ښځو د چادري هغه واړه سوري دي چې له همدې لارې نړۍ ویني. موږ په همدې چادري کې ساعتونه ساعتونه مزل
د یوې افغانې میرمنې لیک: دا د ښځو د چادري هغه واړه سوري دي چې له همدې لارې نړۍ ویني. موږ په همدې چادري کې ساعتونه ساعتونه مزل کوو حتی کله ناکله اته یا لس ساعته اوږدې لارې هم تېروو. کله چې سفر اوږد وي، نارینه یو له بل سره خبرې کوي، خاندي او وخت تېروي؛ خو موږ ښځې چوپ ناستې یو، ځکه که لږ غږ هم وباسو، دا زموږ لپاره شرم ګڼل کېږي. په دې سخته ګرمي کې، ښځې له سر تر پښو په چادري کې پوښلې ګرځي، د تودوخې او ستړیا ټول بار پر ځان وړي. مهرباني وکړئ، د دوی حالت درک کړئ، د دوی درد احساس کړئ، او لږ تر لږه ورباندې رحم وکړئ. په لارو او کوڅو کې چادري پوښلې ښځو پښو ته مه ګورئ په بازارونو کې یې مه ځوروئ.©

د شاتو مچۍ هېڅکله خپله انرژي نه ضایع کوي؛ چې مچ ته دا ثابته کړي چې شات له چټلیو ډېر ارزښت لري!©
د شاتو مچۍ هېڅکله خپله انرژي نه ضایع کوي؛ چې مچ ته دا ثابته کړي چې شات له چټلیو ډېر ارزښت لري!©

فاریاب ولایت - ګرزیوان ولسوالي🥰💚
فاریاب ولایت - ګرزیوان ولسوالي🥰💚

د انتقام په لټه کې مه اوسه؛ خرابه مېوه خپله له منځه ځي، ته یوازې صبر ولره!
د انتقام په لټه کې مه اوسه؛ خرابه مېوه خپله له منځه ځي، ته یوازې صبر ولره!

واده کول، اولاد پیدا کول او د یوې کوچنۍ کورنۍ جوړول، لویه لاسته راوړنه نه ده؛ ځکه دا کار خو موږکان هم کولای شي. ستا خوبونه باید له دې لوی وي ستا اولادونه باید متفاوت اوسي، ښځه دې متفاوته وې داسې فکري کورنۍ وي چې د خپل ژوند او ټولنې لپاره ارزښتناک بدلون رامنځته کړي. ~ت لحاظ

د خوږ وطن خوږې میوې💛
د خوږ وطن خوږې میوې💛

کور یوازې «زما حق» او «ستا حق» پر بنسټ نه آبادېږي، بلکې د یو بل له تېروتنو تېرېدلو، بخښنې او زغم پر بنسټ د کور نظام جوړيږې. امام احمد رحمه الله فرمایلي: «العافية عشرة أجزاء، تسعة منها في التغافل.» «هوساینه لس برخې ده، چې نهه برخې یې د یو بل له کوچنیو تېروتنو سترګې پټول دي.» ای هر خاونده! له خپلې مېرمنې سره په مینه، نرمۍ او احسان چلند وکړه، او ای هرې مېرمنې! د خپل مېړه عزت، درناوی او حقونه وساته. « اللهم أصلح بيوت المسلمين، وألف بين قلوب الأزواج والزوجات، واجعل المودة والرحمة عنوان كل بيت، وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين» ©

دا یې د وفا او قُربانۍ انجام💔😢 انسانیت سوزه پېښه: یوه فرانسوۍ میرمن د خیبر پښتونخوا د باړې یو اوسيدونکي سره په ٢٠٠٤ کال اسټ
دا یې د وفا او قُربانۍ انجام💔😢 انسانیت سوزه پېښه: یوه فرانسوۍ میرمن د خیبر پښتونخوا د باړې یو اوسيدونکي سره په ٢٠٠٤ کال اسټرالیا کې مخ کېږي، مئینږي، واده کوي او اسلام قبلوي. بیا یې مېړه اسټرالیا کې جرمونه کوي، دوی بریټانیا ته ځي، هلته هم غیر قانوني کړنو کې ښکیل او میرمن و بچیان په ٢٠١٤ کال د پلار د مرګ په بهانه خیبر باړې ته بیایي. ورته وایي، اوس که بیرته تګ غواړئ، ماته به د فرانسې اسناد اخلئ، فرانسه ده ته قبولي نه ورکوي، دی ١٢ کاله خپله وفاداره فرانسوۍ میرمن له ٥ بچیانو سره یوه کوټه کې بندوي، وهل ټکول او ظلمونه پرې کوي. فرانسوۍ یاسمینه خپله کیسه لیکي او بالاخره دوه ورځ وړاندې له لیکلې کیسې سره یې زلمی زوی یې ځان پولیسو ته رسوي چې د خدای په خاطر موږ وژغورئ. #وفا #انسانیت #جهالت #مینه

ژوند له داسې انسان سره تېرول نعمت دی چې حضور یې سکون، خبرې یې اُمید، او چلند یې خوښي وي. هغه څوک چې په سختو ورځو کې هم د اختر
ژوند له داسې انسان سره تېرول نعمت دی چې حضور یې سکون، خبرې یې اُمید، او چلند یې خوښي وي. هغه څوک چې په سختو ورځو کې هم د اختر غوندې رڼا، د روژې غوندې صبر، او د کال غوندې دوامداره خوشحالي درکوي، د ژوند تر ټولو ارزښتناک ملګری وي. خو که داسې څوک ونه موندل شي، نو تر ټولو غوره لاره دا ده چې انسان خپله هماغسې جوړ شي؛ داسې څوک چې نورو ته آرامي، مینه او خوښي وربخښي. ځکه کله کله هغه انسان چې ته یې په لټه کې یې، باید خپله ته واوسې.©

ایران کې یوې ښځینه ډاکترې خپل ولور ۳۱۳ وړیا جراحي عملیاتونه ایښی. د دغې ډاکترې مېړه هم ډاکتر دی او دا کار یې د بې‌وزله ناروغا
ایران کې یوې ښځینه ډاکترې خپل ولور ۳۱۳ وړیا جراحي عملیاتونه ایښی. د دغې ډاکترې مېړه هم ډاکتر دی او دا کار یې د بې‌وزله ناروغانو لاسنیوی بللی. انسانیت او خواخوږي دي ژوندۍ وي.😊

یوه ورځ یو حاکم د خپل ماڼۍ په لوړ او ښایسته کوټه کې ارام ناست و، چې ناڅاپه له بهره د یوه کلیوال غږ يې واورېد “مڼې واخلئ! تازه مڼې!” حاکم له کړکۍ څخه وکتل، ویې لیدل چې یو یمني بزګر — مخ یې د لمر له تاوده سوځېدلی، ساده عمامه او دوړو ډک کالي یې اغوستي — په خپل کمزوري خره دواړو خواوو ته ټوکرۍ بار کړې او بازار ته روان دی، چې له سرو او جوس ډکو مڼو څخه ډکې دي. د پاچا زړه د مڼو خوړلو ته وشو. وزیر یې راوغوښت او ویې ویل: “له خزانه پنځه د سرو زرو سکې واخله او ماته یوه غوره مڼه راوړه!” وزیر له خزانه پنځه سکې واخیستې او خپل مرستیال ته یې وویل: “دا څلور سکې واخله او د پاچا لپاره یوه مڼه راوړه.” مرستیال درې سکې ځان سره وساتلې، پاتې یې د ماڼۍ مدیر ته ورکړې او ویې ویل: “دا درې سکې واخله او یوه مڼه راوړه.” د ماڼۍ مدیر دوه سکې ځان ته وساتلې او د ساتونکو مشر ته یې وویل: “دا دوه سکې واخله او ژر یوه مڼه راوړه.” د ساتونکو مشر یوه سکه د دروازې عسکر ته ورکړه او ویې ویل: “واوره! دا یوه سکه واخله او له هغه سړي چې هلته مڼې پلوري، ټولې مڼې واخله!” عسکر په بیړه بهر ووت، خو د دې پر ځای چې سکه ورکړي، د مڼو پلورونکی یې له ګرېوانه ونیوه او په قهر یې وویل: “اې ناپوه کلیواله! ته نه پوهېږې چې دا شاهي ماڼۍ ده؟ ستا لوړ غږ د پاچا ارام ګډوډ کړی! اوس حکم دی چې تا زندان ته واچوم!” بېچاره کلیوال ولړزېد او په زارۍ یې وویل: “مهرباني وکړئ، زما تېروتنه وبښئ… دا خر زما د یوه کال زحمت بار وړي. دا مڼې واخلئ، خو ما مه بندوئ!” عسکر ژر دواړه ټوکرۍ واخیستې، ځینې مڼې یې ځان ته وساتلې او پاتې یې د ساتونکو مشر ته ورکړې. هغه هم څو مڼې واخیستې او پاتې یې خپل پورته افسر ته وسپارلې، ویې ویل: “دا مڼې په یوه سکه اخیستل شوې دي.” افسر هم ځینې مڼې ځان ته واخیستې او پاتې یې لوړ مدیر ته ورکړې، ویې ویل: “دا د دوو سکو مڼې دي.” لوړ مدیر ځینې وخوړې او پاتې یې د وزیر مرستیال ته ورکړې: “دا د درېو سکو مڼې دي.” مرستیال هم خپلې واخیستې او پاتې یې وزیر ته ورکړې: “دا د څلورو سکو مڼې دي.” وزیر یوازې پنځه مڼې پرېښودې او پاچا ته یې وړاندې کړې، ویې ویل: “بادشاه سلامت! تاسو یوه مڼه غوښتې وه، خو هغه په پنځو سکو دا پنځه مڼې راکړې دي!” پاچا په موسکا وویل: “زما په واکمنۍ کې بزګران ډېر شتمن دي! هره سکه په بدل کې یوه مڼه! اوس باید مالیه زیاته کړو!” څو ورځې وروسته پر خلکو دومره درنې مالیې ولګېدې چې مزدوران د ډوډۍ لپاره محتاج شول، بزګران پورونو کې ډوب شول، او بازارونه تش شول. او ورو ورو… فقر زیات شو. ⸻ د امام ابو حامد الغزاليؒ وینا: “ظلم د تباهۍ بنسټ دی، که څه هم کوچنی وي. ځکه کوچنی ظلم لوی ظلم ته لاره هواروي، بیا عادت شي، او هېواد او خلک تباه کوي.” او همدارنګه: “حاکم باید د خلکو په چارو کې حتی په کوچنیو مسایلو کې هم احتیاط وکړي، ځکه غفلت فساد ته لاره پرانیزي.” ⸻ سبق: • ظلم یوازې په توره نه وي، کله کله یو سکه هم د ظلم وسیله ګرځي. • کوچنۍ بدعنواني که دوام وکړي، ټول نظام له منځه وړي. • بې عدالتي هېڅکله پایدار حکومت نه شي جوړولای. • هغه حاکم چې یوازې په راپور باور کوي او تحقیق نه کوي، د خلکو برخلیک سره لوبې کوي. که دا لیکنه مو خوښه شوه، له نورو سره یې شریکه کړه ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ https://t.me/Pannd8

بېچاره کلیوال ولړزېد او په زارۍ یې وویل: “مهرباني وکړئ، زما تېروتنه وبښئ… دا خر زما د یوه کال زحمت بار وړي. دا مڼې واخلئ، خو ما مه بندوئ!” عسکر ژر دواړه ټوکرۍ واخیستې، ځینې مڼې یې ځان ته وساتلې او پاتې یې د ساتونکو مشر ته ورکړې. هغه هم څو مڼې واخیستې او پاتې یې خپل پورته افسر ته وسپارلې، ویې ویل: “دا مڼې په یوه سکه اخیستل شوې دي.” افسر هم ځینې مڼې ځان ته واخیستې او پاتې یې لوړ مدیر ته ورکړې، ویې ویل: “دا د دوو سکو مڼې دي.” لوړ مدیر ځینې وخوړې او پاتې یې د وزیر مرستیال ته ورکړې: “دا د درېو سکو مڼې دي.٫

یوه ورځ یو حاکم د خپل ماڼۍ په لوړ او ښایسته کوټه کې ارام ناست و، چې ناڅاپه له بهره د یوه کلیوال غږ يې واورېد “مڼې واخلئ! تازه مڼې!” حاکم له کړکۍ څخه وکتل، ویې لیدل چې یو یمني بزګر — مخ یې د لمر له تاوده سوځېدلی، ساده عمامه او دوړو ډک کالي یې اغوستي — په خپل کمزوري خره دواړو خواوو ته ټوکرۍ بار کړې او بازار ته روان دی، چې له سرو او جوس ډکو مڼو څخه ډکې دي. د پاچا زړه د مڼو خوړلو ته وشو. وزیر یې راوغوښت او ویې ویل: “له خزانه پنځه د سرو زرو سکې واخله او ماته یوه غوره مڼه راوړه!” وزیر له خزانه پنځه سکې واخیستې او خپل مرستیال ته یې وویل: “دا څلور سکې واخله او د پاچا لپاره یوه مڼه راوړه.” مرستیال درې سکې ځان سره وساتلې، پاتې یې د ماڼۍ مدیر ته ورکړې او ویې ویل: “دا درې سکې واخله او یوه مڼه راوړه.” د ماڼۍ مدیر دوه سکې ځان ته وساتلې او د ساتونکو مشر ته یې وویل: “دا دوه سکې واخله او ژر یوه مڼه راوړه.” د ساتونکو مشر یوه سکه د دروازې عسکر ته ورکړه او ویې ویل: “واوره! دا یوه سکه واخله او له هغه سړي چې هلته مڼې پلوري، ټولې مڼې واخله!” عسکر په بیړه بهر ووت، خو د دې پر ځای چې سکه ورکړي، د مڼو پلورونکی یې له ګرېوانه ونیوه او په قهر یې وویل: “اې ناپوه کلیواله! ته نه پوهېږې چې دا شاهي ماڼۍ ده؟ ستا لوړ غږ د پاچا ارام ګډوډ کړی! اوس حکم دی چې تا زندان ته واچوم!” بېچاره کلیوال ولړزېد او په زارۍ یې وویل: “مهرباني وکړئ، زما تېروتنه وبښئ… دا خر زما د یوه کال زحمت بار وړي. دا مڼې واخلئ، خو ما مه بندوئ!” عسکر ژر دواړه ټوکرۍ واخیستې، ځینې مڼې یې ځان ته وساتلې او پاتې یې د ساتونکو مشر ته ورکړې. هغه هم څو مڼې واخیستې او پاتې یې خپل پورته افسر ته وسپارلې، ویې ویل: “دا مڼې په یوه سکه اخیستل شوې دي.” افسر هم ځینې مڼې ځان ته واخیستې او پاتې یې لوړ مدیر ته ورکړې، ویې ویل: “دا د دوو سکو مڼې دي.” لوړ مدیر ځینې وخوړې او پاتې یې د وزیر مرستیال ته ورکړې: “دا د درېو سکو مڼې دي.” مرستیال هم خپلې واخیستې او پاتې یې وزیر ته ورکړې: “دا د څلورو سکو مڼې دي.” وزیر یوازې پنځه مڼې پرېښودې او پاچا ته یې وړاندې کړې، ویې ویل: “بادشاه سلامت! تاسو یوه مڼه غوښتې وه، خو هغه په پنځو سکو دا پنځه مڼې راکړې دي!” پاچا په موسکا وویل: “زما په واکمنۍ کې بزګران ډېر شتمن دي! هره سکه په بدل کې یوه مڼه! اوس باید مالیه زیاته کړو!” څو ورځې وروسته پر خلکو دومره درنې مالیې ولګېدې چې مزدوران د ډوډۍ لپاره محتاج شول، بزګران پورونو کې ډوب شول، او بازارونه تش شول. او ورو ورو… فقر زیات شو. ⸻ د امام ابو حامد الغزاليؒ وینا: “ظلم د تباهۍ بنسټ دی، که څه هم کوچنی وي. ځکه کوچنی ظلم لوی ظلم ته لاره هواروي، بیا عادت شي، او هېواد او خلک تباه کوي.” او همدارنګه: “حاکم باید د خلکو په چارو کې حتی په کوچنیو مسایلو کې هم احتیاط وکړي، ځکه غفلت فساد ته لاره پرانیزي.” ⸻ سبق: • ظلم یوازې په توره نه وي، کله کله یو سکه هم د ظلم وسیله ګرځي. • کوچنۍ بدعنواني که دوام وکړي، ټول نظام له منځه وړي. • بې عدالتي هېڅکله پایدار حکومت نه شي جوړولای. • هغه حاکم چې یوازې په راپور باور کوي او تحقیق نه کوي، د خلکو برخلیک سره لوبې کوي. که دا لیکنه مو خوښه شوه، له نورو سره یې شریکه کړه ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ یوه ورځ یو حاکم د خپل ماڼۍ په لوړ او ښایسته کوټه کې ارام ناست و، چې ناڅاپه له بهره د یوه کلیوال غږ يې واورېد “مڼې واخلئ! تازه مڼې!” حاکم له کړکۍ څخه وکتل، ویې لیدل چې یو یمني بزګر — مخ یې د لمر له تاوده سوځېدلی، ساده عمامه او دوړو ډک کالي یې اغوستي — په خپل کمزوري خره دواړو خواوو ته ټوکرۍ بار کړې او بازار ته روان دی، چې له سرو او جوس ډکو مڼو څخه ډکې دي. د پاچا زړه د مڼو خوړلو ته وشو. وزیر یې راوغوښت او ویې ویل: “له خزانه پنځه د سرو زرو سکې واخله او ماته یوه غوره مڼه راوړه!” وزیر له خزانه پنځه سکې واخیستې او خپل مرستیال ته یې وویل: “دا څلور سکې واخله او د پاچا لپاره یوه مڼه راوړه.” مرستیال درې سکې ځان سره وساتلې، پاتې یې د ماڼۍ مدیر ته ورکړې او ویې ویل: “دا درې سکې واخله او یوه مڼه راوړه.” د ماڼۍ مدیر دوه سکې ځان ته وساتلې او د ساتونکو مشر ته یې وویل: “دا دوه سکې واخله او ژر یوه مڼه راوړه.” د ساتونکو مشر یوه سکه د دروازې عسکر ته ورکړه او ویې ویل: “واوره! دا یوه سکه واخله او له هغه سړي چې هلته مڼې پلوري، ټولې مڼې واخله!” عسکر په بیړه بهر ووت، خو د دې پر ځای چې سکه ورکړي، د مڼو پلورونکی یې له ګرېوانه ونیوه او په قهر یې وویل: “اې ناپوه کلیواله! ته نه پوهېږې چې دا شاهي ماڼۍ ده؟ ستا لوړ غږ د پاچا ارام ګډوډ کړی! اوس حکم دی چې تا زندان ته واچوم!”