Pannd - پند ️
الذهاب إلى القناة على Telegram
دلته د ژوندانه په مانا، ارزښت، طرز او مسیر تاویدونکې کرښې او بیلابیل مطالب خپریږې. Admin: @ejaaz_8
إظهار المزيد830
المشتركون
-224 ساعات
-27 أيام
-1230 أيام
أرشيف المشاركات
د یوې افغانې میرمنې لیک:
دا د ښځو د چادري هغه واړه سوري دي چې له همدې لارې نړۍ ویني.
موږ په همدې چادري کې ساعتونه ساعتونه مزل کوو حتی کله ناکله اته یا لس ساعته اوږدې لارې هم تېروو. کله چې سفر اوږد وي، نارینه یو له بل سره خبرې کوي، خاندي او وخت تېروي؛ خو موږ ښځې چوپ ناستې یو، ځکه که لږ غږ هم وباسو، دا زموږ لپاره شرم ګڼل کېږي.
په دې سخته ګرمي کې، ښځې له سر تر پښو په چادري کې پوښلې ګرځي، د تودوخې او ستړیا ټول بار پر ځان وړي.
مهرباني وکړئ، د دوی حالت درک کړئ، د دوی درد احساس کړئ، او لږ تر لږه ورباندې رحم وکړئ.
په لارو او کوڅو کې چادري پوښلې ښځو پښو ته مه ګورئ په بازارونو کې یې مه ځوروئ.©
د شاتو مچۍ هېڅکله خپله انرژي نه ضایع کوي؛ چې مچ ته دا ثابته کړي چې شات له چټلیو ډېر ارزښت لري!©
واده کول، اولاد پیدا کول او د یوې کوچنۍ کورنۍ جوړول، لویه لاسته راوړنه نه ده؛ ځکه دا کار خو موږکان هم کولای شي. ستا خوبونه باید له دې لوی وي ستا اولادونه باید متفاوت اوسي، ښځه دې متفاوته وې داسې فکري کورنۍ وي چې د خپل ژوند او ټولنې لپاره ارزښتناک بدلون رامنځته کړي. ~ت لحاظ
کور یوازې «زما حق» او «ستا حق» پر بنسټ نه آبادېږي، بلکې د یو بل له تېروتنو تېرېدلو، بخښنې او زغم پر بنسټ د کور نظام جوړيږې.
امام احمد رحمه الله فرمایلي:
«العافية عشرة أجزاء، تسعة منها في التغافل.» «هوساینه لس برخې ده، چې نهه برخې یې د یو بل له کوچنیو تېروتنو سترګې پټول دي.»
ای هر خاونده!
له خپلې مېرمنې سره په مینه، نرمۍ او احسان چلند وکړه، او ای هرې مېرمنې!
د خپل مېړه عزت، درناوی او حقونه وساته.
« اللهم أصلح بيوت المسلمين، وألف بين قلوب الأزواج والزوجات، واجعل المودة والرحمة عنوان كل بيت، وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين» ©
دا یې د وفا او قُربانۍ انجام💔😢
انسانیت سوزه پېښه:
یوه فرانسوۍ میرمن د خیبر پښتونخوا د باړې یو اوسيدونکي سره په ٢٠٠٤ کال اسټرالیا کې مخ کېږي، مئینږي، واده کوي او اسلام قبلوي.
بیا یې مېړه اسټرالیا کې جرمونه کوي، دوی بریټانیا ته ځي، هلته هم غیر قانوني کړنو کې ښکیل او میرمن و بچیان په ٢٠١٤ کال د پلار د مرګ په بهانه خیبر باړې ته بیایي.
ورته وایي، اوس که بیرته تګ غواړئ، ماته به د فرانسې اسناد اخلئ، فرانسه ده ته قبولي نه ورکوي، دی ١٢ کاله خپله وفاداره فرانسوۍ میرمن له ٥ بچیانو سره یوه کوټه کې بندوي، وهل ټکول او ظلمونه پرې کوي.
فرانسوۍ یاسمینه خپله کیسه لیکي او بالاخره دوه ورځ وړاندې له لیکلې کیسې سره یې زلمی زوی یې ځان پولیسو ته رسوي چې د خدای په خاطر موږ وژغورئ.
#وفا #انسانیت #جهالت #مینه
ژوند له داسې انسان سره تېرول نعمت دی چې حضور یې سکون، خبرې یې اُمید، او چلند یې خوښي وي.
هغه څوک چې په سختو ورځو کې هم د اختر غوندې رڼا، د روژې غوندې صبر، او د کال غوندې دوامداره خوشحالي درکوي، د ژوند تر ټولو ارزښتناک ملګری وي.
خو که داسې څوک ونه موندل شي، نو تر ټولو غوره لاره دا ده چې انسان خپله هماغسې جوړ شي؛ داسې څوک چې نورو ته آرامي، مینه او خوښي وربخښي. ځکه کله کله هغه انسان چې ته یې په لټه کې یې، باید خپله ته واوسې.©
ایران کې یوې ښځینه ډاکترې خپل ولور ۳۱۳ وړیا جراحي عملیاتونه ایښی. د دغې ډاکترې مېړه هم ډاکتر دی او دا کار یې د بېوزله ناروغانو لاسنیوی بللی. انسانیت او خواخوږي دي ژوندۍ وي.😊
یوه ورځ یو حاکم د خپل ماڼۍ په لوړ او ښایسته کوټه کې ارام ناست و، چې ناڅاپه له بهره د یوه کلیوال غږ يې واورېد
“مڼې واخلئ! تازه مڼې!”
حاکم له کړکۍ څخه وکتل، ویې لیدل چې یو یمني بزګر — مخ یې د لمر له تاوده سوځېدلی، ساده عمامه او دوړو ډک کالي یې اغوستي — په خپل کمزوري خره دواړو خواوو ته ټوکرۍ بار کړې او بازار ته روان دی، چې له سرو او جوس ډکو مڼو څخه ډکې دي.
د پاچا زړه د مڼو خوړلو ته وشو. وزیر یې راوغوښت او ویې ویل:
“له خزانه پنځه د سرو زرو سکې واخله او ماته یوه غوره مڼه راوړه!”
وزیر له خزانه پنځه سکې واخیستې او خپل مرستیال ته یې وویل:
“دا څلور سکې واخله او د پاچا لپاره یوه مڼه راوړه.”
مرستیال درې سکې ځان سره وساتلې، پاتې یې د ماڼۍ مدیر ته ورکړې او ویې ویل:
“دا درې سکې واخله او یوه مڼه راوړه.”
د ماڼۍ مدیر دوه سکې ځان ته وساتلې او د ساتونکو مشر ته یې وویل:
“دا دوه سکې واخله او ژر یوه مڼه راوړه.”
د ساتونکو مشر یوه سکه د دروازې عسکر ته ورکړه او ویې ویل:
“واوره! دا یوه سکه واخله او له هغه سړي چې هلته مڼې پلوري، ټولې مڼې واخله!”
عسکر په بیړه بهر ووت، خو د دې پر ځای چې سکه ورکړي، د مڼو پلورونکی یې له ګرېوانه ونیوه او په قهر یې وویل:
“اې ناپوه کلیواله! ته نه پوهېږې چې دا شاهي ماڼۍ ده؟ ستا لوړ غږ د پاچا ارام ګډوډ کړی! اوس حکم دی چې تا زندان ته واچوم!”
بېچاره کلیوال ولړزېد او په زارۍ یې وویل:
“مهرباني وکړئ، زما تېروتنه وبښئ… دا خر زما د یوه کال زحمت بار وړي. دا مڼې واخلئ، خو ما مه بندوئ!”
عسکر ژر دواړه ټوکرۍ واخیستې، ځینې مڼې یې ځان ته وساتلې او پاتې یې د ساتونکو مشر ته ورکړې.
هغه هم څو مڼې واخیستې او پاتې یې خپل پورته افسر ته وسپارلې، ویې ویل:
“دا مڼې په یوه سکه اخیستل شوې دي.”
افسر هم ځینې مڼې ځان ته واخیستې او پاتې یې لوړ مدیر ته ورکړې، ویې ویل:
“دا د دوو سکو مڼې دي.”
لوړ مدیر ځینې وخوړې او پاتې یې د وزیر مرستیال ته ورکړې:
“دا د درېو سکو مڼې دي.”
مرستیال هم خپلې واخیستې او پاتې یې وزیر ته ورکړې:
“دا د څلورو سکو مڼې دي.”
وزیر یوازې پنځه مڼې پرېښودې او پاچا ته یې وړاندې کړې، ویې ویل:
“بادشاه سلامت! تاسو یوه مڼه غوښتې وه، خو هغه په پنځو سکو دا پنځه مڼې راکړې دي!”
پاچا په موسکا وویل:
“زما په واکمنۍ کې بزګران ډېر شتمن دي! هره سکه په بدل کې یوه مڼه! اوس باید مالیه زیاته کړو!”
څو ورځې وروسته پر خلکو دومره درنې مالیې ولګېدې چې مزدوران د ډوډۍ لپاره محتاج شول، بزګران پورونو کې ډوب شول، او بازارونه تش شول.
او ورو ورو… فقر زیات شو.
⸻
د امام ابو حامد الغزاليؒ وینا:
“ظلم د تباهۍ بنسټ دی، که څه هم کوچنی وي. ځکه کوچنی ظلم لوی ظلم ته لاره هواروي، بیا عادت شي، او هېواد او خلک تباه کوي.”
او همدارنګه:
“حاکم باید د خلکو په چارو کې حتی په کوچنیو مسایلو کې هم احتیاط وکړي، ځکه غفلت فساد ته لاره پرانیزي.”
⸻
سبق:
• ظلم یوازې په توره نه وي، کله کله یو سکه هم د ظلم وسیله ګرځي.
• کوچنۍ بدعنواني که دوام وکړي، ټول نظام له منځه وړي.
• بې عدالتي هېڅکله پایدار حکومت نه شي جوړولای.
• هغه حاکم چې یوازې په راپور باور کوي او تحقیق نه کوي، د خلکو برخلیک سره لوبې کوي.
که دا لیکنه مو خوښه شوه، له نورو سره یې شریکه کړه
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
https://t.me/Pannd8

“دا د درېو سکو مڼې دي.٫

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

*پاک لمني –
یوې ښایسته ښځې له یوه پرهېزګار او مومن سړي سره واده وکړ. سړی ډېر قانع او ساده ژوند کوونکی و، خو ښځه یې د هغه له دې ژوند څخه راضي نه وه.
یوه ورځ ښځه په قهر شوه او مېړه ته یې وویل:
«ته زما غوښتنو ته پام نه کوې. زه بازار او کوڅو ته ځم، تر څو خلک خبر شي چې ته خپله ښځه څنګه ساتې. زه سره زر او زېور غواړم!»
سړي په ارامۍ د کور دروازه ورته خلاصه کړه او ویې ویل:
«هر چېرته چې دې زړه غواړي، لاړه شه. زه کومه ستونزه نه لرم.»
ښځه په حیرانتیا له کوره ووته. ښایسته وه او جګه ونه یې لرله. د ماښام له لمر لوېدو وروسته بېرته کور ته راغله.
مېړه یې په موسکا وپوښتل:
«ښار څنګه و؟ وګرځېدې؟ څه دې ترلاسه کړل چې هېچا هم درته ونه کتل؟»
ښځه حیرانه شوه او ویې ویل:
«ته څنګه پوه شوې چې هېچا راته ونه کتل؟»
مېړه وویل:
«یوازې دومره پوهېږم چې یو کوچني هلک ستا لمن کش کړه.»
ښځه لا نوره حیرانه شوه:
«ایا ته زما پسې وې؟»
مېړه په ارامۍ وویل:
«ما ټول عمر هڅه کړې چې د چا ناموس ته ونه ګورم. خو یو ځل چې ډېر وړوکی وم، د یوې ښځې کمیس مې کش کړی و. هماغه عمل مې نن هم یاد دی.»
د ښځې سترګې له اوښکو ډکې شوې، مېړه ته ورنږدې شوه او له خپلو خبرو یې بښنه وغوښته.
مېړه وویل:
«پاک لمني ستر نعمت دی. که څوک پاک ژوند غوره کړي، ژوند یې له خیر او برکته ډک وي؛ او که ناپاکي غوره کړي، ژوند به له ستونزو او بدبختیو سره مخ شي.»
✨ پیغام: عزت، حیا او پاک ژوند د انسان تر ټولو ستر زېور دی.
قرآن او ژوند
همداسی ده کنه
لايک زموږ تشويق دي🥰❤️🩹💝
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
https://t.me/Pannd8
د ښځو ژوند په رښتيا هم آسانه نه دی؛ که ښکلې نه وي، د نارينه وو پام او مهرباني نه ور رسېږي او که ښکلې وي، د ډېرو ښځو حسد او کرکه ورسره پیدا کيږي. ~اګاتها کرسټي
يو بيوزله ځوان يوې کورنۍ ته د نکاح په موخه مرکه ولېږله. د هغوی موافقه ونشوه او مرکه ئي جواب کړله.
څه وخت وروسته يو شتمن فاسق ځوان مرکه ورته وکړله، د نجلۍ د کورنۍ خوښه شوه او ويل ئې الله تعالی به هدايت ورته وکړي.
پوښتنه داده، چې دوی ولي د هغه بيوزله ځوان په اړه داسي نه ويل چې الله تعالی به رزق ورکړي؟
ايا الله تعالی چې هدايت کوونکی دی، نو رزق ورکوونکی نه دی؟
~امام غزالي رحمه الله
نوټ: ځيني خلک د الله تعالی پر هغو نومونو او صفتونو ايمان لري، چې ددوی دنيوي ګټه پکښي وي او د الله تعالی پر هغو صفتونه ايمان نلري، چي دنيوي معلومه ګټه نه پکي ويني..
په ځانګړي ډول نجوونې د دې پيښې ډیر ښکار او هدف ګرځي.
یوه ورځ یو ماشوم په پيسبوک کې د یو ناپېژانده کس پیغام ترلاسه کړ.
لیکلي یې وو:
«سلام، ته ډېر هوښیار او ځانګړی یی، غواړم ستا سره ملګری شم.»
ماشوم په زړه کې خوشحاله شو؛ فکر یې وکړ چې بالاخره یو څوک پیدا شو چې د ده په ارزښت پوهېږي.
په هفتو او میاشتو خبری شروع وي. هغه ناپېژانده کس د ماشوم د ژوند، خوښیو او رازونو په اړه پوښتنې کولې او همیشه یی د ماشوم په خوشه خبره کوله. خو کله چې په پای کی باور جوړ شو، خبره بدله شوه:
ورته و یې ویل:
«دا خبرې باید د بل چا غوږ ته ونه رسېږي...»
«دا زموږ تر منځ یو راز دی...»
«که په ما باور لرې، زما خبره ومنه...»
ماشوم نه پوهېده چې د سکرین شاته څوک دی.
دې پروسې ته په ډیجیټل نړۍ کې Online Grooming یا (آنلاین دام اېښودل) وايي. مجرمین په لومړي سر کې د ماشومانو باور ګټي او بیا له هغوی څخه د لاندې موخو لپاره ناوړه ګټه اخلي:
» احساساتي کنټرول: ماشوم په ځان پورې تړلی کوي.
» د معلوماتو غلا: د شخصي معلوماتو او حساسو عکسونو غوښتنه کوي.
» جنسي ناوړه ګټه اخیستنه: هغوی نامناسبو او خطري فعالیتونو ته هڅوي.
» فکري انحراف: ورو ورو ماشوم د افراطي او خطرناکو افکارو لور ته بیايي.
دا کسان کوم ماشومان په نښه کوي؟
» هغه ماشومان چې په کورنۍ کې د یوازیتوب احساس کوي او د ستاینې تږي وي.
» هغه چې په مجازي نړۍ کې ډېر وخت یوازې تېروي.
» هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې نوي انټرنیټ ته راغلي او د دې ځای له خطرونو ناخبره دي.
څلور اصول چې باید هېر یې نه کړئ:
⚠️ آنلاین ملګرتیا تل خوندي نه وي؛ د هر چا د مهربانو خبرو تر شا ښه نیت نه وي.
⚠️ هېڅوک حق نه لري چې له تاسو د پټو خبرو، شخصي عکسونو یا نامناسبو کارونو غوښتنه وکړي، نو که چا دا غوښتنه درڅخه کوله ژر تر ژره جدي اقدام وکړﺉ.
⚠️ که چا درته وویل: «دا خبره پټه وساته»، سمدستي پوه شئ چې دا د خطر سره اشارې دي.
⚠️ ټکنالوژي بد توکی نه دی، خو مجازي نړۍ ته بې له نقشې او پوهاوي ننوتل خطرناک دي.
که ستاسو ماشوم له داسې حالت سره مخ شو، څه باید وکړﺉ؟
✅ ډاډ ورکړئ: ورته ووایئ: «زه ستا ملامتیا نه غواړم، راځه چې دا ستونزه یو ځای حل کړو.»
✅ شواهد وساتئ: د خبرو اترو سکرین شاټونه (Screenshots) واخلئ.
✅ امنیتي ګامونه: هغه اکاونټ بلاک (Block) او ریپورټ (Report) کړئ.
✅ مشوره وکړئ: موضوع د کورنۍ له یو باوري مشر یا د سایبري امنیت له متخصصینو سره شریک کړئ.
د مشرانو او ښوونکو مسؤلیت یوازې د موبایل اخیستل نه دي، بلکې ماشومانو ته د ډیجیټل نړۍ د ځان ساتنې د مهارتونو ور زده کول دي.©
دا لیکنه نورو کسانو ته هم ولیږﺉ ترڅو لدې معلوماتو څخه خبر اوسي.
🔗: https://t.me/Pannd8
#Children #Girls #Cyber #Hack #Attack
ژوند یعني له هر ساده څيز څخه خوند اخیستل.
بیا نو د ژوند په خوند او سکون پوهیدای شیٔ.😊💚
د اختر وروسته نوی ځان او نوی شخصیت جوړ کړه!
آیا قوي ارده لرئ؟
دا اختر د نوي پیل وخت دی! خپل ژوند په درېو مهمو برخو کې بدل کړه:
جسمي ځواک: خپل بدن تازه او روغ وساته. ورزش، سم خوراک، او آرام روح د ځواکمن ژوند کیلي ده.
شخصیتي وده: ځان باور، مهارتونه، او مثبت فکر پراخه کړه. هغه عادتونه خپل کړه چې ستا شخصیت بې ساری کړي.
مالي پرمختګ: عاید زیات کړه، سپما وکړه، او مالي پوهه خپل کړه. خپل راتلونکی خوندي او روښانه کړه.
هره ورځ یو کوچنی ګام پورته کړه، لوی بدلون به راشي. دا اختر د ځان لپاره د مثبت تحول وخت دی!