fa
Feedback

فریب کلاهبرداران را نخورید! تل‌متریو این کانال‌ها را شناسایی و برچسب‌گذاری می‌کند 👉 برای مشاهده برچسب، اشتراک تهیه کنید 👈

Pannd - پند ️

Pannd - پند ️

رفتن به کانال در Telegram

دلته د ژوندانه په مانا، ارزښت، طرز او مسیر تاویدونکې کرښې او بیلابیل مطالب خپریږې. Admin:

نمایش بیشتر
810
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
اطلاعاتی وجود ندارد7 روز
-1030 روز
آرشیو پست ها
ټول به وایي، ښځي یې نشي کولی..
ټول به وایي، ښځي یې نشي کولی..

کابل - نندارتون کې کندهاري انځر🥰
کابل - نندارتون کې کندهاري انځر🥰

سلام دې وي پر هغو استادانو چې د الکساندر ګراهام بېل په څېر یې د خپلو زده‌کوونکو ذهنونه وروزل؛ هغو کسانو چې د اړیکو په نړۍ کې یې انقلاب راوست او انسانان یې یو بل ته نږدې کړل. سلام دې وي پر هغو استادانو چې د جېمز واټ په څېر یې ذهنونه وروزل؛ هغو کسانو چې هڅو یې د ماشینونو نړۍ او صنعتي پرمختګ ته لارې هوارې کړې. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې ایکس‌رې، اېم‌اېم‌ار‌آی او د طبابت عصري وسایل رامنځته کړل؛ داسې وسایل چې د ناروغیو تشخیص یې اسانه کړ او د انسانانو د ژوند ژغورل یې ممکن کړل. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې واکسینونه جوړ کړل، میلیونونه انسانان یې له وژونکو ناروغیو څخه وژغورل او بشریت ته یې نوی ژوند وباښه. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې د عملیاتو، د غړو د پیوند او عصري جراحۍ لارې چارې رامنځته کړې او انسانانو ته یې د نوي ژوند هیله ورکړه. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې انټرنېټ ته وده ورکړه، نړۍ یې په یوه نړیوال کلي بدله کړه او پوهه یې د هر انسان تر دروازې ورسوله. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته ولېږلې، د کایناتو د رازونو په موندلو او د ځمکې په لا ښه پېژندلو کې یې له انسان سره مرسته وکړه. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې لمریزه انرژي او د نوې کېدونکې انرژۍ نورې سرچینې پراخې کړې، څو د راتلونکو نسلونو لپاره لا ښه او خوندي نړۍ جوړه شي. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې د کرنې عصري لارې او ماشینونه رامنځته کړل؛ له دې لارې د خوړو تولید زیات شو او د انسانانو د لوږې په کمولو کې مرسته وشوه. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې د اوبو د پاکولو عصري لارې چارې رامنځته کړې، څو انسانانو ته پاکې او خوندي اوبه برابرې شي. سلام دې وي پر هغو استادانو چې زده‌کوونکو یې کمپیوټر او ډیجیټلي وسایل د پوهې د خپرولو وسیله وګرځول او د ناپوهۍ تیارې یې کمې کړې. سلام دې وي پر ټولو هغو استادانو چې د خپلو زده‌کوونکو په ذهنونو کې یې د پوښتنې کولو، څېړنې، فکر کولو او د انسانیت د خدمت کولو روحیه پیدا کړه. او؛ غضب او شرم دي وي پر هغو کسانو چې علم «دنیاوي/مباح» بولي او د هغه مخه نیسي او یا نه غواړي مسلمانان پرمختګ وکړي؛ هغه علم چې د انسانیت د خدمت او د انسانانو د ژوند د ښه کولو لپاره کار وکړي.

زموږ مذهبي افراطیون د مېرمن پر بند و قید باور لري؛ د حجاب په نوم هغه محدودیتونه پرې وضع کوي چي نه الله ویلي او نه ئې رسول صلي الله علیه وسلم؛ د برقې په نوم ئې داسي شـنه قفص کي بنده کړي چي د سترگو لپاره ئې پنجره ورته جوړه کړې وي؛ مېرمن دومره حقیره پکې ښکاري چي مثال ئې بل ځی نشو موندلی. د اسلام د حجاب فلسفه د مېرمن د خوندي ساتلو فلسفه ده نه د هغې د زنداني کولو؛ له زده کړو د مېرمنو د ممانعت فلسفه هم یوازي زموږ په جاهلي ټولنه کي شته؛ نوره بشپړه نړۍ پر دې حماقت باور نلري؛ دا دلیل تر ټولو ناقص دئ چي گواکي په نړۍ کي یوازي موږ سم مسلمانان یو؛ موږ یوازي له مېرمن نه د زده کړو حق نه غصب کوو؛ د انتخاب حق، د میراث حق، په بدیو کي ورکړه، د ولور او آن په بدل کي د ورکړي په څېر ظالمانه چلن هم ورسره کوو؛ له هند و برما پرته فکر نکوم مېرمن دي بل ځای دومره حقیره، ذلیله او کرکجنه وگڼل شي. "دا انځور حقیقي دئ او په ۲۰۱۷م کال کي په پراخه کچه خپور شوی وو. په انځور کي یوه ځوانه مور چي فاطمه رضایي‌ پور نومېږي؛ د ایران په سخته ملي پوهنتوني کانکور ازموینه کي گډون کوي؛ په داسي حال کي چي نوی زېږېدلی ماشوم ئې د خپلي څوکۍ ترڅنگ په ماشوم وړونکي لاسي گاډي کي ویده دئ. دا انځور په لومړي ځل د ایران په ټولنیزو رسنیو او خبري رسنیو کي په پراخه کچه خپور شو او د ځوانو مېندو ترمنځ د زغم، هوډ او د لوړو زده‌ کړو د ترلاسه کولو د هڅي د سمبول په توگه وپېژندل شو."

photo content

باکماله او اصیله نجلۍ هغه نه ده چې چوپه پاتې شي. بلکې هغه ده چې په هر فکري او ژور موضوع بحث کولی شي؛ خو خپل حدود په پوره غرور
باکماله او اصیله نجلۍ هغه نه ده چې چوپه پاتې شي. بلکې هغه ده چې په هر فکري او ژور موضوع بحث کولی شي؛ خو خپل حدود په پوره غرور ساتي... داسې کمال چې مقابل لوری بې له درناوي او احترام بل هېڅ اختیار نه لري!

مور جانه: مور مې نه دوستویفسکي پېژني، نه افلاتون او نه کافکا؛ سهار وختي پاڅيږې، د کور ټول ګروپونه روښانوي او د کورنۍ غړو ته د نوې ورځ او ژوند اغاز کوي! د فیروز د سندریز غږ سره قهوه نه څښي؛ ځکه د نورو ښځو په شان بد مزاجه نه ده. سیاستوال یې نه خوښېږي, خو کله چې د یو ځوان د وژل کېدو خبر واوري، ژاړي، که څه هم نه یې پېژني. مور مې نه فیسبوک لري، نه ټویټر او نه بله کومه رسنۍ، خو خپل غم په اوښکو ښکاره کوي. هغې ته زما ایښودل شوي شیان مالوم وي، ان که زه یې ډېر وخت هم ولټوم نه یې شم پیدا کولی، خو مور مې دقیقه کې پیدا کوي. کله چې ورته ووایم په اووه بجې مې راویښ کړه، اداره او منجمنټ یې نه دی لوستی خو زما له ښودل شوي ساعت نه نیم سات مخکې غږ کوي، تر څو ټاکلي وخت ته پوره اماده یم. ژباړه: ت. لحاظ

د نیپال په تعلیمي نصاب کې یو مضمون د خوشحالۍ دی. یعنې زده کوونکو ته دا ورزده کوي چې څرنکه خوښ واوسي. هند کې بیا درسي ورځ د ښه عمل په ژمنه پیلېږي او جاپان کې ماشومان د خپل ټولګي د پاکولو مسوولیت لري. یوې افغانې نجلۍ وویل د ښوونځي ور که پرانیستل شو خپله خوشحالېږو، د درس ویلو ژمنه هم کوو او ټولګی هم خپله پاک ساتوو نو د نیپال، هند او جاپان دغه جلا جلا صفات موږ یو ځایي عملي کولی شو خو که موقع وي. ~ایمل پسرلی

خلک چې څه ډول ځان ښکاره کوي هغسې نه دي..!
خلک چې څه ډول ځان ښکاره کوي هغسې نه دي..!

سنګاپور غواړي خپل ټول ولس راتلونکو پنځو کلونو پورې د مطالعې معتاد کړي. د دې هیواد ملي کتابتون یو اپلکیشن جوړ کړی چې د ملت هر
سنګاپور غواړي خپل ټول ولس راتلونکو پنځو کلونو پورې د مطالعې معتاد کړي. د دې هیواد ملي کتابتون یو اپلکیشن جوړ کړی چې د ملت هر وګړی په کې باید د ورځې لږ تر لږه د ١٥ دقیقې مطالعې لړۍ، کتاب او خپل اخذ ثبت کړي او پواینټونه وګټي. دوی په هرو زرو پواینټونو ګټلو مطالعه کوونکي ته یو ډالر انعام ورکوي. حکومت یې وایي، په دې کار غواړو د ټولنیزو شبکو له موادو د خلکو پام د کتاب محتوا ته واړوي.

یعني عمل مهم دی!🙂 د «شتمن پلار، نېستمن پلار» کتاب لیکوال رابرټ کیوساکي ویلي چې؛ شاوخوا ۱.۲ میلیارده ډالره پوروړی دی. خو په و
یعني عمل مهم دی!🙂 د «شتمن پلار، نېستمن پلار» کتاب لیکوال رابرټ کیوساکي ویلي چې؛ شاوخوا ۱.۲ میلیارده ډالره پوروړی دی. خو په وینا یې، دا ستر رقم د شخصي مالي ناکامۍ پر ځای د املاکو له پانګونو سره تړلي پورونه دي. رابرټ کیوساکي امریکايي دی. هغه د امریکا په هاوایي ایالت کې زېږېدلی او د «Rich Dad Poor Dad» (شتمن پلار، بېوزله پلار) کتاب مشهور لیکوال او سوداګر دی. یاد کتاب📚 کې د پیسو ګټلو، مالي مدیریت او د شتمنۍ جوړولو په اړه مهم درسونه ځای پر ځای شوي.

څه شی چې له خدایه غواړې، هغه بل چا ته ورکول یا ویشل پیل کړه؛ که مینه غواړې، نو مینه ویشل پیل کړه؛ که عزت غواړې، عزت ورکول پیل
څه شی چې له خدایه غواړې، هغه بل چا ته ورکول یا ویشل پیل کړه؛ که مینه غواړې، نو مینه ویشل پیل کړه؛ که عزت غواړې، عزت ورکول پیل کړه او که د خدای بخښنه غواړې، نو خلک وبخښه. ژباړه: ه. اسد

د ښځو ذوق😊🌸
د ښځو ذوق😊🌸

له ژاولو جوړه پوکڼۍ یې په خندا ووچوله: نو تۀ وایې "سروه" وای؟ ـ نه چې "وله" هم وای ښۀ و. ـ هههه "وله" خو هم جګه نه ده. ـ سیوری یې یخ دی. ـ نو د سیوري یې له جګ قد سره څۀ؟ بې ځوابه شوم، خدای شته ورته خجالت هم شوم، په بانه ترې لاړم چې مالونه فصل کې ګډېږي. د ماما د زوی واده کې د خبرو چانس راغی، ما ویل غوټۍ هغه ژاولې او ګوړه دې یادېږي؟ ویل یې هو، هغه د ګاټو سپی مې هم یادېږي. ـ ذهن دې سم دی ښا. ـ ستا هم بد نه دی. ـ نه ولا زما ذهن یوازې د خوراک خوا ته ښۀ دی. ـ نه نور هم ښۀ یې، که بد وای نو یو نیم کال کې دې قرآنکریم یادولای شوای؟ ـ ما خو یاد کړی نه دی ختم کړی مې دی. ـ چې هر څۀ دی خو ذهن دې بهترین دی. زموږ خبرې د اتڼ یوه "سروکي" پرې کړې او دا هم لکه د "سینوهه مینا" په منډه ورګډه شوه او بیا یې شاته را و نۀ کتل. په سبا زۀ بېرته پاکستان ته د درسونو لپاره لاړم او دې کلونه کلونه مسافرۍ زۀ او غوټۍ سره بېل کړو. هغه یې پلار داسې ځای کې وادۀ کړه چې له هغه پرته د هیچا نۀ و خوښ. زموږ د نۀ لیدو پنځلس کاله ووتل، نږدې اوونۍ وړاندې زۀ او پلار یې کور ته ورغلو، د غوټۍ سر کې سپین لګېدلي، پلار پورې یې ټوکې او خندا کوله، ژاولې یې خولۀ کې وې خو هغه وړه خولۀ یې تر غوږونو لویه شوې وه. سترګو یې کوږوالی پیدا کړی و، بې ځایه یې خندل، زما ستوني درد کاوه او ژړا مې لکه لاړې بېرته تېروله. ما ویل غوټۍ زۀ دې وپېژندم؟ جانان یم، ویل یې کوم جانان؟ ما ویل هغه ستا د ګاټو ملګری. هغه سپی دې یاد دی؟ خپل ګړنګن بچي ته یې لاس ونیو او په بې پروایی یې وویل: دا ټول د سپي بچیان دي، دا زما کونګري/کوکري دي. په زوره او بې سوره خندا یې پلار ته مخ کړ، کنه پلاره؟ پلار یې ما ته وکتل، بیا یې په خجالتو شونډو وویل، هو لورې. زما نور طاقت و نه شو، جمال کاکا ته مې ویل ځه چې ځو. پر لاره مې سترګو کار نه کاوه، مخامخ د ماشومانو شور بیداره کړم چې یو سړي پسې لاسونه ټکوي او شور کوي او سړي د کباړ بوجۍ په شا کړې ماشومانو ته کنځل کوي. جمال کاکا ویل "جانانه" دا زما زوم (د غوټۍ خاوند) دی، دماغي حالت یې سم نه دی خو پلار یې زما ښۀ ملګری و. ~جانان خدرخېل

غوټۍ زموږ ماشومتوب کې دا اوسنۍ لوبې چندان نۀ وې، هلکانو به "توپ ډنډه" او "ډۍ" کوله، ځوانانو به "خوسی" کاوه او نجونو "ګاټي" کول. زۀ لږ نازولی او ښکلی وم نجونو به ګاټو ته ورسره کېنولم. زما د شنو مریو جوړ ځونډی لا هم په یاد دی چې د سپینو کالیو په ښۍ سینه مې ځوړند و. زۀ د مور کشر بچی وم، پلار مې تازه دویم وادۀ کړی و، پلار مې داسې نازولم لکه د ژوند نوې ملګرې ته چې د ماشوم پاللو یا پر ما د پام کولو چل ور زده کوي. کشرې مور مې داسې ساتلم لکه زما په وجه چې مې مور ته ځان ورګرانوي او مور خو هسې هم مور وه. مشرې خوېندې تر "ادکې" مهربانې وې، په زور به یې را چپه کړم او د زیږو رانجو سلایي به یې په سترګو کې راتېره کړه، بیابه یې د ټیکري په پیڅکه سترګې راته کوف کولې. مشر ورور به له مکتبه یو نیم څه راوړل او کله کله به یې له رنګه خالي قلم راکاوه. غوټۍ زموږ د لوبو مشره نجلۍ وه، هغې به هر وخت له ژاولو ټسونه باسل، سپینو غاښونو کې یې سرې ژاولې عجیبه ایسېدې. هغې به لمن پر ځان را وګرځوله او د پښو په سر به کېناسته. کله کله به یې زما تاو تاو وېښتانو کې ګوتې تېرې کړې، ویل به یې: تۀ نن بیا زما په خوا یې کنه؟ ما به ویل، هو، خو ژاولې به راکوې. هغې به له غاښونو نیمې ژاولې راکش او زما خولۀ کې راکړې: هن سپین سترګیه! بغیر له رشوته خو پلوی و نه کړې. چې غټ شې تانه به قاضي جوړېږي. اکثر به د ګاټو لوبه وه، پنځه ګردې وړې تیږې به وې، یوه یوه به یې ایښې وه یوکاڼی یې ورته ویل، یو ګاټی به یې پورته جیګ کړ بل به یې له ځمکې ورسره ونیوو، چې دا به یې واخیستل بیا به دوه کاڼی و، همداسې درې کاڼی او څلور کاڼی، بیا اشارت و بیا... منځنۍ ګوته به یې په مسواکي هغې واړوله او بیا به یې ګټې ګوتې سره په ځمکه کېښوده. دې نه به یې بلې خوا ته کاڼي وویشتل، یو یو به یې بېرته د کاڼي په پورته غورځولو بلې خوا ته اېستل، دې وخت کې به یې یو دانه کاڼی "سپی" نوماوه، دا به که بل سره ټچ او وښورېده؛ نو لوبغاړی سوځېده. غوټۍ ما ته ګوړه راکوله، ویل به یې زما ګاټو کې به سپی راته مالوموې. زۀ هم شوخ وم غوټۍ ته به مې هغه ګاټی سپی کړ چې له نورو به لرې و، داسې به غوټۍ هر وخت لوبه ګټله او زما د ګوړې کار به وشو. دا که څه هم غټه وه خو ښکاره غالې یې نه کولې، له ما یې کار اخیست. کله به چې د پټ پټوني لوبه وه زۀ به یې ځان سره پټولم، بیا به یې واړۀ یو خوا بل خوا ولېږل چې ورشئ جانان پیدا کړئ. چې هغوی به خوارۀ شول ما ته به یې وویل، نور ووځه دومره ټیکری نه دی چې له دې زیات دې راسره پټ کړم. خبرونو کې یې ویل چې وطن ازاد شو. د غوټۍ کورنۍ د هوا په اوږو سپره شوه او د هجرت خونه کې یې طاقت نه کېدۀ، هغه ورځ هم لکه خوب داسې وه چې د غوټۍ له کوره دوړې پورته کېدې او تیارۀ ماښام یې هر څۀ لارۍ کې بار کړل، سهار چې لمر راویښ کړم خور راته ویل، جګ شه نور به ګوړه څوک درکوي؟ ـ غوټۍ دوی لاړل؟ ـ هو، اوس به تورخم ته نږدې وي. ـ څه وخت روان شول؟ ـ ملا اذان سره. ـ غوټۍ به خفه وه؟ ـ نه لېونیه! دسې یې خندل، ویل یې شکر وطن ته ځو. هغه ورځ د ګاټو نیمه لوبډله په تورخم اوښتې وه او پاتې هم زړۀ ماتي وو. څه وخت وروسته بیا موږ پوره شو خو د غوټۍ ځای خالي و. زما ژاولې او ګوړه بلا ورپسې خو لوبو کې جنګ او غالې کېدې، یو نه یو به په ژړا کور ته روان و. وختونه وتل نوي ملګري پیدا کېدل او غوټۍ لرې کېده. خو چې سترګې به مې پټې شوې غوټۍ به خولۀ کې ژاولې راکړې. ښایسته ډېر کلونه پس یوه ورځ زموږ کوټې هم ړنګې شوې او هماغسې لاریو کې مو بسترې او وراستۀ لرګي بار کړل. وطن څوک څه کوي خو غوټۍ سره به بیا لوبې کوم، همدې خیال پلو به ځان سره وخندولم. وطن کې اوله شپه موږ د غوټۍ د کالۀ مېلمانۀ و، هغه اوس پېغله شوې ټیکری ډډ پرې ولاړ دی. ما ته یې ماخوستن ناوخته وویل، تۀ جانان یې؟ ـ هو، دومره ژر پوښتنه، ظالمې هغه ګاټي او سپی دې هېر شول؟ ـ نه، یاد مې دي خو اوس هغه وخت نه دی، هاغه وګوره کاکا مې سخت بد بد ګوري خو د لاټېن رڼا ده سم نه ورته ښکارو، کنه تا به لیدلي و چې را کوړنچ وهل یې. ـ ښااا نو ته اوس ستر (په پرده) شوې یې؟ په ورانه یې وسکونډلم: د ستر بچیه تانه خو په مرګ هم ستر نه کوم. زړۀ مې درزا شروع کړه، ځکه زما هم اوس په شونډو تور وېښتان پیدا شوي او اکثر شپې خوبونو کې غوټۍ غوندې یو څوک وینم چې یو په بل اوبه شیندو. دا شپه زموږ د ستومانۍ له امله ژر سبا شوه. سهار د وطن یخ شمال بېل خوند کاوه او زما پېکی هم د غوټۍ له اوربله کم نۀ و چې باد ښوراوه. ورځې شپې تېرېدې او غوټۍ به هره ورځ موږ کره یخې شړومبې راوړې، هغه اوس غټه وه خو د ژاولو عادت یې هماغسې و، خندا سره به یې ټس ترې جګ کړ. یوه ورځ یې د کور کالي مینځل زۀ له ګودره پاس ناست وم، هغې پونډۍ پورته کړې وې او په کالیو کې خته. ما مازې خبرې پیلولې، ویل مې غوټۍ! ستا ونه دنګه ده او نوم دې د غوټۍ دی، یانې ګرد مرد نوم دې دی.

هېڅوک د جنت په اړه نه پوهېدل؛ نو الله ج مور پیدا کړه. ~ډاکټر علي شریعتي
هېڅوک د جنت په اړه نه پوهېدل؛ نو الله ج مور پیدا کړه. ~ډاکټر علي شریعتي

دا کمال بیا د یوې باذوقه نجلۍ وي..😊🥰
+3
دا کمال بیا د یوې باذوقه نجلۍ وي..😊🥰

د یوې افغانې میرمنې لیک: دا د ښځو د چادري هغه واړه سوري دي چې له همدې لارې نړۍ ویني. موږ په همدې چادري کې ساعتونه ساعتونه مزل
د یوې افغانې میرمنې لیک: دا د ښځو د چادري هغه واړه سوري دي چې له همدې لارې نړۍ ویني. موږ په همدې چادري کې ساعتونه ساعتونه مزل کوو حتی کله ناکله اته یا لس ساعته اوږدې لارې هم تېروو. کله چې سفر اوږد وي، نارینه یو له بل سره خبرې کوي، خاندي او وخت تېروي؛ خو موږ ښځې چوپ ناستې یو، ځکه که لږ غږ هم وباسو، دا زموږ لپاره شرم ګڼل کېږي. په دې سخته ګرمي کې، ښځې له سر تر پښو په چادري کې پوښلې ګرځي، د تودوخې او ستړیا ټول بار پر ځان وړي. مهرباني وکړئ، د دوی حالت درک کړئ، د دوی درد احساس کړئ، او لږ تر لږه ورباندې رحم وکړئ. په لارو او کوڅو کې چادري پوښلې ښځو پښو ته مه ګورئ په بازارونو کې یې مه ځوروئ.©

د شاتو مچۍ هېڅکله خپله انرژي نه ضایع کوي؛ چې مچ ته دا ثابته کړي چې شات له چټلیو ډېر ارزښت لري!©
د شاتو مچۍ هېڅکله خپله انرژي نه ضایع کوي؛ چې مچ ته دا ثابته کړي چې شات له چټلیو ډېر ارزښت لري!©

فاریاب ولایت - ګرزیوان ولسوالي🥰💚
فاریاب ولایت - ګرزیوان ولسوالي🥰💚