en
Feedback
اسلامی مطالب د حنفی فقهې پر مبنا

اسلامی مطالب د حنفی فقهې پر مبنا

Open in Telegram

https://t.me/eslami_malumat د اهل سنت والجماعت د منابعو پر بنسټ هر اړخیزه اسلامي معلوما

Show more
1 610
Subscribers
No data24 hours
+27 days
-430 days
Posts Archive
سوال: د موټروان قصد نه وو خو سواریان یې هلاک شول، داکوم قتل دی او حکم یې څه دی؟ ځواب: عبدالغفار جُبیر لکه څرنګه چي دا قتل سببي دي نو ځکه په دې کي دیت واجب دی او کفاره واجبه نه ده. سوال: که چیري موټروان دخپلو سواریانو څخه علاوه بل څوک هلاک کړ ددې حکم څه دی؟ ځواب: لکه څرنګه چي داقتل جاری مجرای خطاء دی نوځکه دیت او کفاره دواړه واجب دي. سوال: که چیري دوه موټران سره ټکر شي حکم یې څه دی؟ ځواب: داقتل سببي دی له همدې کبله دیت واجب دی او کفاره نشته. (فتاوی فریدیه ټوک ۱، پاڼه: ۵۹۰ / لیکوال: محدث کبیر فقیه العصر مفتی اعظم مولانا مفتی محمد فرید صاحب (رح) سوال: هغه څوک چي د موټر په حادثه کي مړ شي شهید دی که یا؟ غسل او کفن باید ورکړل شي که یا؟ ځواب: دعام سنت موافق دي غسل ورکړل شي او کفن دي هم ورکړل شي، د اُخروي احکامو په اعتبار سره شهید دی او د دینوي احکامو په اعتبا ر سره شهید نه دی. (فتاوی محمودیه ټوک ۲۲، پاڼه: ۲۸۴/

آيا د امام ابوحنيفه د قبر ويډيو مو ليدلي ده؟ د امام ابوحنيفه او نور مشهوره د اسلامي تاريخ د اتلانو او صحابه ؤ د قبرونو او ځايونو معلوماتي ويډيوګانې په همدي چينل کي ليدلی سئ 👇👇 https://t.me/Musa_Kaleem_Syhan

🔗خاص ستاسو لپاره 🔗 که غواړئ چي چينل مو پرمختګ وکړي نو زموږ په همدي ليست کي يي داخل کړئ ليست دري ورځو کي يوار نشريږي او په ليست پسې تر (يو نيم ساعت) نشرات کول يا ليست حذف کول منعه دي د ليست مسؤل سره شخصي رابطه👇👇 @SYHAN_KDR

د ځمکې د مالک له لوري ځمکه او د سرې (کیمیاوي سرې) یوه برخه، او د بزګر له لوري تخم، ټراکټر او نور لګښتونه سوال: د یو کس ځمکه ده، هغه خپله ځمکه بل کس ته د کرنې لپاره ورکوي. د دواړو تر منځ داسې تړون سوی دی چې: هغه کس چې ځمکه په کرایه یا مزارعت اخلي، د کرنې ټول مسؤلیتونه به پر غاړه اخلي؛ یعنې تخم، ټراکټر او مزدوري چې هر څومره اړتیا وي، دا ټول لګښتونه به بزګر ورکوي. خو د سرې، یوریا او نورو کیمیاوي موادو په اړه به داسې وي چې نیمایي به د ځمکې مالک ورکوي او پاتې نیمایي به بزګر ورکوي. او پرته له دې چې د دواړو لګښتونه د حاصل څخه منفي (کم) سي، د حاصل نیمایي به د ځمکې د مالک وي او نیمایي به د بزګر وي. د پورته تفصیل له مخې، آیا دا تړون د شریعت له مخې جائز دی که نه؟ جواب: په یادې سوې بڼې کې چې د کرنې لپاره ځمکه ورکول کېږي او د سرې، یوریا او کیمیاوي موادو په لګښت کې د ځمکې مالک او بزګر دواړه نیمایي شریک وي، نو دا ډول مزارعت د شریعت له مخې جائز نه دی. ځکه چې د مزارعت صحیح صورتونه یوازې درې دي، او له دې دریو پرته نور ټول صورتونه ناجائز دي: ځمکه او تخم د یو کس وي، او بیل (یا ټراکټر) او کار د بل کس وي. ځمکه د یو کس وي، او تخم، بیل (یا ټراکټر) او کار د بل کس وي. ځمکه، بیل (یا ټراکټر) او تخم د یو کس وي، او کار د بل کس وي. په احسن الفتاوی کې راغلي دي: مزارعت اووه صورتونه لري: ځمکه او تخم د یو وي، او غواوې (یا ټراکټر) او کار د بل وي. ځمکه د یو وي، او پاتې ټول د بل وي. کار د یو وي، او پاتې ټول د بل وي. ځمکه او غواوې د یو وي، او تخم او کار د بل وي. غواوې او تخم د یو وي، او ځمکه او کار د بل وي. غواوې د یو وي، او پاتې ټول د بل وي. تخم د یو وي، او پاته ټول د بل وي. له دې اوو صورتونو څخه لومړي درې صورتونه صحیح مزارعت دي او وروستي څلور صورتونه فاسد مزارعت ګڼل کېږي. (احسن الفتاوی، کتاب المزارعة والمساقاة، ۷ / ۳۸۱) همدارنګه په بدائع الصنائع فی ترتیب الشرائع کې هم د دې مسئلې تفصیل ذکر سوی دی. المزارعة أنواع (منها) : أن تكون الأرض والبذر والبقر والآلة من جانب، والعمل من جانب وهذا جائز؛ لأن صاحب الأرض يصير مستأجرا للعامل لا غير ليعمل له في أرضه ببعض الخارج الذي هو نماء ملكه وهو البذر. (ومنها) : أن تكون الأرض من جانب، والباقي كله من جانب، وهذا أيضا جائز؛ لأن العامل يصير مستأجرا للأرض لا غير ببعض الخارج الذي هو نماء ملكه وهو البذر (ومنها) : أن تكون الأرض والبذر من جانب والبقر والآلة والعمل من جانب فهذا أيضا جائز؛ لأن هذا استئجار للعامل لا غير مقصودا فأما البذر فغير مستأجر مقصودا، ولا يقابله شيء من الأجرة بل هي توابع للمعقود عليه، وهو منفعة العامل؛ لأنه آلة للعمل فلا يقابله شيء من العمل كمن استأجر خياطا فخاط بإبرة نفسه جاز ولا يقابلها شيء من الأجرة، ولأنه لما كان تابعا للمعقود عليه، فكان جاريا مجرى الصفة للعمل كان العقد عقدا على عمل جيد، والأوصاف لا قسط لها من العوض فأمكن أن تنعقد إجارة ثم تتم شركة بين منفعة الأرض وبين منفعة العامل. (ومنها) : أن تكون الأرض والبقر من جانب، والبذر والعمل من جانب وهذا لا يجوز في ظاهر الرواية، وروي عن أبي يوسف أنه يجوز." ( كتاب المزارعة، فصل في بيان أنواع المزارعة، ٦ / ١٧٩، ط: دار الكتب العلمية بيروت ) فقط واللہ اعلم بالصواب دارالافتاء مظھر العلوم طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی

🔵 حکم تعلم علم الکلام ! ✍️قال إمام الحرمين الجویني رحمه الله  في: «نهاية المطلب»: «ولو قيل: العلم المترجم بالكلام هل يُستلحق بفرائض الكفايات؟ قلنا: لو بقي الناس على ما كانوا عليه في صفوة الإسلام، لكنا نقول: لا يجب التشاغل بالكلام، وقد كنا ننتهي إلى النهى عن الاشتغال به، والآن قد ثارت الآراء، واضطربت الأهواء، ولا سبيل إلى ترك البدع، فلا ينتظم الإعراض عن الناس يتهالكون على الردى، فحق على طلبة العلم أن يُعِدّوا عتاد الدعوة إلى المسلك الحق والذريعة التامة إلى حل الشُّبه، ولما مسّت الحاجة إلى إثبات الحشر والنشر على المنكرين، وإلى الرد على عبدة الأصنام، صار من فروض الكفايات الاحتواء على صيغ الحِجَاج وإبداء منهاجه. ولا شك أن هذه الآراء الفاسدة لو بُلي الناس بها، لأقام الشرع حجاج الحق من منابعها. فإذًا علم التوحيد من أهم ما يطلب في زماننا هذا، وإن استمكن الإنسان من ردّ الخلق إلى ما كانوا عليه أولًا، فهو المطلوب وهيهات، فهو أبعد من رجوع اللبن إلى الضرع في مستقر العادة. وإذا ذكرنا هذا المقدار، فالمقدار المتعيَّن: عقدٌ مستقيم على تصميم، ولا نوجب على آحاد الناس بأن يستقلّوا بأدلّة العقول، وتتبع الشبهات بالحَل، فمن استراب في عقد فعليه أن يدأب في إزاحة الشك إلى أن يستقيم عقده».اهـ

آيا د امام ابوحنيفه د قبر ويډيو مو ليدلي ده؟ د امام ابوحنيفه او نور مشهوره د اسلامي تاريخ د اتلانو او صحابه ؤ د قبرونو او ځايونو معلوماتي ويډيوګانې په همدي چينل کي ليدلی سئ 👇👇 https://t.me/Musa_Kaleem_Syhan

🔗خاص ستاسو لپاره 🔗 که غواړئ چي چينل مو پرمختګ وکړي نو زموږ په همدي ليست کي يي داخل کړئ ليست دري ورځو کي يوار نشريږي او په ليست پسې تر (يو نيم ساعت) نشرات کول يا ليست حذف کول منعه دي د ليست مسؤل سره شخصي رابطه👇👇 @SYHAN_KDR

🌷 عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ: صَلَّيْتُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَبِي بَكْرٍ وَعُمَرَ فَلَمْ يَرْفَعُوا أَيْدِيَهُمْ إِلَّا عِنْدَ افْتِتَاحِ الصَّلَاةِ. وَقَدْ قَالَ مُحَمَّدٌ: فَلَمْ يَرْفَعُوا أَيْدِيَهُمْ بَعْدَ التَّكْبِيرَةِ الْأُولَى. ☜ په حدیث شریف کې راغلی چې حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وایی: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم، حضرت ابوبکر او حضرت عمر سره لمونځ ادا کړ هغوي یوازې د لمانځه په پیل کې لاسونه پورته کول او بس . 🌴 امام محمد رحمه الله فرمایي: هغو بزرگانو به له لومړي تکبیر وروسته رفع یدین نه کول. (۶) ـــــــــــــــــــ (۱)ـ ابوداود حدیث ۱۰۰۰ باب في السلام (۲)ـ صحیح مسلم: حديث ۴۳۰ بَابُ النَّهْي عَنْ رَفْعِ الْبَصَرِ إِلَى السَّمَاءِ فِي الصَّلَاةَ. ( ۳)ـ ترمذی: حدیث ۲۵۷ بَابُ رَفْعِ اليَدَيْنِ عِنْدَ الرَّكُوعِ (۴)ـ مسند أبي يعلى: حديث ۵۰۳۹ (۵)ـ مُصَنَّف ابن ابی شیبه حدیث ۸۴۴۷ ۸۴۲ مَنْ كَرِهَ رَفْعَ الْيَدَيْنِ فِي الدُّعَاءِ (۶)ـ نسائی: حدیث ۱۰۵۸ بَابُ رَفْعِ الْيَدَيْنِ حَذْوَ الْمَنْكِبَيْنَ عِنْدَ الرَّفْعِ مِنَ الرُّكُوعِ | ابوداود:حدیث ۷۴۸ بَابُ مَنْ لَمْ يَذْكُرِ الرَّفْعَ عِنْدَ الرَّكُوعِ

☜حنفي مذهب پر احتیاط ولاړ دی☞ لیکوال: مولانا ثمیرالدین قاسمی. ژباړه: ر.م.محمد برخه:نهمه....‼ 🌻د احنافو احادیث: د احنافو په نزد په لمانځه کې یوازې د تکبیر تحریمې پر مهال لاسونه پورته کیږی او بس؛ د احنافو په نزد رکوع د ته د تللو پر مهال او له رکوع څخه د راپورته کېدلو پر مهال رفع یدین نشته. البته اصل د رفع یدین په ځینو احادیثو کې راغلی دی، که چېرې یو څوک هغه وکړه لمونځ یې نه باطلیږی. 🌻 د احنافو دلایل په لاندې توګه دي: د قرآنکريم په آیت کې دي چې حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 238] «د خپلو لمونځونو ساتنه وكړئ، په تېره بيا د مازديګر د لمانځه، او د الله په وړاندې داسې په وېره او ادب ودرېږئ، لكه چي فرمان منونكى غلام درېږي.» 🌴 په لمانځه کې باید د سکون او ادب حالت رعایت شي او د لاسونو د حرکاتو تکرار له دې ادب او سکون سره سمون نه لري؛ له همدې امله احناف رفع یدین افضل نه ګڼي. عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ، قَالَ: دَخَلَ عَلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ،وَالنَّاسُ رَافِعُوا أَيْدِيهِمْ فِي الصَّلَاةِ، فَقَالَ: مَا لِي أَرَاكُمْ رَافِعِي أَيْدِيكُمْ كَأَنَّهَا أَذْنَابُ خَيْلٍ شُمْسٍ؟ أَسْكُنُوا فِي الصَّلَاةِ. ☜ په حدیث کې راغلی چې حضرت جابر بن سمره رضى الله عنه فرمایی: رسول الله ﷺ پر مونږ وارد شو (زمونږ خوا ته راغی) په داسې حال کې چې خلکو په لمانځه کې دننه رفع یدین (لاسونه پورته)کول ، آنحضرت (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) وفرمایل: څه شوي دي چې تاسې ګورم خپل لاسونه پورته کوي، لکه د سرکښو آسونو د لکۍ په څېر؟ په لمانځه کې آرام اوسئ.(۱) 🌷 عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ: خَرَجَ عَلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: مَا لِي أَرَاكُمْ رَافِعِي أَيْدِيكُمْ كَأَنَّهَا أَذْنَابُ خَيْلٍ شُمْسٍ اسْكُنُوا فِي الصَّلَاةِ. ☜په حدیث کې راغلی حضرت جابر بن سمره رضى الله عنه وایی:رسول الله ﷺ پر مونږ وارد شو(زمونږ خواته راغی)او وې فرمایل: څه شوی چې تاسې وینم رفع یدین(لاسونه مو بورته ) کوئ لکه د سرکښو د لکۍ په څېر؟ په لمانځه کې سکون اختیار کړئ. (۲) 🌷 عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ، قَالَ: دَخَلَ عَلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَنَحْنُ رَافِعُوا أَيْدِينَا فِي الصَّلَاةِ، فَقَالَ: مَا لِي أَرَاكُمْ رَافِعِي أَيْدِيكُمْ كَأَنَّهَا أَذْنَابُ خَيْلٍ شُمْسٍ،اسْكُنُوا فِي الصَّلَاةِ. ☜ په حدیث شریف کې راغلی دي حضرت جابر بن سمره رضى الله عنه وایی:رسول الله ﷺ پرمونږ وارد شو (زمونږ خواته راغی ) په داسې حال کې چې مونږ په لمانځه کې رفع یدین (لاسونه پورته ) کول، آنحضرت (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) وفرمایل: څه شوی دي چې تاسې وینم لاسونه مو پورته کوئ لکه د سرکښو آسونو د لکیو په څیر؟ په لمانځه کې آرامتیا اختيار کړئ.! (۳) 💡پاملرنه! دغه احادیث د احنافو په نزد د ترک رفع یدین له مهمو احادیثو څخه دي. 🌷 عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ)، قَالَ: أَلَا أُصَلِّي بِكُمْ صَلَاةَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ فَصَلَّى فَلَمْ يَرْفَعْ يَدَيْهِ إِلَّا مَرَّةً وَاحِدَةً. ☜په حدیث شریف کې راغلی چې حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وفرمایل: آيا د تاسو لپاره د رسول الله ﷺ لمونځ ادا نکړم؟ بیا یې لمونځ وکړ او یوازې یوځل یې د لمانځه په پیل کې لاسونه پورته کړل او بس.(۴) 🌷 عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ، قَالَ: أَلَا أُصَلَّى بِكُمْ صَلَاةَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ؟ فَصَلَّى ، فَلَمْ يَرْفَعْ يَدَيْهِ إِلَّا فِي أَوَّلِ مَرَّةٍ. وَفِي الْبَابِ عَنْ البَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ. حَدِيثُ ابْنِ مَسْعُودٍ حَدِيثٌ حَسَنٌ، وَبِهِ يَقُولُ غَيْرُ. وَاحِدٍ مِنْ أَهْلِ العِلْمِ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَالتَّابِعِينَ، وَهُوَ قَوْلُ سُفْيَانَ الثَّوْرِيِّ، وَأَهْلِ الكُوفَةِ. ☜ په حدیث شریف کې راغلی چې حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه و فرمایل: ایا تاسو ته د رسول الله ﷺ لمونځ ادا نکړم؟ بیا یې لمونځ ادا کړ او يوازې په هماغه لومړی ځل (تکبیر تحریمه کې )یې لاسونه پورته کړل. 🌴 امام ترمذی رَحِمَهُ اللهُ تَعَالی وایی په دې باب کې له براء بن عازب هم حدیث شته او د ابن مسعود حدیث حسن دی، او ډیری اهل علم له صحابه او تابعينو څخه پر همدې قول دي او همدا نظر سفیان ثوری او د کوفې خلک هم لری. (۵)

(۲) الهدَايَةُ: ص ۷۶ بَابُ صِفَةِ الصَّلَاةِ ( ۳) بخاری: حدیث ۷۳ بَابُ رَفْعِ الْيَدَيْنِ إِذَا كَبَّرَ وَإِذَا رَكَعَ وَإِذَا رَفَعَ. (۴) بخاری حدیث ۷۳۹ بَابُ رَفْعِ الْيَدَيْنِ إِذَا قام من الركعتين. (۵) مُسْلِم: حَدِيثٍ ٣٩٠ بَابُ اسْتِحْبَابِ رَفْعِ الْيَدَيْنِ حَذْوَ الْمَنْكِبَيْنِ مَعَ تَكْبِيرَةِ الْأَحْرَامِ، وَالرُّكُوعِ، وَفِي الرَّفْعِ مِنَ الرَّكُوعِ، وَأَنَّهُ لَا يَفْعَلُهُ إِذَا رَفَعَ مِنَ السُّجُودِ.

☜حنفي مذهب پر احتیاط ولاړ دی☞ لیکوال: مولانا ثمیرالدین قاسمی. ژباړه: ر.م.محمد برخه:اتمه....‼ ✋آیا په لمانځه کې رفع یدین سنت دی او کنه؟ احنافو د دوو آيتونو او اتو احاديثو په استدلال سره، چې ټولټال لس دلایل کېږي او په راتلونکو مخونو کې به راشي، دا خبره ثابته کړې ده چې رکوع ته د تلو او له رکوع څخه د راپاڅېدو پر مهال د لاسونو پورته کول (رفع الیدین) افضل نه دي؛ بلکې د لاسونو نه پورته کول افضل دي. ♦اهل حدیث د لاندې درې احادیثو په استناد سره وايي چې رکوع ته د تلو او له رکوع څخه د راپاڅېدو پر مهال د لاسونو پورته کول (رفع الیدین) سنت دي. د اهل حدیثو په اند، د تکبیر تحریمې تر څنګ باید رکوع ته د تلو پر مهال او همدارنګه له رکوع څخه د راپاڅېدو پر مهال لاسونه پورته شي؛خو احناف وايي چې لاسونه یوازې د تکبیر تحریمې پر مهال پورته کېږي، او له هغه وروسته نه رکوع ته د تلو پر مهال او نه هم له رکوع څخه د راپاڅېدو پر مهال د لاسونو پورته کول (رفع الیدین) سنت دي. البته که څوک دا کار وکړي، لمونځ یې نه فاسدېږي. 🌻 د الشيباني د المبسوط عبارت داسې دی: قَالَ: لَا يَرْفَعُ يَدَيْهِ فِي شَيْءٍ مِنْ ذَلِكَ إِلَّا فِي التَّكْبِيرَةِ الَّتِي يَفْتَتِحُ بِهَا الصَّلَاةَ. «د لمانځه په هیڅ ځای کې رفع یدین مه کوي، پرته له هغه تکبیر څخه چې په هغه سره لمونځ پیلیږي»(۱) 🌻د هداېې عبارت داسې دی: وَلَا يَرْفَعُ يَدَيْهِ إِلَّا فِي التَّكْبِيرَةِ الْأُولَي. «یوازې په تکبیر تحریمه کې (لومړی ) تکبیر کې لاسونه پورته کوي او بس » (۲) 🌻د اهل حدیثواحادیث: (۱) ـ عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا، قَالَ: رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا قَامَ فِي الصَّلَاةِ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يَكُونَا حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ، وَكَانَ يَفْعَلُ ذَلِكَ حِينَ يُكَبِّرُ لِلرُّكُوعِ، وَيَفْعَلُ ذَلِكَ إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ، وَيَقُولُ: سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، وَلَا يَفْعَلُ ذَلِكَ فِي السُّجُودِ. په حدیث کې راغلی چې له حضرت عبدالله بن عمر رَضِیَ الله عَنْهُ څخه روایت دی چې وایی: حضرت رسول الله ﷺ مې ولیده هرکله به چې د لمانځه لپاره درېده د لاسونو بندونه به یې د خپلو اوږو برابر پورته کول او د رکوع لپاره د تکبیر پر مهال یې هم دا رنګه (رفع یدین ) کول، او له رکوع څخه د پورته کېدلو پر مهال یې هم همدا کار (رفع یدین ) کول او بیا یې ویل سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، او په سجده کې یې داسې (رفع یدین ) نه کول.(۳) (۲) ـ عَنْ نَافِعٍ، أَنَّ ابْنَ عُمَرَ كَانَ: إِذَا دَخَلَ فِي الصَّلَاةِ كَبَّرَ وَرَفَعَ يَدَيْهِ، وَإِذَا رَكَعَ رَفَعَ يَدَيْهِ، وَإِذَا قَالَ: سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ رَفَعَ يَدَيْهِ، وَإِذَا قَامَ مِنَ الرَّكْعَتَيْنِ رَفَعَ يَدَيْهِ. وَرَفَعَ ذَلِكَ ابْنُ عُمَرَ إِلَى نَبِيِّ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. په حدیث کې راغلی: چې حضرت عبد الله بن عمر رضي الله عنهما به هر کله چې لمونځ کاوه تکبیر به یې وایه او لاسونه به یې پورته کول، او د رکوع پر مهال یې هم لاسونه پورته کول او د سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، د ویلو پر مهال هم لاسونه پورته کول او له دویم رکعت څخه د راپورته کیدلو پر مهال یې هم لاسونه پورته کول او دا کار یې رسول الله ﷺ ته منسوباوه. یعنی ویل به یې چې رسول الله ﷺ هم همداسې کول.»(۴) (۳) ـ عَنْ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا قَامَ لِلصَّلَاةِ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى تَكُونَا حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ، ثُمَّ كَبَّرَ، فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ فَعَلَ مِثْلَ ذَلِكَ، وَإِذَا رَفَعَ مِنَ الرُّكُوعِ فَعَلَ مِثْلَ ذَلِكَ، وَلَا يَفْعَلُهُ حِينَ يَرْفَعُ رَأْسَهُ مِنَ السُّجُودِ. په حدیث شريف کې راغلی دی:چې حضرت عبد الله بن عمر رضي الله عنهما وفرمایل: رسول الله ﷺ به چې کله لمانځه ته ولاړېده، خپل لاسونه یې تر اوږو (برابر ) پورته کول بیایی تکبیر وایه او کله به چې رکوع ته، ښکته کیده هم یې همداسې (رفع یدین ) کول، او له رکوع څخه د پورته کېدو پر مهال یې هم همدا کار (رفع یدین ) کاوه،خو له سجدې څخه د را پورته کېدو پر مهال یې دا کار (رفع یدین ) نه کاوه.» (۵) اهل حدیث پر همدغو درې احادیثو باندې په استناد سره وایی چې رکوع ته د تلو او له رکوع څخه د راپورته کېدو پر مهال رفع یدین سنت دي. د احنافو احادیث ...... بیا.......‼ ــــــــــــ (1) الْأَصْلُ - المُبْسُوطُ لِلشَّيْبَانِيِّ: ۱۵/۱ بَابُ افْتِتَاحِ الصَّلَاةِ وَمَا يَصْنَعُ الإِمَامُ

کمه ښځه چي دواده څخه دمخه وفات سی دهغی دمهر حکم سوال: علماءِ کرام په دغه مسئلے کی څه فرمائی چي یو ه ښځه کوزده یی سوي وي واده یی نه وي سوي هغه خپل ځان مړکړی یا مړه سي ایجاب و قبول یی سوي وي، نو آیا ددغي ښځي مهر پر خاوند باندي لازم دي چي دښځی قریبانوته بی ورکوي یا کم مهر چي ورکړي دی هغه به بیرته خاوند ته ورسپارل کیږي ددغی مسئلي په باره کي که معلوماتراکړئستاسوبهډیره مهرباني وی؟ جواب: په صورتِ مسئولہ کی نکاح، ایجاب وقبول ( کچيري د شرعی شاهدانو په موجود گی کي سوي وي )تر دغه وروسته دواده څخه دمخه دوفات سوي ښځي مکمل متعین سوی مهر دهغه اداکول دخاوند پر ذمه باندي لازم دي ۔ او خاوند هم کچيري مرحومہ کور والا یی مال ولري دي په هغه کي د میراث د (ترکہ) وارث جوړيږي ۔ فتاوی عالمگیری : "والمهر يتأكد بأحد معان ثلاثة: الدخول، والخلوة الصحيحة، وموت أحد الزوجين سواء كان مسمى أو مهر المثل حتى لا يسقط منه شيء بعد ذلك إلا بالإبراءمن صاحب الحق، كذا في البدائع، وإن تزوجها ولم يسم لها مهرا أو تزوجها على أن لا مهر لها فلها مهر مثلها إن دخل بها أو مات عنها، وكذا إذا ماتت هي." (کتاب النکاح، الفصل الثاني فيما يتأكد به المهر والمتعة، ج: 1/ صفحہ: 303 و304، ط: دار الفکر) "و أما للزوج فجالتان: النصف عند عدم الولد و ولد الابن." (السراجي،ص: 6، ط: ) دواده کولو څخه دمخه کچيري خاوند وفات سی نو دمهر څه حکم دی سوال: تر نکاح وروسته تر واده دمخه کچيري خاوند وفات سی نو په دغه حالت کي به دهلک مور اوپلار وانجلی ته مهر ورکوي او که یا ؟ جواب: د نکاح کولو وروسته چي دخاوند او کور والا څخه چي هر یو وفات سی ددوی په مرګ سره مکمل مهر لازميږي ، او په مذکورہ صورت کي به دهلک د ترکہ څخه به هغه مهر اداکوي که ده هلک خپل مال پاته سوي وه ۔ الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار) (3/ 102): "ويتأكد (عند وطء أو خلوة صحت) من الزوج (أو موت أحدهما) أو تزوج ثانياً في العدة". فقط واللہ اعلم باالصواب طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی صاحب

💐 اللهم صل علی سیدنا محمد و علی آله و صحبه و سلم 🌸 اللهم صل علی حبیبنا محمد و علی آله وصحبه و سلم 🌺 اللهم صل علی شفیعنا محمد و علی آله وصحبه وسلم

وهابیان به له دې آیت سره څه کوي؟؟؟؟ ځکه هغوي الله تَبَارَک وَتَعَالَی ته حقیقی اعضا ثابت وي؟ ﴿كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ﴾

◈❀(( رسول خدا ﷺ بشر دی- ۱۰ -))❀◈ د رسول الله ﷺ ته د حقارت او سپک ګڼلو له مخې بشر ویل هیڅکله جایز نه دی. پیغمبران علیهم‌السلام انسانان دي خو دا خبره چې هغوی ته په سپک او تحقیرآمیز انداز وویل شي: «ته هم زمونږ په څېر یو انسان یې»، او له دې خبرې څخه داسې تصور واخیستل شي دا چې پر مونږ وحې نه نازلېږي، نو پر تا هم وحې نه نازلېږي؛ له همدې امله مونږ ته نصیحت مه کوه او مونږ هم مکلف نه یو چې پر تا ایمان راوړو؛ دا ډول وینا د رسول پر وړاندې ښکاره بې‌ادبي او د هغه د رسالت له منلو څخه انکار دی.له همدې امله، د رسول الله ﷺ د بشر والي یادونه باید په داسې تعبیر او معنا ونه شي چې د هغه د نبوت، وحې او ځانګړي مقام د کم ارزښته کولو یا انکار سبب وګرځي؛ ځکه دا کار له ایمان څخه مخ اړول دي.[هو، رسول الله ﷺ بشر دی؛ خو هغه د الله تعالی غوره شوی بنده، د وحې حامل او د هغه استازی دی. د هغه بشریت د نبوت له مقام سره هېڅ ټکر نه لري؛ بلکې قرآن کریم دواړه حقیقتونه یوځای بیان کړي دي.نو د رسول الله ﷺ د بشریت یادونه هغه مهال سمه او پر ځای ده چې د هغه نبوت، وحې او رسالت هم ورسره ومنل شي؛ خو که د بشریت له نوم څخه د هغه د رسالت د ردولو،د وحې د انکار او یا د هغه د سپکاوي لپاره کار واخیستل شي، نو دا نه یوازې ناسم تعبیر دی، بلکې د ایمان له غوښتنو سره هم په ټکر کې دی.] د دې خبرې د اثبات لپاره لاندې قرآني آیتونه د پام وړ دي: ۲۴ - مَا أَنْتَ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا فَأْتِ بِآيَةٍ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ. [سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 154] «ته زموږ په څير د يو انسان څخه پرته نور څه نه یې. راوړه كومه نښانه كه رښتنى یې."» ۲۵ - وَمَا أَنْتَ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا وَإِنْ نَظُنُّكَ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ. [سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 186] «او ته زموږ په څير د يو انسان څخه پرته نور څه نه یې، او موږ خو تا بيخي درواغجن ګڼو؛» ۲۶ - فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلَّا بَشَرًا مِثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ.[سُوۡرَةُ هُود : 27] «په ځواب کښي د هغه د قوم هغو مشرانو چي د هغه د خبري له منلو څخه یې انكار کړی ؤ، وويل: "زموږ په نظر کښي خو ته له دې پرته نور څه نه یې، یوازي زموږ غوندي يو انسان یې؛ او موږ ګورو چي زموږ له قوم څخه یوازي هغو كسانو چي زموږ په وړاندي ټيټ خلك ول، بې فكره او بې غوره یې ستا پيروي غوره کړېده. او موږ هیڅ شى هم داسي نه مومو چي په هغه کښي تاسي زموږ څخه څه لوړوالی ولرئ؛ بلکي موږ خو تاسي درواغجن ګڼو."» په دغو درېیو آیتونو کې راغلي چې کافرانو به پیغمبران د خپل ځان په څېر بشر ګڼل او ویل به یې: لکه څنګه چې پر مونږ وحې نه نازلېږي، پر هغوی هم وحې نه نازلېږي؛ نو له همدې امله باید د هغوی پیروي ونه کړو.له همدې کبله، د الله تعالی رسولانو ته په داسې ډول «بشر» ویل د هغوي پر وړاندې، بې‌ادبي او گستاخي ګڼل کېږي. نو هر انسان باید له داسې وینا او چلند څخه ځان وساتي. نور بیا......‼

     اللَّهُــمَّ صَلِّ وَسَـلِّمْ عَلىٰ نَبِيِّنَـــا مُحمَّد

📚 نن خوندور عاشــ🫦ــقانه ناول د PDF په بڼه په رحماني کتابتون څخه تر لاسه کړئ يادونه او که مو هر رقم نور نوي کتابونه پکار وي هم دغلته يي تر لاسه کولای شئ 👇🏼 د چـــــــــــــــــــــــــــــــــينل لينک 👇🏼 📚 @RahmaniLibrary1 د کتاب غوښتلو د ګروپ لــــينک 👇🏼 📚 @RahmaniLibraryChat

🌙☝️🧎‍♂️〰☪☪☪☪☪☪〰 د🇵🇸پکتیکاوال افغان 💀 رسمې او د 200 چينلونو ليست چې فعاله او بې مزاحمته ده او وخت يې 2 ساعته مازديګر له 4
🌙☝️🧎‍♂️ د🇵🇸پکتیکاوال افغان 💀 رسمې او د 200 چينلونو ليست چې فعاله او بې مزاحمته ده او وخت يې 2 ساعته مازديګر له 4 تر 6 ده 🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋 د نويو 🙂 PDF 🙂 کتابونو لپاره دغه لاندنی چينل حتمن جوين کړئ. 👇 ✔️ @RahmaniLibrary1 🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋 ⭕️ مفت / وړيا لينک نشر کړئ په لاندې ګروپ کې ، ټول نفر يې آنلاين دې. 👇 ✔️ @LinkHub1000 🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋 📖د عبرتناکو ، عشقې او له پنده ډکو کیسو چينل هم حتمن جوين کړئ . 👇 ✔️ @ZamanoStories 🦋 ❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️ 🦋 🆒 په دغه رسمې ليست کې د شامليدو لپاره لاندې يوزرنيم باندی کليک وکړئ 👇 💬 @PaktekawalAfghan 👆

🤲 اللهم اغفر للمؤمنین والمؤمنات والمسلمین والمسلمات، الأحیاء منهم والأموات، إنک یا مولانا سمیع قریب مجیب الدعوات. آمین. 🤲اللهم انصر الإسلام والمسلمین وانصر من نصر الدين، واخذل من خذل الإسلام والمسلمين، واجعلنا من ناصري دينك يا رب العالمين، آمين! 🤲اللهم من کان من هذه الأمة علی باطل و هو یظن أنه علی الحق، اللهم فرُده إلی الحق ، حتی لا یضل أحد من هذه الأمة . آمین. 🤲اللهم أحسن عاقبتنا في الأمور کلها و أجرنا من خزي الدنیا و عذاب الآخرة. آمین! 💐 اللهم صل علی سیدنا محمد و علی آله و صحبه و سلم 🌸 اللهم صل علی حبیبنا محمد و علی آله وصحبه و سلم 🌺 اللهم صل علی شفیعنا محمد و علی آله وصحبه وسلم

آيا د حضرت علي رض اصلي قبر يا کوم انځور مو ليدلی دئ؟ د حضرت علي رض او نور مشهوره د اسلامي تاريخ د اتلانو او صحابه ؤ د قبرونو او ځايونو معلوماتي ويډيوګانې په همدي چينل کي ليدلی سئ 👇👇 https://t.me/Musa_Kaleem_Syhan