اسلامی مطالب د حنفی فقهې پر مبنا
前往频道在 Telegram
https://t.me/eslami_malumat د اهل سنت والجماعت د منابعو پر بنسټ هر اړخیزه اسلامي معلوما
显示更多1 576
订阅者
-424 小时
-67 天
-3530 天
帖子存档
♦ د اسلام حقیقت او د مسلمان صفت (17)
🔹 اوولسم حدیثله عبیدالله بن عدي بن خیار څخه روایت دی چې یو انصاري سړي ورته وویل: هغه د رسول الله ﷺ په یوه مجلس کې ناست و، چې یو کس د یوه منافق د وژلو په اړه د رسول الله ﷺ غوږ ته ورنږدې شو او له هغه څخه یې د وژلو اجازه وغوښته. رسول الله ﷺ په لوړ غږ وفرمایل: «أَلَيْسَ يَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ»؛ «ایا هغه شاهدي نه ورکوي چې له الله پرته بل معبود نشته؟» انصاري وویل: «هو، اې د الله رسوله! خو د هغه شاهدي اعتبار نه لري (یعنې شاهدي یې رښتینې نه ده).» رسول الله ﷺ وفرمایل: «أَلَيْسَ يَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ»؛ «ایا هغه شاهدي نه ورکوي چې محمد د الله رسول دی؟» هغه وویل: «هو، خو د هغه شاهدي اعتبار نه لري.» رسول الله ﷺ وفرمایل: «أَلَيْسَ يُصَلِّي»؛ «ایا هغه لمونځ نه کوي؟» هغه وویل: «هو، خو د هغه لمونځ اعتبار نه لري.» رسول الله ﷺ وفرمایل: «أُولَئِكَ الَّذِينَ نَهَانِي اللَّهُ عَنْ قَتْلِهِمْ»؛ «همدا هغه کسان دي چې الله تعالی زه د هغوی له وژلو څخه منع کړی یم.» دا حدیث امام شافعي او امام احمد روایت کړی دی. 🗒 مسند أحمد: ٢ / ٤٣٢، السنن الكبرى للبيهقي: ١ / ٧١ ح ١٥ كتاب الإيمان.
آيا د حضرت علي رض د اصلي قبر ويډيو مو ليدلي ده؟
د حضرت علي رض او نور مشهوره د اسلامي تاريخ د اتلانو او صحابه ؤ د قبرونو او ځايونو معلوماتي ويډيوګانې په همدي چينل کي ليدلی سئ 👇👇
https://t.me/History_of_Islam1
🔗خاص ستاسو لپاره 🔗
که غواړئ چي چينل مو پرمختګ وکړي نو زموږ په همدي ليست کي يي داخل کړئ
ليست دري ورځو کي يوار نشريږي او په ليست پسې تر (يو نيم ساعت) نشرات کول يا ليست حذف کول منعه دي
د ليست مسؤل سره شخصي رابطه👇👇
@SYHAN_KDR
دلمانځه په سجدہ کی پښي پورته کول
سوال:
دلمانځه په حالت کي په سجده کي
پښو پورته کولو څه حکم دی ؟
جواب:
دسجدہ په حالت کي دواړي پښي پر ځمکه ايښودل ضروری دی ، کچيري په پوره سجده کی دواړی پښي دمځکي څخه بالکل پورته کړي وي نو سجدہ نه ادا کیږي ، کم از کم یوه ګوته هم چي په سجدہ کی دیو رکن (سبحان اللہ ویلو ) په اندازه سره چی پر ځمکه لګیدلی وي نو فرض ادا کیږي، لیکن بیله عذر څخه یوه پښه هم پورته کول مکروہِ تحریمی دی ، البته کچيري عذر وه نو بیا مکروہ نه دی ۔
ددی وجه څخه کچيري دیو شخص د سجدہ په حالت کی دواړي پښي پر ځمکه وي نو دهغه سجدہ ادا کیږي، او کچيري دواړی دواړی پښي
د سجدہ په حالت کي بالکل هم پر ځمکه نه وی نو سجدہ یی نه ادا کیږی او نو بیا یی لمنځ هم نه صحیح کیږي ،کچيري د سجدہ په حالت کي پښي پر ځمکه وی
او په دغه منځ کي یا دسجدہ په شروع کی او یا په آخر کی دځمکي څخه پورته سی نو کچيري دغه د عذر په وجہ سره وی نو هیڅ مشکل نسته او کچيري عذر نه وی نو دغه مکروہ عمل دی ۔
الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار) (1/ 447):
"(ومنها: السجود) بجبهته وقدميه، ووضع إصبع واحدة منهما شرط.
(قوله: وقدميه) يجب إسقاطه؛ لأن وضع إصبع واحدة منهما يكفي كما ذكره بعد ح. وأفاد أنه لو لم يضع شيئاً من القدمين لم يصح السجود وهو مقتضى ما قدمناه آنفاً عن البحر، وفيه خلاف سنذكره في الفصل الآتي".
الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار) (1/ 499):
"وفيه يفترض وضع أصابع القدم ولو واحدةً نحو القبلة وإلا لم تجز، والناس عنه غافلون.
ويؤيده ما في شرح المجمع لمصنفه حيث استدل على أن وضع اليدين والركبتين سنة بأن ماهية السجدة حاصلة بوضع الوجه والقدمين على الأرض ... إلخ وكذا ما في الكفاية عن الزاهدي من أن ظاهر الرواية ما ذكر في مختصر الكرخي، وبه جزم في السراج فقال: لو رفعهما في حال سجوده لايجزيه، ولو رفع إحداهما جاز. وقال في الفيض: وبه يفتى.
هذا، وقال في الحلية: والأوجه على منوال ما سبق هو الوجوب لما سبق من الحديث اهـ أي على منوال ما حققه شيخه من الاستدلال على وجوب وضع اليدين والركبتين، وتقدم أنه أعدل الأقوال فكذا هنا، فيكون وضع القدمين كذلك واختاره أيضاً في البحر والشرنبلالية".
فقط والله اعلم باالصواب دارالافتاء مظہر العلوم طالب دعا مولوی عبدالستار حسنی
#اسلامی_مطالب_د_حنفی_فقهې_پر_مبنا
https://t.me/Es_HDM
🌻 احنافو پر یوه آیت اتو احادیثو او د صحابه کرامو پر څلور اقوالو باندې په استلال سره چې په تیرو پاڼو کې تیر شول دا ثابته کړې ده چې د امام تر شا د سورت فاتحې لوستل درست نه دي بلکې مقتدی بايد غوږ شی او چوپ وي ځکه امام د ده په نیابت سره سورة فاتحه او بل سورت لولي.
ــــــــــــــ
(۱) ژباړن د امام تر شا د قرائت د مسئلې په اړه دوه تألیفات لري:
۱ـ د امام تر شا د قرآن کریم د قرائت نه جواز، که څه هم سورت فاتحه وي.
۲ـ د امام تر شا د مقتدي قرائت منع دی.
🌴 سَأَلْتُ جَابِرَ بْنَ عَبْدِ اللَّهِ: أَتَقْرَأُ خَلْفَ الْإِمَامِ فِي الظُّهْرِ وَالْعَصْرِ شَيْئًا ؟ فَقَالَ : لَا.
د صحابی قول: له حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه نه مو وپوښتل:
آیا د ماسپښين او مازديګر لمانځه کې په امام پسې لولي؟ وې فرمایل: نه(۱۴)
لنډ دا چې:
له دغه یوه آیت، اتو احادیثو او د څلورو صحابهوو له ویناوو څخه، چې ټولټال دیارلس دلایل کېږي، څرګندېږي چې مقتدي باید د امام تر شا سورت فاتحه ونه لولي؛ بلکې د امام قرائت ته دې غوږ ونیسي او چوپ دې پاتې شي، ځکه د امام قرائت د مقتدي له لوري هم حسابېږي.
ــــــ
(۱) نسانی: حدیث ۹۲۱ تَأْوِيلُ قَوْلِهِ عَزَّ وَجَلَّ: ﴿وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ...
(۲) ابن ماجه: حدیث ۸۴۶ بَابُ إِذَا قَرَأَ الإِمَامُ فَأَنْصِتُوا
(۳) ترمذی: حدیث ۳۱۲ بَابُ مَا جَاءَ فِي تَرْكِ الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الإِمَامِ إِذَا جَهَرَ الْإِمَامُ بِالْقِرَاءَةِ
(۴) ترمذی: حدیث ۳۱۲ بَابُ مَا جَاءَ فِي تَرْكِ الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الإِمَامِ إِذَا جَهَرَ الإِمَامُ بِالْقِرَاءَةِ
(۵) ترمذی حدیث ۳۱۳ بَابُ مَا جَاءَ فِي الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الإِمَامِ.
(۶) ترمذی: حدیث ۳۱۲ بَابُ مَا جَاءَ فِي تَرْكِ الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الإِمَامِ إِذَا جَهَرَ الإِمَامُ بِالْقِرَاءَةِ .
(۷) ترمذی حدیث ۳۱۳ بَابُ مَا جَاءَ فِي الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الإِمَامِ.
(۸) ابن ماجه: حدیث ۸۵۰ بَابُ إِذَا قَرَأَ الإِمَامُ فَأَنْصِتُوا | دارقطنی: حدیث ۱۲۳۳ بَابُ ذِكْرِ قَوْلِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ كَانَ لَهُ إِمَامٌ فَقِرَاءَةُ الْإِمَامِ لَهُ قِرَاءَةٌ
(۹) ترمذی: حديث ۲۰۷ بَابُ مَا جَاءَ أَنَّ الإِمَامَ ضَامِنٌ، وَالْمُؤَذِّنَ مُؤْتَمَنٌ
(۱۰) مُصَنَّف عبد الرزاق: حدیث ۲۸۱۰ بَابُ الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الإِمَامِ
(۱۱) مصنف عبد الرزاق:: حدیث ۲۸۰۵ بَابُ الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الإِمَامِ
(۱۲) مُصَنَّف عبدالرزاق: حدیث ۲۸۰۶ بَابُ الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الإِمَامِ
(۱۳) مُصَنَّف عبدالرزاق: حدیث ۲۸۰۷ بَابُ الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الإِمَامِ
(۱۴) مُصَنَّف عبدالرزاق: حدیث ۲۸۱۹ بَابُ الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الإِمَامِ
په حدیث شریف کې راغلی له حضرت ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چې وې ویل: رسول الله ﷺ ماته امر وکړ چې اعلان وکړم چې له سورت فاتحې نه غیر لمونځ نشته.
♦امام ترمذی رحمه الله ليکي:
ډیری محدثينو همدا نظر او رایه غوره کړې ده که چېرې امام په لوړ غږ قرائت وکړ مقتدې دې سورت فاتحه نه لولي؛ او.ویلی یې دي چې باید د امام سکوت تعقیب کړی. (۵) ځینی وایی چې په جهری لمنځونو کې بايد مقتدی چوپتيا اختیار کړی.
💡صَلَاةً لَمْ يَقْرَأْ فِيهَا بِأُمِّ الْقُرْآنِ، فَهِيَ خِدَاجٌ، هِيَ خِدَاجٌ، غَيْرُ تَمَامٍ، فَقَالَ لَهُ حَامِلُ الْحَدِيثِ: إِنِّي أَكُونُ أَحْيَانًا وَرَاءَ الْإِمَامِ، قَالَ: اقْرَأْ بِهَا فِي نَفْسِكَ.
☜ په حدیث شریف کې راغلي حضرت ابو هریرة رَضِیَ الله عَنْهُ روایت کوی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:هر څوک چې لمونځ ادا کړی او په هغه کې سورت فاتحه ونه لولي هغه لمونځ ناقص دی، ناقص دی او بشپړ نه دی. د حدیث راوي وپشتل زه کله په امام پسې یم په دې وخت کې څه وکړم؟
حضرت ابو هریرة رَضِیَ الله عَنْهُ ورته وویل هغه په زړه کې وایه.(۶)
💡عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: أَمَرَنِي النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ أُنَادِيَ أَنْ لَا صَلَاةَ إِلَّا بِقِرَاءَةِ فَاتِحَةِ الْكِتَابِ.
وَاخْتَارَ أَكْثَرُ أَصْحَابِ الْحَدِيثِ أَنْ لَا يَقْرَأَ الرَّجُلُ إِذَا جَهَرَ الْإِمَامُ بِالْقِرَاءَةِ وَقَالُوا: يَتَّبِعُ سَكَتَاتِ الْإِمَامِ.
☜ په حدیث شریف کې دي چې له حضرت ابو هریرة رَضِیَ الله عَنْهُ روایت دی چې وې فرمایل: رسول الله ﷺ ما ته امر وکړ چې اعلان وکړم له سورت فاتحې له لوستلو بغير لمونځ نشته.
◆ امام ترمذی رَحِمَهُ اللهُ تَعَالی لیکی:
ډيري محدثين په دې آند دي که چېرې
امام په لوړ اواز قرائت کوی مقتدي دې سورت فاتحه نه لولی؛ او ویلی یې دی چې باید د امام سکوت تعقیب کړی.(۷)
ځينو وایی چې په جهری لمنځونو کې مقتدی باید خاموش پاتی شی،نو په سری لمنځونو کې باید سورت فاتحه ولولي
💡 عَنْ جَابِرٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ كَانَ لَهُ إِمَامٌ، فَقِرَاءَةُ الْإِمَامِ لَهُ قِرَاءَةٌ.
☜په حدیث کې راغلی چې حضرت جابر رَضِیَ الله عَنْهُ روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: څوک چېامام ولری (یعنی مقتدی وی )، د امام قرائت د هغه قرائت هم دی یعنی مقتدی قرائت ته اړتیا نه لری. (۸)
💡عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: الْإِمَامُ ضَامِنٌ، وَالْمُؤَذِّنُ مُؤْتَمَنُ.
☜ په حدیث شریف دي چې حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
امام (مقتدیانو د لمانځه ) ضامن دی او مؤذن امین دی.(۹)
💡عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ زَيْدِ بْنِ أَسْلَمَ، عَنْ أَبِيهِ قَالَ: نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الْإِمَامِ.
قَالَ: وَأَخْبَرَنِي أَشْيَاخُنَا أَنَّ عَلِيًّا قَالَ: مَنْ قَرَأَ خَلْفَ الْإِمَامِ فَلَا صَلَاةَ لَهُ.
حضرت زید بن اسلم رضی الله عنه روایت کوی چې رسول الله ﷺ د امام تر شا له قرائت څخه نهې کړې ده.
☜او همدا راز زمونږ مشايخو مونږ ته خبر راکړي چې حضرت علی رَضِیَ الله عَنْهُ فرمایل: هر څوک چې د امام تر شا قرائت وکړي لمونځ یې سم نه دی.(۱۰)
🌴 عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي لَيْلَى: أَنَّ عَلِيًّا كَانَ يَنْهَى عَنِ الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الْإِمَامِ.
د صحابی قول حضرت عبدالرحمن بن ابی لیلی (رحمه الله) وایی چې حضرت علی رضی الله عنه د امام تر شا له قرائت کولو څخه منع کوله.(۱۱)
🌴 عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَجْلَانَ قَالَ: قَالَ عَلِيٌّ : مَنْ قَرَأَ مَعَ الْإِمَامِ فَلَيْسَ عَلَى الْفِطْرَةِ. قَالَ: وَقَالَ ابْنُ مَسْعُودٍ مُلِئَ فُوهُ تُرَابًا. قَالَ: وَقَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ : وَدِدْتُ أَنَّ الَّذِي يَقْرَأُ خَلْفَ الْإِمَامِ فِي فِيهِ حَجَرٌ.
د صحابی قول؛ حضرت محمد بن عجلان(رحمه الله) وایی چې حضرت علی رضی الله عنه وفرمایل:هر څوک چې له امام سره قرائت وکړی هغه پر فطرت نه دی.
او حضرت عبدالله بن مسعود رضى الله عنه وفرمایل: خوله یې له خاورو ډکه شه.
🌴او حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه وفرمایل: زه خږښوم هغه څوک چې د امام تر شا قرائت کوي په خوله کې یې ډبره وي.(۱۲)
🌴 عَنْ إِبْرَاهِيمَ عَنِ الْأَسْوَدِ قَالَ: وَدِدْتُ أَنَّ الَّذِي يَقْرَأُ خَلْفَ الْإِمَامِ مُلِئَ فَاهُ تُرَابًا.
د تابعی قول؛ حضرت ابراهیم نخعی رحمه الله له أَسْوَد رحمه الله نه را نقلوي چې هغه ویل، زه دا خوښوم د هغه چا خوله چې د امام تر شا قرائت کوي له خاورو ډکه شی.(۱۳)
☜حنفي مذهب پر احتیاط ولاړ دی☞
لیکوال: مولانا ثمیرالدین قاسمی.
ژباړه: ر.م.محمد
برخه:یو لسمه....‼
♦د امام تر شا د سورت فاتحې لوستل:
🌻 د احنافو احادیث
احناف وایی چې د سورت فاتحې لوستل لازم دي، خو دا چې امام سورت فاتحه لوستلې ده نو د مقتدی لپاره هم کافی ده؛ ځکه هغه په امام پسې اقتدا کړې ده او د امام قرائت د مقتدی لپاره هم قرائت دی. له همدې امله د مقتدی لپاره د سورت فاتحې لوستل درست نه دي.
🌴 د قرآنکريم په آیت کې دي:
«وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ»[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 204]
«كله چي ستاسي په وړاندي قُرآن لوستل کیږي،نو هغه په غور سره واورۍ او چوپ اوسئ؛ ښايي چي پر تاسي رحم وشي."»
☜ احناف پر همدې آیت عمل کوي؛ ځکه چې امر یې کړی دی چې د قرآن د قرائت به وخت کې چوپ اوسي.
💡 عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنَّمَا جُعِلَ الْإِمَامُ لِيُؤْتَمَّ بِهِ، فَإِذَا كَبَّرَ فَكَبِّرُوا، وَإِذَا قَرَأَ فَأَنْصِتُوا، وَإِذَا قَالَ: سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ فَقُولُوا: اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ.
☜په حدیث کې حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: امام د دې لپاره امام ګرځول شوي دی چې په هغه پسې اقتدا وکړئ؛ نو کله چې امام تکبیر ووایه، تاسې هم تکبیر ووایي او کله یې چې قرائت وکړ خاموش اوسي، او کله یې چې وویل:سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، تاسې ووایی:اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ. (۱)
💡 عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ،قَالَ:قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:إِنَّمَا جُعِلَ الْإِمَامُ لِيُؤْتَمَّ بِهِ،فَإِذَا كَبَّرَ فَكَبِّرُوا،وَإِذَا قَرَأَ فَأَنْصِتُوا،وَإِذَا قَالَ:غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ ﴾ فَقُولُوا: آمِينَ.
☜په حدیث کې دي چې حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل:امام د دې لپاره امام ګرځول شوی چې په هغه پسې اقتدا وکړئ؛ نو کله چې امام تکبیر ووایه، تاسې هم تکبیر ووایي او کله یې چې قرائت وکړ تاسې خاموش اوسی، او کله یې چې وويل:غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ، تاسې ووایی: آمین. (۲)
💡عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ انْصَرَفَ مِنْ صَلَاةٍ جَهَرَ فِيهَا بِالْقِرَاءَةِ، فَقَالَ : هَلْ قَرَأَ مَعِي أَحَدٌ مِنْكُمْ آئِفًا ؟ فَقَالَ رَجُلٌ : نَعَمْ يَا رَسُولَ اللهِ ، قَالَ: إِنِّي أَقُولُ مَا لِي أَنَازَعُ الْقُرْآنَ؟ قَالَ: فَانْتَهَى النَّاسُ عَنِ الْقِرَاءَةِ مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيمَا جَهَرَ فِيهِ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنَ الصَّلَوَاتِ بِالْقِرَاءَةِ، حِينَ سَمِعُوا ذَلِكَ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ.
☜ په حدیث کې راغلی چې حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي
چې رسول الله ﷺ وروسته له هغه لمانځه نه چې په هغه کې یې قرأت لوړ ویلی و وفرمایل: آیا همدا اوس له تاسې څخه چا له ماسره قرأت وکړ/کاوه ؟
یو چا وویل هو ای د الله رسوله! آنحضرت(صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) وفرمایل: زه وایم چې څوک له ما سره په قرآن لوستلو کې منازعه کوی ؟
راوي وایی: کله یې چې له رسول الله ﷺ څخه دا خبره واورېده، وروسته له هغه خلکو په هغه لمانځه کې چې رسول الله ﷺ به پکښې په زوره یا لوړ غږ قرائت کاوه له هغه سره(یوځای) له قرائت کولو څخه ډډه وکوله .....!!!(۳)
💡عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: مَنْ صَلَّى صَلَاةً لَمْ يَقْرَأْ فِيهَا بِأُمِّ الْقُرْآنِ، فَهِيَ خِدَاجٌ، هِيَ خِدَاجٌ، غَيْرُ تَمَامٍ، فَقَالَ لَهُ حَامِلُ الْحَدِيثِ: إِنِّي أَكُونُ أَحْيَانًا وَرَاءَ الْإِمَامِ، قَالَ: اقْرَأْ بِهَا فِي نَفْسِكَ.
☜ حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«چا چې لمونځ وکړ او په هغه کې یې سورت فاتحه ونه لوسته، لمونځ یې نیمګړی دی، نیمګړی دی او بشپړ نه دی.»د حدیث راوي وپوښتل: «کله ناکله زه د امام تر شا ولاړ یم، په هغه وخت کې څه وکړم؟» حضرت ابوهریره رضي الله عنه وفرمایل: «په زړه کې یې ولوله». (۴)
💡 عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: أَمَرَنِي النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ أُنَادِيَ أَنْ لَا صَلَاةَ إِلَّا بِقِرَاءَةِ فَاتِحَةِ الْكِتَابِ.وَاخْتَارَ أَكْثَرُ أَصْحَابِ الْحَدِيثِ أَنْ لَا يَقْرَأَ الرَّجُلُ إِذَا جَهَرَ الْإِمَامُ بِالْقِرَاءَةِ وَقَالُوا: يَتَّبِعُ سَكَتَاتِ الْإِمَامِ.
آيا د حضرت علي رض د اصلي قبر ويډيو مو ليدلي ده؟
د حضرت علي رض او نور مشهوره د اسلامي تاريخ د اتلانو او صحابه ؤ د قبرونو او ځايونو معلوماتي ويډيوګانې په همدي چينل کي ليدلی سئ 👇👇
https://t.me/History_of_Islam1
🔗خاص ستاسو لپاره 🔗
که غواړئ چي چينل مو پرمختګ وکړي نو زموږ په همدي ليست کي يي داخل کړئ
ليست دري ورځو کي يوار نشريږي او په ليست پسې تر (يو نيم ساعت) نشرات کول يا ليست حذف کول منعه دي
د ليست مسؤل سره شخصي رابطه👇👇
@SYHAN_KDR
◈❀(( رسول خدا ﷺ بشر دی- ۱۰ -))❀◈
رسول الله ﷺ ته د حقارت او سپک ګڼلو له مخې بشر ویل هیڅکله جایز نه دی.
پیغمبران علیهم السلام انسانان دي
خو دا خبره چې هغوی ته په سپک او تحقیر آمیز انداز وویل شي: «ته هم زمونږ په څېر یو انسان یې»، او له دې خبرې څخه داسې تصور واخیستل شي دا چې پر مونږ وحې نه نازلېږي، نو پر تا هم وحې نه نازلېږي؛ له همدې امله مونږ ته نصیحت مه کوه او مونږ هم مکلف نه یو چې پر تا ایمان راوړو؛ دا ډول وینا د رسول پر وړاندې ښکاره بې ادبي او د هغه د رسالت له منلو څخه انکار دی.له همدې امله، د رسول الله ﷺ د بشر والي یادونه باید په داسې تعبیر او معنا ونه شي چې د هغه د نبوت، وحې او ځانګړي مقام د کم ارزښته کولو یا انکار سبب وګرځي؛ ځکه دا کار له ایمان څخه مخ اړول دي.[هو، رسول الله ﷺ بشر دی؛ خو هغه د الله تعالی غوره شوی بنده، د وحې حامل او د هغه استازی دی. د هغه بشریت د نبوت له مقام سره هېڅ ټکر نه لري؛ بلکې قرآن کریم دواړه حقیقتونه یوځای بیان کړي دي.نو د رسول الله ﷺ د بشریت یادونه هغه مهال سمه او پر ځای ده چې د هغه نبوت، وحې او رسالت هم ورسره ومنل شي؛ خو که د بشریت له نوم څخه د هغه د رسالت د ردولو،د وحې د انکار او یا د هغه د سپکاوي لپاره کار واخیستل شي، نو دا نه یوازې ناسم تعبیر دی، بلکې د ایمان له غوښتنو سره هم په ټکر کې دی.]
د دې خبرې د اثبات لپاره لاندې قرآني آیتونه د پام وړ دي:
۲۴ - مَا أَنْتَ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا فَأْتِ بِآيَةٍ إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ. [سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 154] «ته زموږ په څير د يو انسان څخه پرته نور څه نه یې. راوړه كومه نښانه كه رښتنى یې."»
۲۵ - وَمَا أَنْتَ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا وَإِنْ نَظُنُّكَ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ. [سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 186]
«او ته زموږ په څير د يو انسان څخه پرته نور څه نه یې، او موږ خو تا بيخي درواغجن ګڼو؛»
۲۶ - فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلَّا بَشَرًا مِثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ.[سُوۡرَةُ هُود : 27] «په ځواب کښي د هغه د قوم هغو مشرانو چي د هغه د خبري له منلو څخه یې انكار کړی ؤ، وويل: "زموږ په نظر کښي خو ته له دې پرته نور څه نه یې، یوازي زموږ غوندي يو انسان یې؛ او موږ ګورو چي زموږ له قوم څخه یوازي هغو كسانو چي زموږ په وړاندي ټيټ خلك ول، بې فكره او بې غوره یې ستا پيروي غوره کړېده. او موږ هیڅ شى هم داسي نه مومو چي په هغه کښي تاسي زموږ څخه څه لوړوالی ولرئ؛ بلکي موږ خو تاسي درواغجن ګڼو."»
په دغو درېیو آیتونو کې راغلي چې کافرانو به پیغمبران د خپل ځان په څېر بشر ګڼل او ویل به یې: لکه څنګه چې پر مونږ وحې نه نازلېږي، پر هغوی هم وحې نه نازلېږي؛ نو له همدې امله باید د هغوی پیروي ونه کړو.له همدې کبله، د الله تعالی رسولانو ته په داسې ډول «بشر» ویل د هغوي پر وړاندې، بېادبي او گستاخي ګڼل کېږي. نو هر انسان باید له داسې وینا او چلند څخه ځان وساتي.
نور بیا....... ‼
┈•••◈❈﴿د حشر په اړه عقاید – ۱﴾◈❈•••┈
د دې عقیدې په اړه به ۱۶ آیتونه او ۲ حدیثونه وړاندې شي.
ځینې خلک داسې انګیري چې له مرګ وروسته به انسان په برزخي عالم او د قیامت په ورځ بیا نه را ژوندی کېږي او نه به کوم حساب او کتاب وي؛ بلکې له مرګ وروسته به انسان په خاورو بدل شي او هر څه به پای ته ورسېږي. دا د دهریانو او ملحدانو عقیده ده.
خو الله تعالی فرمایلي دي چې خبره داسې نه ده؛ بلکې انسان به له مرګ وروسته بیا ژوندی کېږي، د قیامت په ورځ به د محشر په میدان کې حاضرېږي او د خپلو اعمالو په اړه به ځواب ورکوي. بیا به یا جنت ته داخلېږي او یا دوزخ ته.
له «حشر» څخه مراد دا دی چې الله تعالی انسان له مرګ وروسته بیا ژوندی کوي، د قیامت په ورځ یې د محشر په میدان کې راټولوي او هلته به یې حساب او کتاب کېږي.
لاندې آیتونه د دې خبرې څرګند دلیلونه دي:
۱. «يَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ زُرْقًا»[سُوۡرَةُ طٰه : 102]
«په هغه ورځ چي كله شپېلۍ پو کړه شي او موږ به مجرمان پدې حال کښي ايسار راولو چي د هغو سترګي به (هيبت وهلي) رډي شنې ختلي وي؛»
۲. «وَيَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ فَوْجًا مِمَّنْ يُكَذِّبُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ يُوزَعُونَ»[سُوۡرَةُ النَّمل : 83]
«او هغه ورځ په تصور کښي راوله، چي كله موږ له هر اُمّت څخه د هغو كسانو يو بشپړ پوځ محاصره راولو چي زموږ ايتونه یې دروغ ګڼل، بيا به هغوى (د هغو د اقسامو په لحاظ سره درجه په درجه) ترتيب کړل شي.»
۳. «وَيَوْمَ نُسَيِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَى الْأَرْضَ بَارِزَةً وَحَشَرْنَاهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ أَحَدًا وَعُرِضُوا عَلَىٰ رَبِّكَ صَفًّا لَقَدْ جِئْتُمُونَا كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ بَلْ زَعَمْتُمْ أَلَّنْ نَجْعَلَ لَكُمْ مَوْعِدًا»[سُوۡرَةُ الکهف : 47ـ 48]
«د هغي ورځي اندېښنه په كار ده چي كله موږ غرونه وخوځوو، او ته ځمكه بيخي لغړه ومومې، او موږ به ټول انسانان پدغه ډول تر محاصرې لاندي راټول کړو چي يو به هم پرېنږدو؛()او ټول به ستا د رب حضور ته ليكي ليكي وړاندي کړای شي. دا دی حقيقت چي تاسي موږ ته په همغه شان راغلاست، لكه چي موږ تاسي لومړی ځل پيدا کړي واست. تاسي خو دا ګڼلې وه چي موږ ستاسي لپاره د كومي وعدې وخت ندى ټاكلى.»
له دغو آیتونو څخه څرګندېږي چې قیامت به خامخا راځي، انسانان به د الله تعالی په وړاندې راټولېږي او د خپلو اعمالو حساب به ورکوي.
┈•••❈
♦د اسلام حقیقت او د مسلمان صفت (16)
🔹شپاړسم حدیث: له أبي سعید رضی الله عنه څخه د خوارجو په حدیث کې راغلی دی چې: «فَقَالَ ذُو الخُوَيْصِرَةِ للنبي صَلَّى اللَّهُ عليه وَسَلَّمَ: اتَّقِ اللَّهَ، فَقالَ: وَيْلَكَ أَوَلَسْتُ أَحَقَّ أَهْلِ الأرْضِ أَنْ يَتَّقِيَ اللَّهَ، قالَ: ثُمَّ وَلَّى الرَّجُلُ، فَقالَ خَالِدُ بنُ الوَلِيدِ: يا رَسولَ اللهِ، أَلَا أَضْرِبُ عُنُقَهُ؟ فَقالَ: لَا، لَعَلَّهُ أَنْ يَكونَ يُصَلِّي قالَ خَالِدٌ: وَكَمْ مِن مُصَلٍّ يقولُ بلِسَانِهِ ما ليسَ في قَلْبِهِ. فَقالَ رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وَسَلَّمَ: إنِّي لَمْ أُومَرْ أَنْ أَنْقُبَ عن قُلُوبِ النَّاسِ، وَلَا أَشُقَّ بُطُونَهُمْ».
🔸ذوالخویصره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: «له الله څخه ووېرېږه!» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «افسوس د وي پر تا! ایا زه د ځمکې پر مخ تر ټولو زیات د دې وړ نه یم چې له الله څخه وېرېږم؟»
ابوسعید رضي الله عنه وايي: بیا هغه سړی مخ واړاوه او لاړ. خالد بن ولید رضي الله عنه وویل: «ای د الله رسوله! آیا غاړه یې ونه وهم؟» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «نه، کېدای شي لمونځ وکړي.»
خالد رضي الله عنه وویل: «څومره ډېر لمونځ کوونکي شته چې په ژبه داسې خبرې کوي چې په زړه کې یې نه وي.» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما ته دا حکم نه دی شوی چې د خلکو زړونه سوري کړم (وپلټم) او سینې یې وڅیرم، څو معلومه کړم په ژبه چې څه وایي، په زړه کې یې هم شته که نه.»
🗒 صحيح مسلم: ٢ / ٤٣٨ ح ١٤٤ كتاب الزكاة.
آيا د حضرت علي رض د اصلي قبر ويډيو مو ليدلي ده؟
د حضرت علي رض او نور مشهوره د اسلامي تاريخ د اتلانو او صحابه ؤ د قبرونو او ځايونو معلوماتي ويډيوګانې په همدي چينل کي ليدلی سئ 👇👇
https://t.me/History_of_Islam1
🔗خاص ستاسو لپاره 🔗
که غواړئ چي چينل مو پرمختګ وکړي نو زموږ په همدي ليست کي يي داخل کړئ
ليست دري ورځو کي يوار نشريږي او په ليست پسې تر (يو نيم ساعت) نشرات کول يا ليست حذف کول منعه دي
د ليست مسؤل سره شخصي رابطه👇👇
@SYHAN_KDR
په ګډ کاروبار کې د شخصي دوکان کرایه اخیستل
سوال :
مفتي صاحب! یوه مسئله پوښتل غواړم. دوه کسان غواړي په ګډه یو کاروبار پیل کړي، خو هغه ځای چې غواړي کاروبار پکښی پیل کړي، د همدې دوو شریکانو له ډلې د یوه شخصي ملکیت دی. اوس پوښتنه دا ده چې د دې ګډ کاروبار له ګټې څخه د دوکان مالک ته د دوکان کرایه ورکول څنګه ده، په داسې حال کې چې نوموړی هم شریک دی او هم د دوکان مالک؟
موږ ګډ کاروبار کوو او زما شخصي دوکان د دې کاروبار لپاره استعمالېږي. آیا زه له خپل شریک څخه د دوکان کرایه اخیستلای سم که نه؟
جواب:
په شریعت مطهره کې خپل مملوک شی بل چا ته په کرایه ورکول جائز دي.
له همدې امله، په پوښتل سوې مسئله کې د سائل لپاره جائز ده چې خپل شخصي دوکان د ګډ کاروبار لپاره په کرایه ورکړي او د هغه کرایه واخلي، او دغه کرایه به له ګډ مال څخه ورکول کېږي.
خپل شخصي ځای د ګډ کاروبار لپاره په کرایه ورکول او په بدل کې یې ټاکل سوې کرایه اخیستل شرعاً درست دي. په داسې صورت کې به لومړی د نورو لګښتونو ترڅنګ د دغه ځای کرایه هم له کاروباري مال څخه واخیستل سي، وروسته به پاته سوې ګټه د شریکانو ترمنځ ووېشل سي.
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
دلائل:
رد المحتار: (كتاب الإجارة، مطلب في الاستئجار على المعاصي، 60/6، ط: سعید)
وفي غاية البيان: طعام بين اثنين ولأحدهما سفينة فاستأجر الآخر نصفها بعشرة دراهم جاز، وكذا لو أراد أن يطحنا الطعام فاستأجر نصف الرحى الذي لشريكه أو استأجر أنصاف جواليقه هذه ليحمل هذا الطعام إلى مكة جاز۔۔۔۔۔
وفي غاية البيان: طعام بين اثنين ولأحدهما سفينة فاستأجر الآخر نصفها بعشرة دراهم جاز، وكذا لو أراد أن يطحنا الطعام فاستأجر نصف الرحى الذي لشريكه أو استأجر أنصاف جواليقه هذه ليحمل هذا الطعام إلى مكة جاز۔ (رد المحتار، كتاب الإجارة، مطلب في الاستئجار على المعاصي، ج:6، ص:60)
واللہ اعلم بالصواب دارالافتاء مظہر العلوم
طالب دعا مولوی عبدالستارحسنی
زما مېرمن ئې په ما په زوره طلاقه کړه
سوال:زما د اکا زوی سرمایه داره دی، ما زما د خاله د لور سره نکاح وکړه ، له واده څخه مخکي زما د اکا زوی زه بوتلم وهل ئې راکړه او په ما ئې په زوره زما ښځه طلاقه کړه، ایا دغه طلاق واقع کیږي ؟
ځواب: عبد الغفار جُبیر
کله چي یو څوک چاته د مرګ ، وهلو یا د یوه اندام د پرېکولو ګواښ وکړي چي خپل ښځه به طلاقوي او د زور له کبله یو څوک خپل منکوحه طلاقه کړي او د طلاق الفاظ ووايي نو شرعاً طلاق واقع کیږي، که چیري د طلاق الفاظ په دغه صورت کي و نه وايي طلاق نه واقع کیږي.
که چیري د داسي جبر او زور په صورت کي صرف ورته ووايي چي د (طلاق) توری ولیکه او یا پر دغه طلاقنامې باندي لاسلیک وکړه نو بیا په دغه صورت کي هم طلاق نه واقع کیږي.
یادونه: که د رضا په صورت کي یو څوک خپلې منکوحې ته طلاقنامه ورکړي طلاق واقع کیږي یا پر طلاقنامې باندي لاسلیک وکړي هم طلاق واقع کیږي.
په ردالمحتار کي راغلي دي:
"فلو أكره على أن يكتب طلاق امرأته فكتب لا تطلق لأن الكتابة أقيمت مقام العبارة باعتبار الحاجة ولا حاجة هنا، كذا في الخانية۔"(کتاب الطلاق، رکن الطلاق 3/ 236 ط:سعید)
په فتاوی شامی کي راغلي دي:
"وفي البحر: أن المراد الإكراه على التلفظ بالطلاق، فلو أكره على أن يكتب طلاق امرأته فكتب لا تطلق ؛ لأن الكتابة أقيمت مقام العبارة باعتبار الحاجة، ولا حاجة هنا، كذا في الخانية."
(رد المحتار: ٣/ ٢٣٦، سعيد)
بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع (7 / 175):
"بَيَانُ أَنْوَاعِ الْإِكْرَاهِ فَنَقُولُ: إنَّهُ نَوْعَانِ: نَوْعٌ يُوجِبُ الْإِلْجَاءَ وَالِاضْطِرَارَ طَبْعًا كَالْقَتْلِ وَالْقَطْعِ وَالضَّرْبِ الَّذِي يُخَافُ فِيهِ تَلَفُ النَّفْسِ أَوْ الْعُضْوِ قَلَّ الضَّرْبُ أَوْ كَثُرَ، وَمِنْهُمْ مَنْ قَدَّرَهُ بِعَدَدِ ضَرَبَاتِ الْحَدِّ، وَأَنَّهُ غَيْرُ سَدِيدٍ؛ لِأَنَّ الْمُعَوَّلَ عَلَيْهِ تَحَقُّقُ الضَّرُورَةِ فَإِذَا تَحَقَّقَتْ فَلَا مَعْنَى لِصُورَةِ الْعَدَدِ، وَهَذَا النَّوْعُ يُسَمَّى إكْرَاهًا تَامًّا، وَنَوْعٌ لَايُوجِبُ الْإِلْجَاءَ وَالِاضْطِرَارَ وَهُوَ الْحَبْسُ وَالْقَيْدُ وَالضَّرْبُ الَّذِي لَايُخَافُ مِنْهُ التَّلَفُ، وَلَيْسَ فِيهِ تَقْدِيرٌ لَازِمٌ سِوَى أَنْ يَلْحَقَهُ مِنْهُ الِاغْتِمَامُ الْبَيِّنُ مِنْ هَذِهِ الْأَشْيَاءِ أَعْنِي الْحَبْسَ وَالْقَيْدَ وَالضَّرْبَ، وَهَذَا النَّوْعُ مِنْ الْإِكْرَاهِ يُسَمَّى إكْرَاهًا نَاقِصًا.
وَأَمَّا شَرَائِطُ الْإِكْرَاهِ فَنَوْعَانِ: نَوْعٌ يَرْجِعُ إلَى الْمُكْرِهِ وَنَوْعٌ يَرْجِعُ إلَى الْمُكْرَهِ.
أَمَّا الَّذِي يَرْجِعُ إلَى الْمُكْرِهِ فَهُوَ أَنْ يَكُونَ قَادِرًا عَلَى تَحْقِيقِ مَا أَوْعَدَ؛ لِأَنَّ الضَّرُورَةَ لَا تَتَحَقَّقُ إلَّا عِنْدَ الْقُدْرَةِ،'' والَّذِي يَرْجِعُ إلَى الْمُكْرَهِ فَهُوَ أَنْ يَقَعَ فِي غَالِبِ رَأْيِهِ وَأَكْثَرِ ظَنِّهِ أَنَّهُ لَوْ لَمْ يُجِبْ إلَى مَا دُعِيَ إلَيْهِ تَحَقَّقَ مَا أُوعِدَ بِهِ".
په سعودی کې د یوم الوطنی ورځ او جشن ...
د آل سعود او آل شیخ اولادې په نزد مولود نبی بدعت حرام حتی کفر او شرک دی خو د یوم وطني ورځ بیا حلال او شریعت موافق کار دی.
آيا د حضرت علي رض د اصلي قبر ويډيو مو ليدلي ده؟
د حضرت علي رض او نور مشهوره د اسلامي تاريخ د اتلانو او صحابه ؤ د قبرونو او ځايونو معلوماتي ويډيوګانې په همدي چينل کي ليدلی سئ 👇👇
https://t.me/History_of_Islam1
