cookie

We use cookies to improve your browsing experience. By clicking «Accept all», you agree to the use of cookies.

avatar

ډاکټر حنیف طبی معلومات

🟢 Whatsapp & Call : +93788069313 ✅️ Facebook Page : ✅ ️ډاکتر حنیف طبی معلومات 🩺

Show more
Advertising posts
9 021Subscribers
-924 hours
-507 days
-3230 days

Data loading in progress...

Subscriber growth rate

Data loading in progress...

📢 د مُبارڪۍ پیغام : درنو هیوادوالو ڪوچني اختر مو مبارک شه تَقَّبْلْ الله مِنَّا وَمِنْکُم صَالِحُ الْاَعْمَال ! ✍️ د ڪوچني اختر د رارسیدو په مناسبت ټول لیدلي ، نالیدلي د فیسبوک ، او وټساپ ټول ملګرو ته ، څه په خارج او څه د هیواد په داخل کې وي ، پېژاند ، ناپېژاندو دوستانو ، استادانو ، محصلینو او په ټوله کې تاسې ټولو خویندو او وروڼو او د نړۍ مسلمینو او مسلمانانو ته د زړه له تله ، تاسي او ستاسي قدرمني کورنئ ته ، او ټولو هیوادوالو ته د اختر مبارڪي وایم . ✍️ الله ﷻ مو ټول مالي او بدني عبادات ، قربانۍ ، دعاګاني ، تکلیفونه ، ستړیاوي ، روژي ، تراویح ، ختمونه ، صدقات ، زکاتونه ، او خیراتونه ، پخپل عالي دربارکي قبول او منظور کړي . ناروغانو ته شفاء او شهيدانو ته د جنت الفردوس او د اجر عظیم غوښتونڪی يم . وطن او ولس د خیر ، هوسایۍ او ترقۍ لپاره مو ګډې دُعاګانې پر الهي درشل کی قبولی کړه . د ستاسو د نیکمرغه ژوند او د ژوند په چاروکی د لابریاوو او سر لوړیو په هیله . هیله مند یم چې له خپلو عزیزانو سره ، د مینې او ورورئ په چاپېریال کې د اختر خوشحالۍ ولمانځۍ . په ډیره مینه او درناوی . ✍️ که کوم ملګرو ، وروڼو او خوېندو د اختر مبارکئ پیغام رالیږلی وي ، او ځواب نه وی ورغلي له همدي پیغامه زما لخوا هم مبارکي قبول کړئ . ستاسي ورور : ډاکټر حنیف تائب
Show all...
41👍 4🥰 1😁 1
⭕️ نن ورځ د آخیري روژي مبارکي او د اختر په مناسبت ډېر تخفیف لرو خاص نن سه شنبه ورځ . ⭕️ راشئ د لاندی هر جنس په تخفیف سره سره ، هري نسخي سره یو 1 عدد د ویښتانو شامپو مُفت Free درکوو . ⭕️ دا تخفیف نن ورځ سه شنبه څخه شروع د اختر په پنځمه پوري شته . راشئ تخفیف سره خپل تحفه مو ترلاسه کئ . 🩺 لاندي ټول اصل او چې نتیجه ورکوي ، چې جانبی عوارض ونه لري ، ټولو اجناسو کې مونږ ځانګړي تخفیف لرو . 1 : ویښتانو وتل نسخه ، 2 : ویښتانو پخه له منځه وړلو نسخه ، 3 : د سر د پوست یا جلد خارش او پخه ، 4 : ویښتانو ته ځلا ،ښکلا ، او نرم کولو نسخه ، 5 : بواسیر خوني ، بادي او تکمه یې نسخه ، 6 : معده ایچ پایلوري ، معده زخم و درد نسخه ، 7 : قبضیت ، نس درد ، هاضم نه درلودلو نسخه ، 8 : مثانه زخم ، مکروب ، سستي یا قطره ، یا جریان نسخه ، 9 : د زنانه او نارینه مخ او د بدن ویښتان لري کولو نُسخه ، 10 : وزن اضافه کولو او د وزن کمولو نسخه ، 11 : د بدن ، ملا درد ، ځنګونو درد لپاره نسخه ، 12 : مخ لکه ، بخار ، داني ، او د مخ سپینوالي لپاره نسخه ، *🚗 آدرس : کابل ګلبهار ګلبهار سنټر 2 منزل 3 هال دکان B_264 .* ☎️🟢 زنګ او د وټساپ شماري : +93788069313 +93777025313 ⏰️ وخت : سهار له 9:30 څخه شپي تر 11 بجو پوري هر کله راشئ . 🚗 کابل او ننګرهار ولایت کي هر نسخه یا دوا تر تاسی رسول مُفت free دي .
Show all...
12👍 4😁 1
د سترې محکمې د میاشتې د لیدو د هلال د رویت کمېټې اِعلان وکړ چې د شوال المکرم میاشت نده لیدل شوې ، نو سبا سه شنبه د روژې 30 مه او چهارشنبه د اختر لومړۍ ورځ ده .
Show all...
24👍 3💯 2
د سبا ورځې رزق ته ځڪه تشویش مڪوه چې پرون او نن ڪوم ذات رزق ورڪوونڪی وو ، هغه سبا ته هم رزق ورڪوونڪی دی . Hanif Taib
Show all...
89💯 13👍 9
⭕️ انسان څو ډوله دوستان لری ؟‍‌‌ 1 : ځیني دوستان لکه پرتوګاښ چې د لاسه دي ووځې ، په شرمونو به دې وشرموي . 2 : ځیني دوستان ، بیا لکه چای چې وخت پر تېر شي رنګ او خوند يې دواړه بدل شي . 3 : ځیني دوستان بیا لکه اورلګیت چې خپله د یوې افغانۍ ارزښت لري خو د سړي د ملیونونو افغانیو د ژوند ځنګل وغیره ټول سوځوي . 4 : ځیني دوستان بیا لکه پکول ، پر سر به دې هم وي او شونډه به ېې هم بوڅه نیولې وي . 5 : ځیني دوستان بیا لکه د ژمي ورځي چي مخ را اړوې دوی بیا به نه وي او تللي به وي . 6 : ځیني دوستان بیا لکه روح او جسد یوازي یې مرګ سره بیلولای شي .
Show all...
37👍 10😁 9👎 3👏 2
⭕️ RH FACTORS ار ايچ فکټورونه : 🩺 د واده يا ازدواج په موضوع کي د ويني د ګروپونو څخه مهم د ار ایچ Rh فکټور دى . کله چې د ښځينه د وينى ګروپ منفى ار ايچ - Rh وى او د نارينه د وينى ګروپ مثبت ار ايچ + Rh وى ازدواج کول يي د ماشوم لپاره خطرناكه وی . کله چې يو منفى ار ایچ Rh ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh ګروپ نارینه سره ازدواج وکړى نو د دوى راتلونکى زیږیدونکى ماشوم تعقيبول مهم او اړين دى او د ماشوم لپاره دوه حالت امکان لري . 1 : که چېری د مور په نس کى د ماشوم د وينى ګروپ د مور د وینی د ګروپ سره يو شان راووځى د ماشوم آينده ژوند ته خطر نشته . ښځه د يو عادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شي او ماشوم ته کوم خطر نشته . 2 : که چېری د مور په نس کى د ماشوم د وينى ګروپ د مور د وینی د ګروپ سره ضد راووځى ، يعنى د ماشوم د وينى ګروپ مثبت ار ايچ + Rh ثابت شى ، په دى وخت کى د ماشوم ژوند ته خطر شته بايد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى . 3 : کله چې د مور د وينى ګروپ منفي ار ایچ - Rh وی او د ماشوم د وينى ګروپ مثبت ار ایچ + Rh وى د مور د وجود دفاعى سيستم د ماشوم د وينى د حجرو په مقابل انتی بادی تولید کوی . تولید سوي انتی بادی د ماشوم په وینه ورګدیژی . د ماشوم د وینی حجری تر حملى لاندى راولى او وينه يي د منځه وړى . د ويني له منځه وړلو سره په ماشوم کى د ويني د کمښت ( کم خونى ) ، ژيړى ، د عصابو تخريب ، د زړه خرابوالى ، پړسوب او د مرګ خطرونه منځته راوړي . 🩺 کله چې مثبت ار ايچ ( +Rh ) نارينه او منفى ار ايچ ( -Rh ) ښځينه ګروپونه ازدواج سره وکړى څه بايد وکړي : د حامله توب په اته ويشتمه 28 هفته کى د کومبز coombs test په نامه ټيسټ دى چې دا ټيسټ بايد وکړي . ددى ټيسټ په واسطه موږ کولاى شو چې معلومه کړو چي مور د ماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى ده که نه ؟ که چېرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور د ماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى ده چې د مور دفاعى سيستم تر اوسه د ماشوم د وينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى . په دى وخت کى د ماشوم مور ته يوه بيچکارى چې روګام په نامه یادیږی . ( RhoGAM , or Rho ( D) Immune Globulin ) ورلګول کيږى . 🟩 ددى روګام بيچکارى وظيفه دا د چې د مور دفاعى سيستم تر فشار لاندى راولى خاموش يي ساتي او مخنيوى يي کوى چې نور د ماشوم حجرى تر حملى لاندى را نشي چې تقريباً نهه نوى فصيده % 99 کاميابه دى دا پيچکارى ، او که چېرى ذکر شوي تيسټ مثبت راووځي دا په دى معنى ده چې د مور دفاعى سيسټم د ماشوم د وينى حجرى په مقابل کي عکسلعمل ښودلي دي . ماشوم د ويني حجري يي هم تر حملى لاندى نيولى او د حجرو په له منځه وړلو يي شروع کړى ده . په دى وخت کى د پيچکارى لګول و مورته هم هیڅ ګټه نلری . 🟩 کله چې کومبز تيسټ coombs test مثبت وى په دى وخت بايد د مور په نس کى د ماشوم تعقيب اوشي چې د مور د دفاعى سيسټم له خوا و ماشوم ته څومره تاوان ( ضرر ) رسيدلی دی . اول يي د ماشوم د وينى مقدار کتل کېږی چې څومره وينه يي ور ضايع کړى ، بعضى وختونه ددى ضرروت پيدا کېږى چې ماشوم ته د مور په نس کى باید وينه ورکول شي ، ځکه وينه يي ور ضايع کړي وي د شديد کم خونى سره مخ وى . 🟩 د وينى د مقدار د معلوم کولو څخه وروسته د ژيړى مقدار ، د زړه غيرى عادى حالت او داسى نورو شيانو څيړلو ته يي ضرورت دى چې بايد وڅيړل شي . بعضي وخت د ژيړي مقدار يي ډېر جګ وي چې ماشوم ته خطر پيدا کوي ، ځکه کله چې د ژيړي مقدار لوړ شي عصابو ته ځي هلته جمع کېږي ، او د کيرنکټرس kernicterus ) ناروغي منځته راوړي . ډاکټر حنیف طبی معلومات 078 806 9313
Show all...
👍 7 6