ډاکټر حنیف طبی معلومات ️
🟢 Whatsapp & Call : +93788069313 ✅️ Facebook Page : ✅ ️ډاکتر حنیف طبی معلومات 🩺
Больше9 108
Подписчики
+924 часа
+527 дней
+5530 дней
- Подписчики
- Просмотры постов
- ER - коэффициент вовлеченности
Загрузка данных...
Прирост подписчиков
Загрузка данных...
🩺 د محرقې میکروب چې د salmonella Typhi په نامه هم یادېږي ، یو ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي . دغه میکروب لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې هفتې خڅه تر یوې میاشتی په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلآخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي .
🩺 د دغې ناروغۍ نښې نښانې !
1 - د بدن ګرمیدل یا نرۍ تبه او د هډوکو دردونه .
2 - د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی .
3 - د سر دوامداره دردونه . د نس دردونه او د نس بادونه .
4 - دوامداره قبضیت او ځینې وخت اسهالات .
5 - د ډکو متیازو تور رنګ .د معدې دردونه او د خوړو بد هضمي .
6 - کمزوري او د وزن کمیدل او ساړه او پر بدن د لرزې راتګ .
🩺 د محرقې زیانونه : کله چې د محرقې مکروب په کولمو کې وي نو لاندې زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي .
1 - د کولمو زخم ، له کولمو د وینې بهیدل ، د کولمو سوري کیدل .
2 - کم خوني د لمفاوي غدو التهاب د بدن دفاعي ځواک کمزوری کوي او همدغه کمزوري د دوامدارې نرۍ تبې سبب ګرځي .
3 - د ځیګر او تورې غټیدل او پړسیدل . د هډوکو کمزوری .
4 - د مغزو د پردو مکروبي کیدل یا مننجیت .
5 - د غوږ ، ستوني او پوزې مکروبي کیدل .
6 - د بدن د مایعاتو کمښت ، دوامداره ټیټ فشار او د تریخې مکروبي کیدل .
💊 تشخیص : د محرقې ناروغۍ د تشخیص لپاره لاندې معاینات اړین دي .
1 - Typhoid Antibodies ( IgM + IgG ) .
2 - Stool Culture For Typhoid .
3 - Bone Marrow Culture For Typhoid .
4 - Vidal test .
💊 درملنه : تر بشپړ تشخیص وروسته د نوموړي مکروب ضد درمل د لس څخه پنځلس ورځو لپاره باید وکارول شي .
🩸 پرهیز : غوړ خواړه ، ترخه او ترشه خواړه ، خامې اوبه او ناپاکه ترکای .
📢 خپلو نورو ملګرو سره نشر Share کئ .
🟩 زمونږ د وټساپ د معلوماتو ګروپ لینک :
https://chat.whatsapp.com/GmI9iHowcDQ3gcrioMQQu5
📢 پورته لیکنه خپلو ټیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . زمونږ د ( ډاکټر حنیف طبی معلومات ) د ټیلیګرام د چینل لینک لاندي درکړل شوي ځان پکې داخل کئ . مننه
https://t.me/drhanif
❤ 4👍 2
⭕️ شپږ قیمتي خبرې !
1 - په ذندان کې هر پروت کس مجرم او ګنهګار نه دې ، بد یې مه بولئ ، ځکه سیدنا یوسف علیه السلام هم کلونه کلونه په زندان کې تېر کړل .
2 - د یو چا اولاد که دې ولید چې بې لارې شوی دې ، نو تر وخت مخکې قضاوت مکوﺉ او د هغه پر کورنۍ تربیه باندې نیوکې مکوئ ، ځکه نوح علیه السلام هم د اولاد مشکل درلود او بې لارې وو ، په داسې حال کې چې هغه د الله ﷻ پېغمبر وو .
3 - کوم کس که چا د خپل کور یا کلي څخه وشړه ، نو مه ور باندې خاندئ او ملنډې هم مه پرې وهئ ، ځکه ابراهیم علیه السلام هم د خپل کور او کلي څخه شړل شوی دی ، په داسې حال کې چې هغه خلیل الله ( د الله تعالی دوست ) دی .
4 - د چا په کار ، مسلک او شُغل باندې مه خاندئ ، ځکه لُقمان حکیم هم نجار ، خیاط او شپونکی وو ، په داسې حال کي چې د الله ﷻ په نزد حکیم او دانا انسان وو .
5 - که د یو چا په اړه دې بدې خبرې واورېدلې نو ژر قضاوت مکوه ، ځکه سیدنا رسول الله صلی الله علیه وسلم هم خلکو کوډګر ، جادوګر او مجنون باله ، په داسې حال کې چې هغه فخرالانبیاء وو .
6 - پر نورو باندې هیڅ ډول بد ګُمان مکوه او کوښښ وُکړه
چې هر وخت ښه ګمان وکړې او پر خلکو مثبت فکر کوه .
📢 ثواب په نیت نشر Share کئ .
📢 پورته لیکنه خپلو ټیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . زمونږ د ( ډاکټر حنیف طبی معلومات ) د ټیلیګرام د چینل لینک لاندي درکړل شوي ځان پکې داخل کئ . مننه
https://t.me/drhanif
❤ 29👍 6👎 1
د ارواپوهنې له کتابونو څو سپارښتنې
1 وخت پېژندونکی اوسه.
2 له نا اشنا کسانو لرې اوسه.
3- په دښمن دې هېڅکله باور مه کوه.
4 که عصباني یې نو هېڅ کار سره غرض مه لره.
5- تر څو دې چې نوي دنده نه وي پیدا کړي، فعلي دنده مه پرېږده.
6 کوښښ وکړه چې، تر ټولو ګټور او ښه انسان اووسې.
7 چا ته دې په زړه کې کینه مه ساته.
8 ټولو ژوندیو موجوداتو ته ارزښت ورکړه.
9 بې ارزښته مسایلو کې ځان مه ښکېلوه.
https://t.me/drhanif
❤ 43👍 7👎 1
هيڅوک ساده نه دي :
ځينې انسانيت ساده کړي ، ځينې صداقت ساده کړي ،
او ځينې نغواړي چې د هرې خبرې مقابل کې جواب ووايي .
https://t.me/drhanif
❤ 16👏 9👍 4
⭕ د قرآنی سورتونو خاصیتونه !
🔙سوره بقره : د جادو مخنیوی او مریض لپاره .
🔙سوره واقعه : د فقر مخنیوی لپاره .
🔙سوره کوثر : د خصومت مخنیوی لپاره .
🔙سوره ملک : د قبر له عذاب نه مخنیوی لپاره .
🔙سوره فاتحه : د خدای ﷻ د قهر مخنیوی لپاره .
🔙سوره محمد : د اخلاقو لپاره .
⬅سوره جن : د وسوسی مخنیوی لپاره .
⬅سوره حجر : په مال کی د برکت راتلو لپاره .
⬅سوره کافرون : د مرګ په وخت د کفر له مرګ نه نجات لپاره .
⬅سوره دخان : د قیامت له ورزی د ویری لپاره .
⬅سوره تغابن : د قرض خلاصولو لپاره .
⬅سوره کهف : د غفلت نه د راویښودو لپاره .
⬅سوره فتح : د کار پراخولو لپاره .
⬅سوره صف : د فتحی او پیروزی لپاره .
⬅سوره مزمل : د مهر او محبت لپاره .
⬅سوره حج : د دین پوره او کاملولو لپاره .
⬅سوره مریم : د انجنو د هیدایت لپاره .
⬅سوره احزاب : د بخت ازمویلو لپاره .
⬅سوره یونس : د اولاد لپاره .
⬅سوره جمعه : د مال موندلو لپاره .
⬅سوره یاسین : د قیامت په ورز له تندی نه مخنیوی لپاره .
⬅سوره اعلی : د ځوانان د هیدایت لپاره .
⬅سوره حجرات : د مال د زیاتیدو لپاره .
⬅سوره یوسف : د عظمت او بزرګئ لپاره .
⬅سوره مومنون : په سمه لاره د تلو لپاره .
⬅سوره طور : د همیش لپاره مالداره اوسیدل .
⬅سوره انبیا : له بند نه د خلاصیدو لپاره .
⬅سوره اسرا : د مریض د شفا لپاره .
⬅سوره حدید : د بدن آرامش او محکم کیدو لپاره .
⬅سوره مجادله : د مهر محبت او معاملی لپاره .
⬅سوره ن والقلم : د آسانه درس ویلو لپاره .
⬅سوره نمل : د مریض د شفا او هر ډول حاجت لپاره .
📢 پورته لیکنه خپلو ټیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . زمونږ د ( ډاکټر حنیف طبی معلومات ) د ټیلیګرام د چینل لینک لاندي درکړل شوي ځان پکې داخل کئ . مننه
https://t.me/drhanif
❤ 28👍 8
*الله تعالی د مسلمانانو سره په قرآن مجید کې څلور④وعدې کړي دي*
*① فَاذۡکُرُوۡنِيۡ اَذۡکُرۡکُمۡ*
تاسې ما ياد کړئ، زه به تاسې ياد کړم،
*(سورة البقرة:153آيات)*
*② لَئِنۡ شَکَرۡتُمۡ لَاَزِيۡدَنَّکُمۡ*
که تاسې شکر وباسئ نو نعمتونه به درته زيات کړم
*(سورة ابراهیم 7آيات)*
*③ اُدۡعُوۡنِيۡ أَسۡتَجِبۡ لَکُمۡ*
مانه وغواړئ زه به ستاسې دعاوې قبولې کړم
*(سورة مؤمن60آيات)*
*④ وَمَا کَانَ اللّٰه مُعَذِّبَهُمۡ وَهُمۡ یَسۡتَغۡفِرُوۡنَ*
او الله پاک دوی ته په داسې حال کې عذاب ورکونکی نه دې چې دوی بښنه غواړي.
❤
📢 پورته لیکنه خپلو ټیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . زمونږ د ( ډاکټر حنیف طبی معلومات ) د ټیلیګرام د چینل لینک لاندي درکړل شوي ځان پکې داخل کئ . مننه
https://t.me/drhanif
❤ 26👍 18
دري 3 شيان ډېر بي ګټي :
1 : بي عقل ته نصيحت کول .
2 : جاهل سره بحث کول .
3 : او له دوه مخي اِنسان سره ملګرتيا کول .
❤ 34👍 8💯 2
🩸ټیټ فشار او درملنه یې :
(Hypotension)
ټیټ فشار په عمومی ډول سره کله چې وینه زړه په کافی اندازه د بدن اعضاوو او زړه ته ونه رسوي نو فشار ټیټ کیږي.
د ټیټ فشار اندازه په انسانانو کی له ۹۰ درجو څخه ښکته وي اوعلامې یې په لاندی ډول دي .
● د سر چکر ، بی هوښی ، ګنګسیت ، سر دردی ، زړه بدوالی ، ستړیا ، خفګان .
🩸● درملنه یې په لاندې ډول ده.
●کوښښ وکړئ چې زیات مایعات استعمال کړئ .
اوبه زیاتی وڅښئ . لیمو نارنج ، د ویټامین سی C غوره ذخیره ده او vitamin C د ټیټ فشار په برابرولو کې مهم رول لري .
📢 پورته لیکنه خپلو ټیلیګرام ملګرو ، ګروپونو او چینلونو کې نشر Share کئ . زمونږ د ( ډاکټر حنیف طبی معلومات ) د ټیلیګرام د چینل لینک لاندي درکړل شوي ځان پکې داخل کئ . مننه
https://t.me/drhanif
❤ 24👍 7