فیلسوف🖤
Kanalga Telegram’da o‘tish
5 133
Obunachilar
+524 soatlar
+257 kun
+9030 kun
Postlar arxiv
5 133
که د ژبې له امله رامنځته کېدونکو ستونزو ته لږ فکر وکړو، نو پوه به شو چې په چوپتیا کې څومره سکون، عزت او آرام نغښتی دی.
ځینې وختونه یوه خاموشي له زرګونو بېځایه خبرو غوره وي؛ ځکه هره خبره د ویلو نه وي، او هر حقیقت د هر وخت لپاره مناسب نه وي.
#فیلسوف
5 133
څومره چې دې له انسانه تمه کمه وي، هماغومره به دې خفګان کم وي، ځکه چې درد انسان نه درکوي، بلکې له انسان سره تړلې تمه یې درکوي.
#فیلسوف
5 133
هیلن میرن وایي:
هر چا سره مو چې بحث کولو، لومړی دا فکر وکړئ، چې مقابل شخص دومره هوښیار دی، چې ستا په خبره پوه شي، که داسې نه و؛ نو بیا ستا بحث بې ګټې دی.
په هره موضوع بحث ضروري نه وي، ځينې خلک ستا د خبرو د اوریدو پر ځاې فقط د خپل ځواب پخاطر ستا خبره اوري. دا وړ خلک یوازې تر خپل فکر محدود وي او د مقابل لوري د سم نظر منلو ته هم چمتو نه وي. د داسې خلکو سره بحث کول، ستاسې ذهني سکون خرابوي او وخت مو ضایع کوي.
هوښیار خلک د اختلاف باوجود بیا هم د مقابل لوري پر خبرو د پوهېدو هڅه کوي او له ښو خبرو یې پند اخلي؛ خو که ضدي وي بیا ورسره بحث کول بې ګټې کار دی.
په اصل کې د عقل تقاضا دا ده چې پر دې وپوهېږې، چې کله بحث نور و نه غځوې.
ډېر کله چوپتیا غوره کول تر ټول عالي ځواب وي. دا کار دا مانا نه لري، چې ته په بحث کې کمزوری یې؛ بلکې دا مانا لري، چې مقابل لوری ستا د خبرو د اوریدو وړ نه دی.
#فیلسوف
5 133
ژوند د سپین کاغذ په څېر دی او زموږ افکار پرې کرښې کاږي.کله چې په ژوند کې له سختو او تیاره شېبو سره مخ کېږئ، نو مه ناهیلي کېږئ؛ ځکه چې د شپې تر ټولو توره تیا د نوي سهار پیلامه وي. راځئ نن له ځانه سره ژمنه وکړو چې خپلو خوبونو ته به رنګ ورکوو او په هر ګام کې به د هیلې ډیوه روښانه ساتو. ماتې یوازې یو تمځی دی، د لارې پای نه دی!
#فیلسوف
5 133
"خپله مینه او احساسات په داسې زړور انسان ولګوه چې هېڅکله دې داسې شرموونکي حالت ته ونه رسوي چې ته وروسته بيا د خپل ارزښت په اړه پوښتنې ورځيني وکړې. د بزدلانو او بي احساسو ملګرتیا او ورسره اړیکه د وخت او انرژۍ ضایع کول دي."
#فیلسوف
5 133
ځینې اړیکې په لویو ډالیو او ډېرو خبرو نه ساتل کېږي یوازې په لږ احترام رښتینې پوښتنې بخښنې او یو بل ته په وخت ورکولو ژوندۍ پاتې کېږي. که څوک درته ارزښت لري نو د اړیکې د خرابېدو انتظار مه کوه ځکه ځینې خلک چې له ژوند څخه ووځي تشه یې بیا په هېڅ شي نه ډکېږي اړیکې په مینه پیلېږي، خو په پاملرنه او درناوي پاتې کېږي.#فیلسوف
5 133
ژوند تل هغه ډول نه وي لکه موږ یې چې غواړو ځینې وخت به له داسې خلکو لرې شې چې فکر به دې کاوه هېڅکله به دې نه پرېږدي ځینې خوبونه به دې نیمګړي پاتې شي او ځینې پوښتنې به دې هېڅکله ځواب پیدا نه کړي. خو ژوند همدلته نه ختمېږي. ژوند دا نه دی چې هر څه دې سم وي ژوند دا دی چې له ناسمو حالاتو سره هم د مخکې تګ جرئت ولرې. ځینې پایونه د ماتې لپاره نه وي بلکې د دې لپاره وي چې ته یو نوی او غوره پیل وکړې. خپل ژوند دومره جدي مه اخله چې ژوند کول درنه هېر شي.#فیلسوف
5 133
د ځان خیال وساتئ د خپلو احساساتو قدر وکړئ ځان په موقتي اړیکو مۀ قرباني
کوئ خپل ځانته په ارزښت قایل واوسئ او د اړتیا په وخت کې
محدودیتونه رامنځته کړئ که مؤ دا ونۀ کړل وروستۀ یې پښیمانتیا هېڅ پۀ درد نه درتۀ خوړل کیږي.
#فیلسوف
5 133
ضروري نه ده چې هره خبره د تصدیق مُهر ولري او نه هم هر نږدې ښکاره کېدونکی انسان رښتیا نږدې وي.
همدارنګه یوازې د دې لپاره چې موږ یو څه سم ګڼو لازمه نه ده چې هغه به خامخا سم وي حقیقت تل د احساس ګومان او شخصي لید له پولې هاخوا خپل وزن لري.
د قضاوت پر ځای ژور فکر او د باور پر ځای حقیقت ولټوئ!
#فیلسوف
