es
Feedback

¡No caigas en manos de tramposos! Telemetrio encuentra y marca estos canales 👉 Si quieres ver la etiqueta, suscríbete

فیلسوف🖤

فیلسوف🖤

Ir al canal en Telegram

تور زړه🖤 ژوند په ما تجربې وکړې ما په ژوند 🎩

Mostrar más
5 215
Suscriptores
+324 horas
+237 días
+5730 días
Archivo de publicaciones
هر څومره چې یو انسان ځان پیاوړی او ځواکمن ښکاره کړي بیا هم د هغه په ژوند کې داسې یوه شېبه راځي چې د بل انسان مرستې او شتون ته اړتیا پیدا کوي. #فیلسوف #ع_د

‏پر خپل ځان تر ټولو لوی ظلم دا دی چې پر یو چا دومره مسلط شې تر دې چې هغه له تا د تېښتې لپاره په پلمو او دروغو پسې شي. ‏له حده زیاته پاملرنه او نښلېدنه هم خلک ستړي او زړه‌توري کوي. ‏لکه څنګه چې ګل یوازې د وچکالۍ له امله نه بلکې د ډېرې اوبه کولو له امله هم مړاوې کېږي. #فیلسوف #ع_د

د هر څه په اړه فکر کوه خو داسې نه چې د هرې خبرې په اړه خپل نظر څرګندول اړین دي. خپل شاوخوا نړۍ ته وګوره زده کړه ترې وکړه او درک یې کړه خو په یاد ولره چې هر فکر ژبې ته راوړل ضروري نه دي. ځینې وختونه چوپتیا او ژوره سوچ د ډېرو خبرو څخه زیات ځواک لري او ستا سکون د هرې بحث ګټلو څخه ډېر ارزښت لري. #فیلسوف

خلک اکثر د نورو د ژوند په چارو کې ځکه بوخت وي، چې خپله د خپل ژوند د مصروف ساتلو لپاره نه کوم هدف لري، نه کومه موخه، نه داسې کومه لاسته راوړنه چې د هغې لپاره هڅه وکړي او نه هم کومه مشغولا چې خپل وخت پرې ډک کړي. په همدې ډول دوی خپله انرژي د نورو د ژوند څارلو کې ضایع کوي، او پایله یې یوازې کموالی او محرومیت وي. خو که دوی خپله انرژي پر ځان ولګوي او خپل ذات ته پام وکړي، نو کولای شي په خپل ژوند کې تر ټولو غوره پایلې ترلاسه کړي. #فیلسوف #ع_د

هيله چینل ته ښه راغلاست https://t.me/ILY4A_A_28
هيله چینل ته ښه راغلاست https://t.me/ILY4A_A_28

افــکار چینل ته ښه راغلاست! که له فلسفي او ژورو خبرو سره مینه لرئ، زمونږ سره یوځای شئ!
افــکار چینل ته ښه راغلاست! که له فلسفي او ژورو خبرو سره مینه لرئ، زمونږ سره یوځای شئ!

@summrville تبادله 🌚

🧠 د ارواپوهنې له نظره! انسان هغه وخت ذهني سکون مومي چې د هر څه د کنټرول هڅه پرېږدي د هر چا د خوښولو پر ځای ځان وپېژني د تېر وخت پر ځای له حاله خوند واخلی او د نورو د چلند پر ځای خپل غبرګونونه اداره کړي. په یاد ولری د ژوند ښکلا په دې کې نه ده چې هر څه ستا د خوښې مطابق وي بلکې په دې کې ده چې ته د هر حالت پر وړاندې خپل تعادل وساتلی شې. #فیلسوف ع_د

سیندونه خپلې اوبه نه څښي او ونې خپله مېوه نه خوري. لمر د خپل ځان لپاره نه ځلېږي او ګلان هم خپله خوشبويي د ځان لپاره نه خپروي. د نورو لپاره ژوند کول د طبیعت یو قانون دی. ژوند هغه وخت ښه وي چې ته خوشحاله یې، خو ډېر ښکلی هغه وخت وي چې نور خلک ستا له امله خوشحاله وي. #فیلسوف ع_د

تر ټولو خوندور خو ارامه راز ارواپوهنه وايي که غواړې ذهني سکون ومومي نو د هر څه د ثابتولو او له هر چا سره د بحث کولو خوی پرېږد
تر ټولو خوندور خو ارامه راز ارواپوهنه وايي که غواړې ذهني سکون ومومي نو د هر څه د ثابتولو او له هر چا سره د بحث کولو خوی پرېږده موږ ډېر کله خپل ډېر انرژي او وخت پر دې ضایع کوو چې نورو ته ثابت کړو موږ سم یو یا د نورو په ناسم فکر خپل مزاج خراب کړو. د سکون درې زرین اصول خپله انرژي وساتئ د هر غبرګون ښودل لازمي نه دي کله کله خاموشي تر ټولو غښتلې ځواب وي. له ځان سره شفقت وکړئ که بېګاه مو خطا کړې وي نن ځان ته بښنه وکړه. انسان له خطا جوړ دی. په نا اړینو چارو کې مه ننوځئ هغه څه چې ستاسو پر واک کې نه دي تشوېش پرې کول یې يوازې ستاسو ذهن ستړی کوي. ارواپوهنیزه نکته حقیقت دا دی چې ستا ذهني آرامښت تر هر څه او هر چا مهم دی خپله توجه له نورو څخه خپل ځان ته واړوه! #فیلسوف #ع_د

خپل ځان ته د بخښنې وړتیا ورکړئ! ډېر وختونه موږ خپل ځان ته تر ټولو سختې محکمې جوړې کړو هره تېروتنه ناکامي یا تېر تصمیم په زړه
خپل ځان ته د بخښنې وړتیا ورکړئ! ډېر وختونه موږ خپل ځان ته تر ټولو سختې محکمې جوړې کړو هره تېروتنه ناکامي یا تېر تصمیم په زړه کې ساتو او هر ځل یې ځان ته یادوو خو حقیقت دا دی چې تاسو هغه څوک نه یاست چې تېر کال یا تېره میاشت وو تاسو د هغو تجربو له لارې وده کړې چې تېرې شوې دي د ارواپوهنې (روانپوهنې) له مخې ځان ته بخښنه کول د شخصي ودې او رواني آرامۍ لومړی او تر ټولو مهم ګام دی کله چې تاسو په خپل ځان د تېرو تېروتنو له امله سخت نه اوسئ ستاسو ذهن د لا ډېر سکنۍ نویو فرصتونو او روښانه راتلونکي لپاره ځای پیدا کوي نن له ځانه وپوښتئ ایا زه نور کولای شم دا دروند بار له ځانه سره ولېږدم؟ ایا وخت نه دی رسېدلی چې د تېر په پرتله په اوسني ځان باور وکړم؟ ارام اوسئ ځان وپیژنئ او خپل ځان ته د یو ښه ملګري په سترګه وګورئ. #فیلسوف #ع_د

ولې د هر چا د خوښولو هڅه مو ارام وژني؟ کله دې فکر کړی چې ولې هر څومره زیار باسې بیا هم ټول خلک درسره خوشحاله نه دي؟ زیاتره وخ
ولې د هر چا د خوښولو هڅه مو ارام وژني؟
کله دې فکر کړی چې ولې هر څومره زیار باسې بیا هم ټول خلک درسره خوشحاله نه دي؟ زیاتره وخت موږ خپله خوښي د نورو په تایید او رضایت کې لټوو خو سقراط کلونه وړاندې یوه طلایي باوري خبره کړې وه د ناکامۍ ټینګه او ډاډمنه لاره دا ده چې د هر چا د خوښولو هڅه وکړې د لوبې اصل خورا ساده دی د خلکو افکار او نظرونه ستاسو په واک کې نه دي کله چې خپل ارزښت د نورو د نظر تابع کوې خپل ذهن دې بل ته په پور ورکړی دی نننۍ ټولنې ته د تطبیق لاره لږ څه داسی ده کله چې د چا ناپوهه نیوکه یا بې‌ ځایه پوښتنه درسېږي له ځانه وپوښتئ ایا د دې کس نظر زما له خپلو اصولو او ارزشونو څخه ډېر مهم دی؟ د خپل ژوند لیکوال خپله شئ نه د نورو د نظرونو لوستونکی
#فیلسوف #ع_د

📌 ولې تر ټولو ډېر هغوی ځورېږو چې ډېر فکر کوی؟
(د رواقیګرۍ (Stoicism) له زاویې یو لنډ لید) ایا کله درپیښ شوي چې د یوه کس یوه خبره یا واقعه ستاسو ټوله ورځ خرابه کړي؟ یا دا چې د ترافیکو ګڼه ګوڼه د انټرنیټ خرابوالی یا د ملګري بې پروايي ستاسو زړه تنګ کړي؟
دوې زړې جملې دي چې د تاریخ په اوږدو کې له ۲۰۰۰ کلونو راپدېخوا ژوند ته د انسانانو کتنه بدلوي
انسانان د پېښو له امله نه بلکې د پېښو په اړه د خپلو افکارو له امله ځورېږي اپیکټیټوس (Epictetus)
رواقیین (Stoics) وايي چې زموږ نړۍ په دوو برخو وېشل شوې ده
۱ هغه څه چې زموږ په واک کې دي ستاسو خپل افکار ستاسو عکس العملونه او ستاسو پرېکړې.
۲ هغه څه چې زموږ په واک کې ندي
د نورو خلکو خبرې ترافیک هوا تېر شوی وخت او د دُنیا خبرونه.
💡 اصلي راز په څه کې دی اکثره وخت زموږ غوسه او ذهن خفه کیدل له دې امله وي چې موږ غواړو هغه څه کنټرول کړو چې اصلاً زموږ په واک کې ندي کله چې پر داسې شیانو ځان ستړی کوو ناامیدي او اروايي فشار رامنځته کېږي
🌿 عملی حل لاره د ننني ژوند لپاره
بله بلکې کله چې یوه بد مرغه یا روحي فشار راځي له ځانه یوازې همدا يوه پوښتنه وپوښتئ ایا دا موضوع سل په سل زما په کنټرول کې ده؟
که ځواب نه وي ذهن ته ووایاست دا زما پرېکړه نه ده نو نه باید زما ذهني ارامي خرابه کړي.که ځواب «نه» وي: ذهن ته ووایاست:
"
دا
زما
پرېکړه
نه
ده،
نو
نه
باید
زما
ذهني
ارامي
خرابه
کړي
." که ځواب اه وي ټول تمرکز پر دې وکړئ چې تاسو په دقیق ډول اوس څه کولای شئ. سره له دې ستاسو په نظر ولې نن سهار یا نننۍ ټولنه کې خلک ډېر ژر غوسه کېږي تاسو په خپلو ورځنیو احساساتو او ستونزو کې رواقیګري یا د ذهن ارامول څنګه کاروی؟ #فیلسوف #ع_د

هيله چینل ته ښه راغلاست https://t.me/ILY4A_A_28
هيله چینل ته ښه راغلاست https://t.me/ILY4A_A_28

کله چې یو څوک مړاوې او ناهیلی ووینې، نو د هغه په وړاندې یې ښې ځانګړنې بیان کړه. ورته ووایه چې هغه یو ښه انسان دی. د ژوند د ښکلو ورځو او خوږو یادونو یادونه ورته وکړه، ترڅو یې په زړه کې بېرته د ژوند هیله را ژوندۍ شي. 🙂🌿 #فیلسوف

هيله چینل ته ښه راغلاست https://t.me/ILY4A_A_28
هيله چینل ته ښه راغلاست https://t.me/ILY4A_A_28

د ګابريل ګارسيا مارکېز ٥ خبرې: ١. تر ټولو بد حالت دا دی، چې د یو چا تر څنګ ناست یې؛ خو پوهېږې چې ستا نه دی/ده. ٢. دا رښتيا نه ده، چې د وخت په تېریدو ټول درکړل شوي زخمونه رغېږي. ٣. تر ټولو ستره بدمرغي دا ده، چې د هیچا په زړه کې نه يې. ٤. یو له بله لریوالی د واټن له مخې نه؛ بلکې د احساس له مخې اندازه کېږي. ٥. باور ورکول کېږي نه؛ بلکې ګټل کېږي. #فیلسوف

که هر څه یوه ورځ له لاسه ورکوې نو ولې یې دومره په وېره ساتې؟ موږ د خلکو د له لاسه ورکولو د وخت د تېرېدو او د راتلونکي په اړه دومره اندېښمن یو، چې د نن ورځې ژوند رانه پاتې شي. فلسفه دا نه وايي چې له هېڅ شي سره زړه مه تړه بلکې وايي له هر څه سره مینه وکړه خو دومره نه چې د له لاسه ورکولو په صورت کې خپل ځان هم درنه ورک شي. ځینې خلک زموږ د ژوند برخه وي ځینې درس وي او ځینې یوازې یوه خاطره. ژوند د ساتلو نوم نه دی ژوند د منلو تجربه کولو او تېرېدو هنر دی. نو له هغه څه خوند واخله چې نن درسره دي #فیلسوف