پښتو شعرونه
Kanalga Telegram’da o‘tish
Ko'proq ko'rsatish
Mamlakat belgilanmaganToif belgilanmagan
239
Obunachilar
+124 soatlar
+57 kun
+1330 kun
Postlar arxiv
239
ژوند ته په شاته شاته ګورم
لکه بایللی جوارګر چې کور ته ځینه
د ستړي ژوند ستړي ڪيسې دي
لالـــــيه مـــه مي غـــږوه ژړا راځيـــنه
239
غزل
ــــــــــ
هغه چې ما سره تماس آچوي
ټېپ ته کېسټ د ناشناس آچوي
نورو ناهيلو مې وجود نيولى
ستا غم قبضه مې په حواس آچوي
دلته کردار ته د چا نه ګوري څوک
ښه هم هغه، چې ښه لباس آچوي
څه د بې رخمو خلکو منځ کې وسم
لاس راته نه راکوي، لاس آچوي
تنها، د خلکو دې مازغه وخوړه
څوک دي چې کاڼو کښې احساس آچوي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نجيب تنها
239
صرف د خپل ځان د بربادۍ رقم ته ښکاري
عِشق راته د ډمې د پاولۍ رقم ته ښکاري
زه يو چا ته ګران له تمامي نړۍ نه يمه
ماته يو انسان ددې نړۍ رقم ته ښکاري
ته خو بې هغې نه لکه حوره يې قسم دی
لور دې په اسمان کې د سپوږمۍ رقم ته ښکاري
فکر کَوم ټوله نړۍ ورته ده يوۀ سين ته
ماته پکې ژوند د يوې ژۍ رقم ته ښکاري
څوک راځي، ښکالو ده او زما وجود رپېږي
بلکل يې خوشبو د شبوګۍ رقم ته ښکاري
239
لاړې په کوم خوا درپسې ځمکې لټوم
نورې به ترکومه پورې ورکې لټوم
خلک که نشې او که پیسې درپسې ګوري
زه خو دې سکونه! په لمانځه کې لټوم
روغو سره تشې قوارې دي نور څه نشته
عشقه!خدای د ماتو خلکو زړه کې لټوم
پاکې به یې په پیڅه دخپل زړه په څادرګي کړم
اوښکې د رنځور وطن باڼه کې لټوم
حلق مې وچ دی ورآه یې د واده راغلې ده
ژبه وهم لیاړې مې په خوله کې لټوم
نشته څه موده کیږي سمسوره په دونیاکې
غږ کوم په کور کې دې ببکې لټوم
239
بيګا يې د بنګړو په شور تهجدو ته راويښ کړم
يه خدايه جانان څومره لوی نعمت دی او خلوت دى
درویش روښان
