پښتو شعرونه
رفتن به کانال در Telegram
نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
237
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
+47 روز
+1230 روز
آرشیو پست ها
237
بيګا يې د بنګړو په شور تهجدو ته راويښ کړم
يه خدايه جانان څومره لوی نعمت دی او خلوت دى
درویش روښان
237
دغه مایوسي به مې سبب د ځان وژنې وي
څه به یې کوې چې ژوند لکه درته د بنې وي
ساه ساه چې اخلم پکې بېل بېل اذیت حس کوم
خدایه د روح ویستل به دغسې په غنې وي؟
237
زړه کې یې مړ کړم ارواښاد یې کړمه
منظور یې دا وه چې برباد یې کړمه
ستا یادګاري لیتر تر اوسه پورې
جیب کې یې ساتم خو معتاد یې کړمه
دَ چا نامرده او ناځوانه مینې
دومره بې رحمه کړم جلاد یې کړمه
یو چا شکولی ساعتیري لپاره
هغه حُباب ومه چې باد یې کړمه
چاته یې ویل هغه ناځوانه باران
بیا دې هم خیریوسي چې یاد یې کړمه
باران خضر
237
د سپین مخو په رنځورو څه پروا شي
که ژړا راځــــي نو ماته بایــد راشي
جار خالقه سړی چاته پناه یوسي
چي د ښې ورځي یاران درته بلا شي
ته ټپې ورته کوې په تـــرنم کې
د میئنو وړکو زړونه په هـــوا شي
جواد خپلواک
237
چې له منونو خاورو لاندې شم نو وبه وایم
چې قافله د ستړي ژوند مرام ته ورسېده
تسکین مانیروال
237
نه زنګ وهې، نه ښکارې، نه مسکال کوې دا ولې؟
تر څو به دا کارونه د وبــــــــــــال کوې دا ولې؟
چې بېرته درنه وغواړمه خــــــــپل درکړی زړه!
بهانې کوې، ماڼې کوې جــــــنجال کوې دا ولې؟
دریاده چې وعـــــــــده کړمه شې سره لکه مڼه
سر ټيټ کړې او خـطونه په دیوال کوې دا ولې؟
شــــرره نو هر وختــــــې راته مه وايه چې ته
خـــــبرې د ګلونو په مـــــــــــثال کوې دا ولې
