پښتو شعرونه
Kanalga Telegram’da o‘tish
Ko'proq ko'rsatish
Mamlakat belgilanmaganToif belgilanmagan
239
Obunachilar
+124 soatlar
+57 kun
+1330 kun
Postlar arxiv
239
له دې سېوا چاره د غوڅي رابطې نه سي
جملې ته ايښی دغه يو ټکی دي درې نه سي
ستا د پړوني تصوير نه باسم له ذهنه ځکه
ځيني جګړې بې توري کېږي بې جنډې نه سي
*حفيظ هميم*
239
ځانته خوښې! زوی دې څنګه دی تازه دی؟
ځانته خوښې! تا وې سترګې يې تک شنې دي
ځانته خوښې! زړه مې درد کوي قسم دی
ځانته خوښې! ګډې وډې مامِلې دي
ځانته خوښې! زه دې پرېښودم يوازې
ځانته خوښې! شتمني دې مبارک شه
ځانته خوښې! ښه پويېږم چې خپه يې
ځانته خوښې! تنهايي دې مبارک شه
ځانته خوښې! درته وېلي مې يو ورځ و
ځانته خوښې! چې ارمان به کوې ګوره
ځانته خوښې! بيا به نه يمه ستا خواکې
ځانته خوښې! تا وې ځه د سترګو توره
ځانته خوښې! رنګ دې بل رقم بدل شو
ځانته خوښې! لاس دې واخيسته له ما نه
ځانته خوښې! د وجود برخه مې نشوې
ځانته خوښې! درک دې نه وم له پخوا نه
ځانته خوښې! شبوګۍ ناځوانې اورې؟
ځانته خوښې! زړه کې زور راپاتې ندی
ځانته خوښې! لولپه درپسې يمه
ځانته خوښې! هغه شور را پاتې ندی
ځانته خوښې! زوی دې څنګه دی تازه دی؟
ځانته خوښې! تا وې سترګې يې تک شنې دي
ځانته خوښې! زړه مې درد کوي قسم دی
ځانته خوښې! ګډې وډې مامِلې دي
239
سترګو کې نظر د مینې پاتې دی
لا خو څه اثر د مینې پاتې دی
څنګه راته وايې اوښکې پاکې کړه
زړه کې مې پرهر د مینې پاتې دی
زه که درنه لار هر څو بدله کړم
هر خوا دې شرر د مینې پاتې دی
اوس پکې د کلې پېغلې نه ښکاري
وران دلته ګودر د مینې پاتې دی
ورک شول هغه خلګ تاریخونو کې
چا نه چې سنګر د مینې پاتې دی
کله به رسېږم ساحلونو ته
خدایه ډیر سفر د مینې پاتې دی
تا خو ای نصرته یو قدم اېښی
لا خو سمندر د مینې پاتې دی
FaNoOs 🎀
239
یعني څه کول په کار دي، یعني څه باید چي وسي؟
د ناکام عشق تجربه ده زما په زړه باید چي وسي
بده داده چي یو بل ته د درواغو وعدې ورکړي
که څوک یو پر بل مین وي نو واده باید چي وسي
که ښېرا کوې رقیب ته باید وخت ئې معلوم نه وي
که دعا کوې جانان ته پر لمانځه باید چي وسي
یار خپه دئ چي ستا زړه تنها زما لپاره جوړ دئ
دې جومات ته خو د ښکلو تله،راتله باید چي وسي
موږ د زړونو ناروغان یو ښاده ګوندي خدای مو ښه کړي
یو دیدن د لمر خاته، او لمر لوېده باید چي وسي
*نبي ښاد*
239
نظم : جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په کربلا کې ټوکيدلى گل !!!!!!!
جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په دې خبرو باندې تيږه کيږده
خپلې نازکې شونډې څه له سيځې
بس په سندرو باندې تيږه کيږده
*******************
څه ته په ساندو کې سندرې لړې
زما د زړه تارونه زور نه لري
درخو د ژوند رباب به مات کړې زما
ته به خبره شې چې شور نه لري
*******************
ماته به نه وايې چې اور شو وطن
د گل په پاڼو افسانې سوې دي
ماته به نه وايې چې مړه شو نرگس
هغه د سترگو ميخانې سوې دي
*********************
مه وايه دا چې اوس د نجونو ميره
څي د همزولو په خازو پريوزي
چې آينې نه يې حيا کوله
اوس د ابليس په دراوزو پريوزي
******************
جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په دې خبرو باندې تيږه کيږده
خپلې نازکې شونډې څه له سيځې
بس په سندرو باندې تيږه کيږده
******************
ته جادوگره يې منم شاعرې
ته په الفاظو کې رنگونه کرې
څومره په ناز او په انداز باندې
حساسو زړونو کې اورونه کرې
******************
ستا ارادې له تاترې نه لوړې
ستا به لاسونو ته اسمان راشي
خو دا زما په زړگي نه ځايږي
چې په ښايست دې امتحان راشي
*****************
مونږ غريبان يو مونږه هيڅ نه لرو
ته د وطن خوبونه څه له وينې؟
په کربلا کې ټوکيدلى گل يې
بيا د گلشن خوبونه څه له وينې؟
********************
جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په دې خبرو باندې تيږه کيږده
خپلې نازکې شونډې څه له سيځې
بس په سندرو باندې تيږه کيږده
*******************
د پرهر زړه رڼا ته ژوند تيروه
دا رنگينه نړۍ زمونږه نه ده
په ماشوم زړه باندې دې زور تير کړه
دغه ښايسته گوډۍ زمونږه نه ده
*******************
درومي لالونه د خزان لوڼو ته
ته هميشه هلته بهار غواړې
د خپلو اوښکو د غمو په بدل
د ننگرهار لپاره هار غواړې
*******************
ستا په رڼا ستا په ښکلا مې قسم
د هندوکش او د پامير تاج يې
ته په سپين غر کې د بزرگې څوکې
د تاترې او د بونير تاج يې
*******************
جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په دې خبرو باندې تيږه کيږده
خپلې نازکې شونډې څه له سيځې
بس په سندرو باندې تيږه کيږده
*******************
بهار په خوب وينمه وبه خاندې
رنگين گومان دى خو يقين ورک دى
سوال مې يوازې ځي په بره طرف
له پرښتو ځنې امين ورک دى
********************
لاس مې تر عرشه پورې نه رسيږي
چې زه اجرونه ستا د وير راوړم
جنتي خوب چې په دوزخ کې وينې
هغې ته ښکلې څه تعبير راوړم
********************
ستا يزداني هيلې چې نه شي پوره
د حورو چم کې دې توفان راشي
ستوري دې هم بيا نا مراده اوسي
په دغه ځمکه دې اسمان راشي
*********************
جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په دې خبرو باندې تيږه کيږده
خپلې نازکې شونډې څه له سيځې
بس په سندرو باندې تيږه کيږده
***** **********
مصطفی سالک...د طاووس بڼکه
239
چېرته یې؟ اواز وکړه بې شوره له مانه کېږي
دا د خاموشۍ زندګي نوره له ما نه کېږي
ځه! د سترګو نم ته به څه بله بهانه وکړم
ای! خو د خندا تمثیل په زوره له ما نه کېږي
څومره په اسانه راته وایې چې مې هېره کړه!
ستا وینا په سر سترګو! خو ګوره له ما نه کېږي
څه ګټه؟ پالل چې یې محدود تر خواهشاتو وي
داسې یارانه د سترګو توره له ما نه کېږي
هرې ناکردې ته حوصله چې سړیتوب ګڼې
ته نو بندګي غواړې او وروره له ما نه کېږي
مونږه سینه سویو ته ډیوه وي سباوونه ژوند
څه وکړم ؟ مجبوره یم بې اوره له ما نه کېږي
*عبدالمعروف سباوون*
239
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
ورته ځير يمه او سترګې مې دي ډنډې
نن سبا د هر مجلس په سر کې زه يم
او وهي را باندې هر سړی ملنډې
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
دفتري بېک مې په غاړه کې ځړېږي
خبر نه يمه چې کوم خواته روان يم
ته مې ياده يې لاسونه مې لړزېږي
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
اسوېلي ساړه ساړه کَوم روان يم
اوس څه ښه يمه خو شپې ته اندېښمن يم
تر سهاره به خپل زخم ته حيران يم
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
تنهايي ده د سپرلي اولې شپې دي
درد مې ټول بدن نه تاو لکه پوستکی
ته له بل سره يې سترګې مې لمدې دي
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
شبوګۍ لېونۍ! زه درنه مړ کېږم
دغه ورځې مې وروستۍ وبوله راشه
يه جينۍ لېونۍ! زه درنه مړ کېږم
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
ورته ځير يمه او سترګې مې دي ډنډې
نن سبا د هر مجلس په سر کې زه يم
او وهي را باندې هر سړی ملنډې
239
د بام په سر په ناسته، ناسته ځمه
سالکه زلفې ټولوه راپسې
*او*
زما او ستا کیسه دې مینې نه ده
سالکه! زه دې مینواله یمه
*مصطفٰی سالِک*
239
واخله انځُور، مُسک اوسه، دنيا په تماشه کړه!
ژوند د تليفون کېمره ده، پاکه يې شيشه کړه!
زړه مې برېښ شو، شغ شغ يې راځي فکر کَومه
پورته غرۀ کې چا بيا په نښتر ښخه اره کړه
زړه يې زما ښه ډېر په چاړه باندې ټوټې کړ
ما ته يې را بېله پکې لږ غوندې حِصه کړه
چېرته کوهِ قاف، چېرته ددې دَور ملګري
خير دی؛ که يې کله ناڅاپي درسره شپه کړه
شپه ده، او تت بَل دي د موټر مخکې لېټونه
خدای يو ناڅاپي عجيبه وېره را سره کړه
اوړی دی، مخلوق ګرځي د يخ سيوري تکل کې
ماته يې شبو د واورې سپينه پاغونده کړه
239
زما به ته یادېږې یاره
که د جنت په منارو ولاړه یمه
که به مې یو ساعت هېرېږي
له ما دې هېر شي دا ویلې کتابونه🥹
