پښتو شعرونه
Kanalga Telegram’da o‘tish
Ko'proq ko'rsatish
Mamlakat belgilanmaganToif belgilanmagan
238
Obunachilar
Ma'lumot yo'q24 soatlar
+57 kun
+1230 kun
Postlar arxiv
239
ژوند مې واخيستو مرګي ته مې تيار کړ
دا جنت مې له يوې جينۍ نه ځار کړ
يوسف مخې! هيڅ دَرک دې نه لګېږي
يعقوبي زړه مې په تا پسې بيمار کړ
د هغې دنګه ځواني مې وليدله
را په زړه يې د کابل بالا حِصار کړ
تا ليدل د سرو او سپينو دوکانونه
زما ګل لاس کې و، ايسته مې ګُذار کړ
د ډوډۍ دَرک دې کور کې نه لګېږي
ته خوشاله يې، دښمن مې تار په تار کړ
ما شبو چای د ادرکو ورته کړی
ډاډی تللو مګر لږ څه مې ايسار کړ
239
مه انتظار کوه، او نه درځمه
ما دې خدای مړه کي که بيا زه درځمه
خدای ته به څه وایمه، ته ووايه؟
که تاته مخکې له لمانځه درځمه
په رقيبانو مې چې ونه وژنې
((لکه لړم په ديواله درځمه))
لمبه لمبه ځواني دې اور وانخلي
زه پکتيانۍ اوبه اوبه درځمه.
239
زه د یو داسې درد بیمار یم چې وطن نومیږي
ځوانه ځوانۍ کې مې د سترګو حلقې تورې شوې
درد یې ونه کړ خو په سترګو کې مې اوښکې راغلې
مور مې زاړه شوه څپېړې یې کمزورې شوې
239
زما د پخوا نه سبق نه زده کيدو
د جانان مينې کړمه ښه بې لارې
په نافرمانه اولاد ټول ستړي وي
لکه زما وجود کې زړه بې لارې
سندرې وايمه لمونځ هم ورکوم
نه سم پر لاره يم او نه بې لارې
هغه چې سم ياديدل ټول کښېناستل
اوس به وطن ګټي پاخه بې لارې!؟
*ذوالقرنين باچاء*
239
د سپېڅلې ارادې سره مدغم یم
روڼ سهار یم د تقوا په دمو دم یم
حوصله او زغم مې دنګ دي تر آسمانه
که په عمر او قامت تر آسمان کم یم
د وطن په فطرتي ښکلا خوشحال یم
په سحر کې د ګلاب د سترګو نم یم
د تاریخ په سپینو کرښو کې سر هسک یم
بس یواځې ګردګار ته په سر خم یم
خدای مې ساتي له بدبینو نه هجرانه
زه د ګران وطن د امن په رقم یم
نذیرالله هجران
239
کفر دې نه کوي دچا د آیندې سره
ولې نکاح تړي د بل د معشوقې سره؟
دغه پښتو مښتو دې سر وخوري تبا یې کړلو
ترڅو به ژوند کوو د دغې زولنې سره
خدایه ډاډه یم چې په رحم دې جنت زموږ دی
خو که دوزخ ته ځي زه ځمه د ادې سره
ما د ځوانۍ دوره سوچونو باندې تېره کړله
ما ډېر زیاتی کړی دی خپلې حافظې سره
الله شاهد دی چې ما حورې ورنه نه دي غوښتي
ما په جنت کې هم ژوند غوښتی د هغې سره
239
وهې را سره سم په لار قدم لکه ماشوم
نیولی یم له ګوتې نه ستا غم لکه ماشوم
په نه خبره ولاړ شي مرور شي په ژړا شي
راکړی راته خدای داسې صنم لکه ماشوم
په زړه باندې نری شومه د یار په غم اخته شوم
راځې مې سمدستې سترګو کې نم لکه ماشوم
پرې غم غلطومه جوړوم یې څه په مینه
له شګو نه کورونه ستا د چم لکه ماشوم
ګلداده بیخې نه منې خبره ضد نیولې
کووم ورته په هر څه اوس قسم لکه ماشوم
*ګلداد*
239
دلته ډوب دی هر سړی خپلو خولو کي
ځان ته غټ قبرونه باسي هدیرو کي
دا پراته مړې ټول ښه خلګ په دې دي
دلته ښه سړی هیڅ نشته په ژوندو کي
پښتون زوی نه په زارۍ نه په دعا شو
خوله مې وچه سېک مې نشته په لاسو کي
زموږ ګرانښت به در مالوم شي یو ځل مړ شه
موږه ډیر ښه سره ژاړو جنازو کي
خدای دې وبښي وریندارې لالا مړ شو
اوس دې کوم یو وایه خوښ دی په لېورو کي
ر
239
د شونډو کيف دې په جنت کې نشته
هو په کوثر په الطهور مې قسم
مړ دې يم پاک په زنگېدلي آواز
په اياتونو د زبور مې قسم
بل هر يو رنگ يې د جبين توهین دی
د خپلې وينې په سندور مې قسم
زه د جام خط په لاره سم کړم شېخه
په کږو څانگو د انگور مې قسم
نه ږدم درمله د فرعون پښو کې سر
د جلالي خدای په غرور مې قسم
*احسان الله درمل*
239
څه په مایوسۍ ستا له زړه بیرته ځان ته راغلم
کوم یقین ته تللی ومه، کوم ګمان ته راغلم؟
وامي خله خو, داغ به مي پر سپینه لمن نه ایږدې!
راسه (زلــېخــا) زه د لیلام میدان تـــه راغلم
اوس د محبت په تقدس باندي ایمان لرم
زهر ومه شات سومه چي ستا زبان ته راغلم
درد او غم د سترګو له زندان څخه را، و ایستم
اوښکه وم کرار،کرار،کرار ګرېوان ته راغلم
ښاده! مکمل مي ځان پر خدای باندي سپارلی ؤ
بڼه د طاووس ئې کـړم او بیا قرآن ته راغلم
*نبي ښاد*
239
تازه غزل!
د هدفونو د تکمیل شتمني، ولړزوي
یاد د وړې جینۍ وي،لویه ځواني، ولړزوي
بیا پرې د رحم باران هم لکه عذاب څڅیږي
د چا د کور د کوټې بام چې نیستي، ولړزوي
نا سم خوځښت د پیغلو جونو، د حیا د څادر
د پښتنو کلي کې ول ول پټکي، ولړزوي
زموږ لپاره له هر څه څخه اړینه نړۍ
په زلزله کې خالق څومره عادي، ولړزوي
د دې څو تنو سپک لفظونه به حماده! څنګه؟
دومره سنګینه او درنه شاعـــري، ولـــړزوي
#حماد
239
په اعتبار کې مې خوړلي دي دوکې، ډارېږم
اوس چې تر څنګه راځي لږ هم څوک نږدې، ډارېږم
ماته سکون راکوي اوس په هدیرو کې ناسته
داسې د شور ماشور له ډکې ښاریې ډارېږم
ډېره موده وشوه چې مور مې د شپې خوب نۀ کوي
ما یوه ورځ چېرته ویلي وو "د شپې ډارېږم"
څوک به خفه شي، بیا یې څوک پخلا کوي ورک یې کړه
یوازیتوب چې خوښومه له همدې ډارېږم
ما مسلسل دی غولولی، ځورولی مې ځان
نعماني! اوس په ائینه کې له څهرې ډارېږم
عزیزالحسن نعماني.
239
دا ځل به ته سلام کوې، زه به مخ اړومه
ژوند دی، باور لرم مخ کېږو سره بيا حتماً
يا ډېر اسانه تا په هر څه خاورې واړولې😢
يا خلک ټول داسې دي زه يم اشتباه حتماً
ته به راګرځې، مګر زه دا وعده نه کوم چې
ستا اوسنی ځای به مې زړه کې وي سبا حتماً
239
ما ته مې خپلې سلګۍ بېرته راغلې
زخمي خو دي ،خو ژوندۍ بېرته راغلې
ما خپلې ورکې هيلي وژړوي
چناره تا ته مرغۍ بېرته راغلې
ما تنهایي د سمندر بوږنوي
ماښام شو ټولې کېشتۍ بېرته راغلې
#ممتازاورکزی
