پښتو شعرونه
前往频道在 Telegram
显示更多
未指定国家未指定类别
239
订阅者
+124 小时
+57 天
+1330 天
帖子存档
239
سترګو کې نظر د مینې پاتې دی
لا خو څه اثر د مینې پاتې دی
څنګه راته وايې اوښکې پاکې کړه
زړه کې مې پرهر د مینې پاتې دی
زه که درنه لار هر څو بدله کړم
هر خوا دې شرر د مینې پاتې دی
اوس پکې د کلې پېغلې نه ښکاري
وران دلته ګودر د مینې پاتې دی
ورک شول هغه خلګ تاریخونو کې
چا نه چې سنګر د مینې پاتې دی
کله به رسېږم ساحلونو ته
خدایه ډیر سفر د مینې پاتې دی
تا خو ای نصرته یو قدم اېښی
لا خو سمندر د مینې پاتې دی
FaNoOs 🎀
239
یعني څه کول په کار دي، یعني څه باید چي وسي؟
د ناکام عشق تجربه ده زما په زړه باید چي وسي
بده داده چي یو بل ته د درواغو وعدې ورکړي
که څوک یو پر بل مین وي نو واده باید چي وسي
که ښېرا کوې رقیب ته باید وخت ئې معلوم نه وي
که دعا کوې جانان ته پر لمانځه باید چي وسي
یار خپه دئ چي ستا زړه تنها زما لپاره جوړ دئ
دې جومات ته خو د ښکلو تله،راتله باید چي وسي
موږ د زړونو ناروغان یو ښاده ګوندي خدای مو ښه کړي
یو دیدن د لمر خاته، او لمر لوېده باید چي وسي
*نبي ښاد*
239
نظم : جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په کربلا کې ټوکيدلى گل !!!!!!!
جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په دې خبرو باندې تيږه کيږده
خپلې نازکې شونډې څه له سيځې
بس په سندرو باندې تيږه کيږده
*******************
څه ته په ساندو کې سندرې لړې
زما د زړه تارونه زور نه لري
درخو د ژوند رباب به مات کړې زما
ته به خبره شې چې شور نه لري
*******************
ماته به نه وايې چې اور شو وطن
د گل په پاڼو افسانې سوې دي
ماته به نه وايې چې مړه شو نرگس
هغه د سترگو ميخانې سوې دي
*********************
مه وايه دا چې اوس د نجونو ميره
څي د همزولو په خازو پريوزي
چې آينې نه يې حيا کوله
اوس د ابليس په دراوزو پريوزي
******************
جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په دې خبرو باندې تيږه کيږده
خپلې نازکې شونډې څه له سيځې
بس په سندرو باندې تيږه کيږده
******************
ته جادوگره يې منم شاعرې
ته په الفاظو کې رنگونه کرې
څومره په ناز او په انداز باندې
حساسو زړونو کې اورونه کرې
******************
ستا ارادې له تاترې نه لوړې
ستا به لاسونو ته اسمان راشي
خو دا زما په زړگي نه ځايږي
چې په ښايست دې امتحان راشي
*****************
مونږ غريبان يو مونږه هيڅ نه لرو
ته د وطن خوبونه څه له وينې؟
په کربلا کې ټوکيدلى گل يې
بيا د گلشن خوبونه څه له وينې؟
********************
جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په دې خبرو باندې تيږه کيږده
خپلې نازکې شونډې څه له سيځې
بس په سندرو باندې تيږه کيږده
*******************
د پرهر زړه رڼا ته ژوند تيروه
دا رنگينه نړۍ زمونږه نه ده
په ماشوم زړه باندې دې زور تير کړه
دغه ښايسته گوډۍ زمونږه نه ده
*******************
درومي لالونه د خزان لوڼو ته
ته هميشه هلته بهار غواړې
د خپلو اوښکو د غمو په بدل
د ننگرهار لپاره هار غواړې
*******************
ستا په رڼا ستا په ښکلا مې قسم
د هندوکش او د پامير تاج يې
ته په سپين غر کې د بزرگې څوکې
د تاترې او د بونير تاج يې
*******************
جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په دې خبرو باندې تيږه کيږده
خپلې نازکې شونډې څه له سيځې
بس په سندرو باندې تيږه کيږده
*******************
بهار په خوب وينمه وبه خاندې
رنگين گومان دى خو يقين ورک دى
سوال مې يوازې ځي په بره طرف
له پرښتو ځنې امين ورک دى
********************
لاس مې تر عرشه پورې نه رسيږي
چې زه اجرونه ستا د وير راوړم
جنتي خوب چې په دوزخ کې وينې
هغې ته ښکلې څه تعبير راوړم
********************
ستا يزداني هيلې چې نه شي پوره
د حورو چم کې دې توفان راشي
ستوري دې هم بيا نا مراده اوسي
په دغه ځمکه دې اسمان راشي
*********************
جينۍ د خداى او د رسول ومنه
په دې خبرو باندې تيږه کيږده
خپلې نازکې شونډې څه له سيځې
بس په سندرو باندې تيږه کيږده
***** **********
مصطفی سالک...د طاووس بڼکه
239
چېرته یې؟ اواز وکړه بې شوره له مانه کېږي
دا د خاموشۍ زندګي نوره له ما نه کېږي
ځه! د سترګو نم ته به څه بله بهانه وکړم
ای! خو د خندا تمثیل په زوره له ما نه کېږي
څومره په اسانه راته وایې چې مې هېره کړه!
ستا وینا په سر سترګو! خو ګوره له ما نه کېږي
څه ګټه؟ پالل چې یې محدود تر خواهشاتو وي
داسې یارانه د سترګو توره له ما نه کېږي
هرې ناکردې ته حوصله چې سړیتوب ګڼې
ته نو بندګي غواړې او وروره له ما نه کېږي
مونږه سینه سویو ته ډیوه وي سباوونه ژوند
څه وکړم ؟ مجبوره یم بې اوره له ما نه کېږي
*عبدالمعروف سباوون*
239
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
ورته ځير يمه او سترګې مې دي ډنډې
نن سبا د هر مجلس په سر کې زه يم
او وهي را باندې هر سړی ملنډې
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
دفتري بېک مې په غاړه کې ځړېږي
خبر نه يمه چې کوم خواته روان يم
ته مې ياده يې لاسونه مې لړزېږي
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
اسوېلي ساړه ساړه کَوم روان يم
اوس څه ښه يمه خو شپې ته اندېښمن يم
تر سهاره به خپل زخم ته حيران يم
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
تنهايي ده د سپرلي اولې شپې دي
درد مې ټول بدن نه تاو لکه پوستکی
ته له بل سره يې سترګې مې لمدې دي
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
شبوګۍ لېونۍ! زه درنه مړ کېږم
دغه ورځې مې وروستۍ وبوله راشه
يه جينۍ لېونۍ! زه درنه مړ کېږم
لمر کېوځي د پغمان په جګو غرونو
ورته ځير يمه او سترګې مې دي ډنډې
نن سبا د هر مجلس په سر کې زه يم
او وهي را باندې هر سړی ملنډې
239
د بام په سر په ناسته، ناسته ځمه
سالکه زلفې ټولوه راپسې
*او*
زما او ستا کیسه دې مینې نه ده
سالکه! زه دې مینواله یمه
*مصطفٰی سالِک*
239
واخله انځُور، مُسک اوسه، دنيا په تماشه کړه!
ژوند د تليفون کېمره ده، پاکه يې شيشه کړه!
زړه مې برېښ شو، شغ شغ يې راځي فکر کَومه
پورته غرۀ کې چا بيا په نښتر ښخه اره کړه
زړه يې زما ښه ډېر په چاړه باندې ټوټې کړ
ما ته يې را بېله پکې لږ غوندې حِصه کړه
چېرته کوهِ قاف، چېرته ددې دَور ملګري
خير دی؛ که يې کله ناڅاپي درسره شپه کړه
شپه ده، او تت بَل دي د موټر مخکې لېټونه
خدای يو ناڅاپي عجيبه وېره را سره کړه
اوړی دی، مخلوق ګرځي د يخ سيوري تکل کې
ماته يې شبو د واورې سپينه پاغونده کړه
239
زما به ته یادېږې یاره
که د جنت په منارو ولاړه یمه
که به مې یو ساعت هېرېږي
له ما دې هېر شي دا ویلې کتابونه🥹
239
د زړه زخم مې د سرې مالګې کمر دی
راختلی پرې د سپینو اوښکو لمر دی
په مریو مو بلا چړې شوې پڅې
قصابان د کلي وايي چې اختر دی
مایې زړه اورېدو، دوی مې چیغې نه اوري
جوړ د کاڼو له غوږونو کوڼ خیبر دی
سپين لباس د پرښتو ابلیس اغوستی
جاهلان وايي وارث د پيغمبر دی
ګرځوم یې در په در چېرته یې یوسم
د ژوندون د مړي پېټی مې په سر دی
چې له هند نه یې وږمې د چندن راوړې
د پښتون د طوطي مات هغه وزر دی
بیا یې کړی دی اودس د چا په وینو
چې خطاب یې د وژنې په منبر دی
هر دجال دي د مهدي کالي اغوستي
په وطن راغلی بې نېټې محشر دی
*پیر محمد کاروان*
239
تېره ورځ مې ناڅاپي ښار کې در پام شو
په چپ لاس کې دې د بل سړي بنګړی و
ځان مې وسکونډه ما وېلې خوب به وينم
مګر: پوی شوم چې زما نه وو، پردی و
چېرې سيوری مې پيدا کړو څو شېبو ته
د دېوال څنګ ته مې پښې وغځولې
زور راکې نه و، مګر زړه مې بيدار وو
پياده رَو کې مې اوږدې، وغځولې
څو نفره راته ودرېدل، بيا تېر شول
خو يوې جينۍ زړه غټ کړ رانږدې شوه
وې يې څه شوي دي؟ولې داسې ناست يې
دې خوږې جينۍ زړه غټ کړ رانږدې شوه
زه خاموشه ومه ژبه مې ګونګۍ وه
د اوبو بوتل يې کېښودو شوه پورته
په ارامو قدمونو وړاندې لاړه
وې يې زه ځمه ناوخته دی خپل کور ته
شبو! ومنه دعا مې ورته وکړه
پدې ډک ښار کې همدا يوه جينۍ وه
چې يې درک کړمه يو څه يې زړګی وسو
خوښه شوې مې بېحده دا نړۍ وه
مګر ته راته راياده شوې ناڅاپه
زنده ګۍ راته مانا هيڅ نه لرله
ژوند قمار و زه ناپوه لوبغاړی ومه
يو ځلي مې معشوقه پکې بايلله
239
تا وې کتـــاب ګوره نو زهٔ به درته نه یادېږم
تهٔ مې هېر نشوې،کتابونه راته ډېر یاد شول
اباسین
