پښتو شعرونه
Kanalga Telegram’da o‘tish
Ko'proq ko'rsatish
Mamlakat belgilanmaganToif belgilanmagan
238
Obunachilar
-124 soatlar
+47 kun
+1330 kun
Postlar arxiv
238
تهٔ وایه، څنګه بهٔ مې نهٔ وي درته پام جینۍ
تک سپین غومبوري لکه ډک د شېدو جام جینۍ
ددغه خلکو هوسونو ته اور مه اچوه
لکه کوتره ډېره مه ګرځه پهٔ بام جینۍ
چې څوک دې پښو ته لکه لاره غوړېدلی نهٔ شي
پهٔ میسینجر کې چې ترې وانه خلې سلام جینۍ
طاهر آمين تعجب
238
#دنیا
دنیا عجبه ده او خلک یې بېخي عجب دي
ستا به نیم لوستي کتابونه سرته ګډوډ وي
پۀ بېخوبۍ به دې ګونه وي ګرځېدلې د مخ
او ګوشکي به دې د ډېرو ورځو جړ پراتۀ وي
فلم به نۀ ګورې سندرې به دې ساه بندوي
د مبایل د چارج کیسه کې به دې هم نۀ یې
د کوټې ګروپ به دې دا ډېره موده بل نۀ وي
کله په چای سوی، اکثره دې پیاله سړه وي
کله دې ژبه وخورې، کله دې مړۍ نښلي
پام به دې نۀ وي چې نوکان مې ولې نۀ غټېږي؟
او د وېښتانو رسېدو به دې مودې شوې وي
تۀ به خبر پۀ ګډوډۍ د خپل لباس نۀ یې
دلباسونو د رنګ مېچ ته به دې پام نۀ وي
هغه د چا د خوښې عطر به ژړا درولي
#هوووو
دنیا عجبه ده او خلک یې بېخي عجب دي
تۀ به اخیستی یې سودا لتا به ځان ورک وي
زړۀ به دې خوري دا ټوکې ټوکې مذاهب د خلکو
پۀ عقیدې رټلي عقل به دې زړۀ خوږېږي
دا لۀ انسانه تر انسانه فاصلې به ژاړې
د دېوالونو پۀ مانا به دې سر نۀ خلاصېږي
د رپېدونکو جنډو سوال ته به جواب نۀ لرې
تۀ به پۀ خیال کې دکوم غارمخې ته لمرته ناست يې
یا به د کومې ونې سیوري ته ریښتیا لټوې
#خو
خو دا لۀ خپلو عادتونو نه مجبوره دنیا
تابه پۀ ځان پسې راکاږي کۀ تۀ غواړې کۀ نا
پۀ څو وړو، وړو خبرو دې تکمیل کېږي
چې د هرچا پۀ ګوتو ورغلې د ځان به دې کړي
کۀ د چا نۀ شوې بیا به ساه د اخیستلو نۀ وي
پۀ پټه خولۀ به یې منې چې د منلو نۀ وي
تۀ به لۀ داسې یو حالته راتېرېږې مګر
ځینې ملګرو به ګیلې وي رالېږلې درته
د ځینې نورو به خفګان تر ګیلو هم اوچت وي
هو...
دنیا عجبه ده او خلک یې بېخي عجب دي
#شهاب
238
حُسن راشي د زړه کور کې استوګن شي
نه کوي لنډې اوږدې راباندې ګران دی
یو احساس دی! ورک له ما یې اوس تماس دی
د ده شه د مور شیدې! راباندې ګران دی
دا یوه خپلوي له خدای سره لرمه
بې وطنه دی، په دې راباندې ګران دی
عمر تېر چې شو بس تېر شو نه را ګرځي
هسې نه کوي وعدې راباندې ګران دی
بارکواله! غم د بدې ورځې یار دی
نه دی زړه ته را نژدې راباندې ګران دی
*بارکوال میاخېل*
238
تم شه ګُلي اوښکې مې لا تم نه دي
لا خو مې کتلي درته سم نه دي
غم د جدايي په زړه غلبېل کړمه
دا شانې سيخونه خو د زغم نه دي
ښکلي چې ما وګوري مسکا کوي
زۀ به لېوني يمه دوی ګرم نۀ دي
ځکه دې خدای بولمه توبه مې ده
ځينې کيسې ستا د بنيادم نۀ دي
شېخه دومره ژر پرې خطا کېږه مۀ
ښکلي دي، دا حورې د ارم نۀ دي
زخم مې داغي دا مې علاج کوي
سوي دې مسلسل دا خو ملهم نۀ دي
پوی دي د مجذوب پۀ زړګي پوی دي ښه
ښکلي که وليان نۀ دي څه کم نه دي
*عبدالرحيم مجذوب*
238
هندو، هندوه
په ازلي برخو یې نه یم
یار مې هندو ښۀ دی چې نه مې ځوروینه
ما نه یې یار پۀ پښتو بېل کړ
د ملک زوی ځانته هندوې ګډوینه
په مینه تور هندو خپلېږي
زۀ مسلمان لالي ته فکر وړې یمه
پوره يو پاو زهر مې ورکړل
موزي مړ نه شو د هندو قرضداره شومه
تۀ مرور مرور ګرځه
که مې پخلا کړې د هندوې لور به يمه
خلکو هندوې په نکاح کړې
ماته کافر لالی په خوب کې نه راځينه
هندوستانی مېړه بۀ ؤکړم
پۀ پښتنه خاوره دوه ځلې کونډه شومه
او
یار مې هندو زۀ مسلمان یم. . .
#لنډۍ
238
کله د کوترې پۀ څېر کله هم د مار غوندې
ژوند کله دښمن شي کله کله بیا د یار غوندې
هغه شېبې تېرې شوې چې تا به راته وویل
واچوه لاسونه مې په غاړه کې د هار غوندې
ما ځولۍ راوړې وه او تا سر خوځولی وۀ
لږ هم د اقرار غوندې او لږ هم د انکار غوندې
موټي کې دې کاڼی وۀ، که ګل وۀ، خبر نه ومه
لاس دې وۀ تاو کړی زما ویشتو ته د وار غوندې
مینه د خدای مینه بېلې بېلې جامې واغوندې
چاته معشوقه شي، چاته مور، چاته د پلار غوندې
څۀ کوي کاروان چې کله سور ګلابي شعر وایي
کله نرګسي غزل د ستړي انتظار غوندې
*کاروان بابک*
238
وران کار به ودان ګڼې دلته که اوسېږې ته
حق ویل به زیان ګڼې دلته که اوسېږې ته
ورځې ته به شپه وایې چا که ورته شپه ویل
تور به سپین شیان ګڼې دلته که اوسېږې ته
هیڅوک ملامت نه دي وران که ټول کارونه شول
خپل قسمت به وران ګنې دلته که اوسېږې ته
ټیټ خلک به جګ ګڼې ناست که په جګ ځای کې وي
ځمکه به اسمان ګڼې دلته که اوسېږې ته
هر چا چې هر څه کول ته به صفتونه کړی
هر یو به لقمان ګنې دلته که اوسېږې ته
*ګل باچا الفت*
238
دغه خالونه دې د یار پر مخ ونه لګول
له دیده پس دې کسي بېرته په لېمو کې یووړل
دروېشه! سترګو ته مو کله هم را نغلې اوښکې
دغه بڅري مو تمام عمر په زړو کې یووړل
دروېش دٌرانی
238
مولا خو دي له خولې واخله کږې کږې، خبري
دعا دي له خولې ووځه بې اختياره لکه ډم!!!!
*ممتاز اورکزی*
238
څه په نه زړه باندې ژوند کوم لګیا یم
تنهايي لکه ساه اخلم او پرې پایم
ستا وعده لکه دېوال ده، خو غم دا دی
چې زه ناست ورته په یخ کې لوڅه شا یم
څه بې درده، څه بې حسه ته محتاج یم
محبته! بس نو څه به درته وایم
ته چې ستړې یې دمه شه، مګر ګوره
وایه مه چې مخکې تګ ته وارخطا یم
د وطن له بدو ورځو به خبرېږې؟
زه خراب درپسې داسې نن سبا یم
د جامو په دغه رنګ پسې دې مړ مړ
د وېښتانو په دې سټایل دې تباه یم
ما وې پام به دې غلط شي خو #هميمه
ته چې ژاړې موسيقي ته، نه دي بیایم
حفیظ همیم
238
خدای خبر دلته په ما کومو سترګو کوډې کړي؟
پښې مې ترې لاړې شي خو زړه مې له بګرامه نه ځي.
#بیت
#سایل
238
زه اکثر چا پسې خراب شم بیا اکثر ښه شم
خو خیال مې نه کیږي چې دا ځل دومره زر ښه شم
وا ملا!زه هغه لالي پسې تباه برباد یم
غرق شې پیریان نه دي چې زه به په منتر ښه شم
چې مې د زلفو سره باد کړي لیونی شم خدایه!
چې مې بندي کړي په حلقه کښې دَ نظر، ښه شم
کاش مسیحا! زه هم څو وخته وینې وینې شمه
کاش مسیحا! بیا یکایک لکه پرهر ښه شم
چې توبه وکړم له شرابو نو مئین شم په چا
که دا مې حال وي، خدای راستي که تر محشر ښه شم
مه ځه! قسم دی د ماښام په شانې تور سوزمه
کښینه! چې لږ لکه نیمګړی مازدیګر ښه شم
ممتازه! ځم عبدالغفور سره تبلیغ ته ځمه
خو زه ډاریږم هسې نه چې سراسر ښه شم
*پیر ممتاز*
238
زه دې زړه کې داسې پروت وم چې ما ځای نیولی نه و
اوس چې نه یمه، نه تا ته څه مشکل دی او نه ما ته
دا چې څنګه یم لالیه بس هم دغسې مې پریږده
دا چې څه یمه، نه تا ته څه مشکل دی او نه ماته
ستا په ظلم به مې څنګه غړیدلې سترګې چوپ وي
بس ویده یمه، نه تا ته څه مشکل دی او نه ما ته
*سعود*
