fa
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

رفتن به کانال در Telegram

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
238
مشترکین
-124 ساعت
+47 روز
+1330 روز
آرشیو پست ها
تهٔ وایه، څنګه بهٔ مې نهٔ وي درته پام جینۍ تک سپین غومبوري لکه ډک د شېدو جام جینۍ ددغه خلکو هوسونو ته اور مه اچوه لکه کوتره ډېره مه ګرځه پهٔ بام جینۍ چې څوک دې پښو ته لکه لاره غوړېدلی نهٔ شي پهٔ میسینجر کې چې ترې وانه خلې سلام جینۍ طاهر آمين تعجب

#دنیا دنیا عجبه ده او خلک یې بېخي عجب دي ستا به نیم لوستي کتابونه سرته ګډوډ وي پۀ بېخوبۍ به دې ګونه وي ګرځېدلې د مخ او ګوشکي به دې د ډېرو ورځو جړ پراتۀ وي فلم به نۀ ګورې سندرې به دې ساه بندوي د مبایل د چارج کیسه کې به دې هم نۀ یې د کوټې ګروپ به دې دا ډېره موده بل نۀ وي کله په چای سوی، اکثره دې پیاله سړه وي کله دې ژبه وخورې، کله دې مړۍ نښلي پام به دې نۀ وي چې نوکان مې ولې نۀ غټېږي؟ او د وېښتانو رسېدو به دې مودې شوې وي تۀ به خبر پۀ ګډوډۍ د خپل لباس نۀ یې دلباسونو د رنګ مېچ ته به دې پام نۀ وي هغه د چا د خوښې عطر به ژړا درولي #هوووو دنیا عجبه ده او خلک یې بېخي عجب دي تۀ به اخیستی یې سودا لتا به ځان ورک وي زړۀ به دې خوري دا ټوکې ټوکې مذاهب د خلکو پۀ عقیدې رټلي عقل به دې زړۀ خوږېږي دا لۀ انسانه تر انسانه فاصلې به ژاړې د دېوالونو پۀ مانا به دې سر نۀ خلاصېږي د رپېدونکو جنډو سوال ته به جواب نۀ لرې تۀ به پۀ خیال کې دکوم غارمخې ته لمرته ناست يې یا به د کومې ونې سیوري ته ریښتیا لټوې #خو خو دا لۀ خپلو عادتونو نه مجبوره دنیا تابه پۀ ځان پسې راکاږي کۀ تۀ غواړې کۀ نا پۀ څو وړو، وړو خبرو دې تکمیل کېږي چې د هرچا پۀ ګوتو ورغلې د ځان به دې کړي کۀ د چا نۀ شوې بیا به ساه د اخیستلو نۀ وي پۀ پټه خولۀ به یې منې چې د منلو نۀ وي تۀ به لۀ داسې یو حالته راتېرېږې مګر ځینې ملګرو به ګیلې وي رالېږلې درته د ځینې نورو به خفګان تر ګیلو هم اوچت وي هو... دنیا عجبه ده او خلک یې بېخي عجب دي #شهاب

د بنګال ښځې جادو کوي په خلکو پښتنې خو په چارګل د سړي زړه وړي

حُسن راشي د زړه کور کې استوګن شي نه کوي لنډې اوږدې راباندې ګران دی یو احساس دی! ورک له ما یې اوس تماس دی د ده شه د مور شیدې! راباندې ګران دی دا یوه خپلوي له خدای سره لرمه بې وطنه دی، په دې راباندې ګران دی عمر تېر چې شو بس تېر شو نه را ګرځي هسې نه کوي‌ وعدې راباندې ګران دی بارکواله! غم د بدې ورځې یار دی نه دی زړه ته را نژدې راباندې ګران دی *بارکوال میاخېل*

تم شه ګُلي اوښکې مې لا تم نه دي لا خو مې کتلي درته سم نه دي غم د جدايي په زړه غلبېل کړمه دا شانې سيخونه خو د زغم نه دي ښکلي چې ما وګوري مسکا کوي زۀ به لېوني يمه دوی ګرم نۀ دي ځکه دې خدای بولمه توبه مې ده ځينې کيسې ستا د بنيادم نۀ دي شېخه دومره ژر پرې خطا کېږه مۀ ښکلي دي، دا حورې د ارم نۀ دي زخم مې داغي دا مې علاج کوي سوي دې مسلسل دا خو ملهم نۀ دي پوی دي د مجذوب پۀ زړګي پوی دي ښه ښکلي که وليان نۀ دي څه کم نه دي *عبدالرحيم مجذوب*

هندو، هندوه په ازلي برخو یې نه یم یار مې هندو ښۀ دی چې نه مې ځوروینه ما نه یې یار پۀ پښتو بېل کړ د ملک زوی ځانته هندوې ګډوینه ‌‎ په مینه تور هندو خپلېږي زۀ مسلمان لالي ته فکر وړې یمه پوره يو پاو زهر مې ورکړل موزي مړ نه شو د هندو قرضداره شومه تۀ مرور مرور ګرځه که مې پخلا کړې د هندوې لور به يمه ‏خلکو هندوې په نکاح کړې ماته کافر لالی په خوب کې نه راځينه هندوستانی مېړه بۀ ؤکړم پۀ پښتنه خاوره دوه ځلې کونډه شومه او یار مې هندو زۀ مسلمان یم. . . #لنډۍ

اوښکې روانې کور ته راغلم پردي راوړي به دې څۀ زړه وساتینه ټپه😘

کله د کوترې پۀ څېر کله هم د مار غوندې ژوند کله دښمن شي کله کله بیا د یار غوندې هغه شېبې تېرې شوې چې تا به راته وویل واچوه لاسونه مې په غاړه کې د هار غوندې ما ځولۍ راوړې وه او تا سر خوځولی وۀ لږ هم د اقرار غوندې او لږ هم د انکار غوندې موټي کې دې کاڼی وۀ، که ګل وۀ، خبر نه ومه لاس دې وۀ تاو کړی زما ویشتو ته د وار غوندې مینه د خدای مینه بېلې بېلې جامې واغوندې چاته معشوقه شي، چاته مور، چاته د پلار غوندې څۀ کوي کاروان چې کله سور ګلابي شعر وایي کله نرګسي غزل د ستړي انتظار غوندې *کاروان بابک*

وران کار به ودان ګڼې دلته که اوسېږې ته حق ویل به زیان ګڼې دلته که اوسېږې ته ورځې ته به شپه وایې چا که ورته شپه ویل تور به سپین شیان ګڼې دلته که اوسېږې ته هیڅوک ملامت نه دي وران که ټول کارونه شول خپل قسمت به وران ګنې دلته که اوسېږې ته ټیټ خلک به جګ ګڼې ناست که په جګ ځای کې وي ځمکه به اسمان ګڼې دلته که اوسېږې ته هر چا چې هر څه کول ته به صفتونه کړی هر یو به لقمان ګنې دلته که اوسېږې ته *ګل باچا الفت*

دغه خالونه دې د یار پر مخ ونه لګول له دیده پس دې کسي بېرته په لېمو کې یووړل دروېشه! سترګو ته مو کله هم را نغلې اوښکې دغه بڅري مو تمام عمر په زړو کې یووړل دروېش دٌرانی

مولا خو دي له خولې واخله کږې کږې، خبري دعا دي له خولې ووځه بې اختياره لکه ډم!!!! *ممتاز اورکزی*

زړه مې هملته دی چې ته یې دلته خالي ولاړه یم ړنګه به شمه #لنډۍ

څه په نه زړه باندې ژوند کوم لګیا یم تنهايي لکه ساه اخلم او پرې پایم ستا وعده لکه دېوال ده، خو غم دا دی چې زه ناست ورته په یخ کې لوڅه شا یم څه بې درده، څه بې حسه ته محتاج یم محبته! بس نو څه به درته وایم ته چې ستړې یې دمه شه، مګر ګوره وایه مه چې مخکې تګ ته وارخطا یم د وطن له بدو ورځو به خبرېږې؟ زه خراب درپسې داسې نن سبا یم د جامو په دغه رنګ پسې دې مړ مړ د وېښتانو په دې سټایل دې تباه یم ما وې پام به دې غلط شي خو #هميمه ته چې ژاړې موسيقي ته، نه دي بیایم حفیظ همیم

په ما دې زر نازونه بار دي په تا مې یو زړګی سمبال نه شو مینه.

خدای خبر دلته په ما کومو سترګو کوډې کړي؟ پښې مې ترې لاړې شي خو زړه مې له بګرامه نه ځي. #بیت #سایل

چې څۀ دې کړل هغه دې وکړل د نورو بدو بۀ دې وس نه رسېدنه *لنډۍ*

زه اکثر چا پسې خراب شم بیا اکثر ښه شم خو خیال مې نه کیږي چې دا ځل دومره زر ښه شم وا ملا!زه هغه لالي پسې تباه برباد یم غرق شې پیریان نه دي چې زه به په منتر ښه شم چې مې د زلفو سره باد کړي لیونی شم خدایه! چې مې بندي کړي په حلقه کښې دَ نظر، ښه شم کاش مسیحا! زه هم څو وخته وینې وینې شمه کاش مسیحا! بیا یکایک لکه پرهر ښه شم چې توبه وکړم له شرابو نو مئین شم په چا که دا مې حال وي، خدای راستي که تر محشر ښه شم مه ځه! قسم دی د ماښام په شانې تور سوزمه کښینه! چې لږ لکه نیمګړی مازدیګر ښه شم ممتازه! ځم عبدالغفور سره تبلیغ ته ځمه خو زه ډاریږم هسې نه چې سراسر ښه شم *پیر ممتاز*

مشغولا لره یې راشه د یار خیاله زړۀ مې ستړی او ستومانه غوندې ښکاري اسرار

د یو جهان‌ مینې لایقې‌ نجلۍ، ښکلې نجلۍ زه‌ بیا ناڅاپه نن مین شومه په بلې نجلۍ درځار

‎زه دې زړه کې داسې پروت وم چې ما ځای نیولی نه و ‎اوس چې نه یمه، نه تا ته څه مشکل دی او نه ما ته ‎دا چې څنګه یم لالیه بس هم دغسې مې پریږده ‎دا چې څه یمه، نه تا ته څه مشکل دی او نه ماته ‎ستا په ظلم به مې څنګه غړیدلې سترګې چوپ وي ‎بس ویده یمه، نه تا ته څه مشکل دی او نه ما ته *سعود*