cookie

Ми використовуємо файли cookie для покращення вашого досвіду перегляду. Натиснувши «Прийняти все», ви погоджуєтеся на використання файлів cookie.

avatar

BBC pashto - بي بي سي پښتو

بي بي سي پښتو اوس په ټیلګرام کې! اوس تاسو کولی شئ چې د قبايلو، پښتونخوا🇵🇰 ، بلوچستان او د افغانستان🇦🇫 سربیره د ټولې نړۍ له تازه خبرونو ، سپورتي🏸او اقتصادي💵خبرونو او ګڼ شمېر نورو په زړه پورې مطالبو څخه ځان د ټیلیګرام له لارې خبر کړئ.

Більше
Рекламні дописи
4 244
Підписники
+1724 години
+407 днів
+10830 днів

Триває завантаження даних...

Приріст підписників

Триває завантаження даних...

Показати все...
د محرومیت ۱۰۰۰ ورځې؛ له پوهنتونه منع شوې محصله څنګه نورو ته الهام ګرځېدلې؟

دا اونۍ په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر ورتګ د امر ثاني په نوم د بندیز زر ورځې پوره کېږي. په دې موده کې زرګونه نجونې په ټول هېواد کې له زدکړو محرومې پاتې شوې او د بېلابېلو لاملونو له امله نه دي توانېدلې خپلو زدکړې ته دوام ورکړي. خو ځینو نجونو لکه ۱۹ کلنې نبیه مدثر دغه محدودیتونه په فرصتونو بدل او له زدکړو بې‌برخې نورو نجونو ته یې د عمومي انلاین زدکړو ښوونه پیل کړې ده.

😭 7😁 6👍 5😢 4
Показати все...
د محرومیت ۱۰۰۰ ورځې؛ د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ پر مهال له زدکړو منع شوې نجلۍ څنګه تر نړیوالو پوهنتونونو ورسېده؟

د نجونو پر وړاندې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د بندېدو۱۰۰۰ ورځې په پوره کېدو دي. دلته د داسې یوې افغانې نجلۍ کیسه درته لرو چې د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستۍ نیمايي کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال له زدکړو منع شوې وه. هغې نجلۍ څنګه په یوه پټ ښوونځي کې درسونه وویل او څنګه تر نړیوالو ادارو او پوهنتونونو ورسېده؟ بي‌بي‌سي ته یې کیسه کړې:

👎 5 2👍 1😢 1
Показати все...
د نیوزیلنډ خلاف د افغانستان بې ساري ښه بري ته غبرګونونه؛ "له دې بل ښه احساس نشو لرلی"

د نیوزیلنډ له ماتولو وروسته اوس یوازې د اسټرالیا، هند او سویلي افریقا هغه لوبډلې دي چې افغان لوبډلې ماته نه ده ورکړې، که څه هم له هند سره یې درې ځلې لوبه برابره کړې ده. د کرېکټ شنونکي وايي، له دې بري سره افغان لوبډله لا نوره زړوره ښکاري او مینه وال یې هم بل پړاو ته د وتلو بې صبرانه انتظار کوي.

14👍 4👏 1😁 1
Показати все...
امریکا تمه کوي، که حماس په غزه کې اوربند ومني، اسرائیل به یې هم ومني

پر اسرائیل او حماس د ولسمشر بایډن د سولې طرحې د منلو په خاطر د فشارونو له دوام سره سره جګړه د دغې سیمې په ګڼو برخو کې دوام لري. د رپوټونو له مخې اسرائیلي هیلي کوپترو د رفح په مرکز ګوزارونه کړي.

👍 16
Показати все...
د ۲۰۲۴ کرېکټ شل اوريز نړيوال جام پيل شو؛ امریکا کاناډا ته ماته ورکړه

د ۲۰۲۴ کال شل اوريز نړيوال جام سيالۍ د امریکا او وېسټ انديز په کوربتوب پيل شوې. د دغو سياليو لومړنۍ لوبه د کاناډا او امریکا تر منځ د امریکا په ډلېس کې ترسره کېږي. په سږني نړيوال جام کې د شلو لوبډلو تر منځ چې په پنځو ګروپونو وېشل شوې ټولې ۵۵ لوبې کېږي. افغانستان هم د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کوي او لومړنۍ لوبه يې د دې مياشتې پر څلورمه نېټه له يوګانډا سره ده.

👍 8😁 3
Показати все...
د اوکرایین ولسمشر له لوېدیځ غوښتي چې روسیه سولې ته اړ کړي

د اوکرایین ولسمشر ولود مير زيلېنسکي پر لوېدیځو مشرانو غږ کړی چې د سولې لپاره پر روسیې د فشار لپاره له ټولو لارو چارو کار واخلي. ښاغلي زيلېنسکي اسپانيا ته دې سفر پر مهال ويلي، چې مسکو د اوکرايين د ويجاړولو په لټه کې دی. ښاغلی زیلېنسکي له پخوا راهیسې وايي چې له روسیې سره به تر هغه مستقیمې خبرې ونه کړي تر څو چې روسي ځواکونه د کریمیا په ګډون د اوکرایین له ټولې خاورې نه وي وتلي.

😁 14 8🤗 1
Показати все...
اسرائيلو د يرغمل شويو کسانو د خوشي کېدو خبرو ته چمتووالی ښودلی

اسرائيلو د يرغمل شويو کسانو د خوشي کېدو لپاره خبرو ته چمتووالی ښودلی د راپورونو له مخې اسرائیلو په غزه کې د خپلو یرغمل شوو د خلاصون پرسر د په ټپه ولاړو خبرو د بېرته پیلېدو په موخه یوه نوي چوکاټ ته غاړه اېښې ده. اسرائيلي رسنۍ وايي، دا هوکړه په پاريس کې د اسرائيلو د استخباراتو د مشر، د امريکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې د مشر او د قطر د لومړي وزير تر منځ تر ليدنې وروسته شوې ده.

👍 6 5
Показати все...
ابراهیم رئیسي څومره پېژنئ؟

ابراهیم رئیسي څومره پېژنئ؟

😁 9👎 4
Показати все...

👍 12 3🥱 2😁 1
Показати все...
د غزې په رفح کې پوځي عمليات؛ اسرائیلو نورو وګړو ته د وتلو امر کړی

د اروپايي ټولنې یوه جګپوړي چارواکي چارلس مېشل د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسرائیلو لخوا فلسطینیانو ته د وتلو امر غندلی دی. د اروپايي شورا مشر د اسرائیلو له حکومته وغوښتل چې بشردوستانه قوانینو ته درناوی وکړي او په رفح کې ځمکني عملیات پیل نه کړي. دا غندنه داسې مهال شوې چې اسرائیل وايي، د دوشنبې له ورځې راهیسې چې دوی په رفح کې فلسطینیانو ته د وتلو امر کړی و، تر اوسه شاوخوا دری لکه کسان له دغه سیمې وتلي دي.

👍 12
Оберіть інший тариф

На вашому тарифі доступна аналітика тільки для 5 каналів. Щоб отримати більше — оберіть інший тариф.