BBC pashto - بي بي سي پښتو
بي بي سي پښتو اوس په ټیلګرام کې! اوس تاسو کولی شئ چې د قبايلو، پښتونخوا🇵🇰 ، بلوچستان او د افغانستان🇦🇫 سربیره د ټولې نړۍ له تازه خبرونو ، سپورتي🏸او اقتصادي💵خبرونو او ګڼ شمېر نورو په زړه پورې مطالبو څخه ځان د ټیلیګرام له لارې خبر کړئ.
إظهار المزيد- المشتركون
- التغطية البريدية
- ER - نسبة المشاركة
جاري تحميل البيانات...
جاري تحميل البيانات...
د مصر 'سارا صبري' لومړنۍ فریقايۍ او عربه ښځه ده چې په ۲۰۲۲ کال کې فضا ته ولاړه. هغه له بيبيسي سره د ټولنیزو خنډونو پر ماتولو او د ښځو پر وړتیاو غږېدلې ده.
په داسې حال کې چې سویلي پاکستان کې د تودوخې درجه لوړېږي، د جل وهلو شمېر هم ورسره زیاتېږي. په کراچۍ ښار کې د ایدهي امبولانسونو په نامه خیریه ټولنې مسوولین وايي، هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ مړي لېږدوي. خو د دې ادارې په خبره په تېرو شپږ ورځو کې یې ۵۶۸ مړي لېږدولي دي، چې ۱۴۱ یې یوازې د سې شنبې پر ورځ مړستونونو ته لېږدولي دي.
دا اونۍ په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر ورتګ د امر ثاني په نوم د بندیز زر ورځې پوره کېږي. په دې موده کې زرګونه نجونې په ټول هېواد کې له زدکړو محرومې پاتې شوې او د بېلابېلو لاملونو له امله نه دي توانېدلې خپلو زدکړې ته دوام ورکړي. خو ځینو نجونو لکه ۱۹ کلنې نبیه مدثر دغه محدودیتونه په فرصتونو بدل او له زدکړو بېبرخې نورو نجونو ته یې د عمومي انلاین زدکړو ښوونه پیل کړې ده.
د نجونو پر وړاندې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د بندېدو۱۰۰۰ ورځې په پوره کېدو دي. دلته د داسې یوې افغانې نجلۍ کیسه درته لرو چې د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستۍ نیمايي کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال له زدکړو منع شوې وه. هغې نجلۍ څنګه په یوه پټ ښوونځي کې درسونه وویل او څنګه تر نړیوالو ادارو او پوهنتونونو ورسېده؟ بيبيسي ته یې کیسه کړې:
د نیوزیلنډ له ماتولو وروسته اوس یوازې د اسټرالیا، هند او سویلي افریقا هغه لوبډلې دي چې افغان لوبډلې ماته نه ده ورکړې، که څه هم له هند سره یې درې ځلې لوبه برابره کړې ده. د کرېکټ شنونکي وايي، له دې بري سره افغان لوبډله لا نوره زړوره ښکاري او مینه وال یې هم بل پړاو ته د وتلو بې صبرانه انتظار کوي.
پر اسرائیل او حماس د ولسمشر بایډن د سولې طرحې د منلو په خاطر د فشارونو له دوام سره سره جګړه د دغې سیمې په ګڼو برخو کې دوام لري. د رپوټونو له مخې اسرائیلي هیلي کوپترو د رفح په مرکز ګوزارونه کړي.
د ۲۰۲۴ کال شل اوريز نړيوال جام سيالۍ د امریکا او وېسټ انديز په کوربتوب پيل شوې. د دغو سياليو لومړنۍ لوبه د کاناډا او امریکا تر منځ د امریکا په ډلېس کې ترسره کېږي. په سږني نړيوال جام کې د شلو لوبډلو تر منځ چې په پنځو ګروپونو وېشل شوې ټولې ۵۵ لوبې کېږي. افغانستان هم د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام کې ګډون کوي او لومړنۍ لوبه يې د دې مياشتې پر څلورمه نېټه له يوګانډا سره ده.
د اوکرایین ولسمشر ولود مير زيلېنسکي پر لوېدیځو مشرانو غږ کړی چې د سولې لپاره پر روسیې د فشار لپاره له ټولو لارو چارو کار واخلي. ښاغلي زيلېنسکي اسپانيا ته دې سفر پر مهال ويلي، چې مسکو د اوکرايين د ويجاړولو په لټه کې دی. ښاغلی زیلېنسکي له پخوا راهیسې وايي چې له روسیې سره به تر هغه مستقیمې خبرې ونه کړي تر څو چې روسي ځواکونه د کریمیا په ګډون د اوکرایین له ټولې خاورې نه وي وتلي.
اسرائيلو د يرغمل شويو کسانو د خوشي کېدو لپاره خبرو ته چمتووالی ښودلی د راپورونو له مخې اسرائیلو په غزه کې د خپلو یرغمل شوو د خلاصون پرسر د په ټپه ولاړو خبرو د بېرته پیلېدو په موخه یوه نوي چوکاټ ته غاړه اېښې ده. اسرائيلي رسنۍ وايي، دا هوکړه په پاريس کې د اسرائيلو د استخباراتو د مشر، د امريکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې د مشر او د قطر د لومړي وزير تر منځ تر ليدنې وروسته شوې ده.
ابراهیم رئیسي څومره پېژنئ؟
تسمح خطتك الحالية بتحليلات لما لا يزيد عن 5 قنوات. للحصول على المزيد، يُرجى اختيار خطة مختلفة.