دشاعرانوادبي جونګړه
Открыть в Telegram
https://t.me/Jonghara_233 مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه! دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې رابطه وکړۍ @umar7883
Больше1 680
Подписчики
+324 часа
+97 дней
+5730 дней
Архив постов
1 679
خوږې مورې ته
په هر حالت راته یادېږې، خوږې مورې
په خوږ زړګي مې راورېږې، خوږې مورې
په جار او په قربان، په نازو دې زه رالوی کړم
په هېڅ صورت مې نه هېرېږې، خوږې مورې
ستا نه وروسته زندګي مې شوه خاوري
تا چې یادوم، زړګی مې ډېر خوږېږي، خوږې مورې
د سعادت او محبت خبرې تا به تل راته کولې
ستا په رضا الله پاک راضي کېږي، خوږې مورې
ځان به ستا لپاره در په در کړمه، زما ادکې
منصوري په سرو سترګو ژړيږي، خوږې مورې
طالب منصوري شنډنډوال
1 679
صلی الله علیه وسلم
پر تـــا درود پر تـا سلام نـورالبصر حبیبه
له تا قربان شـمه زما د زړګـي ســر حبیبه
ستا په راتګ زما دلبره جهالــت خـتم شو
ته مو پیشـــوا هم مقتدا یي معتبر حبیبه
په روي دي خـداي پــیدا کړ ټــولــه جهان
د جمـال کمال خـاونـد خیـرالبــشر حبیبه
دنیا دي په راتلو شوه شکـــلي او روشانه
حســین یــي جلــــوداره معـــــطر حبیبه
طالب منصوري یمه ستادشفاعت اومیدوار
تـه مــي شفـــیع شــه پــه محشر حبیبه
طالب منصوري شنډنډوال
1 679
انتقام پکاردی
راځئ نور نه کېنو ارام، هلئ اقدام په کار دی
دفاع د خاورې او مظلومو انتقام په کار دی
دا مو دوښمن دی ازلي موږ په آرام نه پرېږدي
د دوی په وړاندې نور د صبر اختتام په کار دی
پر دې بې وسه، بې ازاره اولس تل کړي بمبار
موږ ته هم نور ددې بې رحمو قتلِ عام په کاردی
لا به تر څو یو لاس تر زنې ناست او فکر وړي!
جنګ پر مرتد کافر، بیخي علی الدَّوام په کار دی
فاتح فرهاده؛ که مې سر ځي هم پروا نه کوم
ددې خنځیر په وړاندې کلک عزم، قیام په کاردی
فاتح فرهاد
1 679
وطنه چا نظر کړې!!!😭
چي پهٔ سینه کـي دي شوې بلي سرې لمبې، وطنه
بـــیا چــا نــظر دي کـــړلــې دښتي او درې، وطنه
رب دې د لوط علیه السلام د قوم پهٔ شان تبا کړي
چـي یـې ټوټه کړهٔ ســتا تنکي بچي د شپې، وطنه
دا ګاونــډی ظالــم چي نــن دي پــهٔ بمــونــو ولــي
سـتا ښــکلاګاني یــې سکــروټـي پــر سینې، وطنه
تا چـي یــې خــولهٔ او پزه دواړهٔ کړلهٔ مات پهٔ مټو
پنــجاب مــزدور دی د هـغهٔ ښکله وي پښې، وطنه
مــوږ چـــي تــړلې دي سینه وهٔ پهٔ پـټــیــو بانــدي
بـېــرتهٔ زخــمي شـــوهٔ د کافـــر پهٔ ایـشارې، وطنه
راسخ! یــې دومرهٔ دردولی دی مـعصومو اوښــکو
پـــر خولهٔ یــې نهٔ راځـــي لهٔ ډېر غمه تپې، وطنه
راسخ فراهي!
1 679
هېواد!!!
وطنه پهٔ سینه کـــي دي تــوی شوي، ویني ویني
چي غرونه دي ښکلا کوي هم بوی د، میني میني
کابــل دی کهٔ هلـمند دی کهٔ فــراه کهٔ نـنــګـــرهار،
د پاکو شهیـــدانـــو پــهٔ ســرو ویــنو نـــن سنګار،
پکتیا باد غیس پاشلي دي دښمن تهٔ، ستني ستني
د فتحو سپین امام غازي نیمروز دی کهٔ، جوزجان
پــر زړهٔ دي پـــرهـــارونه بـــې حساب د، نورستان
د تېر پهٔ شان خبـرې لا نن هم دي، سپیني سپیني
تــخــــار او کنــدهار او د بامــیان د غـــرو، لـــمني
هـــم زر دي هـــم یاقــوت دي هــم ډبرې، قدرمني
پهٔ دؤ یــــې جوړوي بچو یـــې کــړي، ژمني ژمني
راسخهٔ! د هـــــرات او د زابـــــل د زړهٔ، ښـــــکلا
څوچندهٔ زیاته شـــوې پهٔ راتــــــګ د، سپین مُلا
درې د ګل پنــــجشېر هـــــم، قـــدرمني عزتـمني
راسخ فراهي!
1 679
غزل ــــــ
لا خو اِنقِلاب رانه ځوانۍ، غواړي
وخت را نه ټپه د ملالۍ، غواړي
غِشق راته خوښ کړی پۀ لمبو کې تګ
سپین جنون د دار مسته رسۍ، غواړي
نۀ به وي مئین چې څوک پۀ اِېبلو پښو
نۀ کوي مزل او چې څپلۍ، غواړي
یو غاشوق د دنګو غرو پۀ سر حُدایه
وږی دی نارې وهي ډوډۍ، غواړي
هغه د چینار لاندې چینۀ خو اوس
شور غواړي او غلي ده کوچۍ، غواړي
ما خو اوس د ستورو مزهب وۀ مانۀ
اوس مې تبیعت هم تروږمۍ، غواړي
وخت مې پۀ تڼاکو پښو شرمیږي نه؟
له رانـــــــه مزل پیړۍ پیړۍ، غواړي
سور حال ستا له سرو وینو رهبره هم
ناوي پۀ تندي د آذادۍ، غواړي
مهاجر رهبر وزیر
ــــ
نیټه ۱ /۱۰/ ۲۰۲۶
ـــــــ
1 679
چناره
وينې دې و څڅېدې ځمکې تۀ لۀ تن چناره
شوې د زرګونو هيلو سيوری د وطن چناره
پۀ اور کباب شوې د خپلواک افغانستان لپاره
ژور زخـمونه دې قـطار شول په بدن چناره
تر تا درتلله بۀ پۀ مات وزر مرغۍ د حريت
درته ويل بۀ يې د خپل زړګي سخن چناره
د تاريخ پاڼو کې بۀ پاتې يې د تل لپاره
چې دې تکيه نه شو تنې لره دښمن چناره
په زړګي پورې دنګه ونه دې خدای مه ړنګوه
پۀ تا زيبا ده د پامير د غره لمن چناره
بريال دې ځکه ديدنونه پۀ ماښام کومه
هسې نه تا باندې وختونه شي شکمن چناره
بريال مسجون
1 679
واورئ تورمخو
د بلا خولې ته خپله ځان غورځوي
څوک چې په دې وطن بمان غورځوي
له افغانانو سره چیړ مه کوه
دا قوتونه د جهان غورځوي
له کړنګونو نه په خپلو لاسو
پاکستان وګوره چې ځان غورځوي
چې ته ګوزار کړې زه یې لس وارې کړم
زما ټوپک نو څه ګلان غورځوي
عبدالله بیا به مو زلمي طـــ،،الــ،ـبان
څو دانې ډرون په پاکستان غورځوي
1405/7/9
عبدالله الکوزی
1 679
نعت شریف
درلیږم په تحفه کــې مُحتشمه صلاتونه
قبـول مي کړه زړګـیه له عجمه صلاتونه
قربان دي له نامه شمه نبي خیرالابراره
پر ذات دي بې حسابه محترمه صلاتونه
سالار د غــــزا ګانــــو یې حسینه نازنینه
یــې ابن عبــــدالله ابــوالقاسمه صلاتونه
اقدسه مقدسه محمدﷺ خیــــرالقرونه
اکمل یـــې مکمل نـــــبي اکرمه صلاتونه
الهام دي دیدن غواړم پیغمبره نازپروره
زمــــــا دزړه قـــرار خیرالاممه صلاتونه
الهام ملا
1 679
زړګئ مې تاپسي قلم یاره مرم یاره مرم
نور مې درخپل کړه له عجم یاره مرم یاره مرم
ستا دوصال په تمه شپې تیره وم
کړه مې ته وصل خپل ترچم یاره مرم یاره مرم
شمس القمر نورالبصر حبیبه
ته مې یادیږي په هردم یاره مرم یاره مرم
دا انتظار به وي ترکومه پورې
دا انتظارمې کړه لږ کم یاره مرم یاره مرم
اي دښکلا او دوفا خاونده
چاره مې وکړه یورقم یاره مرم یاره مرم
دا عبیده وصال چې دی ناقرار
په زړه یې دی خپل خوږ صنم یاره مرم یاره مرم
عبیده وصال
1 679
واورئ تورمخو
د بلا خولې ته خپله ځان غورځوي
څوک چې په دې وطن بمان غورځوي
له افغانانو سره چیړ مه کوه
دا قوتونه د جهان غورځوي
له کړنګونو نه په خپلو لاسو
پاکستان وګوره چې ځان غورځوي
چې ته ګوزار کړې زه یې لس وارې کړم
زما ټوپک نو څه ګلان غورځوي
عبدالله بیا به مو زلمي طـــ،،الــ،ـبان
څو دانې ډرون په پاکستان غورځوي
1405/7/9
عبدالله الکوزی
1 679
چناره
وينې دې و څڅېدې ځمکې تۀ لۀ تن چناره
شوې د زرګونو هيلو سيوری د وطن چناره
پۀ اور کباب شوې د خپلواک افغانستان لپاره
ژور زخـمونه دې قـطار شول په بدن چناره
تر تا درتلله بۀ پۀ مات وزر مرغۍ د حريت
درته ويل بۀ يې د خپل زړګي سخن چناره
د تاريخ پاڼو کې بۀ پاتې يې د تل لپاره
چې دې تکيه نه شو تنې لره دښمن چناره
په زړګي پورې دنګه ونه دې خدای مه ړنګوه
پۀ تا زيبا ده د پامير د غره لمن چناره
بريال دې ځکه ديدنونه پۀ ماښام کومه
هسې نه تا باندې وختونه شي شکمن چناره
بريال مسجون
1 679
څه په تکلیف او نا ارامه ذندګي مي وکړه
نه مي پردو لاس ونیو یاره او نه خپلو چیرته
څومره بې لاري لارمي طی کړه چي په تاپسې تلم
نه یاره ستا، نه زما معلومه وه چي تللو چیرته
نه دي ترخپل هدفه یوړو نه په خپله لار سوُو
عشقه! اخیر خو راته وایه تا بللو چیرته؟
اخرمجبور سوُو زموږ په شتون کي بل پرې واړوله
زموږ خو نیت نه ده وتو ؤ، نه وتلو چيرته
چي دنفرت باد او باران یې دومره ژر ورانوي
زه څه خبر ومه عُمیسه! ما لیکلو چیرته
عمیس!
1 679
اوس لا هم رواني هسکي غاړي خالي دارنه دی
ها د انا الحق اواز خاموش هغه ګفتار نه دی
ها چي يي ویل به یي نَحْنُ الَّذِينَ بَايَعُوا
هغه د اصحابو لا مړ شوی هیڅ شعار نه دی
تاو چي بي له سر نه کړله سره پټه غزاء کي
زلمو لاهم هیر کړی د سِمَاك هغه کردار نه دی
چاچي اولویت به وخپل ځان ته پراسلام ورکړ
هیرهم تاریخونوکړ تاریخ کي هیڅ یوشمار نه دی
اوس که هم لیلی د اسلام وغواړي د زړه وینه
ور به ښه پریمانه کړي یو زلمی حصار نه دی
هسي نه چي دام کي دخپل نفس اودشیطان ګیرشي
دومره نور عمران ملا له بل شي نه په ډار نه دی
م عمران الله محي السنة
1 679
غــــــــــــــــــــــزل:
پـر دې لار به ګـامونه ګـوره وړې په اجـازه
و ستورو ته کاته دې اوس د شپې په اجـازه
ستا خپله بندګي یواځې ستا نه ده مـلنګه
سـجدې تـه به هـم ځې د زمانې په اجـازه
پوښتنه د قـاتل مـه کـوه وړه يې پـر اوږو
د ورک ارمان خاموشې جـنازې په اجــازه
د ژوند الوتی رنګ د زړه دردونه په کې ګورم
یو ګونګ تصویر دې غواړم آینې په اجـازه
"ذاڪر" بـه د پـېړیـو مـاتـو هـیلو پر مـزار
نـور پـاتي شـم دلـې د قـافـلـې پـه اجــازه
1 679
غزل:
ـــــــــ
لؤرېږي يې نو کله پۀ ما امن او ښکلا
زما و بد رنګۍ ته بهانې غواړي دنيا
د کفر پۀ د ستور مې پۀ نامۀ مسلمان وژني
او پړه د شهادت بېرته را اچوي پرما
ما اوس هم پۀ هر يو نړېوال سټېج د هشتګر بولي
دا کنسر د نړۍ، دا همجوار زما تر خوا
زما لۀ بې وسۍ څخه کړي سؤ استفاده
ما او ولي پۀ کاڼو او لاس ونيسي تر شا
هر يو عمل لري عکس العمل پۀ دې دې پوه شي
چې خامخا به وڅکي د هر تېري سزا
لۀ تېرو شکسته امپراتوريو دې درس واخلي
پۀ ما باندې يرغل، شي پيلامه د انزوا
پوهېږم چې بې برخې لۀ عصري ټيکنالوژۍ يم
لرم منصور درمانه! د تک سپين ايمان رڼا.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1448/4/18 پنجشنبه ربيع الثاني .
1 679
مصطفی صلی الله علیه وسلم
پــر تـا بـانـــدي راوړي مــو ایـمان مصطفیﷺ
پـه نور بانـــدي پیدا دې شو جهان مصطفیﷺ
رحمت العــــالمین یي رحمــت د ټـول عالمه
په قـــرآن کي ســـتایل شوي قربان مصطفیﷺ
د خبیب او د طلحه هم د مصعب جانان وي
زړه وي د صـدیق عمـر علی عثمان مصطفیﷺ
د رب العــالمــین شکــلی رسـول وي محمده
نـازولي محــمده نـازنیـــنه قدردان مصطفیﷺ
محبوب د ذوالجلال یي نورالبصر شق القمره
پر لاشریک څښتن باندي ډیـر ګران مصطفیﷺ
طالب منصوري دي شفاعـت ته اومـیدوار یم
قربان دي شـم جـانان یي د سبحان مصطفیﷺ
طالب منصوري شنډنډوال
1 679
د حق د لارې مجاهد یم په سنګر ولاړ یم
د هند غزا ته ملا تړلی سینه سپَر ولاړ یم
لوږې او تندې تیروم د رب رضا په خاطر
زه سر ببر سیرې ګریوان په هر ډګر ولاړ یم
همیش مې کړې دي ننګونه د قرآن په خاطر
د مظلومانو په دفاع کې تېر له سر ولاړ یم
ما د اللّٰه سره سودا د سر په بیه کړی
په هر میدان لکه ضرار ابن ازور ولاړ یم
زه په ملت د ابراهيم خليل الله روان یم
مقابلې ته د نمرود او د ازر ولاړ یم
ما"صهیب"ایښی قدم د خپل اسلافو په پل
زه به تر پایه په سنت د پیغمبر ولاړ یم
* ( صهیب پتنګ ) *
1 679
چې د قدرت په ګدۍ سپور شي سړی
ڪبر غالبه شې مغرور شې سړی
صبر زغم حوصله له مینځه لاړه شې
د تـربرانو مینځ کې چې مجبور شې سړی
چې د منصب شهرت هوس؛ غالب شې کله
بیا په خلکو کې منظور شي سړی
د ارامۍ د سهولت قــدر هلته درشې
چې کلــه ګــډ په سـره اور شې سړی
ظواهري له بیوسۍ نه یمه تنګ راغلی
ښه به دا شې چې په زور شې سړی
ظواهري مظهري
1 679
دید د سترګو مي د غم اوښکو خواړلی
زړه ډیر وخت وشو د درد تبې نیولی
وه زما غوندې خاموشه مازدیګره
لکه ته زه هم له شوره یم لویدلی
تلو دي څه وکړه خو یو انسان برباد شو
تلـــو دې دنګه تـــر جنونه رسولی
وه زیارمل منګله ته مي خندا ګورې
خو په زړه یمه بلها غمو ځپلی
زیارمل منګل
