دشاعرانوادبي جونګړه
Open in Telegram
https://t.me/Jonghara_233 مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه! دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې رابطه وکړۍ @umar7883
Show more1 653
Subscribers
+224 hours
+277 days
+5030 days
Posts Archive
1 654
درود سلام دي وي په تا خیر الورا نبي
زړو ته تسکین زړو ته ارام یې زما اقا نبي
ستا په راتګ دنیاکې بلې ډیوي شولي
د امینې غږي تــــه راغللـــه رڼـــــا نبـــي
ستا پـــه راتګ مدینه شوله د امن کور
تربګنۍ ختمي خوره دي کړله موسکا نبي
خـــدای درکړی څـومــره لوی علي شان
هم یې اول هم یې اخر هم یې بالا نبي
بدرنګۍ دي ورکې له عربه تر عجم کړي
ای حسینه نازنینه د ســــــــتر مولا نبـي
ستا یو عاصي امتي ستا د دیدار په امید
ظــــــــواهري غـــــواړم دي لیقا نبــــــــي
ظواهري مظهري
1 654
ښۀ نصاب!
خدای! ايښی پۀ کولو کې ثواب د تعليم
راځئ چې برابر کړو ښۀ نصاب د تعليم
مؤمنه را بيدار سۀ پۀ اخلاص او ښۀ نيت
بچو تۀ دې پۀ لاس ورکړه کتاب د تعليم
قدرونه پکې نڅي حقه لار طی کوي
ډېوې دې ژوندانه لرۀ آداب د تعليم
پۀ هغه ورځ بۀ و وينې خوښۍ د ژوندون
چې کله دې په برخه شي حساب د تعليم
کړو ډيري بۀ پۀ ګډه مدرسې د هېواد
ځلاند بۀ کړو وطن کې روڼ آفتاب د تعليم
بريال او جنتي بۀ هسکه غاړه ورځو
پۀ غور چې مو لوستی وي هر باب د تعليم
شاعران
جنتي مولوي
بريال هلمندی
1 654
غزل:
څه سپېڅلي پرهرونه دي ملنګه
د خوږې مینې دردونه دي ملنګه
بېګاه ستا د مخ کعبې ته وم درغلی
درته کړي مې سوالونه دي ملنګه
ستا د یاد قافله غلې تېره شوې
خو پر زړه مې پاتې پلونه دي ملنګه
زه تر شمعې تاوېدم او سوځېدمه
رانه پاتې خپل وزرونه دي ملنګه
نن یې بیا کچکول نیولی دی راشده!
ترېنه پاتې خیراتونه دي ملنګه
راشد ولي فراهي
1 654
په ښار راګډ شوم د جانان چیغې مې ووهلې
بیا د بېلتون د تور زندان چیغې مې ووهلې
بس تلاوت د چا د مخ بې اوداسه کومه
اوس تصویرو ته په قربان چیغې مې ووهلې
ما دې په مینه تور زلفان پر خپلو ګوتو تاو کړل
ان حسوم اوس هم پر ځان چیغې مې ووهلې
د زړه دردونو په وټ وټ اوښکې راماتې کړلې
په نیم ماښام کې د ارمان چیغې مې ووهلې
رسالت دومره تپېدمه چې امکان یې نه و
مثال د توپ، خو پر میدان چیغې مې ووهلې
رسالت رسان
1 654
شپه ده له سپوژمی
سره مزل کوو!
ډیر په خشحالی
سره مزل کوو!
لژ شانتي دمه ده د ګړنګ په سر!
ګوره په سيالی سره مزل کوو!
عشق او لیونتوب سره ګډ شوي دي!
تور ټوپک مرمی سره مزل کوو!
ستوري ننداره کوي له ورايه مو"
خوش يو که سختی سره مزل کوو:
لاړلو حمزه تکله جار دي شم
ستا دیاد سیلی سره مزل کوو"
حـمزه تکـل
1 654
# ( نعت شريف ) #
زما د قدردان رسول
تل خوږې خبرې دي
ډکې له حکمته دي
لعل او ملغلرې دي
کاڼي غوندې زړه نرمۍ
دومره زورورې دي
حق ته رابلل کوي
داسې منوري دي
زړونه ترې سکون اخلي
دومره ګټورې دي
دا د هر مومن بنده
ژوند لره بهترې دي
تل یې احترام کوۍ
ډیرې بختورې دي
ماته خو"صهیبه"دا
ډیرې معتبرې دي
# ( صهیب پتنګ ) #
1 654
که له مرګه څه امان وی
نو ژوندی به مې جانان وی
پس له مرګه به ارمان کړې
کاش عمل مې په قران وی
فلسطین به په ارام وی
که عربو کې ایمان وی
کاش چې ستا د زمانې وی
ستا د سترګو بندیوان وی
ستا د سترګو اوښکه زه وای
اننګو کې دې روان وی
بس خبره د پښتو ده
کنه سنګ کې به مې ګران وی
ستا د زلفو په زنگل کې
عبدالله چې اویزان وی
1405/6/2
عبدالله الکوزی
1 654
په وطن مو د ملکو سلطنت دی
بختور افغانستان کې امارت دی
په سر سترګو یې منو قدر یې کاندو
د تـنـکیو اتـلانـو امـانـت دی
آمن شته ده او وطن مو ګلستان دی
رسیدلی چې ملا ته مو حوکمت دی
لبیڪ وایو به لبیڪ دې هر فرمان ته
لازم کړی مو په ځان ستا اجابت دی
که ژوندون وي شریعت به پکې هم وي
له دې وروسته انتخاب مو شهادت دی
پل مو ایښی لا یې ږدو دا ستا په پلونو
مونږ منلی مشره ستاسو قیادت دی
په خالي لاس یې جهان درنه ډاریږي
عبدالله دا بل څه نه دی کرامت دی
1405/6/1
عبدالله الکوزی
1 654
افسر دی!
جوړېدو تۀ يې ولاړ ښۀ پۀ هنر دی
ساتنمن دی که ساتونکی که افسر دی
لۀ هر شره يې د سر پۀ قيمت ساتي!
و دفـاع تـۀ يـې ولاړ کلـک لکـه غر دی
د محکمې ارادې تر څنګ روان دی
د وطن و هر ياغي دښمن تۀ سپر دی
کـوي ډيـرې هـلې ځـلې آبـادۍ تـۀ
پـر تيارو را پـورته شـوی لـکه لمر دی
هرې ستونزې ته پۀ هر قدم کې پام کړي
غوړېدلی يې پر ټول اولس نظر دی
دا سړی څومره ښه ويښ دی لاس پکار دی
ماتـونکـی دا د هـر قـسم خـطر دی
دا چې ږيره کي يو يو سپين تار ښکاري
دا بريال دی د وطن غم يې پر سر دی
بريال هلمندی
1 654
محکمې ارادې
د ننګ او د غیرت دستار په سر لري افغان
محڪمې ارادې لڪه د غـــــــر لري افغان
مات ڪړي یې دي سوپـر طاقتونه د نړۍ
د هرښڪېلاڪ په وړاندې لوی سنګر لري افغان
اسباب د الجهاد لري ټوپڪ موټر سایڪل
د دین وطن دفاع ته سینه سپَر لري افغان
ځواب لــــــري پوښتنې ته د هر متجاوز
له هیڅ چا خطـــر نه لـري باور لـري افغان
ور ڪړي یې د خدای لار ڪې بېسارې قربانۍ
تاریخ ڪې نوم روښان لڪه د لمر لري افغان
حافظ عاجزملنګه ویښ دی پوه دی په هر څه
خبـــــــر لري نظــــــــر لري دفتر لري افغان
حافظ عاجزملنګ
1 654
غزل!!!!
ډېر زړونه ناســـت دي د بـــاران، په تمه
لــکه مـئیـــن چــي وي د ګــران، په تمه
ستــرګــي پــه لاره ده او ګــــوري ورته
غـــزه د ګــران افــــغانــــسـتان، په تمه
راشه چــي ور کــړو یو او بــل ته مینه
دښمن پر کـــــور زموږ د خپګان، په تمه
ماشـــومه لــــور په دروازه کي ناسته
د خپل شهید ســـــوي پلار جان، په تمه
ســتا هیــبتي ږغ هــېره ولای نه شــــو
اســـتاذ یاســــره ټــــول کاروان، په تمه
داچي مو ټول باغ پرې ښایسته راسخه!
و ورکېـــدو تـــه یـــــې جــــهان، په تمه
راسخ فراهي!
1 654
غاړه دي هسکه ساته خانه، طالب جانه
ته ولس ته ګران یي له خپل ځانه، طالب جانه
دا اولس تاته په طمعه وو شل کاله
دا ولس دي پـــه راتلو نه ده پښیمانه، طالب جانه
تـــــه یې وساتــــه عزت د ســر او مال
د زخمي زخمي ولس درمـــــانــــه، طالب جانه
که امیر یې که مامور یې دا ولس درنه هیر نه شي
نه یې کړي له خپله ځانه سره ورانه، طالب جانه
دا ولس دي همکاري کړي ، دا ولس پر تا مین دی
ځان پري جیګ ونه بولې دا دی نقصانه، طالب جانه
ظواهري قرباني ورکړه دي ولس، د ستا لپاره
اوس هـم دی له تـا څخه قربانــه ، طالب جانه
ظواهري مظهري
1 654
#( نعت شریف )#
هدایت کوې رڼا ته له تیارونه محمده
ټول عالم درباندې واي درودونه محمده
بې تاجه باچاهي دې وه په زړونو ای حبیبه
رامات دې کړل دګټو پشان زړونه محمده
ارمان ستا د وصال په هغه زړو کې لا ژوندی دی
شیندي چې ستا په مینه خپل سرونه محمده
خبرې دې درمل وې د زخمي زړونو درمانه
ستا مخ ته په کتو کې وو خوندونه محمده
خبرې دې له شاتو هم خوږې وې مزیدارې
وتل به دې له خولې څخه ګلونه محمده
داستا په محبت کې مینان په اور کباپ شول
ترتا پورې په اور کوي مزلونه محمده
رهبر زمونږ د ژوند یې د کوثر ساقې جانانه
صهیب"دې ددیدن کړي ارمانونه محمده"
*(صهیب پتنګ)*
1 654
را مات ڪړی یې زما د زړګي سر دی
ختم شوی مي په ښڪلو نور باور دی
ڪه یې وټڪوې بیا بیا خلاص بې نڪړم
نور بند ڪړی مي جانانه د زړه ور دی
زورولی یمه هر چا تر خپل وسه
خو ما بیا ڪړی په ښڪو ښه نظر دی
یارانې نسته پام څوڪ مو دوڪه نڪړي
دا د مخامخ خندا شاته خطر دی
دا چي رنګ مي دی تڪ تور د ڪتو ندی
تللې یاره ستا د بېلتانه اثر دی
د ځوانۍ په خوند هیڅ پوه نه سوم حـمّاسي
ژوند مي ټوله په غمو ڪي سراسر دی
أنـس حـمّاسي
1 654
Repost from العصر بصري څانګه
شم دي قربان لۀ شـنو درو نـه
وطنـه ســـتا دښـــتو مــيرو نـه
مينه دې څاڅې دنګـــو غرو نه
ســکون دي اخلم لۀ وږمو نــه
د آبادۍ قـــدم وهـــم تا جوړومـــه
د ملالیــو پیــغلو کــور یـــې
ډک لۀ همته او لۀ شـــــور یې
تۀ مو د دواړو سترګو تور یې
د زړه زخمـونو تـه ټـکور یـې
ستنه مې لاس کې د زخمونه درګنډمه
د غیــرتــونـــو نمـــونـــه یــې
د ملا عمــر زمري شــمله یــې
د ګران شهید منصور دمــه یـې
د مــلالۍ غــــازي ټــپــه یــې
وياړلی برم بۀ دي ګل غوندې ساتمه
تـل درتــه وایمــــه قـــربانــــه
د شـــازلمــو کــور خـــراســانـه
جنــت جنـــت افــغانســـتانــه
يې زمـــا زړه زمــا جـــانـــانـــه
ګلان د امـــن پــر ټټـــــر درته ټــومبـــمه
څــــــښتن دي تل لـــــره آباده
د جنتي ســـــتورو هـــــېواده
څــۀ پۀ زړۀ پورې دي هوا ده
پاکه سپــــــېڅلې دې فضا ده
د حسن ميره د زړه ویـنه درکـــومــــه
د زړګي مــینه د بــریال یــې
خاونــد د حــسن او جمـال یې
د ناوکـیو د ســـر شــــال یــــې
ثاني دي نسته بې مثــال یـــې
قلم مي لاس کې تاریـــخونو دي لیکــــمه
بريال هلمندی
1 654
که له مرګه څه امان وی
نو ژوندی به مې جانان وی
پس له مرګه به ارمان کړې
کاش عمل مې په قران وی
فلسطین به په ارام وی
که عربو کې ایمان وی
کاش چې ستا د زمانې وی
ستا د سترګو بندیوان وی
ستا د سترګو اوښکه زه وای
اننګو کې دې روان وی
بس خبره د پښتو ده
کنه سنګ کې به مې ګران وی
ستا د زلفو په زنگل کې
عبدالله چې اویزان وی
1405/6/2
عبدالله الکوزی
1 654
په وطن مو د ملکو سلطنت دی
بختور افغانستان کې امارت دی
په سر سترګو یې منو قدر یې کاندو
د تـنـکیو اتـلانـو امـانـت دی
آمن شته ده او وطن مو ګلستان دی
رسیدلی چې ملا ته مو حوکمت دی
لبیڪ وایو به لبیڪ دې هر فرمان ته
لازم کړی مو په ځان ستا اجابت دی
که ژوندون وي شریعت به پکې هم وي
له دې وروسته انتخاب مو شهادت دی
پل مو ایښی لا یې ږدو دا ستا په پلونو
مونږ منلی مشره ستاسو قیادت دی
په خالي لاس یې جهان درنه ډاریږي
عبدالله دا بل څه نه دی کرامت دی
1405/6/1
عبدالله الکوزی
1 654
مناجات !!!!
پړی دروړم غاړه کــي وعدې، مــي مـــاتي کړي دي
ما ګنـهګار وۀ بخــــښۀ توبې، مــي مــاتي کړي دي
نۀ پــوهـېـدم ربه ناپوهــۍ پــر ســـر آخیستی وم
ورور او د پردي لار کي ښیښې، مي ماتي کړي دي
ســـترګي او لاسونه هـــم مـــي ژبــــه ګنهګاره ده
هم مي غیبت کړی هم سجدې، مي ماتي کړي دي
زړۀ مي داسي تور ؤ چي لۀ حـق لاري بۀ ګرځېدم
لار کې د مظلوم بـلي ډېوې، مــي مـــاتي کړي دي
دا ځـــل دي پۀ میــنه راسخ! داســي پوهېدلی یم
زړۀ کــي د کلــــونو ارادې، مـــــي مــــاتي کړي دي
راسخ فراهي!
1 654
دلته مي زړه دلته می ځان ویده دی
زما د ټول عمر ارمان ویده دی
چی راپیاد سی زړه می ودریږي
دی تورو خاوروکی جانان ویده دی
د لیلا مینه پري غالبه سوله
مجنون صحراکی پر بیابان ویده دی
یوازی زه دومره غافله یمه
که دلته دغه ټول کاروان ویده دی?
ټولې نړي ته یی شکست ور کړلو
دلته عجیبه یو انسان ویده دی
پر خړ مزاریی طوافونه کوی
د بوری مور د زړه درمان ویده دی
مغفوره هر وخت یی سلام ته ورځه
پرتا چی ګران وو هغه ګران ویده دی
مغفور میوندي
1 654
زړه مـــي د عشق پــه نغمو بار دی
دا خو تا تړلی په څومره نرې تار دی
دا خــو دی د عشــق د فلسفې کـلی
ستا زړه ځکــــه دلتــه ګرفــــتار دی
ستا تورو سترګو په زړه یمه ویشتلی
زړه مې نه جوړیږې خوړلی ستا ګوزار دی
هغه جګې جګې جنډې چې پري رپیږي
دا زمـــا د شهیـــــد لالـــې مــــزار دی
چې د سرو مرمیو مخې ته ولاړ دی
دا جنون نه دی، دا روان دعشق په لار دی
ظواهري، د جهاد لار د تڼاکو خپو مزل دی
دلـــته هــم تکلیف دی هـــم فرهار دی
