cookie

Мы используем файлы cookie для улучшения сервиса. Нажав кнопку «Принять все», вы соглашаетесь с использованием cookies.

avatar

د شاعرانو ادبي جونګړه

https://t.me/Jonghara_233 مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوۍمننه دلته به تاسو ته، دمشهورو ،شاعرانو شعرونه نشریږې،زموږ دټيليګرام چېنل درسره جوائن کړئ! مننه! دشعرونو دنشرولو لپاره شخصې کې رابطه وکړۍ

Больше
Рекламные посты
1 642
Подписчики
Нет данных24 часа
-47 дней
+1030 дней

Загрузка данных...

Прирост подписчиков

Загрузка данных...

پنا دروړم حوضورته ستا ربه سر په سجده ږدم شې رضا ربه تر اوګو پټ یم په ګناه باندي راته بخنه وکړه زما ربه باران باران اوښکي د شپي راز دی تاته مي سرخم ایښی لوند ګریوان پروردګاره راغلم ستا در ته بله مي هیڅ نشته درګا ربه مخته قدم وړم ښه چټک ځمه شاته مي یوځل کړی پام نه دی دعمل تول مي هم څرګند نه دی اوس به نو څه کوم زه بیا ربه غوږونه سترګي وجود ستړی دی پوهیږم نه چي ترې څه کار اخلم غافل انسان خطا یم په دنیا بس آخرت مي کړه ښکلا ربه عابدعُزیر غواړي له تاعفوه سيوری د خپل کرم، رحمت وکه ترپلار اومور ډیر مهرابان یې ته بخښونکی ته مي د ګناه ربه عابدعُزیر
Показать все...
1
تاسې ولولئ😊 زړه مي له درد سـره تماس وکړي ښکلي چي سل رنګه لباس وکړي خپلېږي نه که د زړه وینـه ورکړې ځيني خواهش له حده پاس وکړي نرمـه مسکـا په شـونـډو وغـوړوې نـــور اشــاره درتـه پـه لاس وکړي مـراندې د زړه پسـې کـږې دصـوفي ښکلي خنداچې ښه په کړاس وکړي په کوم مذهب دي؟هیـڅ وفا نلري سـړی یـې چـا بانـدي قیاس وکړي؟ ترېنه قربام به شم أنس حماسي که مي یار مینه کي اخلاص وکړي أنــس حـمّاسي
Показать все...
3
مشره ملنګه ملا عُمره مشره سرکړه راپورته قنلدره مشره مشره تاڅنګه زنده ګي تیرکړه مثال یي نسته لـراوبـره مشره مشره دنیا دي پیژني کارنامی ملنګ بادشاه ملنګ دلبره مشره مشره یعقوب دي نن سپه سالاردی درته ساتلی یي لښکــــره مشره مشره وطن ته خپلواکي راغلی ارمان ته نه یي دزړه سره مشره مشره داستا دشجاعت کار نامی دتاریخ پاڼــوکي سره زره مشره مشره دعکــــرمه جـانـان امیــره ودی ساتی سنکر ممبره مشره
Показать все...
لـه بـدرنګیـو او لـه جـنګـه په امان شې ګلي ګلزارشې وطنـه ښکلـی شې دګـلانـو بوستان شې ګلي ګلزارشې جنتي غېږته دي رامه شه ناورین وختونه ښکلی اوسې پـټ پـه ښکـلاوو بـې مثـاله لا ودان شې ګلي ګلزارشې امن امنیت دي شریعت دي ستا په غېږکي قائم وطنه د زورېـدلي اولـس هـر دردته درمان شې ګلي ګلزارشې ای دعمرمنصورجلال او ورک یاسرمسکنه ښاد اوسې تـه د نمــرود بچـو تـه تنـدر د اسمان شې ګلي ګلزارشې أنـس، داستاپه جنتي غېږه کي ژوندکوم خوشحاله یمه د ســولې امـن کـور غازي افغانستان شې ګلي ګلزار شې أنــس حـمّاسي
Показать все...
غزل ___ مړ مړ ځي د شړيدلي زخم بوی ، دی پۀ بارودو کې پوخ شوی د چا ځوی ، دی وينې غوښې يې پۀ ونو پورې ښخې يو چينار ژڼی پۀ لارو باندې توی ، دی سترې سترې نړۍ لويشت لويشت راته شوي غم د مرګ د ملايکو غوندې لوی ، دی پۀ ښکاره ښکاره زخمو باندې خاموش دی زما ستړی يار پۀ ټوله کيسه پوی ، دی مات مات کيږي زۀ پرې غيږې بدلومه ورکه ياره پۀ نښترو کې دې خوی ، دی يو ستومان جهنمي الله بښلی د يو ستړي مجاهد لالي پۀ روی ، دی تا وژلی تا لۀ غرونو غورځولی خو شاکر داوړ دې بيا هم منندوی ، دی مهاجر شاکر داوړ ـــــــــــــــــــــــــــ 29/ شوال المکرم /1445ھـ ق 08/ می/ 2024م ولايت: بنو ولسوالي: ډومېل
Показать все...
غزه په وینو سره ده؛؛؛ غزه په وینو سره ده الرفعه په وینو سره ده دګل ماشوم ماشومه سپینه خوله وینو سره ده سلګی اورم فریاد اورم دخویندو میندو وروڼو دژوند هره خوژه خوژه شیبه په وینو سره ده مسجد محراب شهید امام شهیددی اذان نسته قرآن دی سوځیدلی سیپاره په وینو سره ده له سترګو اوښکې څاڅي دژړا ډک ا وازونه دهر بشر لاسونه پیښی سینه په وینو سره ده خاموشه خاموشی ده اسلامې نړی چوپ پاته دښکلي فلسطین هره کوڅه په وینو سره ده خالقه خدایه ﷻ داسنګه ظلمونه دی تیریژي اوستادترخاورو لاندي مدرسه په وینو سره ده دعکرمه جانان مــــلا له شعره وینې څاڅې غزل یې سره په وینو ترانه په وینو سره ده
Показать все...
💔 2
کاورنه پول سم دي💪 وطن ازاد سپین امارت کارونه پول سم دي پر خپله خاوره مو حکمت کارونه پول سم دي له هغه وخته مي شپیته ځایونه زړه بایللی چي تللی هغه جمهوریت کاورنه پول سم دي رقیبان مه ښوروه داسي امن نسته چیرته هم خپلواکې سته هم حُریت کارونه پول سم دي اوس غټه ږیره داخلاص عاشقي ښه خوند کوي هم عاشقي هم ښه خدمت کارونه پول سم دي جیب کي به یو مسواک قلم وو دغربت په خاطر خو موږ ویله په همیت کارونه پول سم دي ښُکلیه داستا خندا ته مات بمونو مات نه کړؤ کیدای سي وي ستا کرامت کارونه پول سم دي موږ امریکا ته یو سترګګ ووهی څنګه سوله ذاکرمسجونه دغیرت کاورنه پول سم دي م: ذاکرمسجون
Показать все...
👍 3 2💔 1
پر غزه بـل دي سره اورونه اقصی چیغې وهي په وینوسره ښکاري ښارونه اقصی چیغې وهي له لوژي تندي څخه مرمې تنکې تنکې ماشومان ترخاورو لاندي يي سرونه اقصی چيغې وهي لت پت په وینو کي پراته دي دغزي اوګړي نه تـداوي سته نه قبرونه اقصی چیغې وهي هر ورځ ګوره هر شپه ډکه لـه ویر او ماتم پرې اور څه درانه بمونه اقصی چیغې وهي سرې وینې څاڅي له مسجد ممبراذان محرابه خاموشه ښکاري اذانونه اقصی چیغې وهي دپیغلــو خوندو مندو آه فریاد تر عرش رسي دردوي سخت فولادي زړونه قصی چیغي وهي دماشومانـو غلبلـي چیغـې سلګــــۍ او ژړا ولې ویـده عرب ملکونه اقصی چیغې وهي دعکرمه جانان مـــلا له لیمو څاڅې اوښکې چې ویني داسي وحشتونه اقصی چیغې وهي
Показать все...
💔 2
چې زما زړه درپسې وران شي ښه دی پرېږده چې تا باندې تاوان شي ښه دی ستاسو په کلي کې یې قدر نشته د لالي کور دې په کنعان شي ښه دی هغه چې ځي په مخ یې زېړګلونه نور هغه پریږده چې روان شي ښه دی زه له خزان ځـــــکه مننه کوم چې د یار حسن لږ ارزان شي ښه دی امید یې نه لرم؛ چې څنګه به شي؟ خو که پوره مې دا ارمان شي ښه دی چې د وطن له تودې غیږې تښتي د هغه شپه دې پر بیابان شي ښه دی څوک چې د بل غم ته چکچکې کوي چې لږ اخته په غم د ځان شي ښه دی ملا عاکف در پسې اوس هم زړه خوري خیر دی که بېرته دې جانان شي ښه دی
Показать все...
مقام: دثاقي دجام یو شرنګ تر دونیا ښه دی په زړه سپین په مخ بدرنګ تر دونیا ښه دی که جنت عرشو کُرسي مقایثه کړم بس دیار دزلفو رنګ تر دونیا ښه دی چي یي حمد ورسته شراب کړم په سر پورته دابد دکور هر بنګ تر دونیا ښه دی ته دښُکلو سره وران یي ښُکلي ښه دي په غالب کي غنمرنګ تر دونیا ښه وي دهغو شونډي کړه ښُکل ذاکرمسجونه دهغو شونډو کي زنګ تر دونیا ښه دی م: ذاکرمسجون
Показать все...
💔 3👍 1
Выберите другой тариф

Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.