cookie

Мы используем файлы cookie для улучшения сервиса. Нажав кнопку «Принять все», вы соглашаетесь с использованием cookies.

avatar

♤نېمګړې♡مېنه▪♤

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ ملګورو الله ﷻدی وکی چې جوړ او روغ بیاست ده نیمګړې مینی کانال ته ښه راغلاست زموږ سره ملتیا وکې ده کاناله وزی مه بیصدا یه کې 👈 تبادلی لپاره @ARsfrg

Больше
Рекламные посты
1 147
Подписчики
-124 часа
-77 дней
-2330 дней

Загрузка данных...

Облако тегов
Нет данных
Возникли проблемы? Пожалуйста, обновите страницу или обратитесь к нашему support-менеджеру .
Входящие и исходящие упоминания
---
---
---
avatar
---
---
---
Привлечение подписчиков
Нет данных
Возникли проблемы? Пожалуйста, обновите страницу или обратитесь к нашему support-менеджеру .
Посты канала
За 30 дней
avatar

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمایي: «ژمی ته ښه راغلاست وایم؛ په دې کې برکت نازلیږي، د شپې اوږدوالي د قیام لپاره وي، او د ورځې لنډوالی د روژې لپاره» [لطائف المعارف].

1600

2
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ خوری! علم زده کړه! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ که سری علم زده کړي نو یوازې به خپل ځان وژغوري مګر که ښځه علم زده كري ، د يوې لويې کورنۍ د ژغورنې سبب به شي. خوری ! آیا د رسول الله ﷺ دغه حدیث شریف ته دې پام کړی چې فرمایي: «مَنْ سَلَكَ طَرِيقًا يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْمًا سَهَّلَ اللهُ لَهُ بِه طَرِيقًا إِلَى الْجَنَّةِ » [صحيح مسلم / ٢٦٩٩] ژباړه: هر څوک چې د علم په ترلاسه كولو كې لاره ووهي ، الله تعالی جنت ته تلل ورته آسانه كوي». ډېری خلک شکایت کوي چې زمونږ ښځې داسې او هغسې دي ، ګوره ښاغلیه سریه خپله خور او خپله مېرمن دې د تفسير او ترجمي ، حدیث او سیرت درسونه ته پرېښې نده نو څنګه د دې په تمه يې چې د سلف د مېرمنو په شان دې چلند وکړي ؟ امام ذهبي وايي د سلف د ناوې ګانو په جهیزیه کی به د مختصر امام مزني کتاب موجود و. [سیر اعلام النبلاء]. سبحان الله ، دوی ته يې په جهیزیه کې کتابونه اخیستل تر څو دخاوند مقام ، د ماشومانو روزنه او له ديني احکامو څخه خبرې شي ، مګر نن څه شوي ؟ آيا د جامو مینځلو په ماشین او.... کولی شو خپل دین مکمل کرو ؟ شيخ محمد بشير ابراهيمي رحمه الله فرمايي: «مسلمانه ښځه باید علم زده کړي ، بايد وروزل شي مګر په دې شرط چې دغه کار به د دین او اخلاقو په دایره کې وي مګر که ښځه جاهله وي ، خاوند یې زړه توری کوي او ماشومان يې بې لاره کېږي او د تباهۍ لوري ته ځي. د ښځو ديني علم ، ښخې د پاک لمنی په لوري بيايي ، او جهالت د ښځو دسقوط سبب ګرځي استعمار د ښځو د ديني علم په ضد دی ځکه چې ديني علم ښځه د صلاح په لوري بيايي او سبا بله ورځ صالحه ښځه او صالحه مور ترې جوړېږي ، چې په په پایله کې د داسی صالحی ټولنې او صالح نسل د را منځته کېدو سبب ګرځي چې په سالمه عقیده ، تینک ایمان او اخلاقو به سمبال وي » [الآثار ۳۱۳۸۴]. د بغداد په جامع جومات کې د صحاح جوهري کتاب د يوې ښځې د لاس په کرښو شتون لري چې ښکلی خط هم لري ، د دغه کتاب لیکواله مریم بنت عبد القادر وايي: هيله منده یم هغه کسان چې په کتاب کې ځيني غير عمدي اشتباهات ويني ، ما وبښي ځکه چې ما په ښي لاس کتاب لیکه او په کیڼ لاس مې د زوی زانګو ښوروله » مجله لغة العرب ، کرملی (۱۹۲۸ ميلادي). خورې ، د سلف ټولې مېرمني عالمانې وې ، د تفسير او حدیث په علم سمبال شوې وې ، مېړونو يې د سړیو لپاره او مېرمنو يې د ښځو لپاره دعوت کاوه. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ هغه څه چې باید ټولې مسلمانې ښځې پرې پوهې شي
24
3
19
4
26
5
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو له نظره د ژمي ارزښت او فضیلت ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو د روژې له میاشتې، وروسته ژمی خوښاوه،او په هغه کې یې زیات عبادتونه کول.او د دې اوږدې شپې يې په عبادتونو خوندورې کولی او ورځې يې په جهاد او د دين په تبليغ کې تېره ولی. امام ابن رجب حنبلي په طائف المعارف کې له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کوي چې هغه وايي:(ژمی ته ښه راغلاست،برکت په هغی که نازلیږی،شپی د لمانځه لپاره اوږدیږی او ورځ د روژی نیولو لپاره لنډیږی.[الطائف المعارف]. امام ابن رجب حنبلي رحمه الله په کتاب [الطائف المعارف]. کې یو روایت له عبید بن عمیر رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې دژمی میاشت په باره کې فرمایلي دي:ای د قرآن شریف خلکو شپه اوږده شوه د قرآن تلاوت ته،نو د قرآن تلاوت وکړئ[لطائف المعارف] وعن عمر قال: «الشتاء غنيمة العابد» (مسند احمد صححه الباني). همدارنګه له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی،(ژمی د عبادت کوونکو لپاره غنیمت دی)[حلية الأولياء]. عبدالله ابن عمر رضي الله عنهما به د ژمي په موسم کې ویل:ای د قرآن شریفو خلکو ستاسو دشپی لمانځه لپاره شپه اوږده ده.او ستاسو دروژې نیولو لپاره ورځ هم لنډه شوې ده [موسوعة ابن أبي الدنيا : ١/ ٣٢٣]. هو،ژمی په دې یخ موسم کې تر ټولو لنډې ورځې او تر ټولو اوږدې شپې لري،ژمی مومنانو لپاره ښه فرصت برابروي.ترڅو د الله سبحانه وتعالی عبادت ته مخ کری،په همدې ډول صحابه کرامو هم دا موسم د ثوابونو د ترلاسه کولو لپاره ښه فرصت ګڼلی دی. نو ای دصحابه کرامو پیروانو ددغه راروان ژمی څخه،دصحابه کرامو په شان استفاده وکره،اجازه مه ورکوئ چې ستاسو عمر پکی ضایع شي،او تاسو ونشئ کولی له هغې څخه ګټه پورته کړئ. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کتاب:زمستان فرصتی دوباره برای مؤمنان
31
6
عبد الحمید بن بدیس رحمه الله فرمایي:که یو هلک ته تعلیم ورکړئ، یوازې یو کس ته زده کړه ورکوئ، خو که یوې انجلۍ ته تعلیم ورکړئ، نو په حقیقت کې تا یو ملت ته تعلیم ورکړئ!

"په اسلام کې د لور فضیلت، ارزښت او مقام"
عبد الحمید بن بدیس رحمه الله فرمایي:که یو هلک ته تعلیم ورکړئ، یوازې یو کس ته زده کړه ورکوئ، خو که یوې انجلۍ ته تعلیم ورکړئ، نو په حقیقت کې تا یو ملت ته تعلیم ورکړئ! "په اسلام کې د لور فضیلت، ارزښت او مقام"
29
7
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د ژمي فضائل د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم د احادیثو له نظره ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ رسول الله صلی الله علیه واله وسلم په څو مبارکو احادیثو کې دژمی دفضیلت په اره ویلی دی او د هغه راتګ یې د مؤمنانو لپاره خیر بللی دی. تاسو ته باید دغه یادونه وکړم چې هغه ورځې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو لپاره غوره او دفضیلت څه دکی ګڼلې دی.دیری لندی دی لکه مثال روژه، د رمضان وروستۍ لس شپې د شوال، د ذی الحجې لومړۍ لس ورځې،د تشریق ورځې و...،خو تر ټولو اوږدی او دفضیلت ورځې او شپی په حقیقت کې دژمی دي چې د ټولو چارو لپاره کافي وخت پکی شتون لري. البته د ژمې دفضیلت د بیانولو غرض دا دی چې په دې کې هم د رمضان په څېر ډېر نیک عملونه کېږي ترڅو انسان په خپل ځان کې بدلون راولي.او هغه پخوانی کس نه وسیږی. له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ژمی د مؤمن پسرلی دی، شپې یې اوږدې دي، نو شپې ئی دتهجد لپاره او ورځې یې لنډې دی نو ورځی ئی د روژی لپاره»[مسند احمد]. په یو بل صحیح حدیث کې هم راغلی دی( عامر بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په ژمي کې روژه نیول د خوشحالۍ غنیمت دی)[ترمذی : ۷۹۷] مومن باید دژمی وخت ضایع نکړي، دهغی څخه باید د سرو زرو په څیر استفاده وکری، ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ زمستان فرصتی دوباره برای مؤمنان
32
8
32
9
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ اې مومنه؛ژمی ستا لپاره یو خبرداری دی! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ اې مؤمنانو؛پوه شی چې د ژمي یخنۍ موږ ته د دوزخ د سختې یخنۍ خبر راکوي، ځکه چې دوزخ یخنۍ او تودوخه دواړه لري. زما ورور الله جل جلاله دې تا په دې پوه کړي چې په دوزخ کې لمر د شدید تودوخې سره سخت او یخ دی، خو په جنت کې داسې نه دی، الله تعالی فرمايي:مُتَّكِثِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زمْهَرِيرًا) [الإنسان: ١٣]. معنی: هلته په ښکلو بسترونو کې استراحت کوي، نه لمر ويني او نه ساړه. هو،ژمی آخرت ته د چمتو کیدلو لپاره یو فرصت دی،چی دحشر ورځې لپاره تياری ونیسی،که نه نو دوزخ هغه ځای دی چې سخته ګرمي او یخنۍ درته انتظار باسي. ګرانو مؤمنانو،د ژمي مقصد،د قیامت ورځي ته تیاری نیول دي.ځکه چې د ژمي په راتګ خلک یو ځل بیا په دې پوهوي چې ژوند یې لنډ شوی دی،خپل قبر ته نږدې شوی،او حجت ورباندی قایم شوی؛نو ددې څخه د ځان ساتلو لپاره یو څه وکړئ ځکه چې د ژمي یخنۍ د دوزخ یوه برخه ده. ابوهریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:په سخته ګرمۍ کې، د ماسپښین لمونځ هغه وخت وکړئ کله چې هوا لږ سړه شي،ځکه چې د تودوخې شدت د دوزخ له تنفس څخه دی.د دوزخ ور الله ته شکایت وکړ چې زما بعضی حصه بعضی نور له منځه وری،الله عزوجل هغه ته په کال کې دوه ځله دتنفس کولو اجازه ورکړه، یو په ژمي کې او بل په اوړي کې، د هغه د ژمي تنفس سخت ساړه او د اوړي د تنفس سخت ګرم دی.بخاری : ٥٣٧.٥٣٦] نو دې سفر ته د یو څه کولو لپاره؛ موږ باید ژمی په داسې حال کې تېر کړو چې سم صحیح او مثبت ځواب ورته ورکولی وه شو، او دا به هغه وخت وه شو کولی چې ژمی مو په عباداتو، نیکو اعمالو، په ښایسته اخلاقو،د نیکۍ په امر او له بدیو څخه په منع کولو تېر کړو. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ زمستان فرصتی دوباره برای مؤمنان
46
10
31
11
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ أُوس الله تعالی دریم حکم بیانوی خاوندانو ته وایی چه د خپلو ښځوسره ښائسته ژوند تیروی او پکارده چه تاسو خپلو ښځو سره په وړو وړو شيانو باندی بد اخلاقی ونکړی ترڅو چه د فاحشی اندازی ته نه وی رسیدلی چه سری د هغی د برداشت نه مجبوره شی لکه همدا مضمون نبی کریم الله په ډیرو احادیثو کی بیان کریدی فرمائی:(لا يَفْرَكُ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةٌ إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخر) (صحیح مسلم کتاب الرضاع ٤٧٥/١) - مؤمن سری دی د مؤمنی ښځی سره بغض نه کوی ځکه چه که د هغی یو خوئ خصلت ئی خوښ نه شی بل به ئی خوښ شی نو پکار ده چه د هغی په نیکیو باندی نظر واچولی شی او د هغوی د بدیو نه سترګی پتی کری شی ځکه چه ډیر کرته بد سلوك په تعلقاتو کی سختی د غیرو سره تعلقات د نافرمانی او بد اخلاقی سبب کیږی- حافظ سیوطی په (الاکلیل) کی لیکلی دی چه دا آیت کریمه دلالت کوی چه د ښځی سره ښائسته سلوك كول واجب دی په خاوند باندی لازم دی چه د هغی پوره مهر ادا کری په اخراجاتو او د نمبر په تقسیم کی انصاف وکړی د هغی سره نرمی خبری اتری وکړی او بغیر د سبب نه هغه و نه وهی او نه د سختى سلوك وكرى (قاسمی ٢٤٩/٢) والمنار) وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ عبد الله بن عباس رضی الله عنه معنی کوی:(أَى طَيِّبُوا أَمْوَالَكُمْ لَهُنَّ وَحَسَنُوا أَفَعَالَكُمْ وَهَيْئَاتِكُمْ بِحَسَبِ قُدْرَتِكُمْ كَمَا تُحِبُّ ذَلِكَ مِنْهَا فَافْعَلُ أَنتَ بِهَا مِثْلَهُ) [قاسمی و ابن كثير وحکمت القرآن] یعنی هغوی ته مزیداری (او نرمی) خبری کوی او خپل افعال او هيئات هغوی ته ښائسته کړی څومره چه ستاسو و سه وی لکه څنگه چه ته د هغی نه دا کارونه خوښوی نو ته هم د هغوی سره دغه شان کوه دارنګه تندی ورته مه ترش کوه او پدی کی دا هم داخلیږی چه که خاوند وس لری نو د ښځی دپاره خادمه و نیسی کله چه زنانه ته د خدمت تکلیف وی. د ښځو سره د نيك ژوند تیرولو ترغیبات په اسلام کی د ښځی سره د ښائسته سلوك كولو ډیر تاکید راغلی دی یو خو دا آیت دی چه ته ئی تشریح ګوری دارنګه نبی کریم ﷺ فرمایلی دى(خَيْرُكُمْ خَيْرُكُمْ لِأَهْلِهِ وَأَنَا - خَيْرُكُمْ لِاهْلِی)چه تاسو کی د تولونه غوره هغه دی چه د خپلی ښځی دپاره غوره وی اوزه د خپلو بیبیانو دپاره ستاسو نه ښه یم- دا حدیث د الفاظو په معمولی فرق سره د عائشی رضی الله عنه ابن عباس او معاویه رضی الله عنهم نه ترمذی، ابن ماجه، طبرانی او حاکم و غیر هم روایت کریدے۔ وصححه الالباني واحمد شاكر) حافظ ابن كثیر او قاسمی رحمه الله وائی : درسول الله صلی الله علیه واله وسلم سلوك د خپلو بیبیانو سره انتهائی درجه ښائسته وو همیشه به ئی د هغوی سره په خندین مخ باندی خبری کولی، د هغوی سره به ئی توقی کولی، او ام المؤمنین عائشی سره به ئی منده و هله هره شپه به ئی د هغوی ټولو سره په شریکه خوراک کولو او د اوده کیدو نه مخکی به ئی د خپلی بی بی سره ډیر وخت پورے خبرے کولی، او د نبی کریم الله صلی الله علیه واله وسلم مبارك ذات د هغه د امت د افرادو دپاره نمونه ده پدی وجه مسلمانانو لره هم د خپلو ښځو سره داسے سلوك كول پکار دی- الله تعالى فرمائی : ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أَسْوَةٌ حَسَنَةٌ ﴾ چه د رسول الله صلی الله علیه واله وسلم ذات ستاسو دپاره ښاائسته نمونه ده (قاسمی (٢٥٠/٢) ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ حکمت القرآن جلد۳مخ۴۷۳
45
12
41
13
https://whatsapp.com/channel/0029Vas0OK5DzgT4yowSQA0p ډیرتعجبی کانل ده هتمن ورشۍ 👆👆
46
14
https://whatsapp.com/channel/0029Vas0OK5DzgT4yowSQA0p
56
15
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
           دفطرة سنت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دفطرة سنت هغی ته ویل کیږي چې کله یی یو انسان ادا کڔی نو دادهغې فطرت سره موافق کیږی چې الله رب العالمین پری بندګان پیدا کڔی دي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱)-د ماشوم سنت ګري کول: 
(۲)-استنجاء کول:
(۳)-مسواک استعمالول:
(۴)-نوکان پریکول:
(۵)-بریتان لنډول:
(۶)-ګیره اوږدول:
(۷)-زیر ناف ویښتان خریل:
(۸)-دتخر ګونو ویښتان خریل:
(۹)-دګوتو بندونه چې خیری پکی جمع کیږی وینځل:
(۱۰)-خوله وینځل:
(۱۱)-پوزه وینځل:

[البخاري/۵۸۹۱/ومسلم/۲۲۷//۲۶۱/]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۳۰)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دفطرة سنت ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دفطرة سنت هغی ته ویل کیږي چې کله یی یو انسان ادا کڔی نو دادهغې فطرت سره موافق کیږی چې الله رب العالمین پری بندګان پیدا کڔی دي ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱)-د ماشوم سنت ګري کول: (۲)-استنجاء کول: (۳)-مسواک استعمالول: (۴)-نوکان پریکول: (۵)-بریتان لنډول: (۶)-ګیره اوږدول: (۷)-زیر ناف ویښتان خریل: (۸)-دتخر ګونو ویښتان خریل: (۹)-دګوتو بندونه چې خیری پکی جمع کیږی وینځل: (۱۰)-خوله وینځل: (۱۱)-پوزه وینځل: [البخاري/۵۸۹۱/ومسلم/۲۲۷//۲۶۱/] ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۳۰)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
52
16
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دیره دیره عجیبه فایده:[که دچا اولاد دمور په نس کی ضایع کیږی،یا یی په اولاد باندی جنات وغیره راځی دټولو علاج په یو هیر شوی نبوی سنت باندی] ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د کور والی په وخت دعا بِسْمِ اللَّهِ اَللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا. [بخاری ١ / ٤٦٣ - رقم : ١٤١ ، مسلم ٤٦٣/١ - رقم : ٣٦٠٦ ، ابن السني ۶۰۸] ترجمه : په نوم د الله . ای الله ! وړاندی کړه مونږ د شیطان نه او جدا کړه شیطان د هغی نه چه تا مونږ ته راکړی دی. روایت کښی راځی څوک چی د خپلی ښځی سره د کوروالي کولو وخت کښی دا ذکر وکړي نو شیطان به ئي اولاد ته ضرر ورنكري (لَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا أَتَى أَهْلَهُ قَالَ بِسْمِ اللَّهِ،اللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا فَقُضِيَ بَيْنَهُمَا وَلَدٌ لَمْ يَضُرَّهُ). (متفق عليه). د احاديثو شارحينو لکه حافظ ابن حجر، امام نووي او نورو د (لَمْ يَضُرَّهُ) ډير مصداقات بيان کړي، يوه معنا او مصداق یي دا بيان کړی چی کله دا ماشوم پیدا شي نو پيريان او شیطانان به ورباندي نه راځی تاسي به ليدلي وي په ځينو خلکو کښی پیریان ننوځی تكليف او ضرر وركوي؛ چېغى وهي، نو څوک چی د جماع وخت کښي دا دعاء ووايي او ددي جماع نه د ده اولاد پیدا شي نو په هغه به پیریان نه راځی!!. د (لَمْ يَضُرَّهُ) معنا علماء دا هم کړي چی کله کله په خیټه کښی هم دا الله تعالی په اراده پیریان او شيطان حمل ته ضرر ورکوي نو د دي ذكر په برکت به شیطان دا کار هم نشي كولى!!. د (لَمْ يَضُرَّهُ) دا معنا او مصداق هم دی چی ده ته په دین او دنیا کښی شیطان . ضرر نشي وركولى (وګوره: فتح الباري شرح النووي، المفهم، نيل الأوطار، تحفة الأحوذي،وغيره). ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ شرح اسماء الله الحسنى جلد(۱)مخ۲۴
56
17
45
18
61
19
63
20
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ موضوع:(کورته د داخلیدو سنت) ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱)-کورته دداخلیدو په وخت کې ذکر کول: دجابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې ده درسول الله صلی الله علیه واله وسلم څخه اوریدلی دي چې کله یو سڔی خپل کورته داخل شي او د داخلیدو وخت کې دالله عزوجل ذکر وکڔي او دخوراک په وخت کې دالله ذکر وکڔي نو شیطان ووائی چې ستا لپاره دشپی دتیریولو ځای هم نه شته او دبیګا خوراک هم نه شته،(مسلم/۲۰۱۸/) فائده:ددی سنت دعملی کولو په وجه باندی دده خوراک او کور دشیطان څخه محفوظ شي، (۲)-کورته داخلیدو په وخت کې سلام اچول: فائده سلام اچولو په وجه باندی ستا او کور والا باندي برکت نازلیږی،(الترمذی/۲۶۲۲/ وصححه وحسنه) (۳)-دا دعاء لوستل: اَللَّهُمَّ إِنِّی أَسْأَلُکَ خَیْرَ الْمَوْلَجِ،وَخَیْرَ الْمَخْرَجِ، بِسْمِ اللّٰهِ وَلَجْنَا،وَبِسْمِ اللّٰهِ خَرَجْنَا،وَعَلَی اللّٰهِ رَبَّنَا تَوَکَّلْنَا. ‌(اخرجه ابو داود) ترجمه:ای الله زه تانه بهتر ځای دداخلیدو غواڔم،او بهتر ځای دوتلو،دالله په نوم کورته داخلیږو،او دالله په نوم دکورنه وځو،او په الله تعالی باندی چه ځمونږ رب دی ځمونږ توکل دی. (۴)-کورته داخلیدو په وخت کی مسواک استعمالول:مسلم/۲۵۳/ (۵)-په کور کې خدمت کول: عائشیة رضی الله عنها فرمائی:چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم به په خپل کور کې خپلي کپڔي(جامی)پخپله ټولولی،او خپله ګډه یی خپله لوشله او خپل خدمت به ئی خپله کولو،‌(احمد صححه الالباني فی الصحیحه‌/۴۷۱/وصحیح الجامع/۴۹۹۶/) ــــــــــــــ او دا عمل په ورځ کې بار بار تکراریږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيم ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په روز مره زندګی کی۲۰۰۰سنت عملی کړه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲۹)درس نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
74

Загрузка данных...

Выберите другой тариф

Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.