cookie

Мы используем файлы cookie для улучшения сервиса. Нажав кнопку «Принять все», вы соглашаетесь с использованием cookies.

avatar

ماتې هیلې

استغفرالله وأتوب الیه تۀ زما د مینې اظهار همدلته موندلی شې! ⓞ♥ (زما د ستړي ژوند خاطرې) 😔 له مونږ سره رابطه=> @MOmarjan https://t.me/naweedja

Больше
Рекламные посты
7 892
Подписчики
+824 часа
+387 дней
+13530 дней

Загрузка данных...

Прирост подписчиков

Загрузка данных...

Фото недоступноПоказать в Telegram
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته يادونه👇 محترمو مينوالود خوږژبو نعتخوانانو اوشاعرانو رسمي چينلان دي چي اکثره چينلان بلاک سوي اوس په پره اخلاص ورسره ملګري شئ
Показать все...
العصر نشراتي او فرهنګي انجمن
په معيار پوره تراني
نوښتګر شاعري
شاعر قاري خالد منعم
شاعر بدرالدين ځلاند
شاعر خالد وزير
شاعر مخبت وردګ
شاعر قاري قاسم ايوبي
شاعر عرفان الله عرفاني
شاعر مولوي هدايت طلحه
شاعر مولوي سيد درمل
شاعر الفت جان ملنګ
شاعر مولوي شعيب شهامت
شاعر وثيق ذکوان
شاعر ساجد غزنوي
شاعر عاکف امارتي
شاعر مولوي مامؤن
شاعر ډاکټر مسعود ازمون
شاعر تپاند زُهاد
شاعر مخلص کډوال
شاعر احمد الله نثار
شاعر دانش ملنګ
شاعر مبهم
شاعر سيحان کندهاری
شاعر بدري تکل او امين حيدري
شاعر سيف صديق
شاعر خان حقيار
شاعر دردمند خوستوال
شاعر منتظر نجرابي
شاعر راشد مشفق
شاعر غازي انګار
شاعر محمودي انصار
کله چې د چا د لیدلو تلوسه لرئ، یادیږي مو، پر لیدلو یې خوښېږئ، تاسې هم د هغه په باب دا فکر کوئ، چې هغه به هم زما په لیدلو خوښ شي، له نورو متفاوته رویه به راسره وکړي، د بیا کاته د محبت اظهار به وکړي؛ مګر کله چې له هغه شخص سره مخ شئ، ستاسې د توقع خلاف عمل درسره وکړي، یعنې د یو عادي انسان په څېر داسې رویه درسره وکړي، چې تاسې ترې داسې تمه نه لرله، انسان خپل احساس ته سخت خجالت شي، چې د یو بې احساسه شخص لپاره یې احساس درلود، همدې ته ورته لاملونه دي، چې د انسانانو احساسات وژني، د مینې، محبت حس په کې مړ شي. راځئ له خپله ځانه یې شروع کړو، کله چې پوه شوی، چې د یو چا درسره جوړه ده، په لیدلو مو خوښیږي، هغوی ته ارزښت ورکړئ، په روغ بړ کې داسې جذابیت پیدا کړئ، که د هغه په څهره کې هر څومره د خفګان، ستړیا نښې وي، باید هغه په کې ورکې شي، هغوی خپل احساس ته مه زهیروئ، چې تاسې ته یې لري! 🌸 ماتې هیلې
Показать все...
8
00:14
Видео недоступноПоказать в Telegram
1.18 MB
دا_ساده_ساده_چې_ښکارو_مونګ_روزلي_انقلاب_يو360p_1719338970128.mp35.62 MB
ارادې چې پیاوړې شي، واړه خنډونه په نظر کې نه نیول کیږي! 🌸 ماتې هیلې
Показать все...
👍 1
که سپوږمۍ شوله ناوخته لاره نه رانه ورکیږي، لاره نه رانه ورکیږي! د دې ترانې کیف د سنګر په سخته غېږه کې محسوسولای شئ، حاجي صاحب فقیر دې رب ج تر ډېره لري، د انقلاب زرین انسان دی، چې په حماسو سره یې ویدۀ مخلوق راویښ کړی! 🌸 په مجنون اوري را اوري! په لیلای اوري را اوري! ماتې هیلې
Показать все...
فقیر_محمد_درویش_ډیر_به_دی_ترانې_پسی_ګرزیدلې_یې_که_سپوږمې_شوله_نا.mp37.57 MB
4👍 3🥰 2
سبحان الله څومره اغېز لرونکی تقریر، د انسان زړۀ ورسره وه بوږنیږي، حضرت سعد ؓ یادوي، ګیلمن صحابي، ربﷻ ته ګران صحابي! دا غږ دی مولوي سمیع الله ریحان دی، خدای تعالی څومره فصیحه ژبه ورکړې وه، د څومره ستر علم پېرزوینه یې پرې کړې وه، خو هر څه یې د طاغوت په دفاع کې استعمال کړل، او په داسې حال کې ووژل شو، چې د طاغوت په دفاع کې یې له خپلې ژبې، او علم څخه استفاده کول. زۀ ډېر پرې خفه یم، له داسې شخصیت څخه دا تمه هېڅکله نه کېدله، خو هدایت د اللهﷻ لورېینه ده، هر څوک چې ترې برخمن شول ربﷻ ته ګران شول! 🌸 ماتې هیلې
Показать все...
حضرت سعد رض.mp310.70 MB
3👍 1
د اُحد ستره غذا وه، حضرت نبي کریمﷺ د مؤمنانو صفونه منظمول، بیا یې لوڅه توره له تیکې څخه را وکښله وې فرمایل ددې تورې حق به څوک اداء کړي؟ د حضرت عمر فاروق ؓ په ګډون څو نور صحابه کرام رامخکې شول خو رسول اللهﷺ یوه ته هم توره ور نه کړه، ابودوجانه ؓ رامخکې شو، وې فرمایل د تورې حق څه دی؟ رسول اکرمﷺ وه فرمایل چې تر هغو د کفارو څټونه ووهي، تر څو کږه شوې یا ماته شوې نه وي، ابودوجانه ؓ وویل زۀ یې حق اداء کوم. رسول اللهﷺ توره ابودوجانه ؓ ته ورکړه، ابودوجانه ؓ له سر څخه د مرګ رسۍ (سره پټه ) وتړله، متکبرانه کاږه واږه قدمونه یې د ګرم جنګ په لور واخیستل، رسول اللهﷺ مسکی شو وې فرمایل بېغیر له داسې میدان څخه(د جنګ میدان) په بل ځای کې اللهﷻ داسې قدمونه اخیستل نه خوښوي. ابودوجانه ؓ  له لرې ټولو ته ښکاریږي چې د اللهﷻ د رسولﷺ د تورې حق په سمه توګه اداء کوي، خو د زبیر بن عوام ؓ بخیلي پرې راځي، هغه فرمایي کله چې رسول اللهﷺ توره ابودوجانه ؓ ته ورکړه، ما له ځان سره وویل زۀ د رسول اللهﷺ د ترور ځوی یم، قریش هم یم، او تر ټولو وړاندې مې هم توره ترې وه غوښتله ولې یې ماته رانه کړه؟ غوښتل مې پوی شم، چې څنګه رسولﷺ دۀ ته توره ورکړه؟ هغه مې وڅاره، کله چې ابودوجانه ؓ په سر سره پټه وتړله، انصارو له ځانونو سره وویل هغه دی ابودوجانه ؓ د مرګ رسۍ له سر څخه تاو کړه، معنا دا چې (اوس به تر مرګه جنګیږي)، کوم کافر به چې له ابودوجانه ؓ سره لاس او ګرېوان شو ژوندی به ترې نه شو خلاصېدای. یو ځل یو کافر زخمي مجاهدین لټول او شهیدانول یې، ما خدایﷻ  ته سوال وکړ، چې اې اللهﷻ ته یې له ابودوجانه ؓ سره مخ کړې، دوی دواړه کرار کرار یو بل ته نژدې کېدل تر دې چې سره لاس او ګرېوان شول د سترګو په رپ کې ابودوجانه ؓ کافر وه واژه، بل ځل ابودوجانه ؓ د ابوسفیان میرمن هند بنت عتبه ته ور وه رسېدۀ، کله چې ابودوجانه ؓ توره پورته کړه، ناګهانه یې بېرته کښته کړه او پر بله لاړ، ما له ځان سره وویل چې خدایﷻ  او د هغه رسولﷺ ښه پوهیږي، ابودوجانه ؓ وایي ما ولیدل چې یو څوک په خورا جوش او ولولې سره کفار جنګ ته هڅوي، پسې ورغلم کله مې چې توره ورته پورته کړه، ګورم چې ښځه ده او په زوره د ژړا کړیکه تر پورته شوه، ما د رسول اللهﷺ د تورې عزمت وساته او ښځه مې پر ونه وژله. کفار په تښته شول مسلمانان ورپسې و، خو د غونډۍ پر سر غشو ویشتونکو مجاهدینو بې اطاعتي وکړه، راکښته شول، خالد بن ولید د همدغې موقع څخه ګټه پورته کړه، د همدې غونډۍ له لوري یې پر مسلمانانو حمله وکړه، او له سختې ماتې سره یې مخ کړل، رسول اللهﷺ په ډېر بد حال کې واقع شو، ډېرو صحابه کرامو ترې سخته دفاع وکړه، چې په دې کې ابودوجانه ؓ هم و، مخ یې رسول اللهﷺ ته اړولی و او شا یې کفارو ته چې څومره غشي به یې پر شا وخوړل له ځایه نه خوزېدۀ، کله چې مؤمنانو شاتګ پیل کړ، عبدالله بن جابر په حارث ؓ د تور وار وکړ او شهید یې کړ، خو د سرې پټې څښتن خپل انتقام واخیست او د عبدالله بن جابر سر یې تر بېل کړ. هو همدې ته ایثار وایي، همدا د محبت ژوند و، څومره د الفت خاوندان په کې موجود و، بل خصوص سرور کاینات جناب حضرت نبي کریمﷺ چې دم پر دم به یې خپلو ملګرو ته د جنت زیري ورکول، خو هغوی له جنت نه بې پروا د خدایﷻ د حبیبﷺ  په مخ کې ډال کېدل او تر خدایﷻ پورې رسېدل.
Показать все...
4
Фото недоступноПоказать в Telegram
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته يادونه👇 محترمو مينوالود خوږژبو نعتخوانانو اوشاعرانو رسمي چينلان دي چي اکثره چينلان بلاک سوي اوس په پره اخلاص ورسره ملګري شئ
Показать все...
👍 1 1
العصر بصري څانګه
السحر خپرندويه اداره
دکابل امنيه قوماندانۍ رسمي کانال
سلطان صلاح الدين ايوبي
کابل ټکی
ستاسې وجدان (باطني محکمه) تاسې ته په هغو شیانو سزاء نه درکوي، چې تاسې پرې قناعت ورکړی، وجدان بالکل له نفس سره مخالف دی، هغه کړنه چې تاسې ته یې نفس د انجامولو امر کوي، وجدان پرې سزاء درکوي، نفس دې همېش بدې لارې ته برابروي، او د اسلامي قوانینو خلاف امر درته کوي، خو د یو مسلمان وجدان په اسلامي اصولو قناعت کړی، او د هغو طابع دی، او تر هغو دې د نفس له غوښتنو منعه کوي تر څو د نفس په غوښتنه وجدان ته قناعت ور نه کړئ، هر کله چې د نفس یوه غوښتنه ډېره تکرار شي وجدان پرې قانع کیږي، بیا په هغه غوښتنه تاته سزاء نه درکوي. کوشش وکړئ، یوه ګناه تکرارً ونه کړئ کنه بیا به مو عمل وګرځیږي! 🌸 ماتې هیلې
Показать все...
12👍 1
Выберите другой тариф

Ваш текущий тарифный план позволяет посмотреть аналитику только 5 каналов. Чтобы получить больше, выберите другой план.