cookie

نحن نستخدم ملفات تعريف الارتباط لتحسين تجربة التصفح الخاصة بك. بالنقر على "قبول الكل"، أنت توافق على استخدام ملفات تعريف الارتباط.

avatar

♤نېمګړې♡مېنه▪♤

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ ملګورو الله ﷻدی وکی چې جوړ او روغ بیاست ده نیمګړې مینی کانال ته ښه راغلاست زموږ سره ملتیا وکې ده کاناله وزی مه بیصدا یه کې 👈 تبادلی لپاره @ARsfrg

إظهار المزيد
مشاركات الإعلانات
1 257
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
-67 أيام
-2530 أيام

جاري تحميل البيانات...

معدل نمو المشترك

جاري تحميل البيانات...

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په لاس سره خپل شهوت پوره کول (استمناء) ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دا ناوړه عادت هم په ټولنه کې د ښځو د بې پرده گى او بې حيا کېدو له امله را پیدا کېږي، ځکه الله تعالی ښځو ته د حیا کولو څه حدود ټاکلې او د پردې کولو پابندي يې پرې لگولې ده؛ خو ظلم یې پرې نه دی کړی لکه چې فرمايي: (( إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ )) (النساء : ۴۰)ژباړه: الله تعالی پر هېچا د یوې ذرې په اندازه هم ظلم نه کوي. خو د افسوس وړ خبره دا ده چې ښځې نن سبا خپل ارزښت له لاسه ورکړی د ماشومانو د يوې نانځکې په څیر گرځېدلې، چې هر څوک ورسره لوبې کوي او داسې اور ترې جوړ شوی، چې وچ او لامده هر څه له ځانه سره سوځوي. له همدې امله د سړي په بدن کې، چې د شهوت کوم اور دی؛ په اسانی سره د ښځې له لورې د شهوت را پارونې له اور سره یوځای کېږي. نن سبا په هر ځای کې بې حيايي او بربنډتوب زيات شوی تر دې، چې اوس پخپله مسلمانې ښځې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف استعماليږي او د دوی نادودې اوس هغه حالت ته رسېدلې، چې وايي: (له صبرناک سري نه لاره ورکوي او ځوانان له شرابو پرته نشه کوي) کله چې ښځه د اخبارونو ښكلا وي، خلک ځان ته او ځان نورو ته مايله کړي، په ورځپاڼو او مجلو کې يې لوڅ او شهوت پاروونکي عکسونه خپاره شي؛ نو سړی د خپل را پارولي شهوت تنده په خپل لاس سره ماتوي او په دې توگه خپله ځواني بربادوي، په داسې حال کې، چې په خپل لاس سره شهوت پوره کول حرام کار دی، ځکه الله تعالی په قران کریم کې ښکاره اعلان کړی چې سړی یوازې له دوو ځايونو څخه خپل شهوت پوره کولای شي: (۲)-له خپلې ښځې څخه. (۲)-له خپلې وينځې څخه. نو اوس چې کوم سړی له دې دوو ځايونو نه پرته له بل هر ځای نه خپل خواهش پوره کړي؛ نو ظالم دی او حرام کار یې ترسره کړی دی. الله تعالى فرمايي:((وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ )) (النور: (۳۳) ژباړه او څوك چې د نكاح (اسباب) ونه مومي، هغوى بايد پاك لمني غوره کړي تر دې پورې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن كړي. له دې ايت نه هم معلومېږي، چې په لاس سره شهوت پوره کول حرام دي، ځکه الله تعالی د پاک لمنی حکم کړی او د الله تعالی د حکم منل واجب دي او دوهمه خبره پکې. دا ده کوم سړی، چې نکاح نشي کولای نو الله تعالى هغه ته هم د پاک لمنی امر کړی او بله کومه لاره يې نه ده ورښودلی نو که په لاس سره شهوت پوره کول جایز وای الله تعالی به یی حکم کری و. په لاس د شهوت پوره کولو زیانونه (۱)-د سري مردانه قوت کمزوری کېږي. (۲)-دسړي اعصاب او ذهن كمزوري كېږي. (۳)-سړي ته د ژر انزال کولو ناروغي پيدا کېږي، چې د هغې له امله سری د خپلې ښځې خواهش نشي پوره کولای. (۳)-د ملا درد پیدا کوي. (۴)-دماغ كمزوري كوي. (۵)-حافظه کمزورې کوي. (۶)-سړي ته ژرغصه ورځي. (۷)-سړی د خپلې ښځې خواهش په پوره توگه نشي پوره کولای، چې له امله یې د دواړو ترمنځ کینه او کرکه پیدا کېږي. دیر استغفار ویل،ګناهونه لمنځه وړي: څوک چې په دې ناوړه عادت اخته وي شيخ ابوالفضل ورته د ډېر استغفار ويلو نصیحت کړی دی، ځکه استغفار گناهونه له منځه وړي او غمونه ختموي. نو کوم سړی، چې په دې ناوړه عمل اخته وي، ورته پکار ده، چې ورو ورو د خپلې ناروغی درملنه شروع کړي او روژو ته مخه کړي. بله دا، چې داسې کس باید خپل خیالات پاک کړي د قرآن كريم تلاوت دې وكړي د الله تعالى ذكر دې پر ژبه جاري ساتي او ښه ښه کتابونه دې مطالعه کړي ترڅو له بديو نه لرې شي. الله تعالى ته سوال کوو، چې موږ او تاسې دی له دې ناوړه عمل نه وساتي. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دخپلې ځوانی ساتنه وکړئ
إظهار الكل...
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دلیور سره خلوت ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ عقبه بن عامر فرمائی : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : تاسو په پردو) زنانو باندی د داخلیدو نه ځانونه وساتئ نو یو سړی وویل : ای د الله رسوله ! دلیور په باره کی خبر راکړه؟ آیا د هغه دپاره هم دا ممانعت دے؟ نبی کریم الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل لیور خو مرګ دی۔ (بخاری و مسلم) ـــــــــــــــــ تشریح ـــــــــــــــــ د دخول نه مراد خلوت کول دی او پدی کی زیاته مبالغه ده ځکه چه پردو زنانو ته ورداخلیدل منع دی نو یواځے والی ورسره په طریق اولی منع دی[فتح الباري لابن حجر رحمه الله] بيا که دښځی خاوند جهاد ته تلی وی یا بل سفر ته یا هسی بازارته تلی وی خو مقصد دا چه په کور کی موجود نه وی د خاوند پلار او بچو نه بغیر نورو سره خلوت کول حرام دی (نووی رحمه الله) لکه د خاوند ورور (لیور) یا د خاوند وراره یا خوریه، یا د خاوند تره او ماما، یا دتره او ماما ځوی او داسی نور [خلوت څه ته وائى؟] (أن يُنتَفِعَ الرَّجُلُ بِامْرَأَةٍ مِنْ غَيْرِ أَن يُتَنَبَّهَ لَهَا أَحَدٌ) ترجمه چه سړی د ښځی نه فائده واخلی او هيڅوك پری پوهه نشی. که چرته فائده تری نشی اخستی لکه په لاره کی ورسره ملاؤ شی یا نور خلک په مجلس او اطاق یا کوته کی موجود وی نو دی ته خلوت نه وائی که زنانه سره داسی ماشوم وی چه هغه په څه نه پوهیږی نو د هغی سره یواځی کیدل هم خلوت حسابیږی فون هم خلوت کی راځی که خوا کی څوګ نه وی دلیور تشبی د مرګ سره ددی دیری معنی ګانی دی خو زه یی فقد یو یا دوه ذکر کوم (۱)-لکه څنګه چه خلک د مرګ نه ځان ساتی نو دغه شان په دوی واجب دی چه د لیور نه هم ځان وساتی. (۲)-کله ورسره دین تباه کیږی که زنا ورسره واقع شی او کله مرګ واقع کیږی که زنا اوکړی نو ښځه به رجم کیږی او کله به ښځه تباه کیږی چه خاوند به یی طلاقه کړی. د ليور د راتللو کیفیت او د ستر کیفیت کی اختلاف دی‌: (۱)-جمهور اهل علم وائی چه د لیور نه داسی ستر واجب دے لکه څنګه چه د پردی سړی نه پکار دی هغوی دا حدیث په ظاهر باندی حمل کری. (۲)محققین علماء وائی چه پدی حدیث کی مقصد دلیور سره خلوت منع کول دی. دلائل المحققین:(۱)-دنبی صلی الله علیه وسلم په زمانه کی صحابه کرام به دیر وړونه په یو كور كی شريك اوسيدل او په ذخيره د احادیثو کښی د هغوی په باره کښی دا نه دی نقل چه هغوی داسی ستر کړی وی چه په خپلو کوټو یی پردی رازوړندی کړی وی او ښځی ئی په کوتو کی ایساری کړی وی چه لیور ته به نه ښکاره کیږی لکه دا خبره شیخ | الاسلام ابن تیمیه په خپله فتاوی کی ذکر کریده. (۲) دویم پدی کی حرج دی او د وروڼو د جدائی سبب دی هم ګرځی ۔ پدے کی زمونږ بعض مشائخ ډیره سختی کوی وائی چه مخ او لاسونه عورت دی دا به نه ښکاره کیږی لیکن داسی سختی کول چه انسان پری بیا عمل نشی کولے نقصان دی اوبل طرفته شرعاً آسانی موجوده ده. بیا د ستر دپاره څلور شرطونه دی: (۱) دلیور سره به خلوت نه کوی د هغه کوټی یا اطاق ته به په یواځی والی کی نه ورځی. (۲) لاس به نه ورکوی. (۳) سفر به ورسره نه کوی. (٤) ښځه او لیور به ذو الريبه (تهمت والا) نه وی. مجموع الفتاوى:(۳۲/۱۱) (۵)لیورته به ډول او سینګار نه ښکاره کوی:چی مراد ترينه د سر ويښتان، څنگلي، غاړه وغيره دي. وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ نه معلومیږی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ الحق الصریح جلد ( ۱۱ ) صفحه ( ۱۸ )
إظهار الكل...
Photo unavailableShow in Telegram
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په نړیوالو مذهبونو کي اعتدال نه شته. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لیکنه او څیرنه استادعبدالغفارجبیر صاحب ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ هندو مذهب: په هندو مذهب کي د جایداد کوښښ کول گناه وه، حتى ځيني تجارتونه ئې گناه بلل. بودايي مذهب په بودايي مذهب كي هغه څوک چي شتمني ولري، جايداد او ملکیت ولري هغه تر ټولو کښته رتبه انسان دئ هغه هیڅ ارزښت نه لري، هغه څوک چي تارک الدنيا دئ هغه ښه شخص دئ هر بودايي مشر پر ځان ددنيا ټول خواږه حرام کړي دي لکه واده کول تجارت کول او داسی نور... له همدې کبله اوس چي هرځای بودايان دي دهغو راهبان د خلکو په خيراتو ژوند سبا کوي، نه لوږه، نه کالي نه جایداد نه عزت او حتى هيڅ ورته ارزښت نه لري. کنفیو شیزم:په کنفیو شيزم کي چي په چين کي ئې شتون درلودئ او لري ئې داسی اصول دي چي انسان بايد هيچ ملکیت و نه لري او د ټولو جايدادو خاوند یې يواځي او يواځي شاه چين ‌باله. دكنفيو شي مذهب په اند دا کس مطلق العنان دئ او دی د ټولو شتمنیو مالک دئ او بس او نورو انسانانو حق نه درلودئ حتى يوه انسان ته دا اجازه نه وه چي خپل عورت پټ کړي بلکي انسان باید تل په ځنگلونو اوغارونو کي واوسيږي او لوڅ وگرځي. د عورت دپټولو له پاره باید څوک کوم رخت به ملكيت كي ونه لري. یهودیت په يهوديت کي و تجارت ته اجازه شته خو مال جمع کول دا بد کار وو، هغه څوک چي په يهوديت كي مال او شتمني جمع کوي هغه ته سپک کس وايي او مخکنيو يهودو به د ډير قهر او غصې له كبله كنعاني ورته وايه. عیسائیت دعیسایانو داسی عقیده وه چي هغه څوک چی مځکه ولري ددې معنا داده چی خدای ورته سزا ورکوي. په عيسائيت کي وصنعت، زراعت او تجارت ته اجازه نه وه. زردشت په زردشتي دين کي دا عقيده وه چي و خدای ته نژدې کس هغه دئ چي ډيره شتمني او جایداد و لري هغه که ئې په هر ډول سره ولاسته راوړلای نو ځکه هر زردشتی به پوره کوښښ کاوه تر څو خلک قتل کړي او د خلکو مځکي او شتمنۍ غصب کړي تر څوو خدای ته نژدې شي، ددوی په آند. مزدكيه: عبد الكريم الشهرستاني په خپل ښکلي کتاب (الملل والنحل) کي يوه ډله مزدکیه را اخیستې ده چي ددې ډلي باني مزدک وو. مزدک د نوشیروان د پلار (قباد) په وخت کي وو، ددې ډلې عجيبه عقائد وه لکه: مظلوم باید ووژل شي تر څو د ظالم له ظلمه خلاص شي، دا چي په نړۍ کي ټول ظلمونه جگړې او تاوانونه له زرو (طلا) او مځکې څخه پيداکيږي نو بايد زر او مځکه یو معین شخص و نه لری او دا زر او مځکه د ټولو دي. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نړیوال سوالونه ځوابونه مخ۳۵۶ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۳)آخره برخه
إظهار الكل...
👍 1
Photo unavailableShow in Telegram
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ آیا په پخوانیو دینونو کي اعتدال موجود نه وو؟ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نوريه د امريکا متحده ایالات (۲)-دا چي اسلام معتدل دین دئ آیا تر اسلام مخکي مذهبونه معتدل نه وه؟ ځواب دمځکي پرمخ چي الله جل جلاله انسان پیداکړ او د انبياوو عليهم الصلوة والسلام لری پیل شوه په ټولو الهي دينونو كي اعتدال شتون درلودی، خو دا چي د هغه وخت گمراهو کسانو په اصلي دين کي تحريف راوستی نو ځکه یې اعتدال هم تر پوښتنې لاندي راغلی او له منځه ولاړئ اوس چي موږ کوم پخواني کتابونه لرو لکه اوسنی بایبل تلمود او نور...او کفري نړى ئي الهي کتابونه گڼي په دې کي اعتدال نه شته، نه داسي څه پکښي دي چي د بشريت له پاره دي دعدل او اعتدال نظام برابر کړي دا ځکه ټول د الهي احکامو پر ځای د انسانانو د ناقصو دماغونو محصول، ليكني او كرښي دي. تاسی کولای شئ زما چاپ شوی کتاب بابیل) (پیژنده در سره مطالعه کړئ چي ددي الهي کتابونو متن او بطن ښه پکښي روښانه شوي دي. بله مهمه خبره داده چي ولي خدای پاک صحیفې او مختلف الهي احكام او کتابونه نازل کړل؟ دا ځکه چي کله زبور پر سیدنا حضرت داؤد علیه السلام باندي نازل شو، د حضرت داود علیه السلام څخه وروسته ئې ټول اعتدال له منځه ولاړی او هر څه ئې بدلون ومومو نو ځکه الله جل جلاله تورات پر سیدنا حضرت موسى الله باندي نازل کړ، د حضرت یوشع د مرگ څخه وروسته تر حضرت یحی او حضرت زكريا علیه السلام پوري ئې اعتدال له منځه ولاړی له دې څخه وروسته ئې انجیل پر سیدنا حضرت عيسى عليه باندي نازل کړ خو یهودو هغه هم په ٦٠ كلونو كي له منځه یووړ د اسلام تر راتگ پوري ئې هر څه د اصلي انجيل له منځه ولاړل نو ځکه آخري وحي قرآن کریم پر امام الانبیاء حضرت محمد ﷺ باندي نازل شو. داچي په قرآن كريم كي امت محمدي ته امة وسطا) استعمال شويدئ ددې موخه داده چي په اسلام کي نه افراط شته او نه هم تفریط شته، په اسلام کي هم په اخلاقو او هم په اعمالو کی اعتدال شته هر ډول اعتدال لكه عقيدوي اعتدال، د عمل او عبادت اعتدال، ټولنیز او د تمدن اعتدال اقتصادي او مالي اعتدال، نه د عبادت څخه غفلت شته او نه هم د راهبانو په شان ددنیا هر څه حرامول شته. راهبانو به ټول عمر په غره کي تیراوه او ددنيا ټول خواږه به ئې پر ځان حرام کړي وه په اسلام کي نه ټوله شپه د لمانځه اجازه شته نه همداسي شته چي ټول وخت یو کس روژه ونيسي، بلكي عبادت به هم په خپله اندازه سره وي او دنيوي کار به هم کيږي حرام شيان حرام دي او حلال شیان حلال دي په اسلام کي داسی نه شته چي حلال او حرام سره گډ شي. د ښځو په هکله هم اعتدال ښکاره دی نه به ښځه په اسلام کی سرداره وي او نه به هم ژوندی ښخیږي، د جنگ په ميدان کي به ددښمن نه پزه پریکړل اونه هم نور اندامونه اونه به هم سوځول کيږي، په قصدي قتل كي قصاص دئ، په خطاء قتل كي ديت دئ او داسي نور..... اعتدال په قرآن او احادیثو کي (۱)-په قرآنکريم کي راځي - په مالي لگښت کي اعتدال: وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتَرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَالِكَ قواماً (سورت فرقان: ٦٧) ژباړه: هغه کسان چي خرچه کوي نه فضول خرچي کوي او نه هم بخل کوي بلکي دوی خرچه کوي ددې دواړو فضول خرچي او بخل) په منځ پر اعتدال باندي ولاړي دي. (۲)-بل ځای په قرآنکريم کي راځي په ورځني ژوندکي اعتدال: وَاقْصُدْ فِي مَشْیِکَ (سورت القمان (۳۱) ژباره: او په خپله تگلاره کي منځوی دریځ غوره کړه. (۳)-بل ځای په قرآنکريم کي راځي دلمانځه په اداء کولوکی اعتدال: وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَالِكَ سَبِيلاً. (سورت الاسراء: (۱۱۰) ژباره: او خپل لمونځ مه په لوړ غږ سره کوه او مه ئې په تيت غږ سره کوه او ددغو دوارو تر منځ لار غوره کړه. او داسي نور ... د اعتدال په هکله بې شمېره احادیث شتون لري خو زه دلته پر یوه حدیث مبارک اكتفاء كوم: د حضرت جابر بن عبدالله رضى الله عنه څخه روایت دئ چي رسول کریم صلی الله علیه وسلم وفرمايل اې خلکو اعتدال اختیار کړی اعتدال اختیار کړی اعتدال اختیار کړی . الله جل جلاله هیڅوک تر هغو په تکلیفونو او کړاوونو کي نه اچوي تر څو خپل ځان په مشقت کي داخل نه کړي. (کنز العمال) ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نړیوال سوالونه ځوابونه مخ۳۵۴ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۲)برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
إظهار الكل...
Photo unavailableShow in Telegram
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ اعتدال او مساوات څه توپير لري؟ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نوريه د امريکا متحده ایالات ښاغلی استاد عبد الغفار جبير صاحب موږ دوه سوالونه لرو: (۱)-دلته امريکا کي د مساواتو چيغي ډېري وهل کیږي، څوک وايي چي اعتدال غواړو، اوس مو پوښتنه داده چي د اعتدال او مساواتو تر منځ توپیر څه دی، که په ساده الفاظو او ساده مثال سره زموږ سر را خلاص کړئ ډېره مهرباني به مو وي. (۲)-سوال دا چي اسلام معتدل دین دئ آیا تر اسلام مخکي مذهبونه معتدل نه وه؟ ځواب:اعتدال د عدل څخه اخیستل شوی دئ او عدل و برابروالي ته وايي، يعني و هر چا ته خپل حقوق ورکول، لکه په ټولنه کي چي و ښځو ته باید خپل حقوق ورکول شي و نارینه و ته خپل حقوق ورکول شی حیواناتو ته خپل حقوق وركول شي او بيا په نر او ښځه کي و هر چاته خپل حق ورکول شي دا اعتدال دئ. مساوات دا نعره د غرب له لوري په اسلامي امت کي را روانه ده، مساوات يعني نر او ښځه باید سره برابر شي هرڅه چي نر کولای شي هغه بايد ښځه هم ولاسته راوړي زه به ددې یو ساده مثال در کرم چي د اعتدال او مساوات تر منځ اسانه فرق وشي. یوه خور په کورکي يو کيلو گرام غوښه پخوي د یو کیلو غوښی سره یو پیاز، پنځه رومیان، یوه کاچوغه غوړي نيمه وړه کاچوغه مصالحه، لږ مالگه، څه اوبه دا اړین دي نو که داپه ترتیب پاخه شي دا به ښه خوندور وي دا ځکه . چي هر شی په اندازه ورولوېدئ، د هر شي اندازه معلومه ده دا اعتدال دئ. او که چیري همدغه خور یو کیلو گرام ،غوښه یو کیلوگرام غوری، یو کیلوگرام پیاز یو کیلو گرام رومیان یو کیلو گرام ،مالگه یو کیلو گرام مصالحه، یو کیلو گرام اوبه دا سره پاخه کړي نو ددې به څنگه خوند وي و دې ته مساوات وايي يعني هرڅه سره برابر. اوس تاسی قضاوت وکړئ چي كفري قانون مساوات غواړي او اسلامي قانون اعتدال غواړي. داعتدال یو ساده مثال: اعتدال داسي معنا او مفهوم لري لکه د انسان د بدن جوړښت، د انسان په بدن کي د ټولو موادو موازنه او اعتدال سره برابردئ يعني د انسان په بدن کي مالگه خپل په اندازه،گلوکوز پر خپله اندازه شحمیات پر خپل اندازه اوبه پر خپله اندازه ویټامینونه پر خپل اندازه همداسي هر شی خپله اندازه لري، که فرضاً دانسان په بدن كي اعتدال ختم شي،يو شي ډېر شي لکه شکره نو داکس به دشکري په ناروغی اخته کیږي که صفراء ډېره شي نو په ژړي اخته کيږي او داسی نور..... داچي د اسلام څخه ماسېوا په ټولو پخوانیو او اوسنیو مذهبونو او مفکورو كي اعتدال نه شته؛ نو ځکه اوس هغه مذهبونه خلک په کارنه لري داځکه هغه ناروغه دي او هره ورځ نوي نوي قوانين جوړي او ترميموي ئې او دا کار به تر قیامته پوري جاري وي، خو برعکس په اسلام کي پوره اعتدال شتون لري نو ځکه له ټولو دينونو څخه غوره او بهتره دین دئ او تر قیامته پوري به شتون لري. ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نړیوال سوالونه ځوابونه//۳۵۳// ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ (۱)برخه نور بیا إِنْ شَاءَاللّٰهُ
إظهار الكل...
Photo unavailableShow in Telegram
Photo unavailableShow in Telegram
اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ. اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ.
إظهار الكل...
2
اختر خطة مختلفة

تسمح خطتك الحالية بتحليلات لما لا يزيد عن 5 قنوات. للحصول على المزيد، يُرجى اختيار خطة مختلفة.