پښتو شعرونه
Открыть в Telegram
Больше
Страна не указанаКатегория не указана
239
Подписчики
+124 часа
+77 дней
+1430 дней
Архив постов
239
په رڼا باندې مئين يم
خو تيارو نه نه يريږم
که پښيمان په ګناه نه يم
خو پري نه غاوره کيږم
پرون تخم وم ؛ نن ګل يم
سبا بيا به خاوره کيږم
زه د باد يوه چپه يم
په صحرا په باغ تيريږم
کله باد کله باران شى
کله اور کي وسوځيږم
خو زه ځم په مخه ځمه
که ودريږمه ورکيږم
چه ورپيښ شم په ګلونو
کړم ځولئ د عطرو ډکه
خوره ومه ئې چاپيره
ورته خاندم خوشحاليږم
چه د رنګ په جهان ورشم
يو رنګين د بوډۍ ټال شم
رنګارنګ رنګين جمال کې
سپينه شمع شم ګډيږم
چه د مستو په محفل کي
په ساقى او په جام ورشم
ليونې شانې خمار شم
په خوبونو کي خوريږم
چي جهان تياره تياره شى
اور شى تندر شى عذاب شى
زه پښتون د پښتو غر شم
نه ويريږم نه نړيږم
چه د علم په جهان کې
د هوښيارو خوا کښ کينم
هم هغوى پورې خندا کړم
هم په ځان پورې خنديږم
په فکرونو ليونې شوم
په لټون لټون شوم ستړې
خو اخر دغې له راغلم
نه پوهيږم نه پوهيږم
خو زه ځمه ځمه ځمه
تل روان يمه په مخه
يو مقام ته ور روان يم
يو مقام ته به رسيږم
او په لاره چه څه راغله
که تياره وې که رڼا
زه رڼا کښ يم خوشحاله
خو تيارو نه نه يريږم
(#فلسفی_بابا)
239
بد خنځير د هر چا پلار شي، که خنځير سره ډېر مال شي
وزير غل، امير ډاکو شي، ايماندار په سيند لاهو شي
روغ به مري يا به غل کيږي، چې ټول غله ترېنه چاپېر شي
ټول وطن يو تور ځنګل شي، يو د بل په غوښو پايې
ځناور ترې امان غواړي، چې انسان په کومه تېر شي
علم چل شي، مذهب دام شي، رنګ حلالو کې حرام شي
هر سبا لکه ماښام شي، ژوند په تور افت کې ګېر شي
دغه وخت کې د خداى رحم او رحمت په جوش کې راشي
چيرته غلى د چا کور کې، يو حسېن پکې پيدا شي
چې دى ښه کلک پهلوان شي، ورته جوړه کربلا شي
مرګ له نوې معنا ورکړي، ژوند کې نوې رڼا راشي
اخر چيرته په سپرلي کې، پرې باران او پړقا راشي
ناګهانه وچ صحرا ټول، سره ګلونه د لالا شي
ځه ورځه ورځه حسېنه، په خپل بخت شکرګزار شه
ستا شمر سره نيټه ده، سپېلنى د مخ د يار شه
که رښتيا پرې ته ميين يې، په خندا ورته تيار شه
اې په غم سوي ګلابه، ورشه څمله په قرار شه
حسېن ووې مرحبا دا ارزانه ده سودا
کاش چې وى مې په تنه، قط سرونه په زرها
او يو يو ورکولاى ما، په زر قسمه کربلا
دا دى درغلم بابا، لا اله الاالله
اې بادشاه د يزيدانو، اې مالکه د جهان
ستا تقدير هسې يو اور دى، ځي په مخه دى روان
کله وسېزي بې وجې، سپين ګلونه ماشومان
کله تاج د سرو په سر کړي، ګيدړ سترګي شرمښان
د يزيد په لوى محل کې د شرابو رود روان
د رسول بچي دې مړه کړل وجې شونډې په ميدان
د يزيد په سور پالنګ کې په ژوندون حورې غلمان
د حسېن جانان مرګى دى او پالنګ يې رېګستان
ظلم، ظلم، دومره ظلم، وران دې نه کړو پرې جهان
د حسېن ځنکدن کې، د يو ګوټ اوبو ارمان
امتحان دې کوو د مينې، د حسېن څه امتحان
ولې زوى د حيدر نه وو شېر ببر مرد ميدان
مکوه، مکوه اې اجله دا سر نه دى د وژلو
د ادم شان او سينګار دى، تا پرې اور ولګولو
موټى خاوره، داسې مسته د زهره په شان ځليږي
سترګې سرې يې داسې اور کړي، لښکرونه ترې تښتيږي
يو مشال د حريت دى، د خپل زړه په زور بليږي
پټ د زړه په تارخانو کې يو سرور دى چې غږيږي
حسېن وکتل چاپېره،اور شوې ژونده، اور شوې اور
دې بې حسه تور ماحول کې هره ساه شرم پېغور
په دې ظلم په دې اور کې، يو ساعت ژوندون حرام دى
دا دى درغلم مرګيه، زور او صبر مې تمام دى
کربلا ذره ذره ستا، وهي به چغې تر قيامته
چې انسان به زورور ته په هيڅ شان سر نه کړي ښکته
غلامۍ نه هر څه ښه دي، دا چې تېر شو او تېريږي
ربه داسې زمانه ده، ژوند د مرګ په بيه کيږي
په خپل ژوند کې په هر چا به کربلا يوه جوړيږي
چې څوک ځي د جانان کور ته په دې لاره به تېريږي
دا يو ستړى غمګين سر دى، لوګى کومه يې له تا نه
دا وروستى مراوى سور ګل دى، د حيدر د ګلستانه
سر دې ورکړو لکه نر، شېر بچى د شېر ببر
نه د خايست دې څوک ثاني شته، نه تورې برابر
اې بادشاه د شهيدانو، نره خانه د نرانو
ستا مر هغه ياد تازه که، چې هېر کړى هر انسان وو
ستا د ژوند او د مرګ تول، ما ته وښود کربلا کې
څه رنګين سرور دې واچو لا اله الا الله کې
ځکه کله کله اوس هم د شپې ژاړمه
ستا د خايست او نور کمال بيا په دنيا غواړمه
کوم درته منت دعا، اې حسېنه راشه
هر قدم شو کربلا، اې حسېنه راشه
#غني خان
لټون : مخ يا صفحه (589نه تر596)
د غني کليات : مخ ګڼه (303 نه تر 311)
239
حسين
دا قيامت دى که معراج دى او که ورځ د کربلا
دى دا شګو کې سرې وينې که ګلونه د لالا
سور خمار زهرو کې ګډ دى ترې نه ډکه ده پيالا
څه په جوش ورته روان دى د ميينو سر بالا
ولې خپل عاشق ته اچوي د سکروټو کټ ماله
چا ته وايي ګلاب بچى دې درنه غواړم حلاله
چا ته اور، صليب او دار کې هم خمار شي هم وصال
چا ته سر، چا ته ګلونه، د ژوند حسن او کمال
نن بادشاه د عاشقانو، در روان دى اې جانانه
شان د مينې درته ښايي، توان د دې خاورې بې توانه
ټول جهان تياره کې رپي، يو بڅرى ځي روښانه
ګوره سترګې يې ځليږي، په څه نوي نور مستانه
ستا منصور ورته پسخيږي، ستا عيسا ورته حيرانه
دا د ده د درد لمبې دي، که د نور ستوري روښانه
يو ګلاب ځان له روان دى، تک تور سوي بيابان کې
يوه سپينه شمعه خاندي، د يو قهر په طوفان کې
ولې کوم خواته روان يې، اې حسينه ولې ولې!
کربلا نه بلا ده، په دې شګو کې څه ګورې
ولې غم دې لا خايسته کړې، پستې ښکلې سترګې تورې
زور او زر، اقبال او بخت دې هم هما ده هم يې سورى
يزيد خان دى د جهان نن، انسان وږى او کمزورى
د انسان د شان مثال ښايي، دې خرڅ شوي ورک غلام ته
د سبا د ستوري نور ښايي، دې د ژمي تور ماښام ته
بره مه ګوره حسينه نن ستا خداى دى ستا جانان
نه مدد کړي نه پره کړي ستا دى وخت د امتحان
ستا اختيار او تقدير يو شو، په دې ورځ په دې مکان
ستا د مينې مستي ګوري، زور دې ګوري د ايمان
اې د سرو ګلابو څانګې، نن ماښام دى د خزان
دا کافرې شګې تږې، ستا د وينو په ارمان
ځه ورځه زما جانانه، ساقي لرې ميخانه کړه
د سور اور او سور خمار نه تا له يې ډکه پيمانه کړه
اې زما غمګينه ياره غم د مينې دې حصه
سوز د ساز خايست او خمار دى، د يقين مور تلوسه
چا چې موندى دى جانان خپل، په ارام په دلاسه
نوم نشان يې مرګي ورک کړل، وخت يې ورکه کړه کيسه
چې د سر سره پرې داو کړي، مستي، حسن، ارمانونه
سرور زر قسمه مستي شي،خمار زر رنګه نشه
ګوره ګوره اې حسينه، ګور دغه دى عيسا
دغه مست ملنګ موسا دى، او ابراهيم د رب اشنا
يو په دار، يو د اور مينځ کې حسن وليد د دلبر
بې ګناه يو په صليب شو د ازغو تاج يې په سر
ستا د پاره اې حسينه، دغه سپين تيغ د شمر
هم ايمان دى، هم نرتوب دى، هح قسمت دى، هم باور
اې د مينې بل مشاله، رڼا راغله د سحر
دا د قهر طوفان راغى، که يزيد سره لښکر
ګوره ګوره پاکه ربه، عجيبه ميدان د جنګ دى
يو خوا زور، تورې، صفونه بل خوا تش د حسين ننګ دى
يو خوا زور، غرور او حرص، قت په قت او څنګ په څنګ دى
بل خوا يو ميين ايمان دى، مستانه او په غورځنګ دى
ربه وګوره فرعون نن، بيا موسا سره په جنګ دى
عجيبه شين ازمرى دى، هم باشاه دى هم ملنګ دى
يو خوا سترګي دي د کاڼو، هر ضمير خوړلى زنګ دى
بل خوا وړوکى، خوار ټولى دى، مري د تندې په ساه تنګ دى
د هر يو نظر کې ګوره،نرتوب څه چې لېونتوب دى
ټول جهان توره تياره ده، دوى د نور لېدلى خوب دى
جنګ په تاج دى نه په تخت، جنګ په حق د سړېتوب دى
دا مغروره فرعون ناست دى، که يو مست ببر حيوان
يخ بې رحمه چمچمار، چجهشوى په ډېران
مري د تندې وهي لتې وړوکي وړوکي ماشومان
چارچاپېره ترې ولاړ دي قطارونه لښکريان
يو يو ګل د تندې رژي، د رسول د ګلستان
او يزيد ولاړ دى اوري، دا سلګۍ او هاى سوران
دا بلا د کربلا وه نيم لېوه او نيم شيطان
په دنيا کې دي تېر شوي، ډېر بې رحمه بلاګان
داسې ظلم نه دى شوى، نه به وشي په جهان
د چينې په غاړه مړه شولک ټول د تندې ماشومان
اخر چغه کړه حسين، نر بچى زه د حيدر يم
څه که نن يې وږى تږى، زه په اصل شېر ببر يم
راشه وګوره فرعونهد حيدر د وينې اور
لږ راودانګه ميدان ته، چې ښکاره کړو سره زور
خو يزيد ترې شاته پټ شو، چارچاپېره جنګ شروع شو
کربلا په وينو رنګ شوه، بيابان ډک د نارو شو
دا د لسو او د زرو، جنګ خو نه وي قتل عام وي
په لکها په زرو خرڅ، د خپل حرص هر يو غلام وي
د حسين ملګري واړه، په نرتوب کې حيدري وو
خو سيلاب د تور ډوب کړل، که سل ځله ازمري وو
ستړى تږى خوږ يوازې، حسېن وکتل اسمان ته
وو علي موسکى ولاړ، يې کتل ښکته ميدان ته
وې اې حسېنه زموږ وينه تل ده خداى له بهېدلې
ستا نيکه او بابا دواړو څو څو ځله بيولې
اور بس اور دى اې بچيه، چې پاکيږي پرې فولاد
د شهيد وينه مستيږي، تل په توره د جلاد
ټول جهان تيارو کې ګير وو، خپل غيرت ايمان ترې هېر وو
چې بنده د بل بنده شي ډېر نسلونه کړي برباد
زور هم زهر هم شراب دي، د سړي نه ځان خطا کړي
د غرور ماڼۍ وي دنګه، خو کچه يې وي بنياد
د ادم نوسا نوسو کې، نه بادشاه شته نه غلام
خپله خېټه سړى سپى کړي، سړيتوب يې کړي برباد
بل په مکر په فرېب، په دوکه په چل ولونو
نيم لومبړ، نيم ازمرى وي، په خپل علم کې استاد
رحم ورک شي، ظلم ډېر شي، سړيتوب د سړو هېر شي
يو سور اور ترېنه چاپېر شه، هر څوک خپل غذاب کې ګېر شي
قانون مړ شي، زور نادر شي،نر تالا، ګېدړ دلير شي
بې غيرته غيرتمند شي،سپى غړمبېږي ببر شېر شي
زر شي زور د هر چا خان شي، خوار غريب په ژوند ستومان شي
239
ربه! ربه! زما ربه!
لیونی شوم په فکرونو
څنګه خور قهر غضب کړم
په سپرلي او سرو ګلونو
څنګه غوږ کیږدم ملا ته
تورانۍ بلبله هیره
څنګه ستا د نور او خیشت نه
بد رنګي تیاره چاپیره
د خندا د سپین سبا نه
تور ماښام او لحد جوړ کړم؟
د دوزخ د اور او زور نه
ستا ښایست او سینګار کړم جوړ؟
جوړ دې د حسن یارانه کړه
د جزا سزا قیصې له
تا کړه جوړه د خپل ښایست نه
یو حسین یو نازنین
څنګه ومنم تا جوړ که
دا جهان او اسمان دې له!
چې خیام روان په زور کړې
طوافونو د کعبې له!
څنګه غم غني له ورکړم
د قیامت او حسابونو
کرکه زړه کې د بلبلې
د سپرلي او سرو ګلونو
څنګه شال د وینځې خور کړم
د لیلی په سپین جبین
د حبشي د عشق لیواله
ښاپیرۍ کړمه د چین
ربه! ربه! زما ربه!
لیونی شوم په فکرونو
څنګه خور قهر و غضب کړم
په سپرلي او سرو ګلونو.
کلام : غني خان
239
غنی خان بابا وایی چی :
چی دا مونږ ولې پیدا شوو؟
تقاضه د ژوندون څه وه؟
زه یو داسی جواب غوارم
چی ضمیر مې مطمئن کڑم
هر څوک اوتې بوتې وايي
څه دروغ او څه رشتيا وي
يو ملا بس دومره واي
عبادت د ژوند مقصد دی
چې څوک ښه کړي هغه ښه دی
چې څوک بد کړي هغه بد دی
که سجده د ژوند مقصد دی
نو لعنت په داسې ژوند شه
ما وې ښه ده زه منم خو
زما بېله عقیده ده
دا خو صرف تجارت شو
دا لا څنگه محبت شو
سجده نه شوه مزدوري شوه
یاره دا خو بازاري شوه
یا زما ضمیر کافر دی
یا دا خلک ليوني دي
زه خو داسې سجده غواړم
چې مقصد يې محبت وي
غنی خان بابا ❤️
239
وران دی ګلستان دې ای بلبله ! د پښتون د باغ
نوم د رقيب ليک دی په هر بوټي د مجنون د باغ
خوار او زار بچي دې بې هنره بې کماله دي
غوږ يې دي کاڼه لاسونه شل سترګې بې پرکاله دي
لال ډوب دی ايرو کې او مرجان پروت دی په خاورو کې
زوی د شهباز ګرځي چمړۍ خوري په سيل د واورو کې
پاڅه ای ځلميه ! مستي توره او ايمان واخله
شړق شه، اور شه، تندر شه او نر شه خپل جانان واخله
توره دې راواخله ننګ پښتو او اسلام پورته کړه
له خپلو مستو سترګو دې نامه د غلام پورته کړه
پاڅه ننګياليه ! نن دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه
ټول جهان حيران کړه د خپل ځان په تماشا
ای د احمد ځويه او بچيه د شېرشا!
#غني_خان_بابا
239
غنی وخوړ داسې غم
نه دارو لری نه دم
کل جهان د سترګې سترګې
نشته سترګې د صنم
چارچاپیره ساز او شړنګ
ماله سوز ژړا او غم
چې ژوندون په کمیدو شو
شو هر سیځ ورسره کم
د شهوت نه وحشت لاړل
د نیکی سرور شو کم
د ګناه نه مزه لاړه
پیکه خوله شوه د صنم
نه په بام د لیلا مست شوم
نه سایه کې د حرم
غنی وخوړ داسی غم
نه دارو لری نه دم
کل جهان دی سترګې سترګې
نشته سترګې د صنم
239
عجبه فلسفه
زړۀ مې واچوو پۀ تهال کښې
د جمات کوڅې له لاړم
د ملا پۀ خپو مې کېښود
ما وي دا مې صدقه ده
دا چې څومره زۀ پوهېږم
په “طٰهٰ” او پۀ “يسين”
دا چې څومره ښکته تلے شي
په سجده زما جبين
دا چې څومره اخلي نور
دا زما خاکي وجود
دا چې څومره زما ژبه
شي څکلے انګبين
ملا مخ زما نه واړوو
وې دا څۀ دي ستا تهالي کښې
نۀ پلاؤ دے نۀ فرني ده
نۀ حلوا نه فالوده ده
وې ئې شرع ظاهر ګوري
او ظاهره ته فاسق ئې
دا د رب سره د مينې
تا راغستې څۀ قصه ده
يره يره د قهار نه
د ايمان اصلي حصه ده
د جنون او د جانان ستا
څۀ مهمله فلسفه ده
زړۀ دې کېږده پۀ سينه کښې
دلته رنګ او لباس راوړه
ستا شراب دلته حرام دي
شربت راوړه ګلاس راوړه
ما خپل تهال ډک د خوبونو
د قاضي دربار له يوړو
ړوکے لال مې اوچت کړے
تارخانې او مار له يوړو
ما وې اے د ښو او بدو
اے د تورو سپينو خانه
دا ډالۍ زما قبوله
په نامه کړه د جانانه
قاضې کېناسته پۀ تخت خپل
په سپين سر ئې دستار کېښود
په يو لاس ئې توپه کېښوه
په بل لاس ئې حصار کېښود
تله ئې پورته د منطق کړه
يو خوا دے يو خوا مې تهال وو
يو خوا شور وو کمزورۍ وې
بل خوا ژمنےوو، کمال وو
يو خوا عقل وو دليل وو
نۀ مستي وه نۀ جلال وو
بل خوا ړوند غوندې تلاش وو
ورک بې خوده غوندې خيال وو
ما وې د الېونتوب واخله
او خپل عقل پې تاله کړه
ما وې دا زما خمار
د خېل علم کټماله کړه
ما وې اے د انصاف ربه
دا د روکو منزل ګوره
ما وې اے د تول اميره
دا بې توله تلل ګوره
قاضي سترګې کړلې پټې
شونډې بندې مخ پرېشانه
وې افسوس زمانه ورک دي
څۀ چې تۀ غواړې زمانه
زۀ خو زور يم د انسان
زۀ سرور د آدم نۀ يم
مادے سپين او تور راخستے
د مستۍ د ګلستانه
زۀ تور وينم او سپين وينم
بس زما دغه قصه ده
دغه ټول زما اميد دے
دا تلل مې فلسفه ده
ما خپل زړۀ لاس کښې راغونډ کۀ
تورې شپې غم له د يوړو
د ماښام تياره کښې ورک مې
د سبا شبنم له يوړو
اوس يو زۀ يم يو ارمان دے
د جانان د شان قصه ده
ړوکے ګل او لوئې خزان دے
يو اميد، يو تلوسه ده
ما مرګي ته شروع کړې
د ژوندون د خېشت قصه ده
د جنون او د جانان
څۀ عجبه فلسفه ده
239
نقاب:
دا چې زه ځان لیوانی کړم، دا زه تنګ شمه دځانه
شېخ بابا راته لګیا دی، مسئلې کړي دغــــــــذاب
زه خو دلته په غذاب یم، ددې خپل خود او اخساسه
ځکه کله په سجده شم، کلــــه وڅښمه شراب
چې بې حِسه شم وروکېږم، چې احساس لرم سوازېږم
نه طاقت شته دسکون او نه همت داضطراب
چې چاپېره نظر وکړم، همّه پټ او ښکاره زه یم
دا شراب دي ما جوړ کړي، ما جوړ کړی دا مهراب
مذهب څه دی څو رسمونه، مسئلې او منطقونه
او دهغې سوال جواب دی چې یې نشته دی جواب
جانان تش دغاشق مینه، دخپل زړه وینه څټل دي
چې ډېر وږی شو مجنون، ځان یې ځان له کړو کباب
رباب څه دی مړ ګډوری او دتوت اوچه تنه ده
خو چې سوز دادم راشي، هله هنګ وکړي رباب
کله نور کله رڼا شي، کله غم شي او ژړا شي
دا ځیګر درباپي دی، چې هم جام شي هم شراب
خو دا زړه مې راته وایي، دا هډوکي مې ګوڼیږي
چې اخېر به څوک اوچت کړي، دجانان دمخ نقاب
#غنی_خان
239
غنی خان بابا
:چي دا مونږ ولي پیدا شوو
تقاضا د ژوندون څه وه
زه یو داسي ځواب غواړم
چي ضمیر مې مطمئین کړم
هر څوک اوتې بوتې وایي
څه دروغ، څه رشتیا وایي
یو ملا بس دومره وایي
عبادت د ژوند مقصد دی
چي څوک ښه کړي هغه ښه دی
چي څوک بد کړي هغه بد دی
ما ویل ښه ده زه منم خو
زما بېله عقیده ده
که سجده د ژوند مقصد دی
نو لعنت په داسې ژوند شه
دا خو صرف یو تجارت شو
دا لا څنگه محبت شو
سجده نه شوه مزدوري شوه
یاره دا خو بازاري شوه
یا زما ضمیر کافر دی
یا دا خلک لیوني دي
زه خو داسې سجده غواړم
چي مقصد ٸې محبت وي
239
راشه راشه لېوني له، جام اوچت که مسلمان شه
د رندانو په مذهب شه او جنتي په دې جهان شه
غنې خان بابا
239
انتظار چې په سلګو شو نو ته راغلي
چې مې ژوند په ډوبیدو شو نو ته راغلي
ساقي چیرته وي چې مینه او مستې وه
چې مې لاس په راپیدو شو نو ته راغلي
لږ مې پریږده عزرایله لږ شان صبر وکړه
یار چې خوالا په راتلو شو نو ته راغلي
(غنی خان)
239
نظر چې مې د سترګو په جنت کې لېونی شو
یو شور شو چې “غنی” په محبت کې لېونی شو
وختونه ورته ټیټ شو خو دا سر ورته ټیټ نه شو
دا زړه چې مې پښتون و په غیرت کې لېونی شو
غنی خان
239
شاعری هم یارانه ده
نه په زور نه په زارۍ شی
نه په چل نه په زارۍ شی
نه په مال نه په خوارۍ شی
شاعری لکه باران دې
کله تندر ګړزهر شی
ناګهانه داسې شړق شی
چې صحرا هم سمندر شی
کله داسې سوکړه راشی
باغ چمن شی کربلا
لا د خاورو وتې نه وی
چې بیا خاورې شی لاله
غنی خان
239
جومات تړلی زیارت بند دی میکده بنده ده
د دنیا ټول کارونه بند دي ستا شمېره بنده ده
ټول کلی بند دی او د ښار کوڅه کوڅه بنده ده
ستا دروازه بنده ده هره دروازه بنده ده
جنګ درېدلی خو زه بیا هم په زړه وېره لرم
ګوره چې ټک شي په ماشین کې دې دانه بنده ده
ادې مې نشته د پردۍ خونې کافر دېواله!
په شاه ډب راکړه په مرۍ کې مې ګوله بنده ده
ستا د شتمن وطن بچي له ولږې ساه ورکوي
قیسه! په وسپنو او خټو یې پیسه بنده ده
*قیس هاشمي*
239
کوم سهار چې زه را پورته شم له خوبه
او کوړۍ ورېځې راتاوې وي له غرونو
ستا توده غېږه مې زښته ويادېږي
نری تپ مې پورته کېږي له رګونو
کومه ورځ چې زه راپورته شم له خوبه
او بهر د واورې سپين څادر هوار وي
ته مې سترګو ته ولاړه يې همداسې
خندېدی نشمه درد مې په زړه بار وي
کوم سهار چې زه راپورته شم له خوبه
ستا ډالۍ دستکشې واچوم لاسو ته
بيا د بام په تورولو پسې جګ شم
تا راکړی لونګک تاو کړمه غوږو ته
کوم سهار چې زه راپورته شم له خوبه
ستا د نشتون درد مې حِس نه وي له واره
بهر لاړ شم يخې ورځې نه خوند واخلم
رڼه اوښکه مې په مخ نه وي ايساره
کوم سهار چې زه راپورته شم له خوبه
شبو! ته راته ولاړه يې په ورۀ کې
راته وايې شينا سخت عشقي موسم دی
د خوښۍ څړيکه مې تېره شي په زړه کې
کوم سهار چې زه را پورته شم له خوبه
او کوړۍ ورېځې راتاوې وي له غرونو
ستا توده غېږه مې زښته ويادېږي
نری تپ مې پورته کېږي له رګونو
239
شاعري اسانه نه ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هنر مندو ! فنکارانو ! انځورګرو! خطاطانو !
نڅاګرو ! رباپیانو ! ارټسټانو ! کولالانو!
تاسو خپل جهان کې مست يئ
په رنګونو کې وسیږئ
په راګونو کې مو ژوند دی .
اوازونو کې وسیږئ
یا د خټې نه څه جوړ کړئ
ورته ګورئ خوشحالیږئ
ټول جهان درسره ناڅي
چې میدان ته شئ تاوېږئ
تاسو څه خبر چې څه څه یو شاعر باندې تیریږي
چې لفظونه پنځوي نو احساسات يې زخمي کیږي
چې دردونه لیوني شي نو شعرونه ترې جوړیږي
غزلونه ترې جوړیږي او نظمونه ترې جوړیږي
بیا چې درد او غم تصویر کړي
نو معنو پسې يې ګرځي
کردارونه چې پیدا کړي
افسانو پسې يې ګرځي
شاعري اسانه نه ده ټکي ډیر منافقان دي
انځورګره ستا رنګونه خو بیخي هم ستا پشان دي
څه چې غواړې ترې جوړیږي
هر سړی پرې بیا پوهیږي
نڅاګر هم ستا پشان دی
اندامونه يې غږیږي
د کولال خټه هم ښه ده
کولاي کوي او خاندي
د صوفیانو منځ کې ناست وي
خوشحالي کوي او خاندي
خو لفطونه ظالمان دي
نه د رنګ غونډې ښکارېږي
نه يې چاک د کوزه ګرو
نه غږیږي نه نڅیږي
د هر ټکي سل مخونه . د معنو حساب يې نشته
نه منطق دی نه تاریخ دی . علم شته کتاب يې نشته
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سید شاه سعود
239
ممکن دا مي اخيري ځل مخه ښه وي.
ډاکټران مي ټول وجود بې سیکه بولي.
د سګريټو په لوګو مي ځان تبا کړ.
ممکن مړ سمه او ممکن زړه دي مات سي.
سوي چیغي دي په ځان کي سي را ټولي.
ژوندون ټوله بې معنا درته ښکاره سي.
له همسِنو نه دي زړه بیخي نور موړ سي.
د زړه ماتي ارجیت سینګ سندري اورې.
ممکن بیا ځلي ليده مو وي روغتون کي.
زما لاس دي په خپل لاس کي وي نیولی.
په دې وخت کي مي د زړه ضربان نور ډير سي.
وارخطا سې او ډاکټر ته کړې ور ناري.
ډاکټران راسي د برق شاټونه راکړي.
وروستی ځل اوښکي بیا سترګو ته راسي.
لاس مي لاندي را ایله سي ، زړه مي مړ سي.
له دننه څخه يو ډاکټر راووځي.
یاران ټوله په دلیز کي انتظار وي.
خو له ټولو څخه مخکي تاته راسي.
درته ووایي موږ خپله هڅه وکړه.
خدای دې وبخښې دعا ورته پکار ده.
ممکن دغه ږغ دي سد در څخه یووسي.
لیونۍ سې او له درده په خندا سې.
او بیا ووایې چي دا هر څه درواغ دي.
نه حيدر دومره ولاکه وو کمزوری.
چي پر خپله کړې ژمنه دي پښیمان سي.
بیا را منډه کړې اطاق ته چیغې وکړې.
چي را پورته سه د دوی خبر درواغ کړه
ممکن زما په جنازه کي خلګ ډير وي.
هر نفس مي خواخوږۍ ته وي راغلی.
ځکه دلته خو رواج دی ګرځیدلی.
چي څوک مړ سي نو ښاغلی ارواښاد سي.
ممکن یاد به مي تر ډیره در سره وي.
ان په خوب کي به دي هم درته راځمه.
ها خبري دي زړه هره ګړۍ وژني.
چي لومړي ماشوم ته ما نوم وو ټاکلی.
او ویل به مي که لور وه نو مسکان ده.
او که زوی وو نو آياز به یې نامه وي.
حيدر اياز
