fa
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

رفتن به کانال در Telegram

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
239
مشترکین
+124 ساعت
+57 روز
+1330 روز
آرشیو پست ها
نقاب: دا چې زه ځان لیوانی کړم، دا زه تنګ شمه دځانه شېخ بابا راته لګیا دی، مسئلې کړي دغــــــــذاب زه خو دلته په غذاب یم، ددې خپل خود او اخساسه ځکه کله په سجده شم، کلــــه وڅښمه شراب چې بې حِسه شم وروکېږم، چې احساس لرم سوازېږم نه طاقت شته دسکون او نه همت داضطراب چې چاپېره نظر وکړم، همّه پټ او ښکاره زه یم دا شراب دي ما جوړ کړي، ما جوړ کړی دا مهراب مذهب څه دی څو رسمونه، مسئلې او منطقونه او دهغې سوال جواب دی چې یې نشته دی جواب جانان تش دغاشق مینه، دخپل زړه وینه څټل دي چې ډېر وږی شو مجنون، ځان یې ځان له کړو کباب رباب څه دی مړ ګډوری او دتوت اوچه تنه ده خو چې سوز دادم راشي، هله هنګ وکړي رباب کله نور کله رڼا شي، کله غم شي او ژړا شي دا ځیګر درباپي دی، چې هم جام شي هم شراب خو دا زړه مې راته وایي، دا هډوکي مې ګوڼیږي چې اخېر به څوک اوچت کړي، دجانان دمخ نقاب #غنی_خان

غنی خان بابا :چي دا مونږ ولي پیدا شوو تقاضا د ژوندون څه وه زه یو داسي ځواب غواړم چي ضمیر مې مطمئین کړم هر څوک اوتې بوتې وایي څه دروغ، څه رشتیا وایي یو ملا بس دومره وایي عبادت د ژوند مقصد دی چي څوک ښه کړي هغه ښه دی چي څوک بد کړي هغه بد دی ما ویل ښه ده زه منم خو زما بېله عقیده ده که سجده د ژوند مقصد دی نو لعنت په داسې ژوند شه دا خو صرف یو تجارت شو دا لا څنگه محبت شو سجده نه شوه مزدوري شوه یاره دا خو بازاري شوه یا زما ضمیر کافر دی یا دا خلک لیوني دي زه خو داسې سجده غواړم چي مقصد ٸې محبت وي

راشه راشه لېوني له، جام اوچت که مسلمان شه ‏د رندانو په مذهب شه او جنتي په دې جهان شه ‏⁧ غنې خان بابا

انتظار چې په سلګو شو نو ته راغلي چې مې ژوند په ډوبیدو شو نو ته راغلي ساقي چیرته وي چې مینه او مستې وه چې مې لاس په راپیدو شو نو ته راغلي لږ مې پریږده عزرایله لږ شان صبر وکړه یار چې خوالا په راتلو شو نو ته راغلي (غنی خان)

نظر چې مې د سترګو په جنت کې لېونی شو یو شور شو چې “غنی” په محبت کې لېونی شو وختونه ورته ټیټ شو خو دا سر ورته ټیټ نه شو دا زړه چې مې پښتون و په غیرت کې لېونی شو غنی خان

شاعری هم یارانه ده نه په زور نه په زارۍ شی نه په چل نه په زارۍ شی نه په مال نه په خوارۍ شی شاعری لکه باران دې کله تندر ګړزهر شی ناګهانه داسې شړق شی چې صحرا هم سمندر شی کله داسې سوکړه راشی باغ چمن شی کربلا لا د خاورو وتې نه وی چې بیا خاورې شی لاله غنی خان

جومات تړلی زیارت بند دی میکده بنده ده د دنیا ټول کارونه بند دي ستا شمېره بنده ده ټول کلی بند دی او د ښار کوڅه کوڅه بنده ده ستا دروازه بنده ده هره دروازه بنده ده جنګ درېدلی خو زه بیا هم په زړه وېره لرم ګوره چې ټک شي په ماشین کې دې دانه بنده ده ادې مې نشته د پردۍ خونې کافر دېواله! په شاه ډب راکړه په مرۍ کې مې ګوله بنده ده ستا د شتمن وطن بچي له ولږې ساه ورکوي قیسه! په وسپنو او خټو یې پیسه بنده ده *قیس هاشمي*

Story

کوم سهار چې زه را پورته شم له خوبه او کوړۍ ورېځې راتاوې وي له غرونو ستا توده غېږه مې زښته ويادېږي نری تپ مې پورته کېږي له رګونو کومه ورځ چې زه راپورته شم له خوبه او بهر د واورې سپين څادر هوار وي ته مې سترګو ته ولاړه يې همداسې خندېدی نشمه درد مې په زړه بار وي کوم سهار چې زه راپورته شم له خوبه ستا ډالۍ دستکشې واچوم لاسو ته بيا د بام په تورولو پسې جګ شم تا راکړی لونګک تاو کړمه غوږو ته کوم سهار چې زه راپورته شم له خوبه ستا د نشتون درد مې حِس نه وي له واره بهر لاړ شم يخې ورځې نه خوند واخلم رڼه اوښکه مې په مخ نه وي ايساره کوم سهار چې زه راپورته شم له خوبه شبو! ته راته ولاړه يې په ورۀ کې راته وايې شينا سخت عشقي موسم دی د خوښۍ څړيکه مې تېره شي په زړه کې کوم سهار چې زه را پورته شم له خوبه او کوړۍ ورېځې راتاوې وي له غرونو ستا توده غېږه مې زښته ويادېږي نری تپ مې پورته کېږي له رګونو

شاعري اسانه نه ده ــــــــــــــــــــــــــــــــــ هنر مندو ! فنکارانو ! انځورګرو! خطاطانو ! نڅاګرو ! رباپیانو ! ارټسټانو ! کولالانو! تاسو خپل جهان کې مست يئ په رنګونو کې وسیږئ په راګونو کې مو ژوند دی . اوازونو کې وسیږئ یا د خټې نه څه جوړ کړئ ورته ګورئ خوشحالیږئ ټول جهان درسره ناڅي چې میدان ته شئ تاوېږئ تاسو څه خبر چې څه څه یو شاعر باندې تیریږي چې لفظونه پنځوي نو احساسات يې زخمي کیږي چې دردونه لیوني شي نو شعرونه ترې جوړیږي غزلونه ترې جوړیږي او نظمونه ترې جوړیږي بیا چې درد او غم تصویر کړي نو معنو پسې يې ګرځي کردارونه چې پیدا کړي افسانو پسې يې ګرځي شاعري اسانه نه ده ټکي ډیر منافقان دي انځورګره ستا رنګونه خو بیخي هم ستا پشان دي څه چې غواړې ترې جوړیږي هر سړی پرې بیا پوهیږي نڅاګر هم ستا پشان دی اندامونه يې غږیږي د کولال خټه هم ښه ده کولاي کوي او خاندي د صوفیانو منځ کې ناست وي خوشحالي کوي او خاندي خو لفطونه ظالمان دي نه د رنګ غونډې ښکارېږي نه يې چاک د کوزه ګرو نه غږیږي نه نڅیږي د هر ټکي سل مخونه . د معنو حساب يې نشته نه منطق دی نه تاریخ دی . علم شته کتاب يې نشته ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ سید شاه سعود

تر پيشمني به درسره يم اخوا روژه ده جوړه نه کېږي خوبونه فلکلور

ممکن دا مي اخيري ځل مخه ښه وي. ډاکټران مي ټول وجود بې سیکه بولي. د سګريټو په لوګو مي ځان تبا کړ. ممکن مړ سمه او ممکن زړه دي مات سي. سوي چیغي دي په ځان کي سي را ټولي. ژوندون ټوله بې معنا درته ښکاره سي. له همسِنو نه دي زړه بیخي نور موړ سي. د زړه ماتي ارجیت سینګ سندري اورې. ممکن بیا ځلي ليده مو وي روغتون کي. زما لاس دي په خپل لاس کي وي نیولی. په دې وخت کي مي د زړه ضربان نور ډير سي. وارخطا سې او ډاکټر ته کړې ور ناري. ډاکټران راسي د برق شاټونه راکړي. وروستی ځل اوښکي بیا سترګو ته راسي. لاس مي لاندي را ایله سي ، زړه مي مړ سي. له دننه څخه يو ډاکټر راووځي. یاران ټوله په دلیز کي انتظار وي. خو له ټولو څخه مخکي تاته راسي. درته ووایي موږ خپله هڅه وکړه. خدای دې وبخښې دعا ورته پکار ده. ممکن دغه ږغ دي سد در څخه یووسي. لیونۍ سې او له درده په خندا سې. او بیا ووایې چي دا هر څه درواغ دي. نه حيدر دومره ولاکه وو کمزوری. چي پر خپله کړې ژمنه دي پښیمان سي. بیا را منډه کړې اطاق ته چیغې وکړې. چي را پورته سه د دوی خبر درواغ کړه ممکن زما په جنازه کي خلګ ډير وي. هر نفس مي خواخوږۍ ته وي راغلی. ځکه دلته خو رواج دی ګرځیدلی. چي څوک مړ سي نو ښاغلی ارواښاد سي. ممکن یاد به مي تر ډیره در سره وي. ان په خوب کي به دي هم درته راځمه. ها خبري دي زړه هره ګړۍ وژني. چي لومړي ماشوم ته ما نوم وو ټاکلی. او ویل به مي که لور وه نو مسکان ده. او که زوی وو نو آياز به یې نامه وي. حيدر اياز

#تازه د افغانستان سترې محکمې هم سبا د روژې مياشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

ته پوهیږي ، چې ته څوک یې؟ نابغه یې د الفاظو جاودګر د احساساتو مکمل یاغي باغي یې له دې ټولو کایناتو درملنه یې د زړونو د روغو او د ماتو وړاندوېنه یې په غم کې د راتلونکو ښو حالاتو نیم ښکاریږې، له ادمه نیم له نسله د جِناتو چېنه یې د شکرو د زمزمو او د شاتو شِفا یې د زخمونو مجموعه ، د کراماتو نه جوړیږي درته ګله تشبیهات د ادبیاتو باکماله لامثاله وړ د هر رنګه صفاتو خالد

د سترګو جنګ مقدس د بنګړو شرنګ، مقدس ما له جنت راباسي یو غنمرنګ، مقدس مړ راژوندی کړی سړی د ابۍ زنګ، مقدس ټک د ټوپک حرام دی د رباب ترنګ، مقدس پکتیانۍ تاپسې مې زېړېږي رنګ، مقدس ګهیځ شراب جوړوي د تور لونګ، مقدس #عطاالله_ګهیځ

بېخي يوازې يم، مسډکال په يوۀ نيت نه کوي له تانه وروسته مې هيڅوک مزاحمت نه کوي زه لا تراوسه هر ماښام تش سګرټی وهمه تا راته وېلي و، تاثير دې په صحت نه کوي ستا د ورانۀ خوب پسې زښت ډېر خپه شوی يمه ستا له تلو روسته يې بېخي څوک راته ست نه کوي زه يې پخپل صداقت ډېر پښېمانه کړی يمه دا درته چا وې چې ياران منافقت نه کوي؟ شبو ته ووايئ! ډاډي باندې دې شکر وکړي شبو ته ووايئ! کُفران دې د نعمت نه کوي

په شپاړسمه روژه راشه ما به روژه د پیغلتوب خوړلي وینه چې ګرده مرده میاشت ختمیږي زما لالی به روژې نیم خوړلی وینه سږ مې دې پلار سرسایه ورکړي بله روژه کې به د یار په څنګ کې ومه شونډې مې تا پسې وچيږي خلکو ته وایم ثوابي روژه لرمه د مور نه ورکه مسافره! چې پيشمني ته به دې څوک راويښوينه د پیشمني غږونه وشول جينۍ د يار له ډډې زلفې خلاصوينه د روژې تنده تر ماښامه د مینې تنده تر لحده پورې وینه یار په سفر ځي خولۀ به ورکړم روژه دې ماته شي شپېته به ونیسمه روژه به بیا په وطن راشي خاورو ته تللي خلک بېرته نۀ راځینه تر پیشمني به در سرۀ یم د ورځې نۀ‌کیږي جوړه جوړه خوبونه په پټو سترګو پېشمنی کړي د ځواني خوب یې لکه بنګه زنګوینه مُلا! چابک شه اذان وکړه د یار لوېدلې سترګې زړۀ سوری کوینه تۀ په روژه کې مرور شوې د تراوو رکات به څوک راته شمارينه ستا د دیدن ماښام ته ناست یم زما روژه به تر قیامته پوري وینه مياشت د روژې شپه د جمعې ده خلک جنت غواړي زه ستا کوم خواستونه په سفر ځې څادر دې پريږده روژګۍ راغله تراويح به پرې کومه یار مې روژه کې خولګۍ غواړي عالمه راشئ د دین خونې ورانه وینه په روژه ماتې کې رایاد شوي هره نوړۍ مې په زړۀ نېغه نېغه ځینه د پېشنمي ږغونه وشول د نرۍ ملا څخه مې وباسه لاسونه شوخي بښنه 😒

اخير ولي مي د زړه قالب کي تنګ يې خياله کوم زړه دي ليدلی، چاته درومې؟ جنتونو را شړلي ډېر پخوا يو ته لا بيا هغې پردۍ دنيا ته درومې؟ زما ږغه له اهنګه دي پوهېږم د خندا په لاره ځې ژړا ته درومې قيصر افريدی

ګوتې بنګړي دې را په لاس کړل بیا دې نارې کړې چې زه بل واده لرمه #لنډۍ

وايي نن د مَينانو ورځ ده مګر: زه کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم يو کتاب مې مخته پروت دی مګر بند دی ښۀ کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم نه مې چاسره خبرو ته زړۀ کېږي نه مې خيال کې شته چې ووځم بهر ته پر مخپاڼه کې پوسټونه دي خوښۍ دي او زه ناست يم له کړکۍ راغلي لمر ته نپويېږم، خو لاسو کې مې زور نشته جګېدل مې آن له وسې دي وتلي ستا انځور مې کمپيوټر کې راړولی او حواس مې دي په هر لوري پاشلي کله ګورم ورته، کله مې سوچ واخلي چې له مانه پس به څنګه يې نازکې!؟ زما سترګې به دې هغسې فيوريټ وي؟ منتظره به مې يې، هاغسې ورۀ کې؟ شبو! هر څۀ چې دي زه دې خوښي غواړم زه که ښه يم او که نه يم پروا نشته که رښتيا ووايم اوس يو څه ارام یم د پخوا رقم مې زړه کې سودا نشته وايي نن د مَينانو ورځ ده مګر: زه کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم يو کتاب مې مخته پروت دی مګر بند دی ښۀ کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم