ru
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Открыть в Telegram

Больше
Страна не указанаКатегория не указана
239
Подписчики
+124 часа
+77 дней
+1430 дней
Архив постов
تر پيشمني به درسره يم اخوا روژه ده جوړه نه کېږي خوبونه فلکلور

ممکن دا مي اخيري ځل مخه ښه وي. ډاکټران مي ټول وجود بې سیکه بولي. د سګريټو په لوګو مي ځان تبا کړ. ممکن مړ سمه او ممکن زړه دي مات سي. سوي چیغي دي په ځان کي سي را ټولي. ژوندون ټوله بې معنا درته ښکاره سي. له همسِنو نه دي زړه بیخي نور موړ سي. د زړه ماتي ارجیت سینګ سندري اورې. ممکن بیا ځلي ليده مو وي روغتون کي. زما لاس دي په خپل لاس کي وي نیولی. په دې وخت کي مي د زړه ضربان نور ډير سي. وارخطا سې او ډاکټر ته کړې ور ناري. ډاکټران راسي د برق شاټونه راکړي. وروستی ځل اوښکي بیا سترګو ته راسي. لاس مي لاندي را ایله سي ، زړه مي مړ سي. له دننه څخه يو ډاکټر راووځي. یاران ټوله په دلیز کي انتظار وي. خو له ټولو څخه مخکي تاته راسي. درته ووایي موږ خپله هڅه وکړه. خدای دې وبخښې دعا ورته پکار ده. ممکن دغه ږغ دي سد در څخه یووسي. لیونۍ سې او له درده په خندا سې. او بیا ووایې چي دا هر څه درواغ دي. نه حيدر دومره ولاکه وو کمزوری. چي پر خپله کړې ژمنه دي پښیمان سي. بیا را منډه کړې اطاق ته چیغې وکړې. چي را پورته سه د دوی خبر درواغ کړه ممکن زما په جنازه کي خلګ ډير وي. هر نفس مي خواخوږۍ ته وي راغلی. ځکه دلته خو رواج دی ګرځیدلی. چي څوک مړ سي نو ښاغلی ارواښاد سي. ممکن یاد به مي تر ډیره در سره وي. ان په خوب کي به دي هم درته راځمه. ها خبري دي زړه هره ګړۍ وژني. چي لومړي ماشوم ته ما نوم وو ټاکلی. او ویل به مي که لور وه نو مسکان ده. او که زوی وو نو آياز به یې نامه وي. حيدر اياز

#تازه د افغانستان سترې محکمې هم سبا د روژې مياشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

ته پوهیږي ، چې ته څوک یې؟ نابغه یې د الفاظو جاودګر د احساساتو مکمل یاغي باغي یې له دې ټولو کایناتو درملنه یې د زړونو د روغو او د ماتو وړاندوېنه یې په غم کې د راتلونکو ښو حالاتو نیم ښکاریږې، له ادمه نیم له نسله د جِناتو چېنه یې د شکرو د زمزمو او د شاتو شِفا یې د زخمونو مجموعه ، د کراماتو نه جوړیږي درته ګله تشبیهات د ادبیاتو باکماله لامثاله وړ د هر رنګه صفاتو خالد

د سترګو جنګ مقدس د بنګړو شرنګ، مقدس ما له جنت راباسي یو غنمرنګ، مقدس مړ راژوندی کړی سړی د ابۍ زنګ، مقدس ټک د ټوپک حرام دی د رباب ترنګ، مقدس پکتیانۍ تاپسې مې زېړېږي رنګ، مقدس ګهیځ شراب جوړوي د تور لونګ، مقدس #عطاالله_ګهیځ

بېخي يوازې يم، مسډکال په يوۀ نيت نه کوي له تانه وروسته مې هيڅوک مزاحمت نه کوي زه لا تراوسه هر ماښام تش سګرټی وهمه تا راته وېلي و، تاثير دې په صحت نه کوي ستا د ورانۀ خوب پسې زښت ډېر خپه شوی يمه ستا له تلو روسته يې بېخي څوک راته ست نه کوي زه يې پخپل صداقت ډېر پښېمانه کړی يمه دا درته چا وې چې ياران منافقت نه کوي؟ شبو ته ووايئ! ډاډي باندې دې شکر وکړي شبو ته ووايئ! کُفران دې د نعمت نه کوي

په شپاړسمه روژه راشه ما به روژه د پیغلتوب خوړلي وینه چې ګرده مرده میاشت ختمیږي زما لالی به روژې نیم خوړلی وینه سږ مې دې پلار سرسایه ورکړي بله روژه کې به د یار په څنګ کې ومه شونډې مې تا پسې وچيږي خلکو ته وایم ثوابي روژه لرمه د مور نه ورکه مسافره! چې پيشمني ته به دې څوک راويښوينه د پیشمني غږونه وشول جينۍ د يار له ډډې زلفې خلاصوينه د روژې تنده تر ماښامه د مینې تنده تر لحده پورې وینه یار په سفر ځي خولۀ به ورکړم روژه دې ماته شي شپېته به ونیسمه روژه به بیا په وطن راشي خاورو ته تللي خلک بېرته نۀ راځینه تر پیشمني به در سرۀ یم د ورځې نۀ‌کیږي جوړه جوړه خوبونه په پټو سترګو پېشمنی کړي د ځواني خوب یې لکه بنګه زنګوینه مُلا! چابک شه اذان وکړه د یار لوېدلې سترګې زړۀ سوری کوینه تۀ په روژه کې مرور شوې د تراوو رکات به څوک راته شمارينه ستا د دیدن ماښام ته ناست یم زما روژه به تر قیامته پوري وینه مياشت د روژې شپه د جمعې ده خلک جنت غواړي زه ستا کوم خواستونه په سفر ځې څادر دې پريږده روژګۍ راغله تراويح به پرې کومه یار مې روژه کې خولګۍ غواړي عالمه راشئ د دین خونې ورانه وینه په روژه ماتې کې رایاد شوي هره نوړۍ مې په زړۀ نېغه نېغه ځینه د پېشنمي ږغونه وشول د نرۍ ملا څخه مې وباسه لاسونه شوخي بښنه 😒

اخير ولي مي د زړه قالب کي تنګ يې خياله کوم زړه دي ليدلی، چاته درومې؟ جنتونو را شړلي ډېر پخوا يو ته لا بيا هغې پردۍ دنيا ته درومې؟ زما ږغه له اهنګه دي پوهېږم د خندا په لاره ځې ژړا ته درومې قيصر افريدی

ګوتې بنګړي دې را په لاس کړل بیا دې نارې کړې چې زه بل واده لرمه #لنډۍ

وايي نن د مَينانو ورځ ده مګر: زه کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم يو کتاب مې مخته پروت دی مګر بند دی ښۀ کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم نه مې چاسره خبرو ته زړۀ کېږي نه مې خيال کې شته چې ووځم بهر ته پر مخپاڼه کې پوسټونه دي خوښۍ دي او زه ناست يم له کړکۍ راغلي لمر ته نپويېږم، خو لاسو کې مې زور نشته جګېدل مې آن له وسې دي وتلي ستا انځور مې کمپيوټر کې راړولی او حواس مې دي په هر لوري پاشلي کله ګورم ورته، کله مې سوچ واخلي چې له مانه پس به څنګه يې نازکې!؟ زما سترګې به دې هغسې فيوريټ وي؟ منتظره به مې يې، هاغسې ورۀ کې؟ شبو! هر څۀ چې دي زه دې خوښي غواړم زه که ښه يم او که نه يم پروا نشته که رښتيا ووايم اوس يو څه ارام یم د پخوا رقم مې زړه کې سودا نشته وايي نن د مَينانو ورځ ده مګر: زه کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم يو کتاب مې مخته پروت دی مګر بند دی ښۀ کرارې په دفتر کې ځانته ناست يم

دومره سړه مینه؟ سلام دې هم را ونه لېږه د مینې ورځ وه یو پیغام دې هم را ونه لېږه ګل دې را ونه لېږه تش اظهار دې هم ونکړ هغه زما زړګی لېلام دې هم را ونه لېږه #پیر_باران

ته زما څه یې چې غرور مې درته مات مات دی؟ ته زما څه یې چې پښتو مې دې په سیند یوړه؟ ته زما څه یې چې خبرې کوې ماته ګورې؟ ته زما څه یې چې د زړه دروازه نه ټکوې؟ ته زما څه یې چې بس یو زما رضا ته ګورې؟ ته زما څه یې چې راځې نو شاته شاته ګورې؟ ته زما څه یې چې خبرې دې خوږې لګي؟ ته زما څه یې چې ساه ګانې دې پستې لګي ته زما څه یې چې بې تاد ځان په مرګ راضي یم؟ ته زما څه یې چې له خدایه تاته ‌‌‌‌‌‌ډیر ګورمه؟ ته زما څه یې چې په خوب کې درپسې ګرځمه؟ ته زما څه یې چې د زور مخ ته دې هېڅ یمه؟ ته زما څه یې چې څه ته وایې هماغه کوم؟ ته زما څه یې چې له خدای دې باغي کړی یمه؟ ته زما څه یې چې په اور کې دې نیولی یمه؟ ته زما څه یې چې په ساه پسې دې ساه اخلم؟ ته زما څه یې چې هر درد دې به بها اخلم؟ ته زما څه یې چې په ما د غږ بانه لټوې؟ تا زما څه یې چې په خوی دې هندو کړی یمه؟ ته زما څه یې چې په اور کې دې نیولی یمه؟ ته زما څه یې چې همزولې دې زما قدر کوې؟ ته زما څه یې چې یاران دې راته هم یادوي؟ ته زما څه یې چې هر کار دې راته ښه ښکاري؟ ته زما څه یې چې مرۍ کې دې اوبه ښکاري؟ ته زما څه یې دا په لاس زما نوم ولې لیکې؟ ته زما څه یې ؟ زه په دې سوال ویده ولی شم؟ ته زما څه یې دا ځواب ولې نه راکوې؟؟؟ ته زما څه یې که ازل مې یې خو ووایه نو! ته زما څه یې که غزل مې یې خو ووایه نو ! ته زما څه یې که خپل ځان مې یې خو ووایه نو ! ته زما څه یې که ارمان مې یې خو ووایه نو! ته زما څه یې که جانان مې یې خو ووایه نو !! Saeed Shinwarai

اختلاف مو پۀ خبرو کې ضرور دی تا کتاب لوستی، ما لوستې زندګي ده 22:55

د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم زنده ګي مې له تا پس خرابه شوې دا نو مه پوښته چې ولې او په څه شي نور يې څه کوې خو بس خرابه شوې د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم ملامته درته ډېېر يمه پويېږم خو باور وکه بېخي خوشاله نه يم ژوند قفس دی او يوازې پکې ګېر يم د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم خبر شوی يم دا څه موده ښه نه يې ناروغۍ کې هم زما نوم در په زړه وي لکه ما غوندې په ما پسې اوبه يې د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم زما عمر دې هم خدای پاک تاته درکړي رکه روغه شې پخير دعا مې دا ده يو سکون دې د مات زړه درزا ته درکړي د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم شبو! حال د ډاډي هم له تا کم ندی هره ورځ يې نوی غم له ستوني تاو وي ته باور وکه چې نن سبا سم ندی د پستې زنې له کندې دې ماڼو شم زنده ګي مې له تا پس خرابه شوې دا نو مه پوښته چې ولې او په څه شي نور يې څه کوې خو بس خرابه شوې

وايو به داستان درمله چا، چاته د ستړي ژوند؟ شپه وه چې د مات کټ په شلېدلې لنګه تېره شوه 😎

لکه د کور ترټولو شاته دېوال نه چاته ښکارم، نهٔ چا رنګ کړمه 😎

د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه د کابل ښار دی لامده لامده واټونه توره شپه ده او يوازې يم راوتی ليدی نشم د قهوې رسټورانټونه د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه دوه کسي چترۍ مې لاس کې ده خو بنده زړه مې وايي چې بايد ځان پکې خيشت کړم نن سبا مې زړه موړ شوی دی له ژونده د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه پاس د غره په سر رنګه رڼاوې ښکاري ستا ډالۍ چشمې مې شنو سترګو کې ايښي خبر يم، ځان راته ښه بې لارې ښکاري د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه د موټرو هارنوو کيسه کې نه يم زړه مې وايي راته ټوله شپه به ګرځې پروا نشته د خوبوو کيسه کې نه يم د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه شبوګۍ! راته يادېږې خدای شاهد دی وايم نن خو ګرځېدلي و تر ډېره لېونۍ! راته يادېږې خدای شاهد دی د باران څاڅکي دي زه درپسې مرمه د کابل ښار دی لامده لامده واټونه توره شپه ده او يوازې يم راوتی بد ښکارېږي د قهوې رسټورانټونه

تل را چوخېږي خوږوي مې لکه ستنې پشان غم رانه تاو وي همېشه، لکه څرمنې پشان جنت به وي ډېرو ته ښه، مګر که مانه پوښتې ښکلی به نه وي ستا د نرمې خوږې زنې پشان زه چې اوس سر په شګو کېدمه پروا نکوي محسوسوم يې ستا د تکې سرې لمنې پشان ته زما مرګ ته منتظره راشې زه مُسکی شم ماته خو ښکاري هره ورځ لکه پوښتنې پشان شبو! ډاډی دې يمه دغسې نو مه کوه داسې را ګورې نن سبا لکه دښمنې پشان

زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو چې د ښار ناجو له سپينو واورو ډک وي تا دې خړ بالاپوښ کلک وي را اغوستی قدمونه دې له بل وخته چټک وي زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو چې په پولِ پيسه ګي يې ته ولاړه زه رخصت واخلم دفتر نه در روان شم او زاړۀ سما واچي ته لاړ شو دواړه زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو ماښامی وي او هغۀ هوټل کې کېنو د احمد ظاهر سندره وي چالانه په سينو کې نه وي زړه هوټل کې کېنو زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو د کور مخته دې ګلدان کې ليک خطا وي ته پويېږې چې دا ما دی غورځولی زړه دې چغې غواړي روح دې په هوا وي زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو چې نه درد وي شبو نه دا نور غمونه پخوانۍ کېمرې ته ودرېږو يو ځای کې او پرې وباسو ساده باده عکسونه زړه مې غواړي چې بيا هغۀ وخت ته لاړ شو چې د ښار ناجو له سپينو واورو ډک وي تا دې خړ بالاپوښ کلک وي را اغوستی قدمونه دې له بل وخته چټک وي

Story