fa
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

رفتن به کانال در Telegram

نمایش بیشتر
کشور مشخص نشده استدسته بندی مشخص نشده است
237
مشترکین
اطلاعاتی وجود ندارد24 ساعت
+47 روز
+1230 روز
آرشیو پست ها
یو ځلې چې لاړې نو ورځه مخه دې ښۀ شه مانه سپیناوی د بېلتانه ولاکه کېږي ✌️😒

صابره بیا راتګ دومره ناممکن وبوله لکه وتلی غږ چی بیا ځلې تر خولې نه راځي!
صابره بیا راتګ دومره ناممکن وبوله لکه وتلی غږ چی بیا ځلې تر خولې نه راځي!

په دوه قدمه کې را نغلې خلک يارۍ پسې ملکونه لټوینه #لنډۍ

سوځوونکی مې د شونډو په ادا که د سیګرټ غوندې مې خوشی په هوا که چې زما شتون د هغې په نشت تمام شي دا یو ښکلی بني ادم خو زما ساه که چې بېخي یې ورکیدل ممکنه نهٔ وي لکه داغ د سینې داسې یو څوک راکه راشه سپک مې که کنځلې راته وکړه زړهٔ مې ډک دی نن مې ښهٔ سم په ژړا که زهٔ دې پیژانم چې څنګه یې او نهٔ یې زهٔ چې ناست وم بیا خبرې په وفا که د منلي غوندې وریت نینې نینې شه خدایه خوښ یې چې دی هغه ترې جلا که منلی🍂

Story

مرورېږه ماته خوند راکوي چې زه زارۍ کړم ته نازونه کوې 🫠🙂

رب دې په داسې مرض مړه کړه چې زنکدن دې پوره ۱۶ میاشتې وینه 🥹

output_audio.mp34.18 MB

ژوند ته په شاته شاته ګورم لکه بایللی جوارګر چې کور ته ځینه د ستړي ژوند ستړي ڪيسې دي لالـــــيه مـــه مي غـــږوه ژړا راځيـــنه

ولې مې سترګو کې تاوېږې ولې مې زړۀ درپسې دومره درد کوينه

ګورو بۀ بیا عمر دراز مروته! کۀ لۀ ترخو ترخو وختو ووتو

غزل ــــــــــ هغه چې ما سره تماس آچوي ټېپ ته کېسټ د ناشناس آچوي نورو ناهيلو مې وجود نيولى ستا غم قبضه مې په حواس آچوي دلته کردار ته د چا نه ګوري څوک ښه هم هغه، چې ښه لباس آچوي څه د بې رخمو خلکو منځ کې وسم لاس راته نه راکوي، لاس آچوي تنها، د خلکو دې مازغه وخوړه څوک دي چې کاڼو کښې احساس آچوي ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نجيب تنها

Story

صرف د خپل ځان د بربادۍ رقم ته ښکاري عِشق راته د ډمې د پاولۍ رقم ته ښکاري زه يو چا ته ګران له تمامي نړۍ نه يمه ماته يو انسان ددې نړۍ رقم ته ښکاري ته خو بې هغې نه لکه حوره يې قسم دی لور دې په اسمان کې د سپوږمۍ رقم ته ښکاري فکر کَوم ټوله نړۍ ورته ده يوۀ سين ته ماته پکې ژوند د يوې ژۍ رقم ته ښکاري څوک راځي، ښکالو ده او زما وجود رپېږي بلکل يې خوشبو د شبوګۍ رقم ته ښکاري

لاړې په کوم خوا درپسې ځمکې لټوم نورې به ترکومه پورې ورکې لټوم خلک که نشې او که پیسې درپسې ګوري زه خو دې سکونه! په لمانځه کې لټوم روغو سره تشې قوارې دي نور څه نشته عشقه!خدای د ماتو خلکو زړه کې لټوم پاکې به یې په پیڅه دخپل زړه په څادرګي کړم اوښکې د رنځور وطن باڼه کې لټوم حلق مې وچ دی ورآه یې د واده راغلې ده ژبه وهم لیاړې مې په خوله کې لټوم نشته څه موده کیږي سمسوره په دونیاکې غږ کوم په کور کې دې ببکې لټوم

کړې مېړه به راته پرېږدي که مې له حاله شي خبره رابه شينه #ټپه

زە بە لە هېچا ګیله نۀ کړم نصیب مې خپل دی هر ساعت مې ژړاوینه

په ما به کړی ميړه پريدې بيا به دې دا سترګې بدلې وي ميئنه