پښتو شعرونه
الذهاب إلى القناة على Telegram
إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدالفئة غير محددة
237
المشتركون
لا توجد بيانات24 ساعات
+47 أيام
+1230 أيام
أرشيف المشاركات
237
سوځوونکی مې د شونډو په ادا که
د سیګرټ غوندې مې خوشی په هوا که
چې زما شتون د هغې په نشت تمام شي
دا یو ښکلی بني ادم خو زما ساه که
چې بېخي یې ورکیدل ممکنه نهٔ وي
لکه داغ د سینې داسې یو څوک راکه
راشه سپک مې که کنځلې راته وکړه
زړهٔ مې ډک دی نن مې ښهٔ سم په ژړا که
زهٔ دې پیژانم چې څنګه یې او نهٔ یې
زهٔ چې ناست وم بیا خبرې په وفا که
د منلي غوندې وریت نینې نینې شه
خدایه خوښ یې چې دی هغه ترې جلا که
منلی🍂
237
ژوند ته په شاته شاته ګورم
لکه بایللی جوارګر چې کور ته ځینه
د ستړي ژوند ستړي ڪيسې دي
لالـــــيه مـــه مي غـــږوه ژړا راځيـــنه
237
غزل
ــــــــــ
هغه چې ما سره تماس آچوي
ټېپ ته کېسټ د ناشناس آچوي
نورو ناهيلو مې وجود نيولى
ستا غم قبضه مې په حواس آچوي
دلته کردار ته د چا نه ګوري څوک
ښه هم هغه، چې ښه لباس آچوي
څه د بې رخمو خلکو منځ کې وسم
لاس راته نه راکوي، لاس آچوي
تنها، د خلکو دې مازغه وخوړه
څوک دي چې کاڼو کښې احساس آچوي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نجيب تنها
237
صرف د خپل ځان د بربادۍ رقم ته ښکاري
عِشق راته د ډمې د پاولۍ رقم ته ښکاري
زه يو چا ته ګران له تمامي نړۍ نه يمه
ماته يو انسان ددې نړۍ رقم ته ښکاري
ته خو بې هغې نه لکه حوره يې قسم دی
لور دې په اسمان کې د سپوږمۍ رقم ته ښکاري
فکر کَوم ټوله نړۍ ورته ده يوۀ سين ته
ماته پکې ژوند د يوې ژۍ رقم ته ښکاري
څوک راځي، ښکالو ده او زما وجود رپېږي
بلکل يې خوشبو د شبوګۍ رقم ته ښکاري
237
لاړې په کوم خوا درپسې ځمکې لټوم
نورې به ترکومه پورې ورکې لټوم
خلک که نشې او که پیسې درپسې ګوري
زه خو دې سکونه! په لمانځه کې لټوم
روغو سره تشې قوارې دي نور څه نشته
عشقه!خدای د ماتو خلکو زړه کې لټوم
پاکې به یې په پیڅه دخپل زړه په څادرګي کړم
اوښکې د رنځور وطن باڼه کې لټوم
حلق مې وچ دی ورآه یې د واده راغلې ده
ژبه وهم لیاړې مې په خوله کې لټوم
نشته څه موده کیږي سمسوره په دونیاکې
غږ کوم په کور کې دې ببکې لټوم
