es
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Ir al canal en Telegram

Mostrar más
El país no está especificadoLa categoría no está especificada
237
Suscriptores
+124 horas
+27 días
+630 días
Archivo de publicaciones
د زلفو غر دې په مخ خور ښه نه دی په زړه بيمار يم ما له زور ښه نه دی د اننګو لمبه دې سترګې وهي خو ماشومانو سره اور ښه نه دی اوښکې دې نورې زړه ته نه رادرومي د سمندر په منځ کې کور ښه نه دی رقيب زما غوندې مئېن دی په يار دا يو انداز يې ښه دی نور ښه نه دی دا په ماحول چې خاموشئ خوروي ډېر ترې يرېږمه دا شور ښه نه دی زما په درد ماسره سمه ژاړي دا يو عادت زما د مور ښه نه دی اقباله دا خو به منې چې ژوندون په غر کې ښه دی خو پېغور ښه نه دی *اقبال مومند*

Story

په تشو زور کړمه راپاڅم دوطن غم راله کولمې ریبلې دینه

د پلار دعا! ځلنده څراغه دنیا ډکه له غباره بې له تا به پاتې په پېچومو یم په باره زه به دې امسا یم ته وهه راسره لاره ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره زه خو ستا د نیمو شپو په ویښه دعا پایم ما د ښاپېرو جامې اغوستې په هوا یم هر څو که له خپله ځانه ورک او ناپیدا یم ته چې ایله موسک شې زه به چیغې کړم چې دا یم یه زما د مینې د سندرو یکه زاره ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره ستا په وس به نه وې کنه تا خو اغوستې راته ښکلې د گلونو له وږمو جوړې جامې راته اخ سړوکی سیوری وې د ټکندې غرمې راته کلي کې به گل نه ؤ خو تا به را نیوې راته تکې سرې گلپاڼې د مچیو له کتاره ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره تا د ژوندانه د سیپارو توري را وښودل زه اخیستی شپو، تا د رڼا لوري را وښودل تا په شمار د گوتو د آسمان ستوري را وښودل مړ مه شې جانانه زما ، مړ مه شې بیماره ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره تا راته غنم رېبل او زه د گل په پولو ناست پښه دې خوږ په دروزو وه ، زه څنگ ته د غاټولو ناست خوا کې په خندا د بلبلانو سندربولو ناست ستا خوږو ټپو ته وم خوشحاله بې همځولو ناست خدای مې دې بې تا نه کړي د مینې ښکلا یاره ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره جار زما رنځوره له زگېرویو دې قربان شم کاش چې شم انار درته ارمان چې دې درمان شم بیا چې راته روغ شې زه به بیا له سره ځوان شم پرې مه شې زما د زړه د سوي رباب تاره ما له دعا پرې نه ږدې چې ورک به شمه پلاره *پيرمحمد کاروان*

وخته د کومې تجربې په سلسله کې يمه چې سوزېدلی د اوبو په يارانه کې يمه ارمان چې ټولو رابطو ته صفا ووايمه مه مې کېسه کې اوسئ، نه مو په کېسه کې يمه ظالمه لږ خو دې له خپلو کاڼو وشرمېږه چې مخامخ درته ولاړ په ايېنه کې يمه زه نن سبا په دې کوڅه کې اخېري څراغ یم هوا ته مه وايئ چې زه په انديښنه کې يمه وطن سکروټه شو په ستوني کې مې ورغړېدو ډنډ ـ ډنډ ولاړ د خوړينو سترگو په کاسه کې يمه وخت به ورو ـ ورو د لمبو ژبه هېروي اورښته زه غږېدلی په اوبه ـ اوبه لهجه کې يمه *مانو اورښت*

Story

نه زنګ وهې، نه ښکارې، نه مسکال کوې دا ولې؟ تر څو به دا کارونه د وبــــــــــــال کوې دا ولې؟ چې بېرته درنه وغواړمه خــــــــپل درکړی زړه! بهانې کوې، ماڼې کوې جــــــنجال کوې دا ولې؟ دریاده چې وعـــــــــده کړمه شې سره لکه مڼه سر ټيټ کړې او خـطونه په دیوال کوې دا ولې؟ شــــرره نو هر وختــــــې راته مه وايه چې ته خـــــبرې د ګلونو په مـــــــــــثال کوې دا ولې

کابل ته د فردوس بشرمل سرجي شهکار نظم به ولولو❤️🙏 کابل ممبر دى خداى دې روغ لري ممبر د وطن کابل امام دى د وطن د آبادۍ امام دى موږ اقتدا ورپسې کړې، چې وطن جوړوو کابل قبله ده د څلوېښت ميليونه خلکو قبله او دې قبلې ته مخ پدې اړوو چې د وطن د مينې لمونځ، بلې خوا نه قبلېږي کابل دېره ده د جرګو د مرکو دېره ده د افغاني قامونو د ټولېدو، د ودرېدو د لوړېدو دېره ده کابل چنار دى د وطن د ارتقا چنار دى کابل لړم ندى قسمت يې د لړم غوندې دى بچي يې ښه دي د ادې په غوښو ځان ساتي کابل مقبول دى زموږ قبول دى کابل جنت دى بلا تشبه جنت دى خو د پښتون قام په جنت کې جنــ ګ دى

ها خو جیلکۍ وي چې پرده ساتي او تن ساتي وړکي په خپل ټټر م/رمۍ اخلي وطن ساتي منلی څوک چې د وطن پۀ ننګ مرمۍ خوري پۀ ټټر ما ترېنه چاپېره کړئ د زغرې پۀ رقم اورښت کوم زلمی چې باسي د پنج/اب له سر م/رمۍ هغه ته په سر کړئ د غیرت جګه لونګۍ انعام

زموږ مرګونه بې باوره غوندې احتياطاً يوارې غاړه راکه د تور رقيب مخته پښتون جانانه نن په قصداً يوارې غاړه راکه له حيادارو سترګو جار دې سمه احتراماً يوارې غاړه راکه را پرې کوي دا ستا په جرم غاړې ياره حتماً يوارې غاړه راکه ستا به ځواب څه وي که ما وويل چې مثلاً يوارې غاړه راکه ما ټول ژوندون وقف کړو ستا لپاره تا مجبوراً يوارې غاړه راکه *ذوالقرنين باچا*

پر دېواله ختل مې زده کړل د دله گانو سپي به ډېر وغپومه! #هسې

تبه د چا ده او خوب څوک نه کوې مینه کې حد به خلک څه ته وایې...؟😐

اوښکې روانې کور ته راغلم پردي راوړي به دې څۀ زړه وساتینه ټپه😘

Story

کمپيوټر مې مخته ايښی، شين سهار دی چا ايميل کړی ( ډاډيه ګله ښه يې؟) حق حيران پاته يم دا بيا نو کوم څوک شو؟ زړه کې وايم بل څوک نشي کېدی ته يې ورته ومې ليکل، شکر دی مننه وايي ( ستا هم له ځواب ډېره مننه) يو پوښتنه مې کوله (شبو مړه ده؟) سترګې ډنډ دي او سوزېږي مې څرمنه ځواب پاته شو او بلاک مې کړ خو مګر؛ ټول وجود مې دومره سست دی چې توبه مې دواړه لاسه مې لړزې اخيستي ګورم فلجه شوې ده، د نيم وجود حصه مې خه ددې پوښتنې اوس ضرورت څه و؟ انسانانو زښته ډېر يم خپه کړی وايم ايسته کومې خواته وم وتلی چې تر عمره بېخي نه وومه راغلی شبو! څه ووايم؟ ته مې پوه که خير دی مانه توري ورک دي، ماسره څه نشته که خوله خلاصه کړمه بد درپسې وايم خو دا نشم کوی، نه يې راکې زړه شته کمپيوټر مې مخته ايښی، شين سهار دی چا ايميل کړی ( ډاډيه ګله ښه يې؟) حق حيران پاته يم دا بيا نو کوم څوک شو؟ زړه کې وايم بل څوک نشي کېدی ته يې

Story

د سترګو له جنګ ستړي ښکاري زړونه ايماندارو ضعيفه شول د خلکو ايمانونه ايماندارو د حسن په ارزښت باندې که چوپه خوله شو پاتې نو خدای ته به بياڅه کړو ځوابونه ايماندارو؟ چنده د خوشحالۍ او د خندا خلکو ته ورکړئ اباد کاندئ د زړونو جوماتونه ايماندارو هر څوک ورته را اوړي په اسانه يو غريب يم د زړه د کور مې ټيټ دي دېوالونه ايماندارو بسمل د يوۀ چا پسې دا ډېر کلونه مړ يم زما په حق کې پورته کړئ لاسونه ايماندارو

#غزل هغه سترګې وژاړي؟ زوال دې زما وګوري؟ نۀ غواړمه، نۀ غواړم چې حال دې زما وګوري بخته زۀ تودوالی د پالګرې د لاس غواړمه حال دې ماته نۀ وايي خو پال دې زما وګوري خپلې خوشحالۍ کۀ خجالته نۀ کړه، ګرم یم رادې شي لۀ ځان سره جنجال دې زما وګوري زۀ یې جواب نۀ غواړمه، شاید چې وي هم نۀ! خدای د دې رټلو سترګو سوال دې زما وګوري پرېده! مسخره دې شي دعوې زما د عِشق ټول عالم دې وګوري، مثال دې زما وګوري #شهاب

ما ناز نه پېژندو، او تا گيله نه پېژنده خو مينه وه موږ دواړو حوصله نه پېژنده واپس د خپل ريدي داغ ته الوتې شغله راغله شايد چې اوسني نسل شغله نه پېژنده رحمت شاه سايل

د بغاوت خدايه ، د لوط ، د ابراهيم خدايه موږ ته جوړ کړی ستا د نن رسول ماتم خدايه زموږه ساه وي په مرۍ دننه بندي دي ته د سندرو جوش په جام کې د لقمان ورکړه زړه مو له هري خدايي نه په امان لره دغه عشق تږو ته د طور په ځای جانان ورکړه يو ملا وزيږوه، حوري يې له زړه وباسه يو منصور وزيږوه واک د سليمان ورکړه زه! که خطا کوم خو زوی يم د ادم، خدايه کنه ستا هر امر ته لاس په سينه وم خدايه د بغاوت خدايه زه جام او جنت نه غواړمه زه د لالي د خولې خبري او بیان غواړم داده عدن باغ او کجوري پر خوله هم نه راوړم بس که څه غواړمه نو هر ځلي جانان غواړم زه د قريشو په کاروان باندي ور مړ نه يمه او نه ښایست د کوم يوسف درنه په ځان غواړم زما شريک اسمان د يار په نامه ږدم خدايه او ستړی ځان د يار د پښو سيوري ته وړم خدايه د بغاوت خدايه چي ستا له عشقه مخ واړوم پر ما دي داسي امتحان په زندګۍ نه راځي زما باغي سر دي د وني په ارې غوڅ سي مګر په عشق دي مي له سره تروږمۍ نه راځي زه قلندر نه يمه، غوث د زمانې هم نه يم مګر هندو به يم که ماته به سپوږمۍ نه راځي زه په انځرو او زيتونو قسم خورم خدايه ومه د هري خطا باوجود مرهم خدايه د بغاوت خدايه! زما ځان يو باغي ځان دی په آندرون کي له خوديه سره جنګ کوي فکر مي جوړ! لکه عمر د آبوجهل خلاف وجود مي هغه توره نه ده کوم چي زنګ کوي خو ستا دا څو بندګان خپل حدود ته نه دې قايل په خوی خوشحال ته ورته، چاري د اورنګ کوي. چې ستا پيدا يم نو د چا چا به منم خدايه؟ ځکه باغي له خدايانو څخه يم خدايه *حيدر اياز*