پښتو شعرونه
الذهاب إلى القناة على Telegram
إظهار المزيد
لم يتم تحديد البلدالفئة غير محددة
235
المشتركون
-124 ساعات
-47 أيام
+830 أيام
أرشيف المشاركات
235
کله د کوترې پۀ څېر کله هم د مار غوندې
ژوند کله دښمن شي کله کله بیا د یار غوندې
هغه شېبې تېرې شوې چې تا به راته وویل
واچوه لاسونه مې په غاړه کې د هار غوندې
ما ځولۍ راوړې وه او تا سر خوځولی وۀ
لږ هم د اقرار غوندې او لږ هم د انکار غوندې
موټي کې دې کاڼی وۀ، که ګل وۀ، خبر نه ومه
لاس دې وۀ تاو کړی زما ویشتو ته د وار غوندې
مینه د خدای مینه بېلې بېلې جامې واغوندې
چاته معشوقه شي، چاته مور، چاته د پلار غوندې
څۀ کوي کاروان چې کله سور ګلابي شعر وایي
کله نرګسي غزل د ستړي انتظار غوندې
*کاروان بابک*
235
وران کار به ودان ګڼې دلته که اوسېږې ته
حق ویل به زیان ګڼې دلته که اوسېږې ته
ورځې ته به شپه وایې چا که ورته شپه ویل
تور به سپین شیان ګڼې دلته که اوسېږې ته
هیڅوک ملامت نه دي وران که ټول کارونه شول
خپل قسمت به وران ګنې دلته که اوسېږې ته
ټیټ خلک به جګ ګڼې ناست که په جګ ځای کې وي
ځمکه به اسمان ګڼې دلته که اوسېږې ته
هر چا چې هر څه کول ته به صفتونه کړی
هر یو به لقمان ګنې دلته که اوسېږې ته
*ګل باچا الفت*
235
دغه خالونه دې د یار پر مخ ونه لګول
له دیده پس دې کسي بېرته په لېمو کې یووړل
دروېشه! سترګو ته مو کله هم را نغلې اوښکې
دغه بڅري مو تمام عمر په زړو کې یووړل
دروېش دٌرانی
235
مولا خو دي له خولې واخله کږې کږې، خبري
دعا دي له خولې ووځه بې اختياره لکه ډم!!!!
*ممتاز اورکزی*
235
څه په نه زړه باندې ژوند کوم لګیا یم
تنهايي لکه ساه اخلم او پرې پایم
ستا وعده لکه دېوال ده، خو غم دا دی
چې زه ناست ورته په یخ کې لوڅه شا یم
څه بې درده، څه بې حسه ته محتاج یم
محبته! بس نو څه به درته وایم
ته چې ستړې یې دمه شه، مګر ګوره
وایه مه چې مخکې تګ ته وارخطا یم
د وطن له بدو ورځو به خبرېږې؟
زه خراب درپسې داسې نن سبا یم
د جامو په دغه رنګ پسې دې مړ مړ
د وېښتانو په دې سټایل دې تباه یم
ما وې پام به دې غلط شي خو #هميمه
ته چې ژاړې موسيقي ته، نه دي بیایم
حفیظ همیم
235
خدای خبر دلته په ما کومو سترګو کوډې کړي؟
پښې مې ترې لاړې شي خو زړه مې له بګرامه نه ځي.
#بیت
#سایل
235
زه اکثر چا پسې خراب شم بیا اکثر ښه شم
خو خیال مې نه کیږي چې دا ځل دومره زر ښه شم
وا ملا!زه هغه لالي پسې تباه برباد یم
غرق شې پیریان نه دي چې زه به په منتر ښه شم
چې مې د زلفو سره باد کړي لیونی شم خدایه!
چې مې بندي کړي په حلقه کښې دَ نظر، ښه شم
کاش مسیحا! زه هم څو وخته وینې وینې شمه
کاش مسیحا! بیا یکایک لکه پرهر ښه شم
چې توبه وکړم له شرابو نو مئین شم په چا
که دا مې حال وي، خدای راستي که تر محشر ښه شم
مه ځه! قسم دی د ماښام په شانې تور سوزمه
کښینه! چې لږ لکه نیمګړی مازدیګر ښه شم
ممتازه! ځم عبدالغفور سره تبلیغ ته ځمه
خو زه ډاریږم هسې نه چې سراسر ښه شم
*پیر ممتاز*
235
زه دې زړه کې داسې پروت وم چې ما ځای نیولی نه و
اوس چې نه یمه، نه تا ته څه مشکل دی او نه ما ته
دا چې څنګه یم لالیه بس هم دغسې مې پریږده
دا چې څه یمه، نه تا ته څه مشکل دی او نه ماته
ستا په ظلم به مې څنګه غړیدلې سترګې چوپ وي
بس ویده یمه، نه تا ته څه مشکل دی او نه ما ته
*سعود*
235
راشه غیږه راکړه شاه سعوده! سالګره مې ده
مُسک شه راته، وه خانه خرابه راته وخانده
*شاه سعود*
235
زه پر بله او دا بلې خوا ته لاړه
زما برخه رڼا بلې خوا ته لاړه
بخته ویښ شه ټولې هیلې مې زندئ دي
ته ئې ویني، دنیا بلې خوا ته لاړه
چې زما د قامت سر سلامت نه دی
ما ته شوې دعا بلې خوا ته لاړه
ته خوږه زما د ټول ایمان قیمت یې
ته چې راغلې، ګناه بلې خوا ته لاړه
پاس ولاړه د کچه کورونه وريېځه
ما سره وه سودا، بلې خوا ته لاړه
یوه پیغله مې دېره د زړه پر کلیو
چې مین یې کړم بیا بلې خوا ته لاړه
*ولي شاه ولي*
235
چې څنګه بې دليله شوو يو ځای هغسې ورک شو
دا ژوند لکه د فلم د صحنو وګوره واه
هميمه ما که کړی و غرور هماغه بس وه
ته تا ګوره او ته بيا ستا پښتو وګوره واه!
حفيظ هميم
235
ګوندې وي چې په نغمو کې دې په کار شم
که بې تاره وې سِتاره چې دې تار شم
دعاګانې راپسې دي هسې نه چې
په پاخه عمر د خامې جلکۍ یار شم
بیماران که د آنارو په ارمان دي
زه دې ستا په آناري موسکا بیمار شم
لکه دوې غبرګې سندرې سره ګډې
کاشکې داسې غاړه وتی له نګار شم
ما مې سره اوښان په شينو ورېښمو بار دي
دمه ګیر به هم د شنو بنګړو په ښار شم
خدایه تږو ته مې ته اوبه اوبه کړې
سړیچنو ته دې ښه تازه انګار شم
د کاروان غزله میره د لنډیو
یوې ښکلې وې چې زه به یکه زار شم
*پیرمحمد کاروان*
