es
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Ir al canal en Telegram

Mostrar más
El país no está especificadoLa categoría no está especificada
238
Suscriptores
Sin datos24 horas
+57 días
+1230 días
Archivo de publicaciones
زما د زړۀ ازار به واخلې مغروره ياره دومره مه کوه نازونه

Story

د خدای خدایي ته مې سلام دی خیر که مې برخې له ازله خوارې دینه.

په نصیبونو به جوړېږم زه د اشنا روغې راستۍ وهلی يمه

مينه چې نه وه اندېښنه مې نه وه بېغمه ژوند وو، وسوسه مې نه وه ستا د ناڅاپه راکتو مننه تا جوړ وژلم خو پوره مې نه وه که بيا ژوندی شومه کامیاب به يمه لومړی ژوندون و تجربه مې نه وه جوړ آئينه راپورې ټوکې کوي دومره بې خونده نمونه مې نه وه هغه جهان کې به مجنون ته وايم زه هم عاشق وم خو مزه مې نه وه نکير منکر که وايي نوم دې څه دې؟ وايم به پښتون ومه نامه مې نه وه چې وي د ښکلي تر راتللو ژوندی "اسراره!" دومره نصيبه مې نه وه! *ډاکټر اسرار اتل*

د درد بیان ته ژبه نه لرمه خود ازاري په ماښامونو کوم لکه د نورو نامرادو په څیر خندا په خپلو پرهرونو کوم ما دې له ما سره یوازې پریږدي زړه ته دې ډېرې وسوسې نه راځي لیونی کېږمه که مرم چا پسې څوک دې زما تر دروازې نه راځي چېرته به نوي نوزي لارې ګورم له زٙړو لارو نه مې کرکه کیږي بې سلیقې او بې ترتیبه دې یم سپینو هېندارو نه مې کرکه کیږي ناشکري نه کوم خو مرګ دی ولا چې ژوند ولاړ وي د سزا په رقم اعتمادي نه دي ، بقا نه لري خلک خواږه دي د دنیا په رقم بلا د عِشق چې پرې را وګرځېده نړۍ د زړه یې ګډه وډه کړله اوس که اباده شي که نشي نو څه بار چې یوه انسان ترې کډه کړله *عرفان لاروی*

سپینه سهاره! لاس او پښو څخه مې دم ختلی توره ماښامه! په لالي پسې مې زړه خوږيږي که به مې چورت په تا خراب وي مسلمان به نه یم لرې الزامه! په لالي پسې مې زړه خوږیږي *کامران احمدزی*

نڅا کي دومره غرق لاړه شې چې مرې زرګرې اوففف ماښامي کي څه سندرې غږوې زرګرې هو زه عياش يم، بې پروا يمه، بې لارې هم يم!!! ته هم پخپلو کړنو سترګې پټوې زرګرې زه به دې خامخا په غېږ کي ستوماني وباسم ته به مې خامخا لاسونو ته راځې زرګرې هاها خبر يم چې مې ورو ورو هېروې زرګرې چا بلي کړي دي بادونو کې ډېوې زرګرې؟ د جينکو په عشق بد نام يم مګر روح مې ته يې دا دی قسم خورمه په درستي ميکدې زرګرې اوس دې شراب پر پرهارونو اړوه بېغمه پر لېوني بهار دې ودرېدې جنډې زرګرې *ساجد بهار*

له مانه تللیه مرور لالیه د تنهایئ ازیت وخوړمه ژوند مې تېرېږي د سکروټو په سر د جدایئ ازیت وخوړمه له مانه تللیه مرور لالیه زندگي نه ارزي په غم ومنه زه دې په ټول جهان بدیل نه وینم که یې منې په خدای قسم ومنه له مانه تللیه مرور لالیه په ننواتې کې مې گل راوړی غواړم نازک زړگی دې لمس کړمه پرې ما د بخشش په نوم غزل راوړی له مانه تللیه مرور لالیه راشه ژړا مې په خندا واړوه وجود مې واړه کړه گلزار د گلو پاسته لاسونه دې په ما واړوه

د هیریدو نه ئې لالیه د جدایئ سره دې ځان عادتومه #ټپه

عِشق کېبل د تليفون ندی چې څه وخت درسره وي، زوړ شي ايسته يې خطا کړې نه د لارې ټيکسي وان سره لانجه ده پيسې کمې ورکړې سترګې ترې پنا کړې عِشق سوالګر ندی په لاره شين سهار چې يو لسګون ورکړې او مخکې ترېنه تېر شې نه په تېر عمر مرګی دی درته راشي يو څو ورځې وير وي بيا له ټولو هېر شې عِشق په باغ کې را لوېدلې مڼه نه ده چې را وايې خلې لښتي ته يې خطا کړې کومه چټه يې اوبو نه کړي را پورته ته ورګورې ورته ښه يې په خندا کړې عِشق څادر ندی چې کوم ځای کې دې هېر شي ځان سره ووايې ځه بلا پسې مې بل به واخلمه کيسه کې يې هيڅ نه يم چې هر څه و غورځېدلی له اوږې مې عِشق تمام عمر د خپلې شبو ياد دی عِشق له خپل وجود سکروټه جوړول دي يا يو څوک درته تر پايه خپلول دي يا د خاورې رقم ځان پسې شيندل دي عِشق کېبل د تليفون ندی چې څه وخت درسره وي، زوړ شي ايسته يې خطا کړې نه د لارې ټيکسي وان سره لانجه ده پيسې کمې ورکړې سترګې ترې پنا کړې

سور روسی ټوپک په غاړه؛ پر ځیګر د مرمۍ لاړه زما سرمست خلقی مزاجه؛ ژوند کوم په جګه غاړه زما له تېغه به بچ نه سي، که یې ښکر په سر کي وسي چي وطن ته غاښ چیچی کا، ماتومه هغه داړه رزم - بزم مو پېشه ده، زمـوږ داغه پښتو یوه ده د درنو خلکو حصه ده؛ څوک چي سپک وه هغه ولاړه خلاص له شور و شرنګه نه یم، ځمه موړ له جنګه نه یم نه نه زه بې ننـــــګه نه یم؛ ګراني مه را پسي ژاړه د پردیو هدیره ده، وطن ګام پر ګام خزه ده که کمر دئ، که کارېز دئ، که شیره ده او که شاړه *حبيب شاه اسرار*

څه درسره وکړمه ، حیران دي کښېنولی یم مسته ذوقه! سر ته د ایمان دي کښېنولی یم خود به مي خیال ورک وي د سینو په سر درو کي ذوقه! د لونګو پر دوکان دي کښېنولی یم مړه سې! څه د بني زوی دي نه یم زندګۍ سخت د روغي ورځي په ارمان دي کښېنولی یم ضده! زه پښتون یمه پر سر مي خېژولی یې تخت دي رانه واخیست پر ډېران دي کښېنولی یم نه له مجبورۍ انکار کوی شم، نه د زغم ده داسي تماشې ته د جهان دي کښېنولی یم *نصير احمد شهاب*

ارماني کور کې اوسیږي ارماني کور ته راځي ځینې خلک بې تپوسه د زړګي کور ته راځي دروازه یې راته لر کړه ویل یې مور درته غصه ده په دې نیمو نیمو شپو خو لیوني کور ته راځي ستا ده حسن به څه وایم که کوه قاف ته چرته لاړې دا مې واوره درسره به ښاپیري کور ته راځي خپل بچي به ورته داسې د پردي په شانتې ګوري څوک چې مونږ غوندې ملګرو عارضي کور ته راځي چې د مینې ناکامي یې د خپل کلی نه بهر کړي هغه خلک څه ژوندي وي بس ژوندي کور ته راځي څنګه زړه نه به مې وځي هغه پېغله چې ویل يې زه دې مړه شم که هغه مې په مرګي کور ته راځي ستا"منصور"کلي کې نشته ستا"منصور"چې چرته راشي د خپل کور د تلو نه مخکې پخواني کور ته راځي محمد گل منصور

هغه په کړس خندا دې نشته د دونیاګۍ غمونو وخوړې مئینه دکبرجنو خلکو زور دی کرلي مځکې مې پرېږدم له کلي ځمه 💔

ستا د راتلو خبرې کېږي! دکلي لارې ته مې سترګې شخې دینه.

له دې سېوا چاره د غوڅي رابطې نه سي جملې ته ايښی دغه يو ټکی دي درې نه سي ستا د پړوني تصوير نه باسم له ذهنه ځکه ځيني جګړې بې توري کېږي بې جنډې نه سي *حفيظ هميم*

ځانته خوښې! زوی دې څنګه دی تازه دی؟ ځانته خوښې! تا وې سترګې يې تک شنې دي ځانته خوښې! زړه مې درد کوي قسم دی ځانته خوښې! ګډې وډې مامِلې دي ځانته خوښې! زه دې پرېښودم يوازې ځانته خوښې! شتمني دې مبارک شه ځانته خوښې! ښه پويېږم چې خپه يې ځانته خوښې! تنهايي دې مبارک شه ځانته خوښې! درته وېلي مې يو ورځ و ځانته خوښې! چې ارمان به کوې ګوره ځانته خوښې! بيا به نه يمه ستا خواکې ځانته خوښې! تا وې ځه د سترګو توره ځانته خوښې! رنګ دې بل رقم بدل شو ځانته خوښې! لاس دې واخيسته له ما نه ځانته خوښې! د وجود برخه مې نشوې ځانته خوښې! درک دې نه وم له پخوا نه ځانته خوښې! شبوګۍ ناځوانې اورې؟ ځانته خوښې! زړه کې زور راپاتې ندی ځانته خوښې! لولپه درپسې يمه ځانته خوښې! هغه شور را پاتې ندی ځانته خوښې! زوی دې څنګه دی تازه دی؟ ځانته خوښې! تا وې سترګې يې تک شنې دي ځانته خوښې! زړه مې درد کوي قسم دی ځانته خوښې! ګډې وډې مامِلې دي

سترګې په چل غړوه یاره سوداګر ګرځې غټې سترګې ټولوینه *فولکلور*

Story