پښتو شعرونه
Открыть в Telegram
Больше
Страна не указанаКатегория не указана
239
Подписчики
+124 часа
+57 дней
+1330 дней
Архив постов
239
يو ملګري مې مسيج کړی پرون و
وېل يې دلته يوه جينۍ ډېره شَله ده
راته وايي چې شمېره د ډاډي راکړه
ما ورکړې نده، اوس رانه خپه ده
ورته ومې ليکل ، وه د خدای نېکبخته!
مانه څه غواړي؟ کيسه خو راته وکړه
وې يې زه ولاکه نور ورنه خبر يم
ته لږ غوږ شه حوصله خو راته وکړه
ما وې اورمه دې وايه لېونيه!
وايي وربه يې کړم حال ورسره وکړه
زه دوه زړی ومه بيا مې ورته ووې
بس يوازې تش احوال ورسره وکړه
سهار څنګه چې دفتر ته را داخل شوم
زنګ شمېرې ته راغلو، هلو مې کړه دا وه
ما وې وبښئ! له ما سره مو کار وو؟
وې يې بلکل او بيا ايسته په ژړا وه
تليفون بند شو، او دادی اوس ماښام دی
خو سودا مې ده چې څه به يې په زړه و؟
چې احوال يې د شبو رانه اخيست کۀ
سوی درد د بېلتانه به يې په زړه و؟
يو ملګري مې مسيج کړی پرون و
وېل يې دلته يوه جينۍ ډېره شَله ده
راته وايي چې شمېره د ډاډي راکړه
ما ورکړې نده، اوس رانه خپه ده
239
وايې چې توبې ته روا، څۀ مطلب؟
شېخه! د دې داسې خطا، څۀ مطلب؟
ما سره وعدې د سبا هر سبا
نن خو مې لږ پوه کړه، سبا څۀ مطلب؟
تۀ ورته ځير گورې زۀ ټيټ گورمه
ستا به څۀ مطلب وي؟ زما څۀ مطلب؟
لاړې مرور شوې لۀ ما، ډېره ښه!
گورې چې دا بېرته پۀ شا، څۀ مطلب؟
ښۀ راغلې حمزه وته ريباره خو
سترگو کې چې ستا ده ځلا، څۀ مطلب؟
حمزه❤
239
زه خو په دښتو باندې سر يم، دنيا داره ته يې
هنداره زه نه يم چې ماته شم، هنداره ته يې
د زړه تړون په ماتولو باندې نه ماتېږي
خوبونه ما نه تښتېدلي او بيداره ته يې
نن عدالت کې د شرابو فيصله ده زما
سزا به ما ته راکوي او ګناهګاره ته يې
منزل مې نه يې، خو چې نه يې نو منزل مې نه وي
په هغه ځمه چې د ژوند په کومه لاره ته يې
زه تا نه پس هم تا لرمه، خو ته ما نه لرې
خوار شوی زه يمه، کمعقلې او که خواره ته يې
بغير له تا راته د کلي خلک نه راګوري
بدرنګه زه ښکارم سعوده، بې سينګاره ته يې
*شاه سعود*
239
مينه چې نه وه اندېښنه مې نه وه
بېغمه ژوند وو، وسوسه مې نه وه
ستا د ناڅاپه راکتو مننه
تا جوړ وژلم خو پوره مې نه وه
که بيا ژوندی شومه کامیاب به يمه
لومړی ژوندون و تجربه مې نه وه
جوړ آئينه راپورې ټوکې کوي
دومره بې خونده نمونه مې نه وه
هغه جهان کې به مجنون ته وايم
زه هم عاشق وم خو مزه مې نه وه
نکير منکر که وايي نوم دې څه دې؟
وايم به پښتون ومه نامه مې نه وه
چې وي د ښکلي تر راتللو ژوندی
"اسراره!" دومره نصيبه مې نه وه!
*ډاکټر اسرار اتل*
239
د درد بیان ته ژبه نه لرمه
خود ازاري په ماښامونو کوم
لکه د نورو نامرادو په څیر
خندا په خپلو پرهرونو کوم
ما دې له ما سره یوازې پریږدي
زړه ته دې ډېرې وسوسې نه راځي
لیونی کېږمه که مرم چا پسې
څوک دې زما تر دروازې نه راځي
چېرته به نوي نوزي لارې ګورم
له زٙړو لارو نه مې کرکه کیږي
بې سلیقې او بې ترتیبه دې یم
سپینو هېندارو نه مې کرکه کیږي
ناشکري نه کوم خو مرګ دی ولا
چې ژوند ولاړ وي د سزا په رقم
اعتمادي نه دي ، بقا نه لري
خلک خواږه دي د دنیا په رقم
بلا د عِشق چې پرې را وګرځېده
نړۍ د زړه یې ګډه وډه کړله
اوس که اباده شي که نشي نو څه
بار چې یوه انسان ترې کډه کړله
*عرفان لاروی*
239
سپینه سهاره! لاس او پښو څخه مې دم ختلی
توره ماښامه! په لالي پسې مې زړه خوږيږي
که به مې چورت په تا خراب وي مسلمان به نه یم
لرې الزامه! په لالي پسې مې زړه خوږیږي
*کامران احمدزی*
239
نڅا کي دومره غرق لاړه شې چې مرې زرګرې
اوففف ماښامي کي څه سندرې غږوې زرګرې
هو زه عياش يم، بې پروا يمه، بې لارې هم يم!!!
ته هم پخپلو کړنو سترګې پټوې زرګرې
زه به دې خامخا په غېږ کي ستوماني وباسم
ته به مې خامخا لاسونو ته راځې زرګرې
هاها خبر يم چې مې ورو ورو هېروې زرګرې
چا بلي کړي دي بادونو کې ډېوې زرګرې؟
د جينکو په عشق بد نام يم مګر روح مې ته يې
دا دی قسم خورمه په درستي ميکدې زرګرې
اوس دې شراب پر پرهارونو اړوه بېغمه
پر لېوني بهار دې ودرېدې جنډې زرګرې
*ساجد بهار*
239
له مانه تللیه مرور لالیه
د تنهایئ ازیت وخوړمه
ژوند مې تېرېږي د سکروټو په سر
د جدایئ ازیت وخوړمه
له مانه تللیه مرور لالیه
زندگي نه ارزي په غم ومنه
زه دې په ټول جهان بدیل نه وینم
که یې منې په خدای قسم ومنه
له مانه تللیه مرور لالیه
په ننواتې کې مې گل راوړی
غواړم نازک زړگی دې لمس کړمه پرې
ما د بخشش په نوم غزل راوړی
له مانه تللیه مرور لالیه
راشه ژړا مې په خندا واړوه
وجود مې واړه کړه گلزار د گلو
پاسته لاسونه دې په ما واړوه
239
عِشق کېبل د تليفون ندی چې څه وخت
درسره وي، زوړ شي ايسته يې خطا کړې
نه د لارې ټيکسي وان سره لانجه ده
پيسې کمې ورکړې سترګې ترې پنا کړې
عِشق سوالګر ندی په لاره شين سهار چې
يو لسګون ورکړې او مخکې ترېنه تېر شې
نه په تېر عمر مرګی دی درته راشي
يو څو ورځې وير وي بيا له ټولو هېر شې
عِشق په باغ کې را لوېدلې مڼه نه ده
چې را وايې خلې لښتي ته يې خطا کړې
کومه چټه يې اوبو نه کړي را پورته
ته ورګورې ورته ښه يې په خندا کړې
عِشق څادر ندی چې کوم ځای کې دې هېر شي
ځان سره ووايې ځه بلا پسې مې
بل به واخلمه کيسه کې يې هيڅ نه يم
چې هر څه و غورځېدلی له اوږې مې
عِشق تمام عمر د خپلې شبو ياد دی
عِشق له خپل وجود سکروټه جوړول دي
يا يو څوک درته تر پايه خپلول دي
يا د خاورې رقم ځان پسې شيندل دي
عِشق کېبل د تليفون ندی چې څه وخت
درسره وي، زوړ شي ايسته يې خطا کړې
نه د لارې ټيکسي وان سره لانجه ده
پيسې کمې ورکړې سترګې ترې پنا کړې
239
سور روسی ټوپک په غاړه؛ پر ځیګر د مرمۍ لاړه
زما سرمست خلقی مزاجه؛ ژوند کوم په جګه غاړه
زما له تېغه به بچ نه سي، که یې ښکر په سر کي وسي
چي وطن ته غاښ چیچی کا، ماتومه هغه داړه
رزم - بزم مو پېشه ده، زمـوږ داغه پښتو یوه ده
د درنو خلکو حصه ده؛ څوک چي سپک وه هغه ولاړه
خلاص له شور و شرنګه نه یم، ځمه موړ له جنګه نه یم
نه نه زه بې ننـــــګه نه یم؛ ګراني مه را پسي ژاړه
د پردیو هدیره ده، وطن ګام پر ګام خزه ده
که کمر دئ، که کارېز دئ، که شیره ده او که شاړه
*حبيب شاه اسرار*
239
څه درسره وکړمه ، حیران دي کښېنولی یم
مسته ذوقه! سر ته د ایمان دي کښېنولی یم
خود به مي خیال ورک وي د سینو په سر درو کي
ذوقه! د لونګو پر دوکان دي کښېنولی یم
مړه سې! څه د بني زوی دي نه یم زندګۍ
سخت د روغي ورځي په ارمان دي کښېنولی یم
ضده! زه پښتون یمه پر سر مي خېژولی یې
تخت دي رانه واخیست پر ډېران دي کښېنولی یم
نه له مجبورۍ انکار کوی شم، نه د زغم ده
داسي تماشې ته د جهان دي کښېنولی یم
*نصير احمد شهاب*
239
ارماني کور کې اوسیږي ارماني کور ته راځي
ځینې خلک بې تپوسه د زړګي کور ته راځي
دروازه یې راته لر کړه ویل یې مور درته غصه ده
په دې نیمو نیمو شپو خو لیوني کور ته راځي
ستا ده حسن به څه وایم که کوه قاف ته چرته لاړې
دا مې واوره درسره به ښاپیري کور ته راځي
خپل بچي به ورته داسې د پردي په شانتې ګوري
څوک چې مونږ غوندې ملګرو عارضي کور ته راځي
چې د مینې ناکامي یې د خپل کلی نه بهر کړي
هغه خلک څه ژوندي وي بس ژوندي کور ته راځي
څنګه زړه نه به مې وځي هغه پېغله چې ویل يې
زه دې مړه شم که هغه مې په مرګي کور ته راځي
ستا"منصور"کلي کې نشته ستا"منصور"چې چرته راشي
د خپل کور د تلو نه مخکې پخواني کور ته راځي
محمد گل منصور
239
هغه په کړس خندا دې نشته
د دونیاګۍ غمونو وخوړې مئینه
دکبرجنو خلکو زور دی
کرلي مځکې مې پرېږدم له کلي ځمه
💔
