پښتو شعرونه
Ir al canal en Telegram
Mostrar más
El país no está especificadoLa categoría no está especificada
237
Suscriptores
Sin datos24 horas
+47 días
+1230 días
Archivo de publicaciones
237
ته دې خپل غرور دومره اسمان ته پورته کړی یې
زه خو لا څه چې ان د خدای کیسه کې هم نه یې
استغفرالله 🫠
237
څوک چې نوم د مينې واخلي، کيسه واړوم په بله
زه پخپل احساس ملنډې، هره ورځ وهم پخپله
جدايي خو نڅا نه ده، چې زده نه شي نه به کیږي
يو ګام تا واخيست بل ما، بیا سره ورک شو تل تر تله
حفیظ همیم
237
پخوانی غزل!
په دوا باندې ونشوه نو په څۀ یې سړی وکړي
داسې سمې چارې نشته چې په زړۀ یې سړی وکړي؟
څه باور خو داسې نه دی لکه کاڼی چې مات نشي
نو چې دغه شانتې نه دی باید نۀ یې سړی وکړي
داسې نیمو نیمو لارو کې څوک نه سره بېلیږي
محبت د چې کولو خو لږ ښۀ یې سړی وکړي
زه د ډېره کړم حیرانه اوس به کوم مطلب ترې اخلم؟
چې په ژېړ ګل د ګذار کاوۀ په سرۀ یې سړی وکړي
زما حال خو داسې دی چې د پوښتلو بیخي نه دی
داسې ښه خبره نشته چې په خولۀ یې سړی وکړي
شرافت
237
يو ورځ به داسې راشي
چې بېخي به رانه هېر شې
دا امکان به بېخي لږ وي
چې په زړه کې مې را تېر شی
زه به ټول يم بدل شوی
لکه وا چې وړي کالونه
نه به زنګ زما له خوا وي
نه به کړی شم مسجونه
ما به هر څه وي هېر کړي
که څهرې دي که نامونه
تنهايي به مې وي خوښه
نه به اورمه غږونه
دا هر څه به ناڅاپي وي
له هر چا به وهم منډې
د غزل زړه به هم مات وي
د خيال دښتې به وي شنډې
بې حسي به را سره شي!
که تکيې مې شولې ړنګې
اضطراب به رانه تاو وي
ما به نه نيسي بيا بنګې
عصمت تمیم
237
د لويو لويو قدرتونو ربه
يو تمنا ده اورېدی شې که نه ؟
ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی ليدی شې که نه ؟
ستا د سېليو طوفانونو په مخ
يو اسوېلی دی درلېږل يې غواړم
ستا د څپو څپو سيندونو په نوم
لېمه راډک شول څڅول يې غواړم
237
غزلـ
څه په پلمه روان شې، څه په بهانو درېږې
زه به تر څو چیغې وهم، ته به تر څو درېږې؟
مسلمانۍ کې دې شکمن یمه سنګ دله جینۍ
نه په قرآن درېږې، نه دې په وعدو درېږې
ژونده! د ژوبلو ارمانونو پور مې نه غواړمه
ژونده! بخښم دې؛ که د هغه تر راتلو درېږې
په دغو ماتو ښېښو څومره مزل نور پاتې دی؟
ژوبله وطنه! ښه نو کله به په پښو درېږې؟
مړ شې صمیمه! خو د بل تر احسان لاندې مه شې
لوېدلی ښه یې که د نورو پر اوږو درېږې
صمیم پاچا
237
غزلغزل
که همدغسې مغرور وي په ځان پاتې
بس نو وبوله له مانه ياران پاتې
کعبه مخې سپين وجودې غلاف پوشې
ستا لمنه کې د ډېرو ايمان پاتې
لا مئين يم لا مې ژوند ته تمه شته دى
لا په ښار کې د نکريزو دکان پاتې
که زه مړ شومه له لوږې نه بچيه
د څو ورځو مزدوري مې په خان پاتې
نه يار پاتې نه ته پاتې بهسودواله
نه هغه يې نه دې هاغه دوران پاتې
237
زهٔ مړ کېږم! غږ مې اورې!؟
ــــ
اندامونهٔ مې لړزیږي
زړهٔ مې ډوبه درابه باسي
د بېلتون تبې راګیر یم
عزرایل رانه ساه باسي
د خولې خوند مې خاورې خاورې
زهٔ مړ کېږم! غږ مې اورې!؟
ــــ
ګزي مزي مې په سترګو
پستې سرې شونډې مې وچې
کورکمن غوندې تک ژېړ یم
خفه شوی یم بې کچې
د خولې خوند مې خاورې خاورې
زهٔ مړ کېږم! غږ مې اورې!؟
ـــ
یو درجن تارونهٔ لاس کې
تعویزونهٔ مې په غاړه
زیارتونهٔ مې تک شنهٔ کړل
له هر قبر نه یې غواړه
د خولې خوند مې خاورې خاورې
زهٔ مړ کېږم! غږ مې اورې!؟
ــــ
زهٔ له ځانه اوس وېریږم
کتی نهٔ شمه هیندارې
زړهٔ مې ډک له انسانانو
وبه کړم د وینو دارې
د خولې خوند مې خاورې خاورې
زهٔ مړ کېږم! غږ مې اورې!؟
ــــ
عکس دې ګورم ورته ژاړم
ډکوم له سر منګولې
له ژړا غټې جټکې خورم
لیونی دې کړمه ګلې
د خولې خوند مې خاورې خاورې
زهٔ مړ کېږم! غږ مې اورې!؟
ــــ
راشه! راشه! راشه! راشه!
اخري چیغه وهمه
جدایي دې د زغم نهٔ ده
ښهٔ قوي چیغه وهمه
درته وایم درنه مرمه
د خولې خوند مې خاورې خاورې
زهٔ مړ کېږم! غږ مې اورې!؟
ـــــ
رایادیږې راته راشه
یو اطاق دی یو منلی
خودکشي ممکن شي پیښه
ټول خفګان یمه خوړلی
د خولې خوند مې خاورې خاورې
زهٔ مړ کېږم! غږ مې اورې!؟
ــــ
منلی🥹
237
وي که نه وي یوه چاره باید وشي
ستا د زړه حرم ته لاره باید وشي
نیمايي لاره د مینې اصول نه دي
تر سنګساره او تر داره باید وشي
د چا یاد راغی ته ځه ښاغلیه خوبه
شبګیره ده، تر سهاره باید وشي
غزل غوږ کې راته غلي غلي وايي
تبصره په ګناهګاره باید وشي
نیمه شپه ده غږ تر لرې لرې تلای شي
نو خبرې په قراره باید وشي
صرف خپله مینه مه غواړه ګوګله
دعا هر سړي لپاره باید وشي
237
زه لکه په دښته کې ولاړه وچه ونه
هیلې دومره ډېرې دي چې مه کوه پوښتنه
ژوند د دې بازار په یوه لاره کې هم نشته
دومره خاموشي خو به مې ورک کړي له وطنه
ځمه چې وعده د بيا ليدو يې پوره شوې
بيا به راته وايي چې دا ولې دروغجنه
خاورې د ولس په اننګو باندې پرتې دي
ګرځي ډلې ډلې رهبران سپینه لمنه
چا چې ښايستونه درته وښودل درځاره
تا له هغو سترګو نه هم ونه کړه مننه
237
ته ورته دعا وايي لاسونه دې اوچت کړل
زه ورته ګيلې وايم مولا ته يې کوې
خدای خبر دا چاته دې زړه ډک دې له خبرو
هلته يې څوک نه اوري نو ماته يی کوې
