پښتو شعرونه
Ir al canal en Telegram
Mostrar más
El país no está especificadoLa categoría no está especificada
239
Suscriptores
+124 horas
+77 días
+1430 días
Archivo de publicaciones
239
د روغتون د نرسې زړه را باندې خوږ شو
زه راتلم نه، خو ملګرو يم راوستی
ډاکټر وايي چې يو څو ورځې يې پاتې
زه مُسکی يمه بابيزه راته ښکاري
مګر: وايي چې يو څو ورځې يې پاتې
ماته ګوري او هغوی ته مخاطب دی
وخت يې کم دی سرطان ورپيدا شوی
د روغتون د نرسې زړه راباندې خوږ شو
چې مَين دی، دا ګومان ور پيدا شوی
دا په حقه ده، مګر خبره دا ده؛
چې هغه انسان مې هيڅ کيسه کې ندی
وړه کۍ غوندې پوښتنه نه کوي لا
د عِشق درد يې هم بېخي سينه کې ندی
ښه خبر يمه چې نوره زما نه ده
ليکن؛ زړه ظالم يې نه راسره مني
اندامونه مې ددې له نومه ډک دي
او رګونه مې ځان مړه راسره مني
شبو! غم دې پخدای بل رقم ته دروند دی
لېونی يې کړمه نور د وړلو نه دی
پرېده مړ شمه کيسه مې شي را ټوله
ډاډی نور چاته د مخ ښودلو نه دی
زه راتلم نه، خو ملګرو يم راوستی
ډاکټر وايي چې يو څو ورځې يې پاتې
زه مُسکی يمه بابيزه راته ښکاري
مګر: وايي چې يو څو ورځې يې پاتې
239
چېرته یې؟ چې رېگ درته جارو له خپل وجود شمه
چېرته یې؟ را وگرځه - چې سترگو ته دې دود شمه
239
غزل
لېوني غوندې ګرځېږي انسان ګډوډ
خدای دې نه کاندي د هیچا ارمان ګډوډ
دلته داسې څراغ هم و چې مړ نه شو
خو پرې تېر شولو باران او طوفان ګډوډ
نور دا حسن پرستي بت پرستي شوه
ښایستونو مې کړو یاره ایمان ګډوډ
حق به وایي خو انداز به یې سم نه وي
لکه څوک چې درته لولي قرآن ګډوډ
یو نیم وخت بې پروايي هم لوی کمال وي
شا ته واړوه همداسې وېښتان ګډوډ
لکه څنګه چې ستا سل رنګه نخرې دي
بس همداسې دی طبیت د "جانان" ګډوډ
جانان خدرخېل
١٤٠٤/٦/٢٩
239
البته د ښو بڼورو سترګو عکس به دې پوسټ وای.
دا سترګې طبعي نا، په رنجو ښکلې دي.
چې په ځان ناز او غرور نه کوي نو څه به کوي
چا له چې جوړې کړي پخپلو ګوتو خدای سترګې
سایل
د تورو سترو والو جینکو ته دې دېوال وي
دا چا وې چې د شنو سترګو کتلو ته اوبال وي
کاروان
موږ په سترګو کې ځان جوړ کړ
دواړه لوري ائینې دي
کاش ګل یې تورو سترګو کې په زنه باندې خال وای
سړی خو افغانی دی مګر پروت اوس په پنجاب دی
شنو الوچو سترګو ته یو زه سترګې نه چینګوم
د ډېرو خلکو به په خوله کې ورته لاړې راځي
سترګې د ساقي جانان
مړاوې دي خوبونه دي
پړ مخې پیالې دي او پړ مخې جامونه دي😷
239
برناحق دې زموږ له قصده لار نه بدلوي
نه یې خورو خو سترګې خو دې یار نه بدلوي
چا ویل چې د صبر کاسې نه اوړي!؟ دروغ!!
خوی د بد عهدانو انتظار نه بدلوي
بد سبب، سبب شي د پښې - لاس د غوڅېدو
څوک هم له مستۍ نه کلی - ښار نه بدلوي
هر لمانځه نه پس د شیخ افطار په نوي جام
ورځ کې خو پنځه پوستکي مار نه بدلوي
قام زخمي ولاړ او تا مارچه کړه نظریه!!
دومره ژر خو خلک خپل پیزار نه بدلوي
رابه وړو سعید د خیره بیا ورته رنځور
مرګ دې بستره د خپل بیمار نه بدلوي
*سعيد شينواری*
239
د حا...فظ صاحب انـ.س تازه غزل، د خپل مکان او زمان هنري بیان:
غزل
سوالونه ګرځي سرګردانه او ځواب نه وي
روغې ورانېږي چې د ښو بدو حساب نه وي
دلته همېش د ژوندانه خونې هغوی ورانوي
د چا انګړ چې په ټول عمر کې خراب نه وي
فضا نیولې خاموشي وي لکه مرګ په غېږ کې
شور وي د وېرې، خو راغلی انـ..قلاب نه وي
سمې خبرې مې زړه نیسي، خو کږې وږې نه
ګوړګوتي زلفې هم د هر چا انتخاب نه وي
په خپل وجود به ننباسي د سرو زرو چړې
د چا چې کور کې څراغونه د کتاب نه وي
نهرونه مست کړئ د وطن چینې په شور راولئ
د وچې خلکو! که په څنګ کې مو دریاب نه وي
څو دې چې وس وي مینه وېشه ډکې ډکې لپې
انسه! زړونو ماتولو کې ثواب نه وي
239
بیت!
زما که بیا راستنېده غواړې دا یو ټکی دی
خدای که په ما مهرباني کوي نو تا دې راکړي!
Reyaz Behesht
239
غزل
ځینو پهٔ زړونو وکړې ځینو پهٔ احساس لوبې
او زه لګیا یمه کوومـه پـــه ګیلاس لوبې
دا دی زه تیره شوم له ضده درته زنګ کومه
ته به هم نه کوې لالیه په تماس لوبې
دا شراره کمیس دې نور په غاړه مه ګرځوه
په ایمان مه کوه زمونږه،په لباس لوبې
له تانه وروسته په ما داسې بلا ولګیده
لکه سړی چې چاته بایلي پخپل لاس لوبې
ریاض بهشت
239
گوره ستا اوښکې زما له سترګو څاڅي
ته لا وایې چې میین را باندې نه یې؟
جون ایلیاء
ژباړن:خالد یاسین
