en
Feedback
پښتو شعرونه

پښتو شعرونه

Open in Telegram

Show more
The country is not specifiedThe category is not specified
239
Subscribers
+124 hours
+77 days
+1430 days
Posts Archive
#ټپه ستا پۀ قسم مې باور نشي د لاس ګړۍ دې راته ګَرَو راکړه مئینه

زه ورته خړې خړې ګورمه حيران ولاړ يم له خپل خاوند سره لږ وړاندې شبوګۍ روانه

د نيمي شپي ياري دي نه کړم د ګوجر لوري پلار دي سپي ساتلي دينه خایسته ټپه

د روغتون د نرسې زړه را باندې خوږ شو زه راتلم نه، خو ملګرو يم راوستی ډاکټر وايي چې يو څو ورځې يې پاتې زه مُسکی يمه بابيزه راته ښکاري مګر: وايي چې يو څو ورځې يې پاتې ماته ګوري او هغوی ته مخاطب دی وخت يې کم دی سرطان ورپيدا شوی د روغتون د نرسې زړه راباندې خوږ شو چې مَين دی، دا ګومان ور پيدا شوی دا په حقه ده، مګر خبره دا ده؛ چې هغه انسان مې هيڅ کيسه کې ندی وړه کۍ غوندې پوښتنه نه کوي لا د عِشق درد يې هم بېخي سينه کې ندی ښه خبر يمه چې نوره زما نه ده ليکن؛ زړه ظالم يې نه راسره مني اندامونه مې ددې له نومه ډک دي او رګونه مې ځان مړه راسره مني شبو! غم دې پخدای بل رقم ته دروند دی لېونی يې کړمه نور د وړلو نه دی پرېده مړ شمه کيسه مې شي را ټوله ډاډی نور چاته د مخ ښودلو نه دی زه راتلم نه، خو ملګرو يم راوستی ډاکټر وايي چې يو څو ورځې يې پاتې زه مُسکی يمه بابيزه راته ښکاري مګر: وايي چې يو څو ورځې يې پاتې

چېرته یې؟ چې رېگ درته جارو له خپل وجود شمه چېرته یې؟ را وگرځه - چې سترگو ته دې دود شمه

په نصیب به مې پراته وو چرته زما نازک بدن چرته غمونه #لنډۍ

څه ځنګیدلی یار مې بیلو ……! نصیبه څنګه به خوشحاله درنه شمه

د نصیبونو ځای اسمان دی په ځمکه ما او جانان ډېر ژړلي دينه #لنډۍ

غزل لېوني غوندې ګرځېږي انسان ګډوډ خدای دې نه کاندي د هیچا ارمان ګډوډ دلته داسې څراغ هم و چې مړ نه شو خو پرې تېر شولو باران او طوفان ګډوډ نور دا حسن پرستي بت پرستي شوه ښایستونو مې کړو یاره ایمان ګډوډ حق به وایي خو انداز به یې سم نه وي لکه څوک چې درته لولي قرآن ګډوډ یو نیم وخت بې پروايي هم لوی کمال وي شا ته واړوه همداسې وېښتان ګډوډ لکه څنګه چې ستا سل رنګه نخرې دي بس همداسې دی طبیت د "جانان" ګډوډ جانان خدرخېل ١٤٠٤/٦/٢٩

البته د ښو بڼورو سترګو عکس به دې پوسټ وای. دا سترګې طبعي نا، په رنجو ښکلې دي. چې په ځان ناز او غرور نه کوي نو څه به کوي چا له چې جوړې کړي پخپلو ګوتو خدای سترګې سایل د تورو سترو والو جینکو ته دې دېوال وي دا چا وې چې د شنو سترګو کتلو ته اوبال وي کاروان موږ په سترګو کې ځان جوړ کړ دواړه لوري ائینې دي کاش ګل یې تورو سترګو کې په زنه باندې خال وای سړی خو افغانی دی مګر پروت اوس په پنجاب دی شنو الوچو سترګو ته یو زه سترګې نه چینګوم د ډېرو خلکو به په خوله کې ورته لاړې راځي سترګې د ساقي جانان مړاوې دي خوبونه دي پړ مخې پیالې دي او پړ مخې جامونه دي😷

برناحق دې زموږ له قصده لار نه بدلوي نه یې خورو خو سترګې خو دې یار نه بدلوي چا ویل چې د صبر کاسې نه اوړي!؟ دروغ!! خوی د بد عهدانو انتظار نه بدلوي بد سبب، سبب شي د پښې - لاس د غوڅېدو څوک هم له مستۍ نه کلی - ښار نه بدلوي هر لمانځه نه پس د شیخ افطار په نوي جام ورځ کې خو پنځه پوستکي مار نه بدلوي قام زخمي ولاړ او تا مارچه کړه نظریه!! دومره ژر خو خلک خپل پیزار نه بدلوي رابه وړو سعید د خیره بیا ورته رنځور مرګ دې بستره د خپل بیمار نه بدلوي *سعيد شينواری*

#ټپه جانان یې نهٔ شو راکولی؟ چ یې راولېږل د صبر ایاتونه!

د حا...فظ صاحب انـ.س تازه غزل، د خپل مکان او زمان هنري بیان: غزل سوالونه ګرځي سرګردانه او ځواب نه وي روغې ورانېږي چې د ښو بدو حساب نه وي دلته همېش د ژوندانه خونې هغوی ورانوي د چا انګړ چې په ټول عمر کې خراب نه وي فضا نیولې خاموشي وي لکه مرګ په غېږ کې شور وي د وېرې، خو راغلی انـ..قلاب نه وي سمې خبرې مې زړه نیسي، خو کږې وږې نه ګوړګوتي زلفې هم د هر چا انتخاب نه وي په خپل وجود به ننباسي د سرو زرو چړې د چا چې کور کې څراغونه د کتاب نه وي نهرونه مست کړئ د وطن چینې په شور راولئ د وچې خلکو! که په څنګ کې مو دریاب نه وي څو دې چې وس وي مینه وېشه ډکې ډکې لپې انسه! زړونو ماتولو کې ثواب نه وي

بیت! زما که بیا راستنېده غواړې دا یو ټکی دی خدای که په ما مهرباني کوي نو تا دې راکړي! Reyaz Behesht

پهٔ مخ دې خط عنبري راغی نوره جفا درسره نهٔ ښائي مئینه ــــــ #ټیکۍ

غزل ځینو پهٔ زړونو وکړې ځینو پهٔ احساس لوبې او زه لګیا یمه کوومـه پـــه ګیلاس لوبې دا دی زه تیره شوم له ضده درته زنګ کومه ته به هم نه کوې لالیه په تماس لوبې دا شراره کمیس دې نور په غاړه مه ګرځوه په ایمان مه کوه زمونږه،په لباس لوبې له تانه وروسته په ما داسې بلا ولګیده لکه سړی چې چاته بایلي پخپل لاس لوبې ریاض بهشت

گوره ستا اوښکې زما له سترګو څاڅي ته لا وایې چې میین را باندې نه یې؟ جون ایلیاء ژباړن:خالد یاسین

ساړه مې نه کېدل چې تانه مې لاسونه تاوو کړل یوازې شوی ومه ډېره تنهایي مې کېده #بهشت

چې لالي راسره بندې کړې خبرې خپله ژبه مې جمله جمله هیرېږي ـــــ #بهشت

شک دې په څېره راشي ګومان دې شي په ځان غږ چې لاروي غوندې جانان درپسې وکړي ـــــ #بهشت