د مینې هنداره🪞
Open in Telegram
𝐈𝐀𝐌 𝐍𝐎𝐓 𝐅𝐎𝐑__♥︎𝐄𝐕𝐄𝐑𝐘𝐎𝐍𝐄 😊 _🇦🇫
Show moreThe country is not specifiedThe category is not specified
355
Subscribers
+124 hours
-57 days
+5330 days
Posts Archive
#نظم
شاه مئینه! لۀ زړګي دي صدقه شم
چې لا اوس هم د هغې پۀ نوم درزېږي
چې لا اوس هم لۀ جذبو د مینې ډک دی
اوس به ړنګ وي لکه جنګ وهلې سیمه
خو هغه سترګې به هغسې پکې وي
د ډېوو غوندې به بلې وي زلېږي
شاه مئینه! تۀ د هر میئن مثال یې
دلته هره مینه داسې داغل کېږي
دلته هغه چې د عشق پۀ نشه پایي
دلته هغه سر لۀ کاڼو نه تېرېږي
شاه مئینه! سترګې ښه ده چې ړندې وي
چې یې نۀ وینې نیم وارن پلونه پۀ لار کې
چې یې نۀ وینې پۀ زلفو کې سپین ډکي
چې یې ونۀ وینې ګونځې پۀ رخسار کې
شاه مئینه! سترګې ښه ده چې ړندې وي
چې یې نۀ وینې پۀ مخ روانې اوښکې
چې وروستی ځل دې لیدلې وه مسکۍ وه
د ټیکري څنډه یې ګوتو کې نغاړله
لۀ ښایسته، لۀ حیا نه ډکه پکه
پۀ وړو وړو خبرو غږېدله
دا به ټول عمر هماغسې مسکۍ وي
دا به ټول عمر پۀ زړۀ کې درسره وي
ستا زړګی به منم وران لکه زیارت وي
خو هغه به پکې بله ډېوه خاندي
شاه مئینه! ړندې سترګې دې قربان شم
شاه مئینه! سترګې ښه ده چې ړندې وي
چې پرې نۀ وینې د مینې قاتلان دې
لکه پلار دې لکه ورونه دښمنان دې
#نوټ: عبدالباقي (شاه مئین) خپل پلار او څلور وروڼو د دې لپاره پۀ سترګو ړوند کړ چئ مئین و او غوښتل یې خپلې معشوقې سره وادۀ وکړي...
-#کلونه_وړاندې
پخوانی مینه حقیقی وه
که هر څنګه وخت وه ساده ګی وه
چل او فریب نه وه په کی…
فقد د زړه مینه وه…..
🥀🥺💔
#o
رشتې د وينې نه، د احساس وي،که احساس وي نو پردي هم خپل جوړيږي،او که نه وي نو خپل هم پردي شي.
🥀🥺💔
#o
د لمر له لومړنیو وړانګو سره دې یادونه زما د زړه دروازه وټکوي. هر سهار ستا د نشتون احساس بیا تازه شي، او زړه مې هماغه پخوانۍ پوښتنه وکړي:
ته به کله بېرته زما د دعاوو ځواب شې؟
🥀🥺💔
#o
عجیبه لفظ دی (بښنه)!
که بنده یې درته ووایي مشکل ختم،
او که یې ډاکټر ووایي ژوند ختم.😔
په ژوندون به د خپل ځان او نورو قدر کوو..!
نور که بد هم شي، ضرر یې خپل ځان ته دی، له نورو سره بې غرضه او بې مطلبه ښه اوسېدل د الله ج ډېر خوښ دي.
ً
زه هسې هم دې وضاحت له زوره پرېوتمه
رب دې قایمه ساتې ستا بد ګوماني جانانه
#ممتاز اورکزی
سخته زکام يم تبه مې ده ګړنګ مې بهيږي ټخه ټوخه
له بيګا را هيسى مې خوب هم نه دى کړى
ځان ساتئ په دا هوا کې زکام ژر نه جوړيږي خيرنه هواده
# P
کاش ماته دې اړتیا وای لکه زما چې تاته وه
او بیا ما هم داسې پیغورې درکولای لکه تا چې وکړل
ً
کله کله انسان دومره ستړی شي، چې نه د چا خبرې ارام ورکوي او نه خپله چوپتیا. یوازې زړه وي، درد وي، او خاموشه اوښکې
🥀💔🥺
#o
