د مینې هنداره🪞
Открыть в Telegram
𝐈𝐀𝐌 𝐍𝐎𝐓 𝐅𝐎𝐑__♥︎𝐄𝐕𝐄𝐑𝐘𝐎𝐍𝐄 😊 _🇦🇫
БольшеСтрана не указанаКатегория не указана
357
Подписчики
-124 часа
+27 дней
+6630 день
Архив постов
غواړم وتښتم
د هاغه غره په لوري چې
د پلار زړېدل یې نه دي لیدلي
د مور د مړینې د خبر له تندر په امن دی
ورور ته یې په هوایي میدان کې د خدای پاماني لاس نه دی ښورولی
خویندې یې نه دي واده شوي
او
د بېلتون عذاب یې په رګونو نه دی ګډ
#بېلتون
له ویده کېدو څو دقیقې مخکې د هغې یو پیغام راغی. لیکلي یې و:
— زه، زما او ستا زاړه مسجونه لولم.
ما ورته کړل :
— کوم څه دې پکې پیدا کړل چې په لوستلو وارزي؟
هغې وویل:
— ما دوه داسې څوک ولیدل چې فکر یې کاوه جلا کېدل یې ناشوني دي.
ما له خپګانه ډکه خندا وکړه او بیا مې ولیکل:
— نو هغوی چېرته لاړل؟
هغې وویل:
— د غرور او خاموشۍ ترمنځ ورک شول.
زه لږ غلی شوم.
بیا مې ترې وپوښتل:
— ایا تا کله یاد کړی یم؟
هغې وخندل او کړل یې:
— هره ورځ، خو ما ځان ته قناعت ورکاوه چې دا یوازې یو احساس دی.
ما ورته کړل:
— او ما ځان ته قناعت ورکاوه چې ته له مانه پرته ښه یې.
هغې وویل:
— ایا تا پرې باور وکړ؟
ما د لږ ځنډ وروسته ولیکل:
— نه، موږ کله کله دروغ ځکه وایو چې حقیقت سړي ته ډېر درد ورکوي
#o
کله کله د انسان لپاره د شپې وروستی "خدای پاماني" د ټولې ورځې له خبرو هم زیات ارزښت لري.
نن می بابا راته وویل راشه یو څه درکم
داشی مسکی مسکی روانه وم چی لاړم..
ما ویل کار د جوړ ده اوس به پیسی درکړی😁
چی جیب ته لاس کړه یوه ژواله یی راکړه
ما وخندل بابا جانه لکه اوس هم درته ماشومه خکارم
په خندا شوه وی ویل وی خود نو ماته اوس همغه کوچنی انجلی یی
زه وایم د مشرانو هر څه خواږه وی لکه دا ژاولی 😁😁
ځینې دردونه داسې وي چې نه یې اوښکې بیانولی شي او نه یې خبرې. خلک موسکا ویني، خو د زړه ماتې ټوټې نه ویني. کله چې خپل انسان بدل شي، نو نړۍ هم بې رنګه ښکاري. بیا انسان یوازې له خپلو یادونو سره ژوند کوي، په دې هیله چې شاید یوه ورځ دا درد لږ شي، خو ځینې زخمونه د وخت په تېرېدو هم نه رغېږي خو انسان په تنهایی کی دا درد سره عادتت کیږی
زه خپل په تنهایی کی له خلکو ورکه شوم او په داسی عمیق درد کی دننه لاړم …..
چی بیرته راوتل ترینه نا ممکن دی 😖💔🥀
#o
ځينې په دې ارزي، چې تر وروستۍ سلګۍ ورپسې خفه شې، ياد يې کړې او د ليدلو ارمان يې وکړې.
🥀💔
#o
ستا لپاره ما څه وکړل
داسې څه چې تا حس نه کړل
که مثال یې درته درکړم
بیا به ماسره پخلا شې
ای! بیا به بیرته ماله راشې
بیا دا هر څه به ته هیر کړې
ته به بیرته بیا زما شې
ته له دې نه قیاص واخله
د اګست ۱۵ مه ستا نیټه د تولد ده
په ۸ د جنوري بیا
ستا دستمال یې بل ته ورکړ
۱۹ د جنوري وو پکې ته مې وبایللی
یو کهانه وشوه جانانه
هغه ځکه چې وه داسې
ډکې سترګې وم ولاړ
ستا کوژده وشوه جانانه
د افریل ۲۹ مه زما او ستا وروستۍ لیدنه
بیا د جون په ۲۱ مه
چې رخصت مې له تا واخیست
په تکل د لوی سفر شوم
د سفتمبر په ۱۱ مه توره ورز زما د ژوند وه
ځکه ته مې پکې داسې یو حالت کې ولیدلې
سپین کمیس د ناویتوب
او د نکاح په چوکۍ ناسته
ښه خوشحاله وې جانانه
…..
یو کال تیر ستا د واده شو
د روژې لمړۍ لسۍ وې
۱۲ د سفتمبر وو ستا کور ته رڼا راغله
ستا لورکۍ وشوه جانانه
بیا د وخت په تیریدلو
داسې شپه هم په تا راغله
چې له ډیییییییرې خوشحالۍ نه
تر سهاره وې ته ویخه
ای د اګست ۱۸ د ماښام اته بجې وي
دا یو زیری مې تر غوږ شو چې ایان نړۍ ته راغی
ښه ! څو مثاله نور زه درکړم
نور نو کوم څه در په یاد کم
نور نو څه وکم جانانه
زه له خپل ځان نه خفه شوم
ستا لپاره زه نشه شوم
د مور پلار نه هم در تیر شوم
ستا لپاره عجیبه شوم
ای ! ښه ! نو مینه نوره څنګه وي جانانه ؟
با وجود ددې کارونو
چې ته بیا هم زما نه شوې
چې ته بیا هم اشنا نه شوې
چې ته بیا هم رضا نه شوی
نو په دې کې زه څه وکم
د الله به دا رضا وه
د تقدیر به تقاضا وه
زه له تا نه خفه نه یم
خو بس خپل ځان مې جانانه
ستا په در کې در په در کړ
…
چې تا د ژوند له چارو لری باسي
یو چاته دومره ضرورت ښه نه دی
ستا تلل د شپږو جنازو برابر
زما په زړه دومره خفګان تیر شو
مه ځه زه د زړه بیمار یمه را وګرځه
تا پسې مړ په انتظار یمه را وګرځه
الفراق اشد من الموت یاره بغیر له تا
زه به په جنت کې هم په دار یمه را وګرځه
نن …(۴:۴۰)
د هغې ورځې درې کاله پوره شول؛
هغه ورځ چې ته زما له ژونده لاړې،
او زما د ژوند یوه کیسه
بې له خدای پامانۍ پای ته ورسېده.
له هغې ورځې وروسته
ما ډېر څه زده کړل؛
څنګه موسکا وکړم، په داسې حال کې چې زړه مې چوپ وي،
څنګه له خلکو سره ژوند وکړم، خو څوک ونه لټوم،
او څنګه هره ورځ تېره کړم، په داسې حال کې چې د زړه یوه برخه مې هماغلته پاتې وي.
درې کاله تېر شول…
هر څه عادي ښکاري،
خو هېڅ هم د پخوا په شان نه دي.
ځینې رخصتۍ د «بیا به ګورو» نه وي؛
د ټول عمر چوپتیا وي.
او ځینې کسان
که څه هم له سترګو ورک شي،
خو له زړه هېڅکله نه.
💔🥀
*آیا پوهیږی؟*
چې نه تل قسمونه صحیح وي
نه ټولې وعدې رښتني وي
نه هم انتظار خوږ وي
نه موږ په واقيعت په چا ګران یو
نه ټولې خبرې له زړه نه وي
نه ټولې کیسې حقیقي وي
نه تل زموږ شتون ارزښت لري
نه موږ پسې څوک په رښتیا مړ کیږي
کله چې تاسې له خوبه راپاڅې او په
حقیقت پوه شئ نو وارخطا کیږئ مه
بلکې تاسې ته اصليت لږ په ځنډ معلوم
شو ګنې کیسه پخوا نه همداسې وه.
بس دومره پوه شه چې فطرتاً انسان
یوازې خپلو اړتیاوو سره مینه لري.
دا کیسه به وروستۍ نه وي، تر اخره
به هره اړیکه همداسې دوام ومومي،
که بیا یې هم له سره پیل کړو.
😒
خلک راته وایي چې ته ډېره مايوسه خبرې کوې او ډېر دردناک لیکنې کوې، وایي خدای به درنه ناراضه شي.
خو زه بیا خپل رب ته یوازې دا وایم:
“خدایه! ته خو زما په حال خبر یې…
ته پوهېږې چې زه څه تېروم، څه احساس کوم، او ولې مې زړه دروند دی.”
زه هېڅکله له تا نه شکايت نه کوم،
زه یوازې خپل درد ستا په وړاندې ږدم،
ځکه زه پوهېږم چې ته تر ټولو لوی رحيم او مهربان ذات یې.
زه شاید له خلکو سره خپل درد شریک کړم،
خو په اصل کې زه یوازې ستا رحم ته امید لرم.
زه ستا د بندګانو له خبرو نه خفه کېږم،
خو ستا شکر هر حالت کې ادا کوم.
خدایه…
که زما په خاموشۍ کې هم درد وي،
نو ته یې وینې.
او که زما په ژړا کې هم امید وي،
نو هغه هم ته راکوي.
بس همدا وایم:
ستا په حکم راضي یم،
خو ستا له رحمت نه هېڅکله ناامیده نه یم.
د دردونو، امیدونو ،لیدونکیه رب تعالی تاته می صبر دی تاته پناه وړم!🤲🏻💔
#o
