en
Feedback
افغان میډیا

افغان میډیا

Open in Telegram

📺 افغان میډیا چینل ته ښه راغلاست💯 دلته به تاسې د نړۍ له هر ګوټ څخه تازه، کره، موثق او پر وخت خبرونه نشر کيږي. 🗓️ د چینل بنسټ: 1403/7/23 🤝 ملتیا مو وکړئ 👏

Show more
4 516
Subscribers
-224 hours
-277 days
-14830 days
Posts Archive
د سړو اوبو او انرژي‌بښونکو څښاکونو د اخیستلو لپاره سوپر مارکېټونو ته مه ځئ؛ هڅه وکړئ چې له لاس‌پلورونکو څخه یې وپېرئ، ترڅو هغ
د سړو اوبو او انرژي‌بښونکو څښاکونو د اخیستلو لپاره سوپر مارکېټونو ته مه ځئ؛ هڅه وکړئ چې له لاس‌پلورونکو څخه یې وپېرئ، ترڅو هغوی هم وکولی شي د خپلو کورنیو لپاره د حلالې روزۍ یوه مړۍ پیدا کړي.

پوهیږی محبت څه وي ." هغه ذات چې شپه او ورځ زمونږ ." نافرمانی ویني خو بیا هم سهار د خپلو فرشتو په لاس مونږ ته رزق رالیږي ...!'' سُبحان الله!! ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🌸             

سپاه پاسدارانو اعلان کړی چي نن سهار یې په هرمز تنګي کي هغه دوه «سرغړوونکي» نفت‌لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړي دي چي د دوی په وينا، د امريکا د پوځ تر هوايي بدرګې لاندي له اعلان سوي مسير پرته په «ناامنه او ناقانونه» لاره تېرېدلې.

د حماس د مذاکراتي پلاوي غړي غازي حمد الجزیرې ته ویلي، تر هغو چې د اسرائیلي رژیم ځواکونه په بشپړه توګه له غزې نه وي وتلي، حماس به د وسلو د سپارلو په اړه هېڅ اقدام ونه کړي. هغه ویلي، د وسلو موضوع د اسرائیلو له بشپړ وتلو، د غزې له بیارغونې او د هوکړې د ژمنو له عملي کېدو سره تړاو لري. د نوموړي په وینا، که اسرائیل پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، حماس به هم د وسلو د سپارلو بهیر پیل نه کړي. غازي حمد ټینګار کړی، چې د وسلو د موضوع مدیریت به د فلسطیني ملي کمېټې له لارې ترسره کېږي او اسرائیل به په دې برخه کې هېڅ رول ونه لري.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس لاندي ټاکني وسوې: 1.د کندهار زون نظامي محکمې مخکنی رئیس مولوي محمد ګل صیاد؛ د ستري محکمې نظامي مرستیال په توګه؛ 2.د ستري محکمې مخکنی نظامي مرستیال شیخ سردار محمد ابوالفیضان؛ د مرکزي دار الافتاء عمومي رئیس په توګه؛ 3.د مرکزي دار الافتاء مخکنی عمومي رئیس شیخ خیرجان خیرخواه؛ د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي امر بالمعروف او نهي عن المنکر معین په توګه؛ 4.د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست مخکنی فني او مسلکي مرستیال حاجي نعمت ﷲ حسن؛ د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین په توګه؛ 5.د ټولګټو وزارت اوسپني پټلۍ مخکنی معین مولوي محمد اسحٰق صاحبزاده؛ د معدنونو وزارت د مالي او اداري معین په توګه؛ 6.د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مخکنی معین مولوي عبدالمتین سعید؛ د معدنونو وزارت د جیولوجي سروې معین په توګه؛ 7.د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې مخکنی مرستیال مولوي محمود شاه زاهد؛ د معدنونو وزارت د تخنیکي معین په توګه؛ 8.د چارو ادارې لوی ریاست د امارتي چارو د انسجام مخکنی مرستیال مولوي سیف الدین تائب؛ د کندهار ولایت د مرستیال والي په توګه؛ 9.د معدنونو وزارت مخکنی مالي او اداري معین حسام الدین صابري؛ د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د فني او مسلکي مرستیال په توګه؛ 10.د کندهار ولایت د ټولګټو مخکنی رئیس ملا عزیزالرحمن شریف؛ د معدنونو وزارت د نفت او ګاز عملیاتي شرکت د رئیس په توګه؛ 11.د نفت او ګاز امارتي شرکت مخکنی تجارتي رئیس انجینر عبد ﷲ معتصم؛ د معدنونو وزارت د نفت او ګاز عملیاتي شرکت د مالي او اداري مرستیال په توګه؛ 12.د کندهار ولایت مخکنی مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي؛ د معدنونو وزارت د معدنونو د محافظت د رئیس په توګه؛ 13.د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مخکنی نظامي معین مولوي سعید احمد شهید خیل؛ د مرکزي دار الافتاء عمومي ریاست د مرستیال په توګه؛ 14.د مرکزي دار الافتاء عمومي ریاست مخکنی مرستیال شیخ عبدالظاهر؛ د عضو په توګه؛ 15.د ستري محکمې د دارالانشاء مخکنی عمومي رئیس مفتي عبدالرشید سعید؛ د مرکزي دار الافتاء عمومي ریاست د اداري مسئول په توګه؛ 16.د مرکزي دار الافتاء مخکنی اداري مسئول مفتي رحمت ﷲ؛ د دارالانشاء عمومي ریاست د رئیس په توګه؛ 17.د کابل زون نظامي محکمې استخباراتو څانګې مخکنی قاضي مولوي عبید ﷲ؛ د کندهار زون نظامي محکمې د رئیس په توګه؛ 18.د غور ولایت شهرک ولسوالۍ مخکنی قاضي مولوي خدای داد؛ د کابل زون نظامي محکمې استخباراتو څانګې د قاضي په توګه؛ 19.د کندهار ولایت د استخباراتو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت مخکنی رئیس مولوي روزي خان شیباني؛ د پکتیکا پوهنتون د رئیس په توګه؛ 20.د کندهار ولایت علماوو شوری مخکنی عضو شیخ عبدالهادي؛ د استخباراتو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د رئیس په توګه؛ 21.مولوي عبدالغفار میوندي؛ د کندهار ولایت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست د مرستیال په توګه.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کېیف د ډرون او بالستیک توغندیو بریدونه کړي او په ښار کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د راپور له مخې، د کېیف ښاروال ویلي، چې روسیې د پنجشنبې په سهار د بالستیک توغندیو په وسیله د اوکراین پلازمېنه په نښه کړې او له اوسېدونکو یې غوښتي چې پناه‌ځایونو ته ولاړ شي. هم‌مهاله، رویټرز هم په ښار کې د پرله‌پسې چاودنو د اورېدو خبر ورکړی دی. راپور زیاتوي، دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي خبرداری ورکړی و، چې روسیه د پراخو بریدونو چمتووالی نیسي.

د الیرموک لوبغالي شاوخوا، د المعتصم بالله ښوونځي ترڅنګ پر التقوى جومات برید وشو غزة.

سرجې فائرنګ شروع ده🙄😂
سرجې فائرنګ شروع ده🙄😂

په سوات ولايت کي له دښمن سخه نيول شوي سامان
په سوات ولايت کي له دښمن سخه نيول شوي سامان

#تازه بلوڅستان په ګوادر کې د پاکستاني فوځ په موټرو بلوچ وسلوالو برید کړی چی له امله یی یو شمیر فوج مړه او ټپیان شوی دی
#تازه بلوڅستان په ګوادر کې د پاکستاني فوځ په موټرو بلوچ وسلوالو برید کړی چی له امله یی یو شمیر فوج مړه او ټپیان شوی دی

تیره شپه د خیبر ولایت د تیراه میدان په بیلا بیلو سیمو کی د پاکستانی جټ الوتکو له خوا بمبار شوی چی په ترڅ کی مدرسه هم په نښه ش
تیره شپه د خیبر ولایت د تیراه میدان په بیلا بیلو سیمو کی د پاکستانی جټ الوتکو له خوا بمبار شوی چی په ترڅ کی مدرسه هم په نښه شوی ده

سلام دې وي پر هغې خاورې، چې نړۍ ته یې د ټینګښت، استقامت او نه ماتېدونکي عزم مانا ور وښوده
سلام دې وي پر هغې خاورې، چې نړۍ ته یې د ټینګښت، استقامت او نه ماتېدونکي عزم مانا ور وښوده

غزه 😢
غزه 😢

د الله تعالی له کورونو څخه یو کور د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې بمبارېږي! دا کوم زړونه دي چې نه لړزېږي غزة.
د الله تعالی له کورونو څخه یو کور د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې بمبارېږي! دا کوم زړونه دي چې نه لړزېږي غزة.

د الیرموک لوبغالي شاوخوا، د المعتصم بالله ښوونځي ترڅنګ پر التقوى جومات برید وشو غزة.

#بېړنی_خبر بلوڅ ازادۍ غوښتونکي: ګوادر کې يې پر پوځي موټر برید کړی بلوڅ ازادۍ غوښتونکو (BLA) یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د دې ډلې اړوند وسله‌والو د بلوچستان د ګوادر سیمې ته نږدې پر یوه پوځي موټر د برید پر مهال ښکاري. د راپورونو له مخې، په دې برید کې پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. تر اوسه د پاکستان حکومت یا پوځ د دې پېښې او د مرګ‌ژوبلې د ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. #افغان_میــــډیا🏳️

د تش په نوم ازادۍ جبهې مشر، ياسين ضيا: په پنځه زره ډالرو جبهه داري نه کېږي هندوکش غږ هغه غږيز کليپ ته لاسرسی موندلی، چې د تش په نوم يا خيالي ازادۍ جبهې مشر ياسين ضيا پکې په کنايوي ډول د مقاومت جبهې پر مشر احمد مسعود او د متحدې جبهې پر مشر سميع سادات توندې نيوکې کړي او پېغور یې ورکړی، چې په پنځه زره ډالرو جبهې پر مخ نه وړل کېږي. نوموړي همدا راز د يادو خيالي جبهو ترمنځ د پيسو پر سر شخړو او اختلافاتو ته هم اشاره کړې او ويلي یې دي «دغه دوه او پنځه زره ډالر به هم سبا کوم جلال ابادي يا شمالي وال درنه وړي وي». هغه همدا راز ټولې خيالي جبهې ننګولي، چې د يوې مياشتې په موده کې بايد نظامي عمليات ترسره کړي او په خبره یې د هر چا کارکردګي‌ چې مؤثره وه نورې جبهې به ورته تسليم او مدغم‌ کېږي. د افغان حکومت د مخالفو جبهو او ډلو ټپلو د مشرانو ترمنځ اختلافات ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي او له لفظي شخړو نيولې تر ناموسي ښکنځلو او ان فزيکي برخورد رسېدلي دي. #هندوکش‌غږ

#مطبوعاتي_بلنلیک کابل – افغانستان: ټاکل شوې ده، سبا چهارشنبه، د روان کال د زمري ۷مه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت،د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبري کنفرانس ولري، بناءً د رسنیو درنو استازو ته په درنښت بلنه ورکول کېږي، چې د یاد کنفرانس د خبري پوښښ په موخه تشریف راوړي. ویناوال: د وزارت رهبري موضوع: حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د پاتې پیسو بېرته ورکول وخت: چهارشنبه، د ۱۴۰۵ کال د زمري ۷، له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې، هیله ده په ۹:۳۰ بجو تشریف راوړئ. ځای: مرمرینه ماڼۍ، د حکومت داطلاعاتو او رسنیو مرکز. دعوت نامه مطبوعاتی کابل – افغانستان:قرار است فردا چهارشنبه، ۷ اسد سال روان، کنفرانس خبری وزارت ارشاد، حج و اوقاف، در مرکز اطلاعات و رسانه های حکومت* برگزار گردد، بناءً از نمایندگان محترم رسانه ها دعوت به عمل می آید تا جهت پوشش خبری این کنفرانس، تشریف بیاورند. سخنرانان: رهبری وزارت موضوع: پرداخت پول باقی‌ مانده از مصارف حج به حجاج زمان: چهارشنبه، ۷ اسد ۱۴۰۵، ساعت ۱۰:۰۰ قبل از ظهر، لطفاً ساعت ۹:۳۰ تشریف بیاورید. مکان: مرکز اطلاعات ورسانه های حکومت، قصر مرمرین. #افغان_میــــډیا🏳️

په دې وروستیو کې د پاکستان تر ملاتړ لاندې څو تنو امن اخلالوونکو هڅه وکړه چې سیمه ناامنه کړي، خو هڅې یې شنډې او له خنډ سره مخ شوې، خو دا پېښه د افغان حکومت د مخالفینو ترمنځ د اختلاف او درزونو د پراخېدو لامل وګرځېده. د احمد شاه مسعود پخواني ملګري او د فدرالي افغانستان غوښتونکي عبدالطیف پدرام وروستیو څرګندونو د افغان حکومت د مخالفو وړو ډلو ترمنځ، خپل منځي بې ‌باوري، اختلاف او درز په روښانه توګه نندارې ته وړاندې کړ. نوموړي په ډاګه ویلي، چې پر بهرنیانو د تکیې له لارې او اروپا څخه د افغانستان آزادي نه شي ترلاسه کېدای. دې څرګندونو په اصل کې دا حقیقت روښانه کړ چې دا ډلې له هېواده بهر یوازې په حاشیو کې واقع دي. د پدارم څرګندونو ثابته کړه چې بهر مېشتي مخالفین آن پخپله پر یو بل باور نه لري او نه شي کولای په واقعي ډګر کې کوم مثبت او بدلون راوستونکی ګام اوچت کړي. همدارنګه د پدارم له خوا د بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان پر مرستو او لارښوونو د تکیې اعتراف د دغو مخالفو ډلو خپلواکي او حیثیت په بشپړ ډول تر پوښتنې لاندې راوست. پدرام پر دې واقعیت اعتراف وکړ چې د آزادۍ جبهې محدود بریدونه د پاکستان تر واک لاندې چترال سیمې څخه تنظیمېدل او دا ډول حرکتونه له بهرنیو استخباراتي حلقو سره تړل شوي وو. په افغاني ټولنه کې پر ګاونډیانو او په ځانګړې توګه پر پاکستان تکیه تل خورا منفوره ثابته شوې، چې د دغو کمزورو تحرکاتو په لیدلو، مخالفین د خلکو په افکارو کې لا ډېر منفور شول. په عین حال کې په بدخشان کې د مخالفینو د تشو تبلیغاتي فعالیتونو او غوغا ماهیت په بشپړ ډول افشا شو. د بدخشان په زېباک او نورو سیمو کې د افغان حکومت د مسؤلینو فعال حضور او آن د پدرام اعتراف وښودله چې د بدخشان په زېباک ولسوالۍ او نورو سیمو کې هیڅ کومه د پام وړ نښته نه وه رامنځته شوې او وضعیت بالکل ارام و. د مخالفینو خپرې شوې ادعاوې بې بنسټه دي او د رسنیز پام د جلب په موخه د ځینو عربي هېوادونو د جګړو ویډیوګانې خپروي. پر دغو ماتې خوړلو ډلو او سیاسیونو د عامو خلکو ژوره بې ‌باوري له لرې ښکارېده، خو د مخالفینو له منځه د پدرام اعتراف لا روښانه کړه او ویې ویل، چې ولس پر آزادۍ جبهې او مقاومت جبهې باور نه لري. دا اعتراف د دې څرګند دلیل کېدای شي چې نه یوازې افغان ولس، بلکې پخپله د مخالفینو دننه کلیدي کسان هم له تبلیغاتي ډرامو ستړي شوي او له پردیپالو او نیابتي هڅو څخه سخت بېزار دي. د مخالفینو لویې تبلیغاتي هڅې بیرته د دوی له منځه رد او شنډېږي. که واقعیتونو او د لطیف پدرام وروستیو څرګندونو ته وکتل شي، پخپله د دغو نیابتي ډلو پاشلی، کمزوری او پر بهرنیو مستقیمو مرستو ولاړ حالت د دوی غلامي او انشعاب په ډاګه کوي. له پاکستانه د بې اغېزو بریدونو طرحه کول، بې ‌نتیجې رسنیزو تبلیغاتو او د ولس لخوا د دوی په وړاندې قاطع غبرګون داسې واقعیت رامنځته کړ چې دا ډلې د افغان حکومت د ثبات لپاره هیڅ ډول متوجه ګواښ نه ګڼل کېږي او مبارزه(!) یې یوازې په بهرني مادي او استخباراتي توښې پورې تړلې ده. #افغان_میــــډیا🏳️

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور د رييس انجنیر ذبیح‌الله امیري د شهيدېدو په تړاو امنيتي ځواکونو يو تن وژلی او يو بل يې تازه ژوندی
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور د رييس انجنیر ذبیح‌الله امیري د شهيدېدو په تړاو امنيتي ځواکونو يو تن وژلی او يو بل يې تازه ژوندی نیولی دی.