en
Feedback
افغان میډیا

افغان میډیا

Open in Telegram

📺 افغان میډیا چینل ته ښه راغلاست💯 دلته به تاسې د نړۍ له هر ګوټ څخه تازه، کره، موثق او پر وخت خبرونه نشر کيږي. 🗓️ د چینل بنسټ: 1403/7/23 🤝 ملتیا مو وکړئ 👏

Show more
4 330
Subscribers
-424 hours
-387 days
-16630 days

Data loading in progress...

Similar Channels
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Tags Cloud
No data
Any problems? Please refresh the page or contact our support manager.
Incoming and Outgoing Mentions
---
---
---
---
---
---
Attracting Subscribers
September '26
September '26
+6
in 0 channels
August '26
+49
in 149 channels
Get PRO
July '26
+50
in 150 channels
Get PRO
June '26
+51
in 137 channels
Get PRO
May '26
+43
in 147 channels
Get PRO
April '26
+58
in 154 channels
Get PRO
March '26
+544
in 194 channels
Get PRO
February '26
+518
in 185 channels
Get PRO
January '26
+106
in 163 channels
Get PRO
December '25
+172
in 205 channels
Get PRO
November '25
+239
in 206 channels
Get PRO
October '25
+775
in 198 channels
Get PRO
September '25
+134
in 204 channels
Get PRO
August '25
+193
in 199 channels
Get PRO
July '25
+167
in 212 channels
Get PRO
June '25
+281
in 204 channels
Get PRO
May '25
+288
in 245 channels
Get PRO
April '25
+307
in 234 channels
Get PRO
March '25
+498
in 262 channels
Get PRO
February '25
+287
in 245 channels
Get PRO
January '25
+365
in 231 channels
Get PRO
December '24
+2 883
in 244 channels
Get PRO
November '240
in 254 channels
Get PRO
October '24
+49
in 276 channels
Date
Subscriber Growth
Mentions
Channels
08 September0
07 September+1
06 September+1
05 September0
04 September0
03 September+3
02 September+1
01 September0
Channel Posts
2
د افغانستان د حکومت او سعودي عربستان ترمیانځ د تېلو او ګازو د موندلو او را ایستلو تړون ایران او پاکستان دواړه نا ارامه کړل. پاکستانیان فکر کوي چې دا تړون یوه داسي امنیتي تړون ته دروازه ورخلاصوي چې د مکې مکرمې حفاظت ته به بالآخره افغان کمانډویان ورځي.
256
3
د امریکا د استازو جرګې د افغاني الاصله غړې عایشه وهاب په وروستیو څرګندونو کې له افغانستان سره د ډيپلوماټیک تعامل پر اړتیا ټینګار کړی او هم مهاله یې هغه سیاسي او نظامي ډلې، چې ځانونه د مقاومت، آزادۍ او نورو نومونو تر عنوان لاندې معرفي کوي، د ناکامو او شخصي ګټو پر محور راڅرخېدلې ډلې یادې کړې دي. د هغې دا څرګندونې د ځینو مخالفینو له تُندو غبرګونونو سره مخ شوې دي، خو د بحث اصلي ټکی یوازې د وهاب څرګندونې نه، بلکې هغه واقعیت دی، چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د سیاسي وضعیت، د نړیوالو اړیکو او د مخالفو ډلو په اړه رامنځته شوی دی. په ۲۰۲۱م کال کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته، د افغانستان د اوسني حکومت مخالفو ډلو داسې فکر کاوه، چې نړیوال به د لنډ وخت په دننه کې د اوسني حکومت پر وړاندې نور جریانونه تقویه او د نظام د بدلون لپاره به سیاسي او نظامي ملاتړ برابر کړي. خو د وخت په تېرېدو سره، دا هیله هماغسې هیله پاتې شوه او ورځ تر بلې میراتېږي. ځکه د مخالفو ډلو ترمنځ اختلافات، د رهبرۍ پر سر سیالیو، د مالي سرچینو پر سر شخړو او د واحدې اجنډا نشتوالي د هغوی سیاسي اغېز لا پسې کمزوری کړی. د بېلابېلو جبهاتو جوړېدل، وېش، وخت ناوخت انشعابونه او د دوی متضاد دریځونه، یو د بل پر وړاندې د جاسوسۍ او مرګونو پلانونو تر حده ورسېدل. له بلې خوا، نړیوالو قدرتونو هم د افغانستان په اړه خپل سیاستونه د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر بنسټ عیار کړل. غرب که څه هم تر اوسه د افغانستان اوسنی حکومت په رسمي ډول نه دی پېژندلی، خو په عملي ډګر کې یې د تعامل، مذاکراتو او ډيپلوماټیکو اړیکو دروازې پرانیستې پرېښې دي. امنیتي، علمي، اقتصادي، بشري او سیمه‌ ییزې اړتیاوې دا ایجابوي چې له حاکم نظام سره مستقیم یا غیرمستقیم تماس موجود وي. د همدې واقعیتونو له امله، په نړیوالو سیاسي غونډو او حلقو کې د افغانستان د مخالفو ډلو حیثیت او ماهیت ته په کتو سره، له اوسني حاکم نظام سره د ډيپلوماسۍ او تعامل لاره غوره بلل کېږي. د عایشه وهاب څرګندونې هم په همدې چوکاټ کې د تحلیل وړ دي. هغې د پخوانیو سیاسي څېرو او بې شرمو جنګسالارانو پر فساد، شخصي ګټو، پردۍ پالنو، تعصباتو او ناکامو تجربو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان ستونزې یوازې د نن ورځې محصول نه دي، بلکې د جنګسالارانو او پخوانیو حاکمانو د ناسمو سیاستونو او فسادونو هم په کې لوی رول لوبولی دی. دا ارزونه او غوښتنه یوازې د یوې سیاستوالې شخصي نظر نه دی، دا د هغه برداشت انعکاس دی، چې په نړیوالو حلقو کې د افغانستان د مخالفو ډلو په اړه مخ پر پراخېدو دی. په تېرو پنځو کلونو کې نه افغان ولس د دغو جبهاتو تر شا ودرېد، نه سیمه‌ ییزو هېوادونو او نه هم لوېدیځو قدرتونو هغوی د یوه اغېزمن بدیل په توګه ومنل. ځکه دا هغه خلک دي چې اشغالګرو په خپل زور د جمهوریت په دوره کې واک ته ورسول. دوی تر افغان ولس خپله غرب ته ښه ورمعلوم دي. په پښتو کې یو متل دی وایي: چې په اخور دې را لوی شو، د غاښو د کتلو حاجت یې نشته. دا له عقل نه لرې میراثي او بې شرمه جنګسالاران په څو نمایشي غونډو چې له ځان سره یې نانځکې تر څنګ کېنولې وي، په آنلاين حضور او رسنیزو فعالیتونو سره غواړي غرب ته ځانونه هوښيار شوي او اصلاح شوي ښکاره کړي. مګر غرب دوی له ډېر پخوا پېژني. کله چې په نړیوالو بحثونو کې له افغان حکومت سره د ډيپلوماسۍ اړتیا او د مخالفو ډلو ناکامي یادېږي، نو د دغو بې شرمو جنګسالارانو له لوري توند غبرګونونه هم راپارېږي؛ ځکه چې دا خبرې د هغه واقعیت انعکاس دی، چې د وخت په تېرېدو سره لا پسې روښانه کېږي. په عموم کې د افغانستان د قضیې په اړه د نړیوالو اوسنی لیدلوری تر ډېره د تعامل، واقع‌ بینۍ او ډيپلوماسۍ پر محور راڅرخي، نه د هغو سیاسي او نظامي جریانونو پر ملاتړ، چې لا هم د تېرو تجربو تر سیوري لاندې د مشروعیت او اغېزمنتیا له ستونزې سره مخ دي. یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.
583
4
فطرت: افغانستان د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې نه تسخیرېدونکې خاوره ده د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت له افغانستانه
فطرت: افغانستان د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې نه تسخیرېدونکې خاوره ده د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د شړلو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د اګست ۳۱مه د افغانانو لپاره یوه ویاړلې او تاریخي ورځ ده، چې د هېواد د خپلواکۍ لپاره د افغانانو د مبارزې بریا څرګندوي. فطرت ویلي هغه تور او خونړی اشغال چې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر اوومه پیل شو، د افغانانو له شلو کلونو جهاد او قربانیو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه پای ته ورسېد. نوموړي زیاته کړې، د اګست ۳۱مه دا پیغام لري، چې افغانستان د بهرنیو یرغلګرو پر وړاندې نه تسخیرېدونکې خاوره او د امپراتوریو هدیره ده. #هندوکش‌غږ
620
5
د تقوا ډاډ
د تقوا ډاډ
842
6
موتُ العالِم موتُ العالَم إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ د علم او عرفان روڼ ستوری د هرات ولایت د علماؤ
موتُ العالِم موتُ العالَم إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ د علم او عرفان روڼ ستوری د هرات ولایت د علماؤ د شوری رییس زمونږ استاذ شیخ القرآن والحدیث شیخ محمد بشر حلیمي صاحب رحمه الله تعالی رحمةً واسعةً له ور پیښي ناروغی له امله له دي فاني نړۍ څخه تر آبده سترګي پټي کړي. ربﷻ دي جنت الفردوس ورته نصیب کړي🤲🏻😢
735
7
ډېر ژر به په هرات کي د ټاپي پروژې د ګازو د وېش شبکې چاري پیل سي د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هرات کي د ټاپي پروژې ۱۲۰ کیلومتره نل لیکه غځول سوې او په نژدې راتلونکي کي به په یاد ولایت کي د دې پروژې د ګازو د وېش د شبکې تخنیکي چاري هم پیل سي. د دغه وزارت ویاند همایون افغان ویلي، د یادي شبکې د ډیزاین چاري د ترکمن ګاز شرکت له خوا پیل سوي او ډېر ژر به ئې ساحوي چاري هم پیل سي. د افغان په وینا، په دغه ولایت کي د ټاپي پروژې د ۱۵۳ کیلومتره مسیر له برخي څخه ۱۴۵ کیلومتره مسیر د نل لیکي غځولو له پاره چمتو سوی، د یادي پروژې له پاره ۱۲۸ کیلومتره د څارني سړک جوړ سوی، د نل لیکي ښخولو له پاره ۷۸ کیلومتره جر کښل سوی او ۵۱ کیلومتره نل لیکه تر مځکي لاندي ښخه سوې ده. همایون افغان زیاتوي چي، تمه ده ژر په دغه ولایت کي د ۲۲ کیلومتره په اوږدوالي او ۲۰ اینچه په قطر سره د یوې فرعي نل لیکي غځولو چاري هم پیل سي او د روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال تر پایه به په هرات کي د دې پروژې چاري بشپړي او یاده پروژه به ګټي اخستني ته وسپارل سي.
701
8
په بغلان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د امنیتي ځواکونو عملیات په جدیت سره دوام لري، چې په دې سره د شر او فساد ډلو د وژل شویو قوم
په بغلان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د امنیتي ځواکونو عملیات په جدیت سره دوام لري، چې په دې سره د شر او فساد ډلو د وژل شویو قوماندانانو شمېر درېیو تنو ته رسېږي. د یادونې ده، چې افغان ځانکړو ځواکونو په دې وروستیو کې د شر او فساد ډلې په ځپنه کې ګڼې لاسته راوړنې لرلي، چې د حسیب قوای مرکز له وژنې وروسته دا عملیات په بغلان کې د شر او فساد ډلې عناصرو پر ضد یو بل دروند ګوزار بلل کېږي. نور حال په ویډیویي راپور کې...
729
9
د «ټایمز اف سنټرل ایشیا» د راپور له مخې، د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د TAPI ګازو نل‌لیکې پروژه له څو لسیزو ځنډ وروسته په افغانستان کې د عملي کېدو او هرات ته د ترکمنستان د ګازو د رسولو پړاو ته نږدې شوې ده. ‏راپور وايي، د TAPI پروژې د هرات د برخې د جوړولو چارې به په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او د ګازو د انتقال لپاره چمتو شي. تر اوسه د دې نل‌لیکې شاوخوا ۱۱۶ کیلومتره برخه په افغانستان کې غځول شوې ده.
676
10
تازه بغلان ولايت په تاله و برفک ولسوالۍ کي د بغاوتګرو یو بل قومندان نعیم د اسلامی امارت د امنیتی ځواکونو لخوا په سزا ورسیدی د
تازه بغلان ولايت په تاله و برفک ولسوالۍ کي د بغاوتګرو یو بل قومندان نعیم د اسلامی امارت د امنیتی ځواکونو لخوا په سزا ورسیدی دلته بغاوت ترهر عنوان لاندی د اسلامی نظام په وړاندی د منلو وړ ندی هر هغه څوک چی د بغاوت حتی تصور لا وکړی مجازات کیږی عفوه بیا نسته یوار د فتحی پخاطر عفوه سوی وه د بیا رذالت او شرارت په وړاندی تحمل ځای نلری.
900
11
د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ په تړاو د پاکستان ډیپلوماټیک رول ته په اشارې ویلي، د پاکستان حکومت باید له خپلو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره د ترینګلو مسایلو د حل لپاره هم په ورته جدیت او ډیپلوماټیکې تګلارې کار وکړي. ایمل ولي خان زیاته کړې چې د اوسنیو ترینګلو شرایطو تر ټولو ډېر زیان د سرحدي سیمو، په ځانګړي ډول د پښتونخوا او بلوچستان خلکو ته رسېږي. نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان دې له افغانستان سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
721
12
🌙 د جمعې مبارکه شپه ده؛ راځئ زړونه په درود شریف روښانه کړو ﷺ 🤍 نن د جمعې مبارکه شپه ده، راځئ چې د دنیا له شور او مصروفیتونو
🌙 د جمعې مبارکه شپه ده؛ راځئ زړونه په درود شریف روښانه کړو ﷺ 🤍 نن د جمعې مبارکه شپه ده، راځئ چې د دنیا له شور او مصروفیتونو څخه لږ زړه راوباسو او پر خپل ګران نبي حضرت محمد ﷺ ډېر درود او سلام ووایو. 🕊️❤️ اللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّعَلٰی آلِ مُحَمَّدٍ وَبَارِكْ وَسَلِّمْ 🤲🏻 درود شریف یوازې څو کلمې نه دي؛ بلکې د رسول الله ﷺ سره د مینې، عقیدې او وفادارۍ ښکلی اظهار دی. په دې مبارکه شپه کې د ځان، مور او پلار، کورنۍ او ټولې مسلمانې نړۍ لپاره دعا وکړئ. 🤲 الله تعالی دې زموږ زړونو ته سکون، کورونو ته برکت، ژوندونو ته خیر او دعاوو ته قبولیت ورکړي. راځئ دا مبارکه شپه په درود شریف ښکلې کړو. ﷺ❤️
676
13
په دې وروستيو کې يونس قانوني او عطامحمد نور د کابل په شمال، په ځانګړې توګه کوهدامن کې، د خپل نفوذ د بيا ترلاسه کولو او پراخولو لپاره نوي تحرکات پیل کړي دي. د دغو هڅو په لړ کې د «انسجام اسلامی مردم افغانستان» په نوم يوه شورا فعاله شوې، چې د دغه رول تر شا د عطامحمد نور نماينده محبوب ‌الله صديقي دی. ویل کېږي ياده شورا چې ډېری غړي یې د عطامحمد نور په مشرۍ د جمعيت ګوند پورې تړلي دي، له ځينو بهرنيو لورو، په ځانګړې توګه له ايران سره نږدې اړیکې پالي. د دغو تحرکاتو اصلي موخه د کابل په شمالي سيمو کې د الماس زاهد په وړاندې د نفوذ پراخولو سيالي، د نويو خیالي ځای ناستو ټاکل او د هغوی شخصیت جوړول دي. څرنګه چې حاجي الماس له دې ډلې څخه لاره جلا کړې، له غورياني او حزب اسلامي سره يې تمایل ښودلی او له امله يې په خپله سيمه کې د پخوا په پرتله اغېز کم شوی، دغه بهير هڅه کوي چې نوموړی د تش په نوم مقاومت شورا له چوکاټه وباسي. له مقاومت شوری څخه د حاجي الماس د منزوي کولو تر څنګ، پلان دا دی چې د هغه پر ځای امان‌ الله ګذر په ياده شورا کې ځای پر ځای کړي. په دې اقدام سره غواړي په کوهدامن کې د خپلې نفوذي خلاء ډکولو لپاره له امان الله ګذر څخه استفاده وکړي، هغه د حاجي الماس بديل وګرځوي او په ياده سيمه کې د خپلې خیالي ډلې او جمعيت ګوند په ګټه د نفوذ کولو ته لار خلاصه کړي. یادو منفورو څېرو تر دې وړاندې هم وخت په وخت بېلابېلې غونډې، ائتلافونه او تنظيمونه جوړ کړي، خو په عمل کې د کوم ملموس چمتووالي، نفوذ او يا په ساحه کې د پام وړ نظامي او سياسي تحرکاتو په رامنځته کولو کې نه دي بريالي شوي، چې له امله یې ډلې له جوړېدو څو ورځې وروسته بېرته منحل او له منځه لاړې شي.
625
14
دوې میاشتي وروسته په هرات کي د ټاپي پروژې کارونه پای ته رسېږي د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار وایي، دوې میاشتي وروسته به په هرات کي د ټاپي (T.A.P.I) ګازو پروژې کارونه بشپړ سي او وروسته به ترکمنستان یاده پروژه د دغه ولایت مسؤلینو ته وسپاري. اسلام جار ویلي، دوی ته د یادي پروژې تر سپارلو وروسته به د دې پروژې د ګازو د لېږد بهیر پیل سي. نور احمد اسلام جار د دغه ولایت پر اوسېدونکو او صنعتکارانو ږغ کړی چي، له اوسه باید د ګازو د نل لیکي غځولو د بهیر له پاره چمتووالی ونیسي. په دې وروستیو کي افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې د ګازو د پیر هوکړه هم لاسلیک کړه چي له مخي به ئې د ټاپي پروژې د ګازو بیه، د ګازو اړتیا او د ګازو د توزیع پروسه مشخصه سي او همدارنګه به په نژدې راتلونکي کي د ټاپي پروژې د ګازو د وېشلو شبکې چاري هم د یوه ترکمن شرکت له خوا د خصوصي سکټور په همکارۍ پیل سي.
682
15
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت د امنیتي ځواکونو درستیزوال لوی پاسوال مولوي حزب‌الله افغان د هزاره اهل تشیع هېوادوالو له یو شمېر علماوو او قومي مخورو سره په کتنه کې د امنیت، ملي یووالي او متقابلو همکاریو په اړه خبرې کړي. په دې کتنه کې علماوو او قومي مخورو د امنیتي ځواکونو د خدمتونو او هڅو قدرداني کړې او د هېواد د امنیت، سولې او ثبات په ټینګښت کې یې د هغوی رول مهم بللی. په ورته مهال ښاغلي افغان د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې ټول افغانان د یوې کورنۍ غړي دي، د هېواد امنیت، ثبات او پرمختګ د ټولو ګډ مسؤلیت دی، امنیتي ځواکونه د ټولو هېوادوالو د سر او مال ساتنې ته ژمن دي او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې به د هېواد د ټولو قومونو او قشرونو خدمت ته دوام ورکړي.
731
16
د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان‌ټبره ټاکل شوې استازې عائشه وهاب له واشنګټن غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیک تعامل وکړي. هغې ویلي، امریکا باید پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، خپلې اړیکې او ډیپلوماسي وساتي. مېرمن وهاب له کېڼ‌اړخو پروګرام "ډیموکراسي نو" سره په خبرو کې وویل: "متحده ایالات باید ډیپلوماسۍ ته مخه کړي. پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، موږ باید ډیپلوماسي عملي کړو او اړیکې ولرو. هیله لرم چې وکولای شو هغوی (طالبان) د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او مدني حقونو په برخو کې یوې سمې لارې ته سوق کړو." هغې په کانګرس کې له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان په اړه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې، په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت سختې نیوکې وکړې. نوموړې وویل، د یوې افغان‌امریکایۍ په توګه چې پر خپل کلتور او میراث ویاړي، د افغانستان د اوسني وضعیت لیدل ورته ناهیلي کوونکي دي. عائشه وهاب، چې اوس مهال د کلیفورنیا د ایالتي سنا غړې ده، تېره سه‌شنبه په ترسره شوو ځانګړو ټاکنو کې د امریکا د استازو جرګې ته وټاکل شوه. هغه د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان‌الاصله استازې ده او د هغه استازي ځای یې نیولی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې یې له خپلې دندې استعفا کړې وه. مېرمن وهاب د افغانستان پر جیوپولیټیک او اقتصادي اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، دا په وچه کې راګیر هېواد د سیمې د بېلابېلو قدرتونو ترمنځ موقعیت لري او د پام وړ طبیعي سرچینې لري. د هغې په وینا، امریکا باید لږ تر لږه له افغانستان سره د اقتصادي قراردادونو او همکاریو په برخه کې ونډه ولري، په داسې حال کې چې افغانستان هم نورو متحدانو ته اړتیا لري.
900
17
همدا اوس الله ته توبه وباسه. همدا اوس لمونځ وکړه. همدا اوس د خلکو حقونه ادا کړه. همدا اوس بښنه وغواړه. ځکه ته نه پوهېږې چې کومه ساه به دې وروستۍ وي او کومه شپه به دې د دنیا وروستۍ شپه وي. اللهم اغفر لنا قبل الموت، وارحمنا عند الموت، وثبتنا بعد الموت، وارزقنا حسن الخاتمة، واجعل آخر كلامنا من الدنيا شهادة أن لا إله إلا الله. اې الله! له مرګ مخکې موږ وبخښه، د مرګ پر مهال پر موږ رحم وکړه، له مرګ وروسته مو ثابت قدمه وساته، ښه خاتمه را په برخه کړه او زموږ د دنیا وروستۍ خبره «لا إله إلا الله» وګرځوه. 🤲 ډېر استغفار وکړئ: أستغفر الله العظيم وأتوب إليه. او پر خپل محبوب او زموږ پر سردار حضرت محمد ﷺ درود او سلام مه هېروئ. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «مَن صلّى عليَّ واحدةً صلّى الله عليه بها عشرًا» ژباړه: «څوک چې پر ما یو ځل درود ووایي، الله تعالی پرې لس ځله رحمت نازلوي.» (مسلم) اللهم صل وسلم وبارك على سيدنا وحبيبنا محمد ﷺ.
765
18
روح د وتلو په وروستیو شېبو کې… د انسان په بدن کې یوه سخته او هېښوونکې مبارزه رامنځته کېږي! 😨 ډاکټران دا حالت یوازې د بدن د غړو د فعالیتونو درېدنه بولي؛ خو حقیقت دا دی چې ساینس لا تر اوسه د دې حالت ټولې برخې په بشپړه توګه نه دي درک کړې. انسان په دې شېبو کې یوازې نه مري، بلکې داسې یوې بلې نړۍ ته د تېرېدو په درشل کې وي چې حقیقت یې له مرګه وروسته څرګندېږي. د بدن له لاندې برخې څخه د بدلونونو پیل کېدل لیدل کېږي. له طبي پلوه، کله چې زړه کمزوری شي، وینه له لاسونو او پښو څخه د مغز او زړه پر لور راګرځي، څو د بدن مهمو غړو ته د ژوندي پاتې کېدو وروستۍ هڅه وشي. له همدې امله لاسونه او پښې یخېږي او د بدن فعالیتونه ورو ورو درېږي. له دیني پلوه، ځینې روایتونه داسې بیانوي ــ والله أعلم ــ چې د روح د ایستلو په وخت کې انسان د بدن له ښکته برخې څخه د دروندۍ او یخوالي احساس کوي چې پورته خوا ته خپرېږي. ځینې خلک دا حالت د الله تعالی له دې وینا سره تړي: ﴿وَالْتَفَّتِ السَّاقُ بِالسَّاقِ ۝ إِلَىٰ رَبِّكَ يَوْمَئِذٍ الْمَسَاقُ﴾ ژباړه: «او ساق له ساق سره یوځای شي؛ په هغه ورځ به ستا د رب پر لور تګ وي.» بیا تر ټولو مهم پړاو ته رسېږو؛ مغز ته. طبي څېړنو په ځینو هغو کسانو کې چې د مرګ په وروستیو شېبو کې وو، د مغز په برېښنايي فعالیت کې بدلونونه لیدلي دي. خو دا نه شو ویلای چې هر انسان د مرګ پر مهال خپلې ټولې خاطرې ویني یا د خپل ټول ژوند فلم ورته تېرېږي. له دیني اړخه ځینې مشهورې خبرې شته چې انسان په دې شېبو کې داسې حقیقتونه ویني چې مخکې ترې پټ وو؛ خو باید په دې اړه قطعي خبره ونه کړو. د الله تعالی دا آیت: ﴿فَكَشَفْنَا عَنكَ غِطَاءَكَ فَبَصَرُكَ الْيَوْمَ حَدِيدٌ﴾ ژباړه: «نو موږ ستا پرده لرې کړه، نن ستا نظر ډېر تېز دی.» خو دا آیت د قیامت د ورځې په اړه دی؛ نو دا سمه نه ده چې په قطعي ډول یې د مرګ د شېبو په اړه وبولو. همدارنګه ویل کېږي ــ والله أعلم ــ چې انسان په وروستیو شېبو کې داسې څه لیدلی شي چې شاوخوا خلک یې نه ویني؛ کېدای شي د رحمت یا عذاب ملائکې ورته ښکاره شي، خو د غیبو د نړۍ د دې جزئیاتو په اړه موږ یقیني معلومات نه لرو. بیا یوه عجیبه صحنه رامنځته کېږي؛ سترګې ثابتېږي او پورته لوري ته متوجه کېږي. له طبي پلوه دا د سترګو د عضلاتو او اعصابو د بدلونونو له امله کېدای شي. خو رسول الله ﷺ د روح د قبضېدو پر مهال د سترګو په اړه فرمایلي دي: «إنَّ الرُّوحَ إذا قُبِضَ تبِعَهُ البَصَرُ» یعنې: «کله چې روح واخیستل شي، سترګې یې د روح پسې ځي.» (مسلم) له همدې امله په سنت کې د مړي سترګې له وفات وروسته تړل کېږي. همدارنګه ویل کېږي ــ والله أعلم ــ چې انسان په وروستیو شېبو کې ممکن د شاوخوا خلکو ځینې خبرې یا غږونه واوري؛ نو له محتضر سره باید داسې چلند ونه شي لکه هېڅ نه چې اوري او نه پوهېږي. باید په ارامۍ، مهربانۍ او نرمو خبرو ورسره واوسو، الله یاد کړو، دعا ورته وکړو او په نرمه توګه یې د شهادت کلمې ته متوجه کړو. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «لَقِّنُوا مَوْتَاكُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ» ژباړه: «خپلو مړو (محتضرو) ته د لا إله إلا الله کلمه ور وښیئ.» (مسلم) په دغو شېبو کې له انسان سره له ټولې دنیا څخه یوازې هغه عمل پاتې کېږي چې ده مخکې کړی وي. هغه مال چې ټول کړی یې و، پرېږدي. هغه کور چې پکې اوسېدلی و، پرېږدي. هغه مقام چې د ترلاسه کولو لپاره یې ډېر زحمت ایستلی و، پرېږدي. کورنۍ او ملګري یې شاته پاتې کېږي؛ خو دی داسې سفر ته روانېږي چې هېڅوک ورسره تللی نه شي. الله تعالی فرمایي: ﴿حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ ۝ لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ ۚ كَلَّا﴾ ژباړه: «تر هغه چې د دوی یوه ته مرګ راشي، نو وایي: اې زما ربه! ما بېرته ولېږه، ښايي په هغه څه کې چې پرېښي مې دي نېک عمل وکړم. خو هېڅکله نه!» یعنې د عمل فرصت پای ته ورسېد او د حساب وخت راورسېد. دا هغه سفر دی چې موږ ټول ورته روان یو او هېڅ استثنا نه لري. کېدای شي د هر انسان د مرګ وخت توپیر ولري او ځینې خلک ناڅاپه له دنیا ولاړ شي، خو پای یوه ده: ﴿كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ﴾ ژباړه: «هر نفس د مرګ څکوونکی دی.» کېدای شي د ځمکې د وخت له مخې یوازې څو دقیقې وي، خو د انسان لپاره د یوې داسې بلې نړۍ د ژوند پیل دی چې پای نه لري. د هغې نړۍ تفصیلات موږ یوازې په هغه اندازه پېژنو چې الله تعالی او د هغه رسول ﷺ موږ ته خبر راکړی دی. عبرت د روح د وتلو شېبې ته انتظار مه کوه چې د توبې ارزښت درته معلوم شي. مه انتظار کوه چې مرګ په خپلو سترګو ووینې او بیا د بېرته راتلو هیله وکړې.
766
19
د درباري مفتیانو رد او د فردي جهاد (فرض عین) قاطع ثبوت په اوسني عصر کې د پاکستان د طاغوتي حکومت ځینې مصلحت ګرا او درباري علماء په خپلو فتاواوو کې په پرله پسې ډول دا باطله ادعا کوي چې «جهاد یوازې د رسمي حکومت کار دی او د حکومت له امر پرته جهاد په عوامو باندې فرض عین نه دی». د دغو تش په نامه مفتیانو هدف دا دی چې په ولسونو کې د ظلم په وړاندې د پاڅون روحیه مړه کړي او د امریکا د غلامانو واکمني خوندي وساتي. دا لیکنه د همدغو ګمراه کوونکو فتاواوو په خوله یو کلک او غاښ ماتوونکی ځواب دی، ترڅو لوستونکي پوه شي چې په داسې حالاتو کې د شریعت اصلي حکم څه دی او تاریخ څه وایي. ۱. جهاد د کومو حکومتونو کار دی؟ د کفر د غلامانو؟! هغه علماء چې وایي جهاد د حکومت کار دی، له دوی څخه پوښتنه دا ده: د کوم حکومت کار؟ ایا د هغو حکومتونو کار چې د امریکا غوندې د کفر د زبرځواکونو غلامان دي؟ ایا د هغو رژیمونو کار چې خپله د شریعت خلاف قوانین پلي کوي، د مجاهدینو په ضد په ائتلافونو کې برخه اخلي او د ډالرو په بدل کې د خپل دین او ملت سوداګري کوي؟ شرعي حقیقت: هغه حکومتونه چې د الله د شریعت پر ځای د کفر نظامونه ساتي، خپله د جهاد لومړی هدف دی. د داسې حکومتونو او د هغوی د ملاتړو په وړاندې جهاد کول پر هر مسلمان باندې فرض عین دی، نه دا چې د هغوی د امر او اجازې تمه وشی. ۲. د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه اللّٰه) تاریخي او ژوندی مثال تر ټولو روښانه او غاښ ماتوونکی مثال زموږ د معاصر تاریخ معمار، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) دی. کله چې په افغانستان کې شر او فساد اوج ته ورسېد، ایا ملا محمد عمر مجاهد (رح) کوم رسمي حکومت یا د درباري علماو فتواګانو ته په تمه شو؟ هېڅکله نه! *هغه په یوازې ځان، د څو تنو مخلصو طالبانو او د څو میلو زړو وسلو سره د شر او فساد په وړاندې مبارزه او د غیور ولس په ملاتړ پاڅون پیل کړ. همدا د یوه مخلص فرد او د ولس د غیورو زامنو د فردي جهاد برکت و چې د الله په نصرت سره په هېواد کې یو بشپړ او سپېڅلی اسلامي نظام (د افغانستان اسلامي امارت) قایم شو. که هغه وخت هم ولس د حکومت په تمه کښېنستلی وای، نن به اسلامي نظام شتون نه درلود. ۳. په تاریخ کې د فردي پاڅونونو روښانه مثالونه تاریخ شاهد دی چې د اسلام په لومړیو او وروستیو پېړیو کې، کله چې هم حکومتونه فاسد شوي یا د دښمن تر ولکې لاندې راغلي، د امت ولسي اتلانو او مخلصو پوهانو د حکومتونو له اجازې پرته د جهاد جنډې پورته کړې دي: *په هندوستان کې د انګرېزانو پر وړاندې د علماوو او عوامو جهاد: کله چې انګرېزي ښکېلاکګرو پر هندوستان او د هغې پر شاوخوا سیمو ولکه ټینګه کړه او ځینې سیمه ییز حاکمان او نوابان د هغوی غلامان شول، مخلصو علماوو (لکه شاه ولي الله دهلوي، شاه عبدالعزیز دهلوي، سید احمد شهید او شاه اسماعیل شهید) د کفر د واکمنۍ په وړاندې او د سیمه ییزو رژیمونو له اجازې پرته د جهاد فتواوې ورکړې او ولسي پاڅونونه یې پیل کړل. هغوی د کوم درباري رژیم په تمه پاتې نشول، بلکې په خپلو سرونو او مالونو یې د فرنګي کفر مقابله وکړه. امام احمد بن حنبل (رح): د عباسي واکمنانو د انحراف او کفر په وړاندې په یوازې ځان ودرېد او د ولس عقیده یې وژغورله. شیخ الاسلام ابن تیمیه (رح): کله چې د تاتاریانو (مغولو) لښکرو برید وکړ او واکمنان ناتوانه یا مصلحت ګرا وو، نوموړي په خپله د دمشق په کوڅو کې خلک جهاد ته هڅول او پخپله یې په لومړۍ کرښه کې د تاتاریانو په ضد توره ووهله. عمر المختار: په لیبیا کې د ایټالیوي اشغالګرو په وړاندې د کوم رسمي حکومت په تمه پاتې نشو، بلکې د عامو مجاهدینو په مشرۍ یې تر پایه مبارزه وکړه. ۴. نن سبا د اسلامي حکومتونو واقعیت په ننني عصر کې په ټوله نړۍ کې یوازې او یوازې د افغانستان اسلامي امارت یوازینی شرعي او اسلامي حکومت دی چې د الله شریعت پلي کوي او د چا غلامي نه مني. له دې پرته، په نورو هېوادونو کې (لکه په پاکستان او داسې نورو کې) واکمن رژیمونه د پردیو استخباراتو په اشارو چلیږي او د هغوی په وړاندې د ولسونو ویښتابه او مقاومت د خپل ځان او ایمان ساتنه ده. کله چې دښمن د مسلمانانو پر مځکه، عزت او مقدساتو تېری وکړي، یا کله چې حاکم رژیمونه د شریعت خلاف لاره ونیسي، جهاد د چا په اجازه پورې نه تړلی کېږي، بلکې په هر فرد (عوام او خواص) باندې فرض عین ګرځي. د درباري مفتیانو دا خبره چې «جهاد د حکومت کار دی» یوازې د مسلمانانو د لاسونو تړلو او د باطل د غښتلي کولو یوه سیاسي پلمه ده چې په کلکو ټکو ردیږي.
632
20
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د دواړو لوریو دوامدارو هڅو ته اړتیا لري. د دغه وزارت د ویاند په وینا، د اقتصادي همکاریو د اسانتیا، په ځانګړي ډول د سرحدي او ګمرکي خنډونو د کمولو په اړه خبرې شوي او په دې برخه کې ځينې اقدامات هم پیل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو وروستیو لیدنو او تګ راتګ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړې او تمه ده چې سوداګریزې راکړې ورکړې لا زیاتې شي.
636