en
Feedback
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت

Open in Telegram
8 170
Subscribers
-424 hours
-817 days
-50830 days
Posts Archive
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري په ۱۴۴۴ ه ق کال کې د حل شویو شخړو جدول
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري په ۱۴۴۴ ه ق کال کې د حل شویو شخړو جدول

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو سره وکتل. د دغې کتنې پرمهال ښاغلي نوري وویل چې، د اسلامي امارت مسؤلین د افغانستان ټول وګړي هغه که په کور دننه یا له هیواده بهر وي خپل رعیت بولي او د قدر په سترګه ورته ګوري. هغه د هېواد د ښېرازۍ او پرمختګ په برخه کې د ټولو افغانانو ونډه مهمه وبلله زیاته یې کړه، چې دوی ته د دې هېواد ټول کدرونه او ظرفیتونه ډېر ارزښت لري ځکه دوی کولای شي چې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او یووالي په ټینګښت کې ښه رول ولوبوي. یادو شخصیتونو بیا د خپلو ویناوو پرمهال د نظام په ملکي او نظامي چارو کې د لا سمون او بهبود په موخه اغېزمنې مشورې شریکې کړې او زیاته یې کړه؛ چې له تېرو تجربو او مثبتو کړنو څخه باید کار واخلو او هغه تجربې چې په تېر کې د ناکامۍ سبب شوې، بیا ځلې تکرار نه کړو، د هغوی په خبره د دې خاورې دښمنان هیڅکله نه غواړي چې دا هېواد دې یوه واحده رهبري ولري او پر خپلو پښو دې ولاړ وي. دوی وویل چې د اوسني نظام بدیل نه ویني او دوی یې د لا قوت لپاره ترڅنګ ولاړ دي. یادو چارواکو په خپله برخه کې د همکارۍ ډاډ وړاندې کړ او په مسؤلینو یې غږ وکړ، چې د ځینو استخباراتي کړیو د دوه مخه سیاستونو په اړه باید همداسې وېښ او بیدار اوسي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سیاسي او اقتصادي چارو له شنونکو، د رسنیو له استازو، په ولایتونو کې له قومي مخورو، د پوهنتون له استادانو او ځایي خلکو سره ناستې او ولسي غونډې ترسره کړې دي.

‏د پامیر ولسوالۍ له مخورو سره کتنه پنجشنبه ۲۰ ذوالقعدة ۱۴۴۷ https://x.com/i/status/2052315539498729580

پکتیا کې ۲۰ کلنې دښمنۍ او لغمان کې دوه کلنې شخړې پای وموند سه شنبه ۱۸ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د قومونو د ستونزو د حل او فصل کمېټې په پرله ‌پسې هڅو د دغه ولايت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ اړوند د تورو خیلو قوم د کنډو او ښنګ کلیو ترمنځ یوه اوږدمهاله دښمني پای ته ورسېده. یاده دښمني چې شاوخوا شل کاله يې دوام کړی و، یو تن پکې وژل شوی او ګڼې قومي ستونزې يې راولاړې کړې وې د حل لپاره يې د قومي مشرانو، سپین ‌ږیرو او د یاد ریاست د مسؤلینو په ګډو هڅو څو ځله جرګې ترسره شوې، چې بالاخره دواړه لوري د سولې هوکړې ته ورسېدې. په ورته وخت کې د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر له تېرو دوه کلونو څخه روانه شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو او ځايي خلکو په منځګړيتوب پای ته ورسېده. د دغې شخړې له کبله د دواړو خواوو ترمنځ لويې خپلمنځي کورنۍ ستونزې او مشکلات راولاړ شوي وو، چې مسؤلينو ورته د پای ټکی کېښود.

درېیمه برخه: کوم رواجونه چې د شرعې خلاف دي، نه خیر دی او نه ښه رنګي بلکې له هر پلوه یې خلکو ته زیان رساوه، دا فرمان باید یوازې تشریح نه شي، بلکې عملي بڼه ور واغوندو.

دوهمه برخه: کله چې دا فرمان صادر شوی د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د هیواد ګوټ ګوټ ته رسېدلی.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د خپل وزارت مسؤلینو او کارمندانو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ١٧ ګڼې فرمان اړوند ویلي: چې دا یو داسې مشتمل فرمان دی، چې د افغانستان د جامعې په شمول د ټول أمت لپاره خیر دی.

د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ۱۷ ګڼه فرمان تشريح دوشنبه ۱۷ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نورالله نوري نن د ماسپښين له لمانځه وروسته د وزارت په مسجد کې د يوې ځانګړې غونډې پر مهال د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ۱۷ ګڼه فرمان د ارزښت، اهميت او محتوا په اړه وينا وکړه. ښاغلي نوري په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې ياد فرمان د ټولنې د مهمو اړخونو لپاره جامع لارښوونې لري، چې د خوښيو، ودونو، مصيبتونو او د حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په برخه کې بيان شوي دي. هغه زياته کړه دغه فرمان د شريعت له مخې ترتيب شوی او د احاديثو په رڼا کې يې د ناسمو دودونو او ناوړه رواجونو د اصلاح لپاره غوره لارې چارې وړاندې کړې دي. نوموړي همداراز څرګنده کړه چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ياد فرمان د خپراوي په برخه کې مخکښ رول لوبولی، چې تر دې دمه يې ۷۰۰۰۰ نسخې چاپ او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او ولسواليو کې د ولسي غونډو له لارې خلکو ته توضيع او تشريح کړی دی. د غونډې په پای کې د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفیع الله ثاقب ياد فرمان، چې په پنځو مادو او ۲۱ مخونو کې ترتيب شوی د وزارت کارمندانو ته ولوست او پر پلي کيدو يې ټينګار وکړ. په دغه غونډه کې د وزارت د لوړ رتبه مشرانو سربېره د بېلابېلو رياستونو رئيسانو، آمرينو، مامورينو او کارمندانو ګډون کړی وو

((افغانستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه یو امن هیواد دی، چې سیاسي او اقتصادي روابط یې د پراخېدو په حال کې دي)) یکشنبه/۹/ذوالقعده/۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په بلخ ولایت کې له درنو ولسونو سره د اسلامي نظام د دفاع غونډې پرمهال ډاډ ورکړ چې د افغانستان اقتصاد اوس قوي دی او اسلامي امارت د خپل کلک هوډ په مټ په ډېرو مواردو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی. هغه زیاته کړه، افغانستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه یو امن هیواد دی، چې سیاسي او اقتصادي روابط یې د پراخېدو په حال کې دي. ښاغلي نوري دغه راز په ډاګه کړه؛ چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې پر خپله خاوره د حاکمیت اجازه چا ته نه ده ورکړې. هغه وویل: که څوک زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او یا هم پر افغانستان د تېري سوچونه وهي، له روس، انګرېز او امریکا څخه دې درس واخلي. د ولسونو استازو او مخورو مشرانو بیا د افغانستان اوسنی یووالی په تېرو ۴۵ کلونو کې بې سارې وباله، ویې ویل، چې خلک تر بل هر وخت په دې نظام ډېر باور لري. دوی زیاته کړه؛ د اسلامي امارت مشران له شرق او غرب څخه نه دي راغلي، بلکې د دې خاوري اصلي بچیان دي. یادو مشرانو یو ځل بیا څرګنده کړه، چې دا نظام د ولسونو د زړه نظام دی او کوم کارونه چې په دغه لنډه موده کې ترسره شوي بېلګې یې په څو پېړیو کې نشته. د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي معین شیخ نور محمد حقاني تېر ٤٠ کلونه له کړاوونو ډکه دوره وبلله او د افغانانو د حوصلې او مېړانې ستاینه یې وکړه، هغه وویل د اسلامي امارت تر راتګ مخکې دلته د قومونو تر منځ اختلافات اوج ته رسېدلي وو، خو اوس لله الحمد ټول افغانان له متقابل احترام څخه برخمن دي. د بلخ والي الحاج ملا محمد یوسف وفا هم غونډې ته څرګندونې وکړې ویې ویل؛ جمهوریت د بُن د کنفرانس په ترڅ کې پر افغانانو تپل شوی حکومت و، چې هیڅ قانون او تګلاره یې د افغانانو په نبض نه وه جوړه. هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د خلکو له متن څخه انتخاب شوی نظام دی چې د اسلامي شرعیت په رڼا کې د ولس هرې مشورې او نظر ته د قدر په سترګه ګوري. په دغه ناسته کې دیاد وزارت د وزیر په مشري د تللي پلاوي او د بلخ د والي ترڅنګ ولایتي مسؤلینو، علماء کرامو، د خلکو استازو، زده کړیالانو، ډاکټرانو او عامو خلکو هم ګډون کړی وو.

په خوست کې ۲۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده شنبه /۸/ذوالقعده/۱۴۴۷ د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د لغوړي پیرانو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۸ کلنه دښمني، چې په ترڅ کې یې د دواړو خواوو یو ـ یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤولینو او ځايي قومي مشرانو په هڅو په دوستۍ بدله شوه. د یادې دښمنۍ د پای ته رسېدو او روغې جوړې مراسم د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شول. وروسته مسؤولینو د سولې، بښنې او یووالي په اړه خبرې وکړي ویې ویل، د ولسونو ترمنځ دښمني یوازې وراني او تاوان زېږوي، خو سوله د پرمختګ او هوساینې لاره هوار وي. هغوی دا روغه د دواړه کورنیو ترمنځ د متقابل احترام لپاره مهم ګام وباله او د الله جل جلاله له درګاه څخه ورته د سوکاله ژوند غوښتنه وکړه. په پای کې مسؤولینو د یادې دښمنۍ د پای ته رسېدو لپاره پرېکړه لیک اعلان کړ، چې دواړو کورنیو ومانه او یو بل یې وبښل او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به په همکارۍ او تفاهم کې ژوند کوي.

((د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي، ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر ډول توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی)) پنجشنبه /۶/ذوالقعده/۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په بدخشان ولایت کې له اسلامي نظام څخه د دفاع او ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړه، چې اوس هم د نړۍ ځینې استخباراتي ډلې په بېلابېلو نومونو غواړي زموږ د هیواد امنیت اخلال کړي. هغه د باور په څرګندولو سره وویل، د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي، ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر ډول توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی. نوموړي اطمینان ورکړ چې، اسلامي امارت پر خپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نه ورکوي. ځایې خلکو جوړې شوې غونډې ته په ډاګه کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې امن ټینګ شوی او د تبعیض لمن ټوله شوې ده. هغوی زیاته کړه، چې په هېواد کې د ملي یووالي او اسلامي نظام د لا پیاوړتیا لپاره اړینه ده چې ټول هېوادوال د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او هغه اشخاص چې هڅه کوي په هېواد کې دهشت او وحشت ته لمن ووهې مخه یې ونیول شي. په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وزیر، د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين مولوی محمد علي جان احمد، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ نورمحمد حقاني، د استخباراتو ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي، د بدخشان ولایت والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي، ځایی قومي مخورو، علماء کرامو، د ولسونو استازو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير په تخار ولايت کې له عامو خلکو او مسؤلينو سره يوه لويه غونډه ترسره کړه چهارشنبه ۵ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷

الحاج ملا نورالله نوري کندوز کې یوې ولسي غونډې ته: تاسې ته ډاډ درکوو، چې اسلامي امارت متوجه دی چې ټکنالوجي پر پښو ودروي.