8 180
Subscribers
-824 hours
-967 days
-52530 days
Posts Archive
باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه
چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸
د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د ځړځايونو پر سر راپورته شوې شخړه د خبرو اترو له لارې حل کړه.
د دغې شخړې پرمهال دواړو لوريو ته د لویو مالي تاوانونو سر بېره دوه تنه ټپيان شوي هم وو، چې د بيا بيا نښتو د احتمال وېره يې ترمنځ موجوده وه او وخت ناوخت به يې يوبل ګواښل.
مسؤلينو د يادو ستونزو د هواري په موخه سيمې ته سفر وکړ، د دواړو خواووسره تر جلاجلا ناستو او مشورو ورسته يې له هغوی عام تام اختيار واخېست او د يوې شرعي قيصلې په ترڅ کې يې سره روغې جوړې ته راوبلل.
د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ١٧ ګڼې فرمان څخه
Sent from WhatsApp
wa.me/93706022792?source=exsh
په باميان کې د کوچیانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ هغه شخړه هواره شوه، چې نېږدې ۳۴۰ کورنۍ پکې ښکېل وې
سه شنبه ۲۳ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷
د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ اړوند د کالو په سیمه کې د کوچیانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ رامنځته شوې شخړه د ياد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد، ولايتي ادارې استازو او قومي سپين ږيرو له لوري حل او فصل شوه.
د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت استازو د اسلامي امارت د مسؤلينو په ملتیا لومړی د يادې شخړې سیمې ته سفر وکړاو بيا يې له ښکېلو لوريو سره د شخړې د حل په اړه خبرې وکړې، چې پر مهال يې هغوی سولې او آرامۍ ته راوبللې او د زغم او حوصلې غوښتنه يې تري وکړه.
په پای کې له اوږدو خبرو اترو وروسته طرفين روغې جوړې ته آمده شول او د اسلامي امارت د مشرانو هغه پرېکړه يې ومنله چې د شريعت په رڼا کې يې ترسره کړه. له يادې روغې وروسته د ښکېلو خواوو مشرانو هم ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به د یو بل پر حقونو تېری نه کوي او د ورورولۍ ژوند ته به دوام ور کوي.
لغمان ولایت کې رامنځته شوې دښمني په دوستۍ بدله شوه
شنبه ۲۰ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق
https://x.com/i/status/2063152806073192886
لغمان کې د دوه مرورو کورنيو پخلاينه
چهار شنبه ۱۷ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷
د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو لخوا د قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه حل او دواړو خواوو د ورورولي لاسونه سره ورکړل.
دغه شخړه، چې څه موده وړاندې د خپلمنځي مسائلو له کبله رامنځته شوې وه او له امله يې يو کس سخت ټپي شوی و، د يوې ناستې په ترڅ کې د ياد آمريت له لوري هواره او ښکېلو طرفونو يو بل ته بښنه وکړه.
د ښکېلو دواړو کورنيو مشرانو يو بل ته له بښنې کولو وروسته ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هیڅ ډول تاوتریخوالي ته زړه نه ښه کوي.
بلخ کې د مسؤلينو په هڅو درې کلنې دښمني پای وموند
سه شنبه ۱۶ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷
https://x.com/i/status/2061673027604201854
بغلان کې مسؤلينو د يوې خونړۍ شخړې مخه ونيوله
چهار شنبه ۳ ذوالحجهَ الحرام ۱۴۴۷
د بلخ او سرپل ولايت د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ سوله وشوه
چهارشنبه۳ذوالحجه الحرام۱۴۴۷
https://x.com/i/status/2056983714823885284
ننګرهار کې د دوو تنو له مرګ ژوبلې وروسته روغه جوړه
سه شنبه ۲ ذوالحجهَ الحرام ۱۴۴۷
https://x.com/i/status/2056628669402009642
لغمان کې پنځه کلنه شخړه په سوله او پخلاینه پای ته ورسېده
دوشنبه ۱ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷
https://x.com/i/status/2056308303320199335
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري په ۱۴۴۶ ه ق کال کې د حل شویو شخړو جدول
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري په ۱۴۴۵ ه ق کال کې د حل شویو شخړو جدول
