8 180
Subscribers
-824 hours
-967 days
-52530 days
Posts Archive
بلخ کې دوه مرورې کورنۍ سره پخلا شوې
دوشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۸
https://x.com/i/status/2071489233299054987
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ١٧ ګڼه فرمان څخه
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سرپل کې ولسي غونډې ته:
دا د اسلامي نظام اهمیت دی، چې زموږ او ستاسې عقیده، ناموس، استقلال، تاریخ او کلتور پکې خوندي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سرپل کې ولسي غونډې ته:
د اسلامي شریعت حاکمیت زموږ او ستاسې آرزو وه، الحمدلله نن ورځ په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سرپل کې ولسي غونډې ته:
څوک چې د یوه خپلواک او ازاد افغانستان د ازادېدو دعوه کوي دوی دې ولس تجربه کړي او نور په افغانستان کې ځای نه لري.
((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))
شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
https://x.com/i/status/2071118104428437859
https://x.com/MOBTA/status/2071089001197388176?s=20
په ننګرهار او کونړ ولایت کې درې بیلابیلې دښمنی په دوستۍ بدلې شوې
شنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ١٧ ګڼه فرمان څخه
https://x.com/i/status/2070025723717230941
د خوست ولايت د باک ولسوالۍ د دوو کورنیو تر منځ د ۱۷ کلنې اوږدمهاله شخړې په اړه
پنجشنبه ۹محرم الحرام ۱۴۴۸
د جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې یو کلنه کورنۍ شخړه حل او فصل شوه
سه شنبه ۷ محرم الحرام ۱۴۴۸
د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ د مجید قدوق کلي د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه چې څه باندې یو کال د کورنیو اختلافاتو او وهلو ټکولو له امله رامنځته شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په منځګړیتوب حل او فصل شوه.
د شخړې د حل لپاره د جوزجان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم په مشرۍ، د قومي مشرانو او دیني علماوو ګډ پلاوي سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د يوې غوندې پرمهال د دواړو لوريو ترمنځ د پخلاینې او ورورولي پر اهمیت خبرې وکړې او هغوی يې سولې ته راوبلل.
په پای کې د جرګې د پرېکړې له مخې د دواړو لوريو ترمنځ ټولې پخوانۍ لانجې او ادعاوې پای ته ورسېدې او ژمنه وشوه، چې له دې وروسته به د یادې موضوع په تړاو هېڅ ډول دعوه او ادعا نه ترسره کېږي.
لغمان کې شپږ کلنې شخړې پای وموند
دوشنبه ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸
د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو په مشري د ولايتي ادارې د استازو په هڅو دغه ولايت کې د دوو کورنيو تر مينځ د ځمکې او لارې پر سر شته شخړه حل شوه.
ياده شخړه، چې د عليشنګ ولسوالي اړوند په پوهين دره کې رامينځته شوې وه او شپږ کاله يې دوام کړی و، د ا.ا.ا مسولينو، ځايي ديني علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په داسې حال کې پای ته ورسېده، چې جرګه کوونکو دواړه لوريو ته خپل حق معلوم کړ او ژمنه يې ترې واخېسته، چې راتلونکي کې به يو پر بل بريد نه کوي.
په پای کې دواړه لوريو يو بل ته تر بخښنې کولو وروسته تېر هېرکړل او د دوستي د لاسونو په ورکولو سره يې نوی د خوښي ژوند پيل کړ.
په هلمند، ننګرهار او کندهار کې د جلاجلا شخړو حل
يکشنبه ۵ محرم الحرام ۱۴۴۸
د هلمند ولايت په نهرسراج ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوې ترافيکې پېښې له کبله راپورته شوې شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په هڅو او د قومي مشرانو په ملتيا پای ته ورسېده.
د دغې شخړې لامل په ياده ترافيکې پېښه کې د يوکس وژنه وه، چې وروسته یې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې او د دواړو لوريو کورنۍ يې سره دښمني ته اړ کړې وې. مسؤلينو په خپل منځګړيتوب يادې شخړې ته د پای ټکی کېښود.
په ورته مهال د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر هغه راپورته شوې شخړه، چې له امله يې يو تن وژل شوی و د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو، قومي مشرانو او ديني عالمانو لخوا هواره شوه.
همداراز د کندهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس ملا عبدلباري رحماني د ياد ولايت د دامان او ژېړۍ ولسوالۍ د اوسېدونکو ترمنځ د پيسو پر سر راپورته شوې شخړه په سوله ييز ډول هواره کړه او حق يې حقدار ته وسپاره.
کنړ کې د دوو جلا شويو کورنيو پخلاينه
شنبه ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸
د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپل منځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه په سوله ييز ډول حل او دواړو لوريو يو بل ته د ورورولي لاسونه سره ورکړل.
د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي مشرانو، متنفذينو او ځايي خلکو په منځګړيتوب د يوې ناستې په ترڅ کې لومړی موضوع وڅېړله او بيا يې د طرفينو په خوښي او رضايت د يوې منصفانه پرېکړې له مخې هغوی يو بل ته ورغاړې وېستل.
په پای کې د ښکېلو خواوو مشرانو يو بل ته تر بښنې کولو وروسته ژمنه وکړه، چې د مسؤلينو ترسره شوې فيصلې ته په احترام به تر دې وروسته په سوله او ورورولي کې ژوند تېروي.
