8 180
Subscribers
-824 hours
-967 days
-52530 days
Posts Archive
خوست کې د درې لسيزو اوږدمهالې مرګونې دښمنۍ حل
دوشنبه ۱۲ صفر المظفر۱۴۴۸
د خوست ولایت مرکز اړوند متون درخېلو په سيمه کې د شاوخوا درې لسيزو په دوام دښمني د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلينو په هڅو او د قومي مشرانو، ديني عالمانو، متنفذينو او مصلحینو په پرله پسې کوششونو تر سره شوه.
یاده دښمني چې له اوږدې مودې راهېسې د ځينو خپلمنځي اختلافاتو له وجې د دوو کورنيو ترمنځ پېښه شوې وه له دواړو کورنيو څخه پکې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او د لويو مالي تاوانونو ترڅنګ يې ترمنځ ګڼې ستونزې موجودې وې.
د دغو ستونزو او دښمني د پای ته رسولو په موخه د اسلامي امارت مسؤلينو او په خاصه توګه د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د ښکېلو خواوو ترمنځ څو پرله پسې جرګې جوړې کړې، موضوع يې وڅېړله او د يوې شرعي فيصلې په ترڅ کې يې طرفين سره پخلا کړل.
د يادې پخلاينې وروسته دواړو خواوو د اسلامي امارت د مسؤلينو څخه په مننې کولو سره په خپله اوږدمهاله دښمني پښېماني وښوده او ياده يې کړه، چې تر نن وروسته به خپل پاتي ژوند په سوله ورورولي او يووالي سره تر سره کوي.
په سرپل او لغمان ولایتونو کې د خلکو ترمنځ رامنځته شوې شخړې پای ته ورسېدې
شنبه، ۱۰ صفرالمظفر ۱۴۴۸هـ.ق
په سرپل ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د شتمنۍ پر سر هغه شخړه، چې د تېر یو کال راهیسې د دوی ترمنځ د اختلاف لامل شوې وه، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر مولوي عبدالصمد سعید او د سیمه ییزو جرګهمارو د پرلهپسې هڅو او رغنده خبرو اترو په پایله کې په سولهییز ډول هواره شوه. د روغې جوړې له ترسره کېدو وروسته، دواړو لوریو د مشرانو اغېزمن منځګړیتوب، چې د دوی ترمنځ یې ژور اختلاف پای ته ورساوه، وستایه او ډاډ یې څرګند کړ چې شوې روغې جوړې ته به په هر حالت کې وفادار پاتې کېږي او خپلې اړیکې به د ورورولۍ په فضا کې پرمخ وړي.
همداراز، د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه یوکلنه شخړه، چې د قتل د تور له امله رامنځته شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت او د قومي مشرانو د منځګړیتوب په هڅو په سوله ییز ډول پای ته ورسېده.
د روغې جوړې په پایله کې دواړو کورنیو ژمنه وکړه چې د پخوا په څېر به خپلې دوستانه اړیکې ساتي، د ورورولۍ او تفاهم په فضا کې به ژوند کوي او د ورته اختلافاتو د مخنیوي لپاره به شوې هوکړې ته ژمن پاتې کېږي.
بلخ کې د مسؤلينو په هڅو ۸ کلنې بدي پای وموند
شنبه ۳ صفر المظفر۱۴۴۸
https://x.com/i/status/2078363807055851856
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د زابل له والي سره وکتل
پنجشنبه ۱ صفر المظفر ۱۴۴۸
د زابل والي ملا شیر محمد شریف د یو پلاوي په مشرۍ نن د یاد ولایت د یو لړ ستونزو د حل او مهمو موضوعاتو په اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره وکتل.
د لیدنې پر مهال په زابل ولایت کې د پراختیایي کارونو د چټکتیا او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو او د حل لارو په اړه یې نظرونه شریک شول. د ناستې په ترڅ کې فرضي کرښې ته د څېرمه سیمو اوسېدونکو ستونزې هم يادې شوې، چې پکې د څښاک د پاکو اوبو کمښت، د سړکونو اساسي رغونه، ښوونې او روزنې ته خاصه پاملرنه او نورو برخو کې د خلکو اولیه ستونزې شاملې وې.
ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي نوري د وزارت د امکاناتو او صلاحیتونو په چوکاټ کې د ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ، ویې ویل، چې د زابل ولایت د اطرافي سیمو له خدمتونو بې برخې خلکو ستونزو ته به جدي پاملرنه وکړي او له اړوندو ادارو سره په همغږي به لازم اقدامات ترسره کړي.
په پکتیا ولایت کې ۵ کلنه دښمني حل شوه
شنبه، ۲۵ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند د شکرخېلو په کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني، چې له امله یې د یوه لوري درې تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی و، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسئولینو، سیمه ییزو مخورو په ګډو هڅو په سوله ییز ډول پای ته ورسېده.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د نورو مسئولینو سربېره د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس هم وینا وکړه. نوموړي د اسلام د سپېڅلي دین له نظره د عفوې، روغې جوړې او پخلاینې ارزښت بیان کړ او له ځایی قومي مشرانو څخه یې مننه وکړه چې د اسلامي امارت له مسئولینو سره په همغږۍ او نه ستړې کېدونکو هڅو د قومي شخړو د هواري او ټولنیز یووالي لپاره هڅې کوي.
وروسته د دواړو لوریو ترمنځ د رامنځته شوې دښمنۍ د پای ته رسولو په موخه د روغې جوړې پرېکړه اعلان شوه چې دواړو لوریو په ورین تندي ومنله او د یووالي په فضاء کې یې یو بل ته د ورورولي غېږې ورکړې.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ١٧ ګڼه فرمان څخه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ١٧ ګڼه فرمان څخه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ١٧ ګڼه فرمان څخه
دشمنی با سابقه نزدیک به یکونیم قرن در ولایت خوست پایان یافت
سه شنبه ۲۱ محرم الحرام ۱۴۴۸
ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت خوست، با همکاری علما، بزرگان قومی و متنفذین محل، موفق شد به دشمنی دیرینه میان دو خانواده در قریه سنکیو، مربوط ولسوالی تڼی این ولایت، پایان دهد؛ دشمنیای که حدود ۱۴۰ سال پیشینه داشت و در نتیجه آن از یک طرف یک تن جان باخته بود.
به گفته مسئولان، برای پایان دادن به این اختلاف، نشستها و دیدارهای متعددی با بزرگان هر دو خانواده برگزار شد. در این نشستها، طرفین به صلح، برادری، عفو و گذشت تشویق شدند و سرانجام با پذیرش میانجیگری و تفاهم، به مصالحه رضایت داده و به این دشمنی طولانیمدت پایان بخشیدند.
در مراسم حل این منازعه، مسئولان امارت اسلامی، علما و بزرگان قومی بر نقش مؤثر متنفذین و جوانان در جلوگیری از منازعات و تحکیم همبستگی اجتماعی تأکید کردند. آنان از بزرگان و جوانان خواستند تا در راستای حل اختلافات محلی و تقویت روحیه برادری و همزیستی مسالمتآمیز، تلاشهای بیشتری انجام دهند و این مسئولیت را یک وجیبه ملی و دینی عنوان کردند.
در پایان، فیصله جرگه با رضایت کامل طرفین اعلام شد. بر بنیاد این فیصله، هیچیک از طرفین حق تعرض و تجاوز بر دیگری را نخواهد داشت و هر دو خانواده با عفو و گذشت متقابل، دشمنی دیرینه را کنار گذاشته، با یکدیگر آشتی کردند و در فضای برادری و صمیمیت یکدیگر را در آغوش گرفتند.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند دوه اونیز کاري راپور
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ١٧ ګڼه فرمان څخه
)) امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))
سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د هغو خلکو ملاتړ نه کوي، څوک چې د جګړې راوړلو او د وحدت له منځه وړلو هڅه کوي. نوموړي زیاته کړه، چې امنیت هغه بنسټیز اصل دی، چې له مخې یې د یوه هیواد نظام، اقتصاد، سیاست، اتفاق او یووالی پرمختګ پیدا کوي.
دا راز غونډې ته د اهل تشيع علماوو او مخورو له اسلامي امارت څخه د ملاتړ تر څنګ وویل، چې په افغانستان کې یو اسلامي شرعي نظام قائم شوی، ساتل او ملاتړ یې د ټولو افغانانو وجیبه ده، دوی زیاته کړه: د حکومت او خلکو تر مابین دې د همغږۍ مزي لا ټینګ شي تر څو په هیواد کې شته ستونزې د یووالي او اتحاد په مټ حل کړو.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له ١٧ ګڼه فرمان څخه
