en
Feedback
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت

Open in Telegram
8 180
Subscribers
-824 hours
-967 days
-52530 days
Posts Archive
پکتيکا کې د یوې شخړې په ترڅ کې شپږو نفرو ته مرګ ژوبله اوښتې دوشنبه ۱۰ ربيع الأول ۱۴۴۸ د پکتيکا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ديني علماوو، قومي مشرانو، متنفذينو او مصلحينو په دوامدارو هڅو د دغه ولايت په خيرکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو څلورو کلونو په دوام مرګونې دښمني په دوستي بدله کړه. د دغې څلور کلنې دښمني په پايله کې له دواړو لوريو څخه شپږ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي وو، چې د دواړو خواوو ترمنځ يې د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ لويې ستونزې، تربګنۍ او انديښنې راولاړې کړې وې. مسؤلينو د يادې دښمني د پای ته رسولو په موخه د موضوع له هر اړخېزې څېړنې وروسته ښکېل لوري بښنې کولو ته وهڅول او ترمنځ يې د يوې منصفانه فيصلې په کولو سره هغوی يو بل ته ورغاړې وېستل، چې په همدې سره يې ياده مرګونې دښمني په دوستي بدله او نوی د ورورولي ژوند يې پيل کړ.

خوست کې د ۱۶ کلنې بدي حل يکشنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۸ د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د ديني عالمانو، قومي سپين ږيرو، او مشرانو په هلو ځلو د خوست او لوګر ولايت د دوو کورنیو ترمنځ موجوده خپلمنځي دوښمني، چې شاوخوا ۱۶ کاله مخينه يې درلوده او له یوې خوا پکې یوه مېرمن وژل شوې وه په دوستي بدله شوه. د دغې رامنځته شوې دښمني د حل په موخه د اسلامي امارت مسؤلينو څو ځله د ښکېلو کورنيو له مشرانو سره ناستې ترسره کړې، هغوی يې سولې ته وهڅول او د عفوې او بښنې پر ارزښتونو يې وپوهول، چې بلآخر دواړو خواوو په همدې اساس روغې ته غاړه کېښوده. د يادې روغې جوړې د مراسمو پرمهال جرګه کوونکو مشرانو د طرفينو استازي يو بل ته ورغاړې ویستل او د هغوی په رضايت سره د ترسره شوې پرکړې له مخي يې ورياده کړه، چې تر دې وروسته هیڅ لوری پر بل د بريد حق نه لري بلکې دواړه خواوي به د ورورولي او خوښي ژوند ته دوام ورکوي.

سنګ ‌آتش کې له ولسونو سره د شریعت د نفاذ په موخه د همغږۍ غونډه يکشنبه ۹ ربيع الأول ۱۴۴۸ د بادغیس ولایت په سنګ ‌آتش ولسوالي کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په مشري د اسلامي شریعت د نفاذ په موخه د همغږۍ غونډه د سیمه‌ ییزو مسئولینو، علماوو، قومي مخورو او د بېلابېلو قشرونو د استازو په حضور کې ترسره شوه. په دې غونډه کې ګډونوالو د اسلامي نظام تر چتر لاندې د خلکو د ستونزو پر حل او د ولس او مسئولینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا خبرې وکړې. ويناوالو د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کېدو او د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی د فرمانونو د عملي کولو په اړه ټینګار وکړ دوی همداراز له خلکو وغوښتل چې خپل ژوند د اسلامي شریعت له احکامو سره سم برابر کړي. د غونډې په پای کې ديني عالمانو او قومي مشرانو اسلامي نظام د ټولنې لپاره يو ستر نعمت ياد کړ او زياته يې کړه، چې د ستونزو د حل لپاره باید له سوله‌ ییزو لارو کار واخیستل شي. ياده غونډه د اسلامي احکامو د پلي کولو، د ولس او مسئولینو ترمنځ د همکارۍ او د ټولنیز ثبات د ټینګښت پر ټینګار پای ته ورسېده.

خوست کې د ۳۶ کلنې دښمني ترڅنګ لغمان کې هم شخړه هواره شوه شنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۸ د خوست ولايت مرکز اړوند فارم باغ سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې ۳۶ کلنه دښمني د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو، د ولسوالي استازو، ديني عالمانو او ځايې قومي مشرانو په هلو ځلو حل او دښمنې کورنۍ د سولې له نعمته برخمنې شوې. د دغې راپورته شوې دښمني له کبله له يوه لوري يو تن وژل شوی و او ترمنځ يې دوامداره جنجالونه موجود وو، چې مسؤلينو د خپلو هڅو په نتيجه کې لومړی سولې ته راضي کړل او بيا يې ترمنځ د پښنتي دود او اسلامي شريعت په رڼا کې فيصله وکړه، چې د ښکېلو خواوو د رضايت سبب شوه او ياده د کلونو کلونو دښمني يې پای ته ورسېده. په همدې حال کې د لغمان ولايت په الينګار ولسوالي کې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پرسر راپورته شوې شخړه حل او طرفينو د سولې غاړې ورکړې. د دې شخړې له وجې يو کس سخت ټپي شوی و او لويې تربګنۍ يې راپورته کړې وې.

په ننګرهار کې د قتل له امله راپورته شوې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده شنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۸ د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالي کې
+4
په ننګرهار کې د قتل له امله راپورته شوې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده شنبه ۸ ربيع الأول ۱۴۴۸ د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله راپورته شوې شپږ کلنه دښمني چې په پايله کې يې يوه انجلۍ وژل شوې وه او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې راولاړې کړې وې د يوې قومي جرګې په ترڅ کې پای ته ورسېده. قومي مخورو د ښکېلو لوريو ترمنځ د موضوع له پوره څېړنې وروسته د هغوی په رضايت د قناعت وړ فیصله تر سره کړه او دواړه خواوې یې عفوې او بښنې ته راوبللې، چې په دې سره د مصلحينو او جرګه کوونکو مشرانو د پرېکړې په اساس طرفینو یو بل ته بښنه وکړه او د ورورولي غېږې یې سره ورکړې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته سفر وکړ دوشنبه ۲۶ صفر المظفر ۱۴۴۸ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند په هدایت د یوه پلاوي په مشرۍ چې د داخله وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت الله نجیب او د دفاع وزارت لوژستیکي مرستیال مولوي محمد علي جان احمد یې ملتیا کوله بدخشان ولایت ته سفر وکړ. د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ په اتفاق بازار کې د ځایي خلکو او مجاهدینو تر منځ شخړه رامنځته شوې وه، چې پکې یو څو تنو نظامي او ملکي خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، د همدې شخړې د څېړنې او بررسي په موخه یاد هیئت د بدخشان له فیض آباد څخه د هلمند د والي مولوي امان الدین منصور په ملتیا د یفتل ولسوالۍ اتفاق بازار ته سفر تر سره کړ. ښاغلي نوري او مل پلاوي د یادې سیمې له ځایي علماوو او سپین ږیرو سره د فاتحې او کتنې پر مهال وویل: د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قوم پرستي، سمت پرستي او نژاد پرستي ځای نه لري، د بدخشان او نیمروز خلک په یوه تله تلي، نوري صاحب زیاته کړه، موږ د بدخشان خلکو ته د یوه مجاهد او دین پروره ملت په سترګه ګورو، یاد هیئت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دې قضیې تر څېړلو وروسته به مجرمین د قانون منګلو ته سپارل کېږي. وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل در رأس هیأتی به بدخشان سفر کرد دوشنبه ۲۶ صفرالمظفر ۱۴۴۸ وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل ملا نورالله نوری، به هدایت رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن آخوند، در رأس یک هیأت به ولایت بدخشان سفر کرده است. در این سفر، مولوی رحمت‌الله نجیب، معاون اداری وزارت امور داخله، و مولوی محمدعلی جان احمد، معاون لوژستیک وزارت دفاع، نیز ملا نورالله نوری را همراهی می‌کنند. این هیأت به منظور بررسی و تحقیق در مورد درگیری‌ای که اخیراً میان باشندگان محل و مجاهدین در بازار اتفاق مربوط ولسوالی یفتل ولایت بدخشان رخ داده و در نتیجه آن به شماری از افراد ملکی و نظامی تلفات وارد شده است، به این ولایت سفر کرده است. هیأت از فیض‌آباد، مرکز بدخشان، با همراهی مولوی امان‌الدین منصور، والی هلمند، به بازار اتفاق ولسوالی یفتل رفته و با باشندگان محل دیدار کرده است. ملا نورالله نوری و اعضای هیأت در جریان فاتحه‌خوانی و دیدار با علما و بزرگان قومی منطقه گفتند که در صفوف امارت اسلامی جایی برای تبعیض، قوم‌گرایی، سمت‌گرایی و نژادپرستی وجود ندارد. نوری افزود که مردم بدخشان و نیمروز نزد آنان از یک دیدگاه برخوردار اند و گفت که آنان مردم بدخشان را یک ملت مجاهد و دین‌پرور می‌دانند. وی به باشندگان محل اطمینان داد که پس از بررسی و تحقیق همه‌جانبه این قضیه، افراد مسئول در این رویداد شناسایی و به پنجه قانون سپرده خواهند شد.

خوست کې د مسؤلينو او عامو خلکو ترمنځ ولسي غونډه شنبه ۱۷ صفر المظفر ۱۴۴۸ د خوست ولایت د باک ولسوالۍ له ولسونو، قومي مشرانو او علماوو سره د شریعت د احکامو د لا ښه نفاذ، د ولس او حکومت ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او ګډ تفاهم د رامنځته کولو په موخه پراخه ولسي غونډه ترسره شوه. ديادې جوړې شوې غونډې پرمهال د اسلامي امارت مسؤلينو اسلامي نظام د مسؤولیتونو، د شریعت د احکامو د عملي کولو، د ولسونو د ګډو هڅو او د متقابلې همکارۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د قومي یووالي، د اصلاحاتو، د سولې او ثبات د ساتنې او د هر ډول اختلاف او نفاق د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وشو او له ولسونو وغوښتل شول چې د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا په موخه خپله همکاري جاري وساتي. د غونډې په وروستۍ برخه کې د هيواد د امنیت، ثبات، د اسلامي نظام د دوام، د مسلمانانو د یووالي او د هيوادوالو د هوسا ژوند په اړه ارزښتناکې سپارښتنې وشوې. همداراز د علماوو، قومي مشرانو او خلکو له لوري د شریعت د احکامو د پلي کېدو، د ولسي یووالي د ټینګښت او له مسؤلو ادارو سره د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند شو.

افغانان داسې یو باامنه نظام لري چې په نړۍ کې یې سیال نشته شنبه ١٧ صفر المظفر ۱۴۴۸ د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ علماوو او قومي مخورو په دغه ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري یوې جوړې شوې ولسي غونډې ته وویل: د اسلامي امارت مشران د دوی په زړونو کې ځانګړی ځای لري او د مشرتابه د ټولو فرامینو او ارشاداتو اطاعت خپله دینی وجیبه ګڼي. دوی د اسلامي امارت په صف کې اطاعت او همغږي بې سارې وبلله او زیاته یې کړه، چې له پنځولسېزو وروسته پر افغانانو یو داسې با امنه نظام حاکم شوی چې په نړۍ کې یې سیال نشته. د هغوی په باور که دا یووالی او همغږي وساتل شي هيواد به په اقتصادي، امنیتي او سیاسي برخو کې لا ستر پرمختګونه وکړي. قومي مشرانو له حکومت څخه د سړکونو، کلینیکونو، ښوونځیو او مخابراتي شبکو د پراختیا او جوړېدو غوښتنه هم وکړه. ورپسي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل: جهاد یو الهي مکلفیت و او د ننني امنیت، ثبات او ارام ژوند بنسټ د همدې قربانیو په برکت اېښودل شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې اوس د جګړو وخت پای ته رسېدلی او د هيواد د ابادۍ او پرمختګ پړاو پیل شوی، نو د هر افغان مسؤولیت دی چې د هيواد په رغونه کې خپله ونډه واخلي. ښاغلي نوري صيب زیاته کړه، چې هغه پراختیایي پروژې چې کلونه یې چارې درېدلې وې اوس د بشپړېدو وروستيو پړاوونو ته رسېدلې دي. نوموړي د یووالي په اړه وویل: نن په افغانستان کې د ورورولۍ او اتفاق داسې فضا رامنځته شوې، هغه کسان کومو چې پرون زموږ مخالفت کاوه نن مو هرکلی کوي او د هېواد د رغونې او پرمختګ لپاره له نظام سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

په بلخ ولايت کې د مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه شنبه ۱۷ صفر المظفر۱۴۴۸ د بلخ ولايت مرکز اړوند شپږمې ناحي سيمه کې دوه مرورې کورنۍ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د شخړو د حل کمېسيون، قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب د یوې قومي جرګې په ترڅ کې پخلا او روغې جوړې ته را وبلل شوې. دغه دوه کورنۍ چې له څو کلونو راهیسې یې ترمنځ سخت اختلافات موجود وو تېره ورځ د یادو شویو مشرانو په منځګړیتوب پخلاینې ته راضي شول او د جرګه کوونکو له وعظ او لارښوونو وروسته یې سولې او ورورۍ ته غاړه کېښوده. د پخلاينې په مراسمو کې د ښکېلو کورنيو مشرانو د مسؤلينو له لخوا د ترسره شویو هڅو ستاینه وکړه او د هغوی له لوري په شوې فیصله یې خوښي څرګنده کړه. د يادې پخلاينې د پای پرمهال دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به یو بل ته هيڅ جنجال نه جوړوي.

له ١٧ ګڼه فرمان څخه
له ١٧ ګڼه فرمان څخه

‏موضوع: د دیني او فرهنګي چارو، عدالت او قانون برخې لاسته راوړنې د لاسته راوړنو په برخه کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزا
‏موضوع: د دیني او فرهنګي چارو، عدالت او قانون برخې لاسته راوړنې د لاسته راوړنو په برخه کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د ټولنیز یووالي لپاره۴۳۲ شخړې حل کړې او د ولسي یووالي د ټینګښت په مورد یې په ولایتونو او ولسوالیو کې ۴۵۹ لویې او وړې غونډې جوړې کړې دي. ‏⁧ #دستاوردها ⁩ ‏ ⁧ #دین_فرهنگ ⁩ ‏ ⁧ #لاسته_راوړنې ⁩ ‏ ⁧ #دین_فرهنگ ⁩