en
Feedback
ته ګټونکی یېᜊ🥇

ته ګټونکی یېᜊ🥇

Open in Telegram

Welcome Stay updated with the latest and most reliable cryptocurrency news, sports , motivation of life, psychology, technology market trends, price analysis, and expert insights and much more. @hamdard_86 #psychology #motivation #sports #telegram

Show more
1 268
Subscribers
-124 hours
-137 days
-5330 days
Posts Archive
ښه انسان جوړېدل داسې دي لکه یو ګول کېپر چې هر څومره ګولونه بچ کړې خو بیا به هم خلک هماغه یو ګول یادوي چې تا مېس کړی

که یو کس مخکې یو وخت په خپل مسلک او کار کې ترټولو لوړ او پورته وي خو اوس ترې نورو هغه ځای نېولی وي یا هم ترې مخته کیږي نو دې
که یو کس مخکې یو وخت په خپل مسلک او کار کې ترټولو لوړ او پورته وي خو اوس ترې نورو هغه ځای نېولی وي یا هم ترې مخته کیږي نو دې وخت کې دوی د دې پرځای چې خپلې مشورې ورکړي یا یې مرسته وکړي خو برعکس حسد او ضد ورسره شروع کوي تل ځان پرې لوړ ګڼي او کوښښ کوي چې د مقام څخه یې وغورځوي تر څو له ده لوړ او غوره نه شي نو دې حسد پالې ډلې ته باید وویل شي چې که ته ورسره کومک وکړې شاید لږ زر لوړ مقام ته وراسیږي هم به هماغه کس درنه ښه خاطره ولري هم به ته پر سکون یې خو که ته همداسې خپل حسد ته دوام ورکړې شاید یوه ورځ هغه کس ته الله تعالی یو لوی مقام ورکړي نو بیا به ته د ده د هرې بریا سره سوزې او دغې د نیت کمی له امله به هېڅکله د ښه ژوند څښتن نه شې نو عموماً که تاسو په هره برخه یا مسلک کې له ځانه ټیټ او لاندې خلکو سره کار کوی نو ختماً ورسره مرسته کوی ځکه دغه وخت کې ستاسو یوه خواږه خبره هم دوی بیا په عمر نه هیروي یو غوره او بریالي کس باید د ځان سره نور خلک هم راپورته کړي نه دا چې پښې یې وواهي #چټیات

تر لوکس ښکاریدو، روغ ښکاریدو ته ترجیح ورکړئ. ځانته پام وکړئ، د کیمرې په ځای ښه ده چې سړی په سیټي سکین، ایم ار ایي او الټروسون
تر لوکس ښکاریدو، روغ ښکاریدو ته ترجیح ورکړئ. ځانته پام وکړئ، د کیمرې په ځای ښه ده چې سړی په سیټي سکین، ایم ار ایي او الټروسونډ کې ښه ښکاره شي. مطلب دا چې مات ګوډ او ناروغ نه اوسي. کاپي

رونالډو وایې: خوبونه هغه نه دي چې ته ویده شي او ویې وېنې، بلکې خوبونه هغه دي، چې تا خوب کولو ته پرینږدي❤️🤗

یوازې یوه لویه بریا کولی شي چې ستا ټولو ناکامیو ته د پای ټکی کیږدي نو مه ناهیلی کېږه تر دې ځایه چې راسېدلی یې نو هغه ځای ته هم راسېدای شې چې هیله یې لرې بس ماضې پرځان باور ولره او خپله خواري جاري وساته غټې بریاوې چې څومره وخت نیسي هغومره یې خوند او رنګ هم ډېر وي تسلیمیدل د کمزورو خلکو کار دی قوي خلک د خپلو هدفونو ترلاسه کولو لپاره تر هغې جنګیږي څو چې ورته راسیدلي نه وي ❤️🤗 #بریا #هڅونه

هدف ولره، پر ځان باور ولره، او هره ورځ د خپل شخصیت د جوړولو لپاره یو ګام مخکې لاړ شه. Have a goal, believe in yourself, and take one step forward every day to build a stronger character.

شپږ میاشتې تمرکز کولای سي ستاسو د تیرو شپږو کلونو پښېمانۍ او زیانونه سم کړي. دا مه هېروئ.

که ستړی کېږم، کمزوری کېږم، لوېږم؛ خو بیا به هم پاڅېږم؛ ځکه پر خپل ځان مې تکیه کول او راپورته کېدل زده کړي کېدای شي ژوند رانه ډېر څه اخیستي وي، خو لا هم زما په زړه کې مینه شته، هیلې شته، او د ښه سبا انتظار شته. که څه هم ستړی یم؛ خو بیا هم باور لرم چې خدای ج زما لپاره ډېر ښکلي څه ساتلي دي او زر به یې ترلاسه کړم ان شاالله ❤️🫶

د کار نتیجه چې مخالفینو درپسې څومره ډېر منفي تبلیغات کول ، پوه شه چې کار دې مثبته نتیجه ورکړې ده ، لاپسې خپل مثبت کار ته کش ورکړه . یون ❤️

ځان ته مشوره زه په دې پوهېږم چې خپل راتلونکی نه شم بدلولی خو دومره کولی شم چې خپل عادتونه بدل کړم او دا بیا دا مرسته راسره کولی شي چې ښه راتلونکی ولرم❤️

دا راسره ومنی که ځينې هېر کړی ځان به مو ياد شي که له ځينو ليري لاړ شئ ځان به ومومئ او که ځيني له ژونده وباسی ژوند ته به راشی همداسې وکړئ او له ژونده خوند واخلئ. #ملګرتیا

په ژوند کې لږ تر لږه یو داسې ملګری پیدا کړی چې هغه نه ستاسو د کورنۍ غړی وي، نه مو کومه خپلوي ورسره وي، او نه مو هم د ماشومتوب ملګری وي. بس یوازې چې یو انسان وي پروا نه لري چې د نړۍ په هره برخه کې ژوند کوي. یو داسې څوک چې ته وکولای شې د خپل زړه هر خبره پرته له وېرې او ډار ورته وکړې ځکه کله ناکله هماغه خلک چې موږ ته تر ټولو نږدې وي، تر ټولو ژور زخمونه راکوي؛ خو هغه کسان چې لرې وي، بې له قضاوت او نیوکې موږ درک کوي. داسې ملګري ډېر کم پیدا کېږي. کېدای شي له هغوی سره کم ملاقات وشي، خو خبرې اترې ورسره د زړه لپاره تر ټولو ډېر سکون او آرام راوړي. ❤️🫶

ما کله هم زړه په دې نه دی ډاډه کړی چې نشتون به مې خلک غمجن کړي، موږ که بهتر یو نو له موږ بهترین پیدا کیږي

په داسې نړی کې به هېڅکله عدالت پیدا نه کړې چېرته چې مجرمان قوانین جوړوي باب مرلي

دا زموږ تړلي لاسونه او ستاسو درنی درنی سپیړی یو وخت به یی جانانه په حساب کی راولو 🫂🇦🇫💔😭

هر څوک چې د قـــران له نصېحت مخ واړوي، د هغوي لپاره بـه پـه دُنیـا کـې تنګ ژونـد وي.

خدای پاک له هرې سختۍ څخه د وتلو لاره برابروي، نو ډېر فکر مه کوه، ځکه چې خدای پاک تر . ټولو غوره پلان جوړونکی دى

تاسی به ترهغه پرمختگ ونه کړئ ، څو دوخت دبدلون سر خپل ځانونه بدل نه کړئ،

یو څو عادتونه لرم چې د چا په دولت، او پیسو نه سوځم نه هم د چا په پرمختګ ځوریږم د پرمختګ هڅه نه کوم، او نه هم د پیسو شوق لرم د ناپوهانو په خبرو نه غولیږم، او د هوښیارانو خبرو ته غوږ نیسم په غریب ملګري خو بیخي نه شرمیږم او هر وخت مې ملګرتیا له غریبانو سره وي چاپلوسي مې نه زده کیږي او نه هم له خدای ج پرته له چا د خیر او شر هیله کوم نفرت یواځې له هغو خلکو کوم څوک چې د اسلام، اسلامي نظ،ا،م، او د هيواد د پرمختګ دښمنان دي له خلکو غوښتنه نه کوم له الله ج یې غواړم بس الله ج هر څه راکړي دي، او لا یې را کوي ډېری هغه کسان چې زمونږ په مسلک کې یې زمونږ پوهه، او پر مختګ نه شو زغملای ومې لیدل چې خوار شول خو بیا مې هم دغه بې وسي او نا توانې نه ور باندې لوریږي. #اللهم نجنا من البغض والحسد والفقر والذلة والتملق جابر له وال څخه

یو ښه انسان واوسه خو نورو ته د خپل ښه والی په ثابتولو وخت مه بربادوه.